خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

د کابل ــ ډیلي پر اړیکو د پاکستان ژوره اندیښنه

پر کابل؛ د اسلام اباد د بې بنسټه تورونو او نیوکو لړۍ بیا پیل

په وروستیو کې د کابل ډیلي اړیکو نږدیوالي پاکستان ژور اندیښمن کړی دی او یو ځل بیا یې په کابل د نیوکو او بې ځایه تورونو لړۍ پيل کړه. افغان دولت چې په وروستیو کې چې له پاکستانه سخت بیزاره شوی دی؛ په خپله بهرنۍ پالیسۍ کې د پاکستان سیال هیواد هندوستان ته زیاته پاملرنه کړي ده. د راپورونو له مخې په نږدې تیرو ورځو کې افغان دولت په پاکستان د سیاسي فشار لپاره هندوستان ته مخه کړيده. څو ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار محمد حنیف اتمر هندوستان ته سفر وکړ او د هند د ملي امنیت له سلاکارسره له لیدنې علاوه له نورو هندي نظامي چارواکو سره یې ولیدل او د افغانستان د نظامي ځواکونو د تجهیز او اکمال په برخه کې یې ددغه هېواد توجه وغوښته. په دغه سفر کې اتمر له هند سره د دریو هلیکوپترو د قرارداد پرسر خبرې وروستۍ کړې. همداشان بل لور ته د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي او د ده هندي ساري ایس جېشینکر په نوي ډیلي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د زیاتولو او په سیمه کې د امنیت د ټینګېدو پر بېلابېلو اړخونو تهم خبرې کړې. د راپورونو له مخې د افغانستان او هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو په افغانستان کې د امنیتي وضعیت او د افغانستان د دفاعي وړتیاوو له زیاتولو سره د هند د مرستې د ژمنو په اړه هم بحث کړی.
هاخوا د ورکړل شویو راپورونو له مخې د هند صدراعظم نرندا مودي پریکړه کړې چې په نږدې راتلونکې کې افغانستان ته سفر وکړي. تر اوسه د دغه سفر وخت په دقیقه توګه ندی ټاکل شوی خو مودي به په دې سفر کې د افغان لوړپوړو چارواکو سره په امنیتي مسایلو او د افغانستان او هندوستان په اړيکو لا ښه کیدا وغږیږي.
د پورتني درې واړو مواردو او په ورستیو کې د افغانستان او هندوستان د اړیکو نږديوالی د پاکستان د سختې اندیښنې سبب شوی چې په همدې لړ کې یې یو ځل بیا په کابل د بې ځایه تورونو او نیوکو لړۍ پيل کړه.

په داسې حال کې چي د اسلام اباد او کابل ترمنځ اړيکي خړې پړې شوي دي؛ پاکستان بیا هم له افغان خاورې څخه د راکټي بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې. پاکستان وايي، پر پاک افغان ګډه پوله يې له افغان خاورې څخه د زياتېدونکيو راکټي حملو په اړه افغان دولت ته اندېښنه ښودلې او دا يې د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ ګډو هدفونو او سوله ييزې اوسېدنې ته نېغ ګواښ بللى دى. د پاکستان پوځي مقاماتو هم څو ورځې وړاندې وو، چې افغان پولي ته څېرمه د جنوبي وزيرستان په انګور اډه سيمه کې له افغان خاورې څخه د پاکستان د امنيتي ځواکونو پر پوستې لږ تر لږۀ پنځه راکټونه وېشتل شوي.
هاخوا بیا افغان دولت هم د پکتيکا ولايت پر انګورو اډه سيمه کې د پاکستان د وروستيو بريدونو په اړه؛ کابل کې د پاکستان سفير احضار کړى دى. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په پکتیکا ولایت انګورو اډه سیمه کې د پاکستاني پوځ له لوري په ویشتل شویو توغندیو د افغان سرحدي پوليسو يو سرتېرى وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي.

کابل او اسلام اباد په داسې حال کې په یو او بل تورونه لګوي چې د بشري حقوقو د څار نړيوال سازمان پر پاکستاني پوليسو تور پورې کړی چې له افغانانو سره ناوړه چلند کوي، څو هغوى اړ کړي خپل هېواد ته ستانه شي. د بشري حقونو د څار  نړيوال سازمان ويلي وروسته له هغه چې تېر کال پاکستاني طالبانو د دغه هېواد په پېښور ښار کې  پر يوه ښوونځي بريد وکړ، د ځايي پوليسو له خوا د افغانانو د ځورونو لړۍ تېزه شوې ده.

په کابل د اسلام اباد د تورونو لړۍ کومه نوې خبره نه ده بلکه له دې وړاندې یې کله چې په پاکستان افغان دولت د تروریزم سره د مبارزې لپاره فشار راوړی نو پاکستان په یو نه یو ډول له دغې مسولیته تیښته کړې ده. له پخوا راهیسې اسلام اباد او کابل پر يو بل تورونه لګوي، چې له خاورو څخه يې بريدونه کېږي، خو د ستونزو د اساسي حل لپاره تر اوسه جدي ندی شوی. اصلاً په افغانستان او پاکستان کې د تروریزم د ستونزې حل په یو او بل د تورونو په وسیله نه حلیږي بلکه دواړه هېوادونه دې پر پوله د بریدونو په ګډون ټولې ستونزې د خبرو اترو له لارې اواري کړي. خو لوی شرط به یې دا وي چې له پاکستانه دې؛ له تروریزم سره د رښتونې او صادقانه مبارزې ضمانت واخیستل شي.

لیکنه : خوشحال آصفي