خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

د سولې پیغام

د سولې او د یو دردیدلي افغان ځوان د زړه خواله
          شاعر:  سمیع الدین افغاني
سوال او ځواب
سوله :
زه نفرتونه ورکول غواړمه
بشر ته مینه ورکول غواړمه
 زه یم بنیاد زه یم د سولې پیغام
زه یم احساس زه یم د مینې الهام
زه محبت او  ورور ګلوۍ راولم
مینه اخلاص او خواخوږۍ راولم
زه د ایمان زه د ارمان سره یم
زه د سپیڅلي پاک انسان سره یم
افغان ځوان :
 راځه ای سولې ستا ارمان ښکلی دی
د ورګلوي ستا  ارمغان ښکلی دی
 خو زما  یوه  ګیله  له تانه راځي
ستا د خوږو دغو وینا نه راځي
تیر شول کلونه ډیر وختونه په موږ
د څو لسیزو کړاوونه په موږ
په موږ دا ظلم دا ستم نه ګورې
زموږ دا کور په کورکې غم  نه ګورې
زموږ وطن کې جوړ ماتم دی کنه
دلته خو غم د پاسه غم دی کنه
سوله  :
وا یه  زه اورم ستا  ارمان پیژنم
ستا ټول احساس درد اوخفګان پیژنم
زه  ستا په غم باندې خبر یم ضرور
زه هم په زړه پرهر  پرهر یم ضرور
 خو زه  تعصب دنیا ته لار نلرم
د نفرتونو سره  کار نلرم
زه د یووالي ورورګلوي سره یم
زه د اخلاص او همدلي سره یم
تر څو په خپل کې اتحاد نشئ
سره  ټینګ عزم او بنیاد نشئ
زه هلته نه شم ځانته لار پیدا کړم
زه کوم خواخوږی یا دلدار پیدا کړم
افغان ځوان :
ګرانه رښتیا ده زه منمه د ستا
ستا دغه هیله   قبلومه اشنا
موږ هم ایمان او ارادو سره یو
ښه با احساسه پرګنو سره یو
افغان  صادقه او دیندار ولس دی
همیشه  سولې ته تیار ولس دی
موږ د یو بل سره اخلاص کړی دی
د ورور ګلوۍ قوي احساس کړی دی
تل راشه درشه مددګار یو د بل
په غم خوښۍ کې موږ همکاریو دبل
ټول ولسونه مو رسیږي بل ته
دوئ په خوښۍ کې خوشالیږي بل ته
بیا هم په ویر او په ماتم کې ناست یو
هره شیبه په درد او غم کې ناست یو
سوله :
هوکې ته ښه وایې رښتیا غږیږې
ته د تعصب نه  ما سوا غږیږې
ته ملامت نه یې ګناه نه لرې
ته خالي لاسه یې خطا نه لرې
خو په هر ځای کې شته ذلیلې څیرې
ډیرې موحیلې او حقیرې څیرې
چې په پردو دې خرڅوي برملا
نه یې هراس شته نه یې ډاره تر چا
دوئ د پردو په لمسه جنګ جوړوي
ځانله بنګلې باغچې  تر څنګ جوړوي
شول د قصرو د بلډیدنګو مالکان
خارج بانکو کې د پیسو مالکان
ستاسو د سر او مال اختیار لري دوئ
د هر غلیم سره پټ لار لري دوئ
ستاسو حجرو ته یې ماتم راوستی
تاسو ته یې غم د پاسه غم راوستی
په دې سبب د درتلو لار نلرم
زه خپله  تاسو کې غمخوار نلرم
افغان ځوان :
زه ستا منم موږ اوس اګاه یو تمام
دې خود سرۍ ته په سودا یو تمام
 موږه د څو کلو جنګو نه ورسته
 ډیرو ناخوالو کړاوو نه ورسته
اوس موږ  دښمن د خپل وطن پیژنو
موږ خپل دوستان او اهریمن پیژ نو
 په موږ کې شته دي د لسټونو ماران
دا د پردو پټ او ښکاره بوډاګیان
چې موږ په ژبه او قومو بیلوي
په سل نیرنګ او دسیسو بیلوي
سوله :
اوس چې پوهیږې نو یو لاس شئ سره
یو بل ته مینه شئ اخلاص شئ سره
په خلاصو سترګو نن جهان ته ګورئ
 ساینس اوتخنیک عصر زمان ته ګورئ
په علم پوهه دا وطن جوړ کړئ
د خپل پلرو نیکو مدفن جوړ کړئ
څو به په خپلو کې جنګیږئ سره
پردو په لمسه جلا  کیږئ سره
تر څو په خپلو کې قوت نه شوئ
دغه نا خوالو ته همت نه شوئ
لابه په جنګ او په ماتم کې پایئ
هره ورځ غم د پاسه غم کې پایئ
افغان ځوان :
هوکې غفلت نور موږ ته ندی په کار
دا بد حالت موږ ته نور ندی په کار
سولې ! په پوهه موږ ستا لور ته درځو
په اتحاد د خوښي کور ته درځو
په اتفاق  به دا ماتم  ختموو
په ورور ګلوی به نور داغم ختموو
تر څو موږ سیال شو د سیلانو سره
سوله ورورۍ شو افغانانو سره
راوړو د سولې خوږ پیغام خلکو ته
بیا د خوښیو خوږ الهام  خلکو ته
ټینګ  افغاني مینه اخلاص راولو
بیا جوړولو ته احساس راولو
————————–
سمیع الدین افغاني