ائتلاف های شکننده و شجره نامۀ سیاه سیاستگران افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید تغییر ناپذیری طالبان و ناتاثیر گذاری مخالفان اعتماد…

             خواب ظلمانی

خفتگا ن رویا ی  یک  آرا مش ا ند  همچوکشتی بسته…

      نسبت ونسبیت 

نسبت بیان منسوب ومربوط ،ربط وتعلق وبا مفاهیم تناسب ،متناسب…

این هم بیاد تاریخ بماند

قومگرایی و ائتلاف ها بر بنیاد قومیت حلال مشکل افغانستان نیست! گرایش…

چرا اخلاق در همه‌ عرصه‌های زنده‌گی میان بیش‌ترین بشرِ قرنِ…

اخلاق‌نگری به سیاست‌مدارانِ بد اخلاق: مورد ترامپ محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مکتب-دینی فلسفی من…

برابری حقوی + استعداد ذاتی = شایسته سالاری...!

انسان ها٬ نظر به توانایی های ذاتی برابر آفریده نشده اند.…

مرغ رویا  

رسول پویان  مسوزان بال پـرواز پرستـوهـای زیبا را   میفگـن در قفسهای طلایی…

تعامل که انزوا؟

نور محمد غفوري په نړیوالو اړیکو کې د هېوادونو برخلیک د…

از کابل تا دیاسپورا؛ روایتی از هفت خوان رنج های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ در گره گاۀ تروریسم و مردم این…

هویت و عوامل تعیین‌کننده آن: بررسی علمی و تحقیقاتی

نور محمد غفوری خلاصه هویت یکی از مفاهیم بنیادین علوم اجتماعی و…

نقد متافیزیک؛ شرط انقلابی بودن،شد

Metaphisik. آرام بختیاری متافیزیک؛ میان الاهیات، و هستی شناسی توهمی.   آغاز بحث متافیزیک…

جهان در آستانهٔ زوال دموکراسی

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی اتحاد جماهیر شوروی در سال ۱۹۹۱ نقطهٔ…

اتحاد 

تابکی در رنج  و دوری ها ستیم موج  نا  پید ا…

نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

«
»

د بريټش موزیم ناویل شوي حقايق

ليکنه: حميدالله بسيا

بريټش موزيم British Museum  چې د نړۍ له زړو، مشهورو لرغونتونونو(موزيمونو)  څخه دی، چې په ۱۷۵۳م کال کې یې بنسټ اېښودل شوی دی. دا موزیم د انګلستان د پارلمان له خوا د یوه قانون پر بنسټ رامنځته شو، چې د “هانس سلوآن”د هغو شخصي تاريخي توکو پر بنسټ تاسيس شو چې نوموړي لرل او له بېلابېلو هېوادونو یې راوړي وو. سلوآن، چې یو طبیعي‌پوه، ډاکټر، او راټولونکی و، شاوخوا ۷۱،۰۰۰ توکي، چې د نباتاتو، حیواناتو، کتابونو، سکونو، هنرونو او آثارو پراخه مجموعه یې رانغښتي وه، دولت ته وړاندیز کړل چې يو موزيم پرې جوړ شوي چې هماغسې وشول  او دا ټولګه د بریتانوي موزیم د بنسټ لومړۍ ډبره شوه.

په ۱۷۵۹م کال کې دا موزیم رسماً د عامو خلکو پر مخ خلاص شو، او د لندن په بلومزبري سیمه کې د “مونټېګیو هاوس” په یوه ودانۍ کې ځای ورته وټاکل شو. د موزیم موخه دا وه چې “ټول انسانان باید د پوهې څخه برخمن شي.” که څه هم دا دې شعار د علم او پوهې د خپراوي خبره کوله خو عملاً دا بنسټ د یو سلطنتي واکمن د استعماري سیستم انعکاس و، چې د نړیوالو توکو او اثارو له غلا کولو سره تړلی و.

په ۱۹مه او ۲۰مه پېړۍ کې، د بریتانوي سترواکۍ له پراخېدو سره، د موزیم ټولګه هم پراخه شوه. ډېری توکي د جګړو په ترڅ کې ، په نورو هېوادونو کې د لاسوهنو، استعماري بریدونو، او زور و ځواک په وسیله ترلاسه شول. د بریتانوي موزیم د اوسني بنسټیز آرشیف بنسټ هم په همدې مهال کیښودل شو، چې پکې د لرغونو تمدنونو، فرهنګي خزانو، مذهبي آثارو، او هنري توکو بېساري مجموعه شامله ده.

بریتانوي موزیم، چې د نړۍ له سترو موزیمونو څخه شمېرل کېږي، د شاوخوا اتو میلیونو تاریخي توکو درلودونکی دی، خو یوازې کمه فيصدي یې د عامو خلکو لپاره نندارې ته وړاندې شوي دي. پاتې ستره برخه یې  یې په پټو زیرمتونونو کې ساتل کېږی  دا موزیم یې د یوې “زېرزمې امپراتورۍ” په بڼه بدل کړی دی. دا موزیم که څه هم د نړۍ د تاریخي حافظې خزانه بلل کېږي، خو تر دې ښکلي نوم لاندې، د استعمار تیاره سیوري خپاره دي.

ان تر دې چې پيل یې په همدې بڼه ايښودل شوی بنسټګران یې د هانس سلوآن، روبرټ کاټن، او روبرټ هارلي چې د دوی په شخصي توکو موزيم تاسيس شوی وو خپل دا توکي د استعمار او غلام‌ساتنې له لارې تر لاسه کړي وو. د موزيم ځينې اثار له پخوانیو مستعمراتو څخه غلا شوي دي — لکه د مصر موميایې، د افریقا مجسمې، د یونان د پارتینون مجسمې، د ایتوپیا د سرو زرو تاجونه، د افغانستان کوه نور الماس، او نور ګڼ‌شمېر ارزښتناک توکي. دا آثار نه یوازې د خپلو اصلي هېوادونو له فرهنګي هویت څخه جلا شوي، بلکې تر ننه هم بریتانیا اصلي هېوادنو ته د هغوی بېرته ستنولو ته زړه نه ښه کوي.

په ۱۸۶۸م کال د ایتوپیا د جګړې، د مصر د موميایو د بې‌احترامي، او د یونان د پارتینون مجسمو د غلا کیسې، دا ټول د یوه منظم فرهنګي تیری نښې دي، چې له استعمار سره تړاو لري.

د فرانسوي کارپوهانو د څېړنو له مخې، تر ۹۵٪ زیات افریقایي هنري آثار اوس هم له افریقا بهر ساتل کېږي، چې دا ښيي فرهنګي استعمار اوس هم دوام لري. نه یوازې دا، بلکې ډېری لوېدیځ موزیمونه، لکه د بریتانوي موزیم په څېر، دا آثار د نړیوالو میراثونو برخه ګڼي، او د بېرته ستنولو هر ډول غوښتنو ته بېلابېلې پلمې لټوي.

د بریتانوي موزیم چارواکي د ۱۹۶۳م کال هغه قانون د بنسټ په توګه کاروي چې  ګواکې اصلي هېوادونو ته د آثارو بېرته ورکول جواز نه لري. خو همدا قانون اجازه ورکوي چې هغه توکي چې د ساتلو لپاره مناسب نه وي، له منځه یووړل شي. دا قانون یوازې انتخابي تطبیق کېږي، او د شخړه‌ناکو توکو بېرته ورکولو ته هېڅ ارزښت نه ورکول کېږي.

فرانسه، جرمني، او نور اروپايي هېوادونه ورو ورو تاريخي اثار مبدا هېواد ت د بېرته ورکونې سیاستونه پلي کوي. د مثال په توګه، فرانسې په ۲۰۲۱م کال کې د بنین یو شمېر آثار بېرته ورکړل. دا ښيي چې د موزیمونو راتلونکی باید د شفافیت، حساب ورکونې، او فرهنګي عدالت پر بنسټ جوړ شي.

خو بريټش موزیم تر اوسه هم د دې نوي تصور سره مخالفت کوي، او د یوې سترې نړیوالې خزاني په نامه خپل دریځ توجیه کوي. دا دریځ نه یوازې غیرعادلانه دی، بلکې د ملتونو ترمنځ د باور، احترام، او فرهنګي ارزښتونو خنډ هم دی.

بريټش موزیم نه یوازې د هنري او تاریخي آثارو یو ستر ګنج دی، بلکې د ښکېلاک د تور تاریخ ژوندي یاد هم دی. تر څو چې دا موزیم غلا شوي آثار خپلو اصلي هېوادونو ته بېرته ونه سپاري، د تاریخ زخمونه به پرانستي پاتې وي، او عدالت به یوازې یو شعار وي. دا موزیم باید د یوه نوي، اخلاقي رول لپاره چمتو شي، ترڅو له تاریخ څخه د پند اخیستو پر ځای هغه تکرار نه کړي.