خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

د غني بله کارنامه

په داسي حال کي چي په افغانستان کي د ملکي خلکو تلفات ، د امنیت ترینګلتیا، بیکاري، په راتلونکي د خلکو بې باوري او کړکیچن حالات د یو ريکارډ تر کچې رسېدلي؛ ناامنۍ او د افغانستان د اقتصادي ودې لویدو؛ ډیر شمیر افغانان دې ته اړ کړي دي چې خپل هیواد پریږدي او په اروپا کې د یوه ښه ژوند په لټه شي. د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال له هېواد څخه ٧٠ زره کسان اروپا ته په قاچاقي توګه تللي ، چې ډېرى برخه يې ځوانان تشکيلوي. دغه شمیر افغانان په اسانۍ اروپا ته نه دي تللي بلکه هر یو یې خپل ژوند په خطر کې اوچولی، ډیری یې په سیندونو کې د ماهیانو او په غرونو او ځنګلونو کې د ځناورو خوراک شوي دي، رنګارنګ مشقتونه او سختۍ يې ګاللي دي، ولږه، تنه، ساړه هوا او ترینګلي اقلیمي حالات یې په ځان تیر کړي او ډیرو ته خو د اروپا سفر آن د ژوند په قیمت تمام شوی دی. دوى د بې عدالتۍ، بې وزلۍ او بيکارۍ له امله افغانستان پرېښى او اروپایي هیوادونو ته تللي دي. سره د دې چې دغو کډوالو په ډیرو سختیو اروپایې هیوادونو ته ځانونه رسولي خو اسو د المان حکومت پریکړه کړې چې افغان کډوال به بیرته خپل هیواد ته راوشړي. د یوې آلمانۍ ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ د آلمان حکومت غواړي په راتلونکې کې ډیر شمیر افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته واستوي. د المان حکومت ددغې خبر په غبرګون بیا د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو وزیر سید حسین عالمي بلخي، وایي چې افغانستان له آلمان سره یو دوه اړخیزه هوکړه لیک لري چې د کډوالو اجباري اخراج یې خلاف دي. له دې هاخوا دردونکې خبره لا دا چې افغان ګډ حکومت هم له المان سره د افغان کډوالو راشړل منلي دي.

اوس په داسې حال کې چې افغان ګډ حکومت په اروپایې هیوادونو کې د افغان کډوالو غم نه خوري؛ په تازه کې د ګډ حکومت مشر اشرف غني ویلي چې حکومت یې له اروپایي هیوادونو څخه د بیرت ستنیدونکو افغان کډوالو راتګ مني. د آلمان خبري سرچینو د راپورونو پر اساس د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، د تیرې جمعې په ورځ له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، سره ټلیفوني خبري کړي دي. په دغو خبرو کې دواړو چارواکو د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو د وزیر سید حسین عالمي بلخي، د وروستیو څرګندونو په اړه بحث کړی دی. د راپورونو پر اساس افغان ولسمشر شتاین مایر ته ډاډ ورکړی دی چې د بلخي وروستۍ څرګندونې د هغه شخصي نظر دی او د ده د حکومت موقف نه ښيي. سرچینو ویلي دي چې ولسمشر غني په خپلو خبرو کې روښانه کړې ده چې افغانستان په دې برخه پر خپلو نړیوالو مسئولیتونو خبر دی.

اوس خلک پوښتنه کوي چې ای د ګډ حکومت مشره غني..!
ته د کومو نړیوالو اصولو خبرې کوې؟

تاسې د یو ولسمشر په حیث او شریکوال دې (عبدالله) د کورنیو اصولو پر اساس په کور دننه له اروپا راستنیدونکو کډوالو لپاره څه کړي دي؟

تاسې، ستا شریکوال او ستاسې ګډ حکومت ددغو کډوالو لپاره چې دلته یې خپل مال او حال خرڅ کړي؛ څه لازم چمتو والی نیولی دی؟

تاسې او ستاسې ګډ حکومت به دوی اوس چیرته استوګن کړي، دوی به اوس په کوم کار بوخت کړۍ؟

دغه له اروپا راستنیدونکي کډوال خو پر ځای پریږده دلته د موجوده کاري ځواک (ځوانان) لپاره دې څه وکړل؟

دا سمه ده چې د نړیوالو اصولو پر اساس هر هیواد مکلف دی چې خپل اتباع ومني خو افغانستان داسې یو امن هیواد نه دی چې وګړي یې بیرته واستول شي. دلته حالات سم نه دي او د ناامنیو ګراف لوړ دی ځکه نو تاسې باید له الماني حکومت سره د افغان کډوالو د اخراج اړوند په خپله پالیسۍ له سره کتنه وکړۍ. تاسې باید له الماني حکومته وپوښتنۍ چې ولې د سوریې کډوال قبلوۍ او افغان کډوال راشړۍ؟ که په سوریي کې د ناامنیو او د داعش د موجودیت له کبله د دې هیواد کډوال په آلمان او نورو اروپايي هیوادونو کې له ډیرو ستونزو پرته منل کیږي. له دې سترې امنیتي ننګونې او بیکارۍ خو په افغانستان کې اوج ته رسیدلي دي، د داعش ډله د افغانستان په ختیځو برخو کې هم حضور لري. داعش دلته هره ورځ ناامنیو ته لمن وهي، انسانان وژني او اعداموي یي.

زمونږ دغو کډوالو افغانانو په ډېرو ستونزو ځانونه اروپا ته ورسول، ژوند يې په خطر کې واچاوه، که واېستل شي له افغانانو سره به هم ستاسې او هم د الماني حکومت له لوري ستره جفا وي.

لیکنه : خوشحال آصفي