مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

ګوند، ائتلاف او خوځښت

نور محمد غفوری  په ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون وسیلې   د سیاسي…

از روزی می‌ترسم 

از روزی می‌ترسم  که سرم را بر روی سینه‌ات بگذارم و تپش…

چرا نجیب بارور را شماتت و تقبیح نماییم ؟

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی           به…

«
»

د ستونزو یوازنی حل!

محمدي

تېر ۴۱ کلونه زموږ لپاره د ربړو، سرګردانیو، تربګنیو او جګړو سخت کلونه ول. تر بل هر وخت د دې کلونو په ترڅ کې له سیاسي کړکېچ سره مخامخ وو. نوي نظامونه، نوې سیاسي څېرې، بهرنۍ لاسوهنې، له نړیوالو سره ګډه کاري زمینه، د اشغال ستونزې، د چارواکو کمه تجربه، ایډیالوژیکي سیاستونه، ځان غوښتنې، د واک انحصار، اختلاف، جګړه، ناامني، فقر او فکري پاشلتیا هغه ستونزې وې چې په هېواد کې یې داسې یو وضعیت رامنځته کړی و.

هر حکومت پخپل وخت کې هڅه کوله چې دغه ستونزې له خپلې مخې لرې کړي، خو هېڅ یو يې هم په دې ونه توانېده. ټولو حکومتونو هڅه وکړه چې اختلاف او مخالفت د زور له لارې له خپلې مخې لرې کړي، خو دغه معموله طریقه هېڅکله اغېزناکه تمامه نه شوه او وضعیت یې لاپسې بدتر کړ.

اوس هم موږ په ورته ستونزو کې ښکېل یو او لاهم نه پوهېږو چې دغه ستونزې څنګه هوارېدای شي. شاید ناخبره کارپوهان او عام وګړي فکر وکړي، چې د افغانستان ستونزې هوارېدونکې نه دي او هر یو یې خپلې خبرې توجیه کولو ته شاید جلا جلا عوامل هم په ګوته کړي. دا په داسې حال کې ده، چې د دې ستونزې هوارېدل نه دا چې ممکن دي، بلکې ډېر اسان هم دي.

د افغانستان جګړه د غوايي د اوومې له کودتا سره پیل شوه. دلته سیاست او حکومت د قطبي کېدو لور ته لاړل او انحصار پر واک د دولت له اړتیاوو وګڼل شول. ملي سیاست ګوندي سیاست ته راټیټ شو او حکومت هم د یوه ګوند په انحصار کې راغی. یعنې یو دولت له یوه ګوندي فکري چتر او یو حکومت له یو ګوندي طرزالعمل سره منځته راغی.

تر دې وروسته جهادي تنظیمونو هم نوموړې لار ونیوله او تر هغې هم بدتر حکومت او نظام یې رامنځته کړل.

یعنې یو حکومت او نظام له تنظیمي فکري چتر او یو ګوندي او سمتي طرزالعمل سره رامنځته شول.

طالبانو بیا یو مذهبي نظام په یو مذهبي فکري چتر او یو سنتي حکومت په سنتي طرزالعمل سره رامنځته کړ.

د نوي پیل حکومتونه هم د سیاست رغولو دغه مهم ټکي، یعنې د دولت لپاره د یوه پراخه فکري چتر او د حکومت لپاره د یوه ملي طرزالعمل رامنځته کولو ته متوجه نه شول. دغه فکري پاشلتیا سبب شوه چې د نوي پیل د دولت چارواکي له فکري خلا او انګېزې له نشتوالي سره مخامخ او د فساد خوسا ډنډ ته ولوېږي. د دولت په لایه کې فساد مافیا وزېږوله او مافیايي ګټو دولت لاپسې وپاشلو او کمزوری کړ.

دغه وضعیت په پای کې د دې سبب شو، چې خلک بېرته ماضي ته مخ واړوي او له طالبانو وغواړي چې د هېواد ستونزو ته ورسېږي.

دغه مخ اړول تصادفي او د خلکو د مجبوریت پر اساس نه دي، بلکې بشپړ سنجول شوي او د اړتیا پر بنسټ دي. ځکه کله چې طالبان په واک کې وو، تر بل هر حکومت په کې نسبي امنیت رامنځته شوی و، د دولت په لایو کې فساد نه و، په شریعت ولاړ یو نسبي فکري چتر وجود درلود او د حکومت د مقرریو او تشکیلاتو په اړه یې هم یو نسبي طرزالعمل درلود.

که څه هم د موجوده نظام د بقا لپاره جمهور رییس، مافیايي ګروپونه او ځینې بهرنۍ کړۍ ډېر سخت کوښښونه کوي، خو ځای ځکه نه نیسي چې دغه نظام د خپلې بدبختۍ تر ټولو لویه ستونزه (د فکري چتر او ملي طرزالعمل نشتوالی) پخپله ګېډه کې لري او د له منځه تلل یې حتمي دي.

په خواشینۍ سره باید وویل شي چې زموږ سیاستوالو د دغه ۴۱ کلونو په موده کې د ټولنې ان هغه عادي اساسات هم تر پښو لاندې کړل او سره له دې چې ځینې یې ځانونو ته مفکرین او نوابغ هم وايي، خو دومره متوجه نه شول چې یوه ټولنه د یوه فکري چتر لاندې او د وګړو او حکومت په متقابل تړون سره چې ټولنیز تړون یې بولي جوړېږي. د تېرو ۴۱ کلونو په موده کې، کومې ستونزې چې د یوه پراخه فکري چتر د نشتوالي له کبله حکومتونو ته زېږېدل، چارواکو ترې بوی هم نه وړه او فکر یې کاوه چې نور عوامل به لري.

تراوسه دغه چارواکي ان دې ته متوجه نه دي، چې په دوی کې د واک او قدرت لېوالتیا ولې دومره زیاته ده؟ کومه ستونزه ده چې دغه لېوالتیا رامنځته کوي؟ سره له دې چې له واک او سیاست سره د چارواکو لېوالتیا زیاته ده، خو ولې هېڅ حکومت هم په کې خپل هدف او موخې ته ونه رسېده؟ ولې ټول خلک پر حکومت نه راټولېږي او مخالفت یې کوي؟

ولې ملي باور نشته؟ ولې مذهب او حکومت سره جلا دي؟

دغه ټولې ستونزې او پوښتنې یوازې یو ځواب لري او هغه د دولت او حکومت لپاره د یوه فکري چتر نشتوالی دی. ځکه که دغه فکري چتر شتون ولري او په هغه کې د هر وګړي فکري شتوالی تضمین شي، نو د حکومت او قدرت په اډانه کې به د یوه کس د فزیکي شتوالي اړتیا او لېوالتیا راکمه او د ملي باور فضا به رامنځته او پیاوړې کړي.

اوس راځو دې ته چې فکري چتر څه شی دی؟ فکري چتر د یوه دولت لپاره فکري جوړښت یا سترکچر دی چې د یوه هېواد لپاره د هغه هېواد د وګړو له فکره جوړېږي او د هغه هېواد لپاره د بقا او پراختیا لارې چارې په ګوته کوي. فکري جوړښت یا فکري سترکچر خبره پېچلي کوي، په دې معنا چې، فکر خاصیت او طبیعیت غیر پارامتریک لري او سترکچر بیا یوه پارامتریکه مساله ده. بیا ویلی شو چې یو فکري چتر د دولت په اړه د هغه هېواد د وګړو یو مجسم او متجانس شوی فکر دی.

د دې تر څنګ بله پوښتنه دا ده چې یو فکري چتر څنګه رامنځته کېدای شی؟

د فکر د څرګندولو وسیله ژبه ده او ژبه باید ازاده وي تر څو غږ ولري او فکر څرګند کړای شي یعنې د فکر او بیان ازادي او له بلې خوا دغه غږ باید مخاطب او اورېدونکی ولري تر څو دغه فکر له ځانه سره راجستر کړي، چې دا پخپله دولت دی. که فرض کړو تاسو یو دولت د خلکو په فکر سره ولرئ نو څه فکر کوئ خلک به یې مخالفت وکړي که ملاتړ؟

ایا فکري چتر یو عام فکر دی؟ هو!، خو طرزالعمل یې بیا عام نه دی. طرزالعمل یې په دې معنا چې، دغه فکر بیا له سیاست، ټولنې او اقتصاد سره څه ډول چلن کوي او څه ډول باید تعمیم شي، هغه بیا خپل مسلکي کسان غواړي.                                                                      وګورئ موږ ټول د خپل هېواد لپاره شېرازي، پیاوړتیا، ځواکمنتیا، سوله، امنیت او پرمختیا غواړو، ټول په همدې خبره متفق یو، خو دا چې څنګه یې غواړو، له کوم ځای یې پیلوو، کومو خبرو ته لومړیتوب ورکوو، په دې مساله بیا ټول سره په یوه نظر نه یو او د دې لپاره چې اختلاف د نظر له منځه لاړشي باید ضمانت وړاندې شي او د نظر یو لوری باید بل لوري ته د خپل نظر ضمانت ورکړي چې پخپل کار کې تېروتنه به نه کوي، تشه او نیمګړتیا به نه رامنځته کېږي. نو دلته بیا ویلی شو چې فکري چتر د هغه ټولنې د وګړو یو فکري جوړښت دی له یوه ملي طرزالعمل او اجرایوي ضمانت سره چې په پای کې د یوه ملي باور او د ملي ارزښتونو زېږونکی دی. کله چې ملي ارزښتونه او ملي باور رامنځته کېږي، نو تر شا یې پخپله یو ملت زېږي چې همغه د خلکو یوموټې او متحده ټولګه ده.

د خبرې د لا روښانتیا لپاره د لرغوني یونان بېلګه راوړوو، د لرغوني یونان د زرین مدنیت او د شاندارې امپراطورۍ د پیاوړتیا لامل په حقیقت کې د مدینه فاضله او جمهوریت (دولت) فاضله په اړه د هغه وخت د پیاوړو فیلسوفانو فکري ټولګه وه چې د هغه هېواد وګړي ترې اغېزمن شول او د هغوی له لارې یې بیا د دولت فکري چتر ته لار ومونده او په فکري چتر یې بدله شوه.

  همدغه فکري چتر و چې په رامنځته کېدو سره د چارواکو لپاره د دندې په لایحه او طرزالعمل بدل شو. دغه فکري چتر پخپله خلک او چارواکي خپلو دندو ته هدایت کول او په ټولنه او واک کې د دوی د فکري او فزیکي شتون ضمانت یې وړاندې کاوه.

که د فلیپ د زوی مقدوني سکندر کامیابیو ته وګورئ نو وبه مومئ چې د هغه د لوی استاد ارسطو مدیون دي. دا د ارسطو فکر و چې سکندر یې په یوه لوی امپراطور بدل کړ.

زموږ اساسي ستونزه همدا ده چې موږ د خپلې ټولنې او دولت لپاره دغه فکري چتر نه لرو، تر څو د چارواکو او خلکو لپاره د دندو لایحه او واحد ټولنیز کړنچار یا طرزالعمل وټاکي.