آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

«
»

د شهيد اونۍ او هير شوي شهيدان

د وږي مياشتې ۱۸ مه نېټه چې د شهيد اونۍ او پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود د ترور له ورځې سره برابره ده، تېره ورځ په کابل کې په داسې حال کې ولمانځل شوه چې په ټول ښار کې د ویرې فضا خوره وه. په کابل ښار کې تر ډېره د موټرو هغه کاروانونه تر سترګو کېدل چې د احمد شاه مسعود عکسونه یې لېږدول، په ځینو کې یې وسله وال کسان ناست وو او هوايي ډزې یې کولې چې تر ډېره يې د ښار نظم ګډوډ کړی وو. د دغو کسانو په مینځ کې چې په خلکو کې يې د ويرې فضا خپره کړې وه؛ حتي واړه ماشومان هم لیدل کېدل چې وسلې يې ګرځولې او د پولیسو په مخ کې یې ډزې کولې.

احمد شاه مسعود په ۲۰۰۱ کال کې د سپټمبر يوولسمې تر پېښې دوه ورځې وړاندې په همدې ورځ په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو. وروسته پر افغانستان د امریکا په برید کې د طالبانو واکمني وپرځېده او په دغه هېواد کې نوی حکومت رامنځته شو چې د مسعود ملګرو هم په کې پراخه ونډه درلوده. له همغه راهیسې د هغه د تلین ورځ په رسمي ډول لمانځل کېږي. د وږې اتلسمه د افغانستان په جنتري کې د شهيد د اونۍ په نوم نومول شوې او په دې ورځ د شهيدانو ياد ته د درنښت په هدف، د خلکو له لورې د مقاومت پر څلي د ګلو ګېډۍ کېښودل کيږي. خو په افغانستان کې دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کيږي چې د ګڼ شمېر شهيدانو کورنۍ او ورثه وايي حکومت ورته چندان پاملرنه نه ده کړي او په ډیر ستونزمن شکل د ژوند ورځې شپې سباکوي.

په افغانستان کې د وږي اتلسمه که څه هم د شهيد د اونۍ په نوم لمانځل کيږي خو په حقيقت کې د دې ورځې لمانځلو سياسي رنګ خپل کړی دی او يواځې په کې هغه وژل شوي کسان ياديږي چې د خپل واک پر مهال يې هم قدرت او زور درلود او وروسته له مرګه يې هم ورثه په بېلابېلو بڼو د واک او امتياز غوښتنه کوي. په دې ورځ د دې پر ځای چې د شهيد مقام ته درناوی وشي، د هيواد ټول شهيدانو روحونو ته دعاوې وشي، ختمونه وشي، د شهيدانو د کورنيو احوال واخيستل شي، د شهيدانو د یتيمانو د حال پوښتنه وشي؛ په دې ورځ تر ډيره د جهادي ټيکه دارانو لخوا د ځان غوښتنې غږونه پورته کيږي او خپل د دوی په اصطلاح شوی جهاد په خلکو او حکومت پلورل کيږي.

پر خلکو د جهاد پلورنې ښه مثال يې د استاد سياف وروستۍ وينا ده چې ويلي دي څوک چې مجاهد او غیرمجاهد سره برابر وګڼي کافر دی. د استاد سياف په باور د مسلمانۍ معيار يواځې جهاد کول او مجاهد کېدل دي. د نوموړي په باور که چا مجاهد او غير مجاهد سره برابر وګڼل نو د اسلام له دايرې ووت. په داسې حال کې چې په هيڅ قرآني او يا نبوي ص احاديثو کې يادونه نه ده شوې چې د مجاهد او غير مجاهد انسان په برابر شمېرلو سره دي يو څوک د اسلام له دايرې بهر شي.

داسې نه ده چې په افغانستان کې يواځې څو محدودو څېرو جهاد کړی دی او واک او امتياز يې بايد همدوی واخلي؛ دلته ټول ملت قرباني ورکړې او هر فرد فرد حتی ونو، کاڼو او بوټو هم خپله قرباني ورکړې ده. خو له بده مرغه دلته يواځې هغوی شهيدان ګڼل کيږي چې په تير کې هم په واک پاتې شوي وي او اوس يې هم د کورنۍ غړي په واک کې پاتې وي. دلته د غريب او بې واکه افغان وينه د زورواکي او قدرتمند له وينې سره توپير لري. دلته د څوکۍ د څښتن او بې څوکۍ مجاهد د جهاد تر منځ توپير کیږي. دلته د هغه مجاهد قرباني هيره شوې چې د خاورې، ناموس او اسلام څخه د دفاع په خاطر يې خپل ژوند قرباني کړی دی. دلته د بې زوره شهيد د کورنۍ یتيمان اوس هم بې سرپرسته او له کړاوه ډک ژوند تيروي.

اوس هم د هيواد په هر کونځ کې د اصلي شهيدانو کورنۍ بې سرپرسته دي او ميرمنې يې په سوالګرۍ د ژوند شپې سبا کوي. که د روس او انګليس د وحشت د مهال شهيدان پر ځای پريږدو او يواځې په تيرو شپاړسو کلونو کې د افغان امنيتي ځواکونو د شهيدانو کورنۍ حساب کړو نو شمېر يې له لکونو اوړي چې نه يې حکومت غږ اوري او نه يې جهادي ټيکه داران په سترګو ويني. د امنيتي ځواکونو په زرګونو کورنۍ شته چې د خلکو او خاورې د ساتنې په لار کې يې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي او اوس يواځې د سوال په ډوډۍ د ژوند شپې سبا کوي خو څوک يې پوښتنه نه کوي.

مونږ دا نه وايو چې د شهيد اونۍ دې نه لمانځل کيږي يا دې د جهاد ټيکه داران خپل امتيازونه نه غواړي؛ ودې غواړي او ورځ دې هم ولمانځل شي، د خاورې اصلي شهيدان دې هم نه هيريږي. د اصلي شهيدانو د يتيمانو اوښکې دې پاکې شي، د اصلي شهيدانو د کورنۍ غم دې وخوړل شي او د اصلي شهيدانو د کورنیو د حال پوښتنه دې وشي. د زورواکي او بې زوره افغان وينه يو شان ده، دلته د هيواد فرد فرد حتی کاڼو او بوټو هم قرباني ورکړې ده، حکومت دې يواځې د زور لرونکو اشخاصو په خدمت کې نه اوسي، لږ دې بې واکه او د هغو شهيدانو کورنيو ته هم سر ورښکاره کړي چې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې يې د کورنۍ سرپرستان له لاسه ورکړي او اوس د سوال په ډوډۍ د ژوند شپې سبا کوي.

لیکنه : خوشحال آصفي