کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

ترجمه‌ی شعرهابی از دریا هورامی

بانو "دریا هورامی" (به کُردی: دەریا هەورامی) شاعر، دوبلور و…

تلویزیون حقوق ناشر یک اندیشه ملی و روشنگری 

نوشته از بصیر دهزاد  تلویزیون حقوق در پنجشنبه آینده،  ۱۱ جولای، …

افراطیت دینی و دین ستیزی دو روی یک سکه ی…

نویسنده: مهرالدین مشید در حاشیه ی بحث های دگر اندیشان افراط گرایی…

د مدني ټولنې په اړه په ساده ژبه څو خبرې

 زموږ په ګران هېواد افغانستان کې دا ډیر کلونه او…

از پا افتادگان دور جمهوریت

در خارج چه میگویند ؟ انهاا طوری سخن میرانند که افغانستان…

«
»

داعشيان ، طالبان او مجاهدين ، د مثلث دري زاويي او دري ضلعي دي ؟؟؟

خبر دار؟؟؟
دکتور طاوس وردک لندن، د مارچ اتمه ۲۰۱۸ کال
خلکو افغانانو ، اي د خداي مخلوکه تر څو به ويده ياست ، ترکومه به د اشغالګرانو دهول او سرنا ته ګډيږي ؟
 په اولو ورځو کي مو چيغي وهلي او د بامو دسره مو د ثور انقلاب په ضد دا لله اکبر چيغي شروع کړي ، هغه وخت نه روسان وو او نه د يوه مسلمان په ضد کوم خراب کار شوي وو او نور محمد ترکي د پکتيا پير ( مقتدا صاحب )، ته چي د نورو سپين ګيرو او مشرانو سره ارګ ته مبارکي ته راغلي وو ، ترکي صاحب ورته وويل چي که مو پرون ۵ وخته لمونځ کولو اوس کولاي شي هر څومره چي غواړي لمونځونه وکړي او که مو پخوا يوه مياشت روژه نيوله اوس هر څومره چي غواړي روژي ونيسي ممانعت نشته او رشتيا هم وه چي فرايض ديني کاملا ازاد وو خو په ډير تاسف او بيا هم ډير تاسف چي ( خلقي نظام )، ته  داووم دثور ۱۳۵۷ نه شروع د وطن اسلامي ګوندو د سوني او شعيه طريقت پيروانو د همسايه “” پاکستان او ايران ، دامريکا او انګريز او عربستان سعدي “” په شمول يو ډير خطر ناک  د تور ي ارتجاعي تروريستي اتلاف را منځ ته کړو او د افغانستان د ۱۵ ګونه سوني او شعيه تنظيمو ليډران يي پاکستان او ايران ته وردعوت کړل او هلته يي ورته دومره ډالر ورکړل چي نور يي په بکسو کي نه ځاييدل او زمينه د ملاقات يي په پيښاور  کي مارګريټ تاچر ( د انګريز صدراعظمي )، ته مساعده کړه  ، او هغي کلاشينکوف  يي واخيستو او دزي يي وکړي او د مجاهدينو ( اشرارو )، رهبرا ن
واو قوماندانانو ته ي وويل په کمونستانو دا ډول ډزي وکړي ؟؟؟؟
يوه بله ملايمه جهادي ډله رهبران چي ( حضرت صاحب مجددي – پير صاحب ګيلاني – يونس خالص – مولوي محمد نبي )، يعني څلور کسه نسبتا خير خواه ، کسان وو امريکا ته د رونالد ريګن سره ملاقات او د  مذاکراتوله پاره. واشنګټن ته ور وغوشتل ، کلپونه يي په يو توب کي وکوري دوي ته يي هم په لک هاوو زره ډالر ريګن ورکړل او ښه يي  وګوري ؟؟؟؟
د افغانستان د مترقي جريان سره دغه څلور کسه موافق وو  چي بل آخره د دکتور نجيبالله سره ديوه اتلافي حکومت  په سر د ظاهر شاه په مشري جوړ کړي. خو بيا هم  متاسفانه چي د پاکستان او ايران  هيوادو په لمسون د (( برهانالدين رباني — سياف — ګلبدين — او شعيه اته ګونه  تنظيمو مخالفت وښودو ))، او دغه سلسله ناکامه شوه ، ؟؟؟؟
پاکستان وليدل چي دمجاهدينو رهبران ډير حريص او د ( آي اس آي )، خبره نه مني او ډير دغريبو کورنيو کسان دي ، غواړي د جهاد له برکته مليونر او قصر نشين شي له همدي خاطره يي جنګ ته زور ورکړو  نو  پا کستان  بله ريزرفه قوه چي نصرالله بابر د پاکستان پخواني دکورنيو  چارو وزير له خوانه (( طالبان ))، د ملا محمد عمر په مشري د طالبانو امارت اعلان او د پاکستاني کماندو ګانو. په مشري يي کندهار فتح. او د طالبانو امارت يي اعلان کړو ؟؟؟
 مثلث بله ضلعه او بله زاويه پيداکړه ،. دا واري. ډير. ساده  يعني ( پکول په لنګوټي بدل شو. او بوټ په څپليواو پټو يا څادر ور باندي علاوه شو او خبري ټولي په پشتو  شروع شوي  دا د طالبانو. يونيفورم او لباس شو ، طالبان  د ، آي اس آي پروژه او طرحه. وه چي د عربانو ،پاکستان  ، امريکايانو. له خوانه په رسميت وپيژندل شول، امريکا او عربانو دتعليم او تربيي ، وسلو او مهماتو تيلو او ترانسپورتي وسايطو ټول امکانات ددوي د کورنيو د کورو دکرايو او مصارفو په شمول په غاړه واخيستل ، يو شي مو هير نه شي چي طالبان اساسا د ( حزب اسلامي ګلبدين مجاهدين – د حقاني مجاهدين -د محمد نبي مجاهدين – ديونس خالص مجاهدين – او د جميعت مجاهدين – او هزاره ګانو مجاهدين دي ، )، نن ديوه سره ديادو کسانو له خوانه طالبانو ته د صلحي پيشنهاد کيژي ، او دا په خاطر ددي چي نور طالبانو ته نوي کسان نه جذبيژي او پخواني مجاهدين چي د طالب په نامه جنګيژي  تعداد يي کميژي او که دولت  د جنرال دوستم  مخه نه وي نيولي نن به طالبان د ګوتو په شمير وو ، امريکا د اوباما په وخت کي اعلان وکړو چي د طالبانو په ضد  نور نه جنګيژي نو که ادامه ورکړي مکمل له منځه ځي ، او که طالبان پوه شي چي امريکا يي وژني نو دداعش صفوفو ته نه ور ځي ؟؟ ؟؟
داعش د مثلث دريمه زاويه او ضلعه شوه چي د امريکا ، عربستان ، يهودو او پاکستان په فرمايش جوړه شوه دا ځلي د طالبان او مجاهدينو  چي دداعش. صفوفو ته شامل شول لباس يا يونيفورم تور شو صرف الله اکبر تنها پکي نوشته دي او  حرکات ، سکنات ، فعل او انفعالات يي هماغه ( وژل ، ترورول ، هلالول ، د خلکو لوراني او ښځي خلکو ته نکاح کول ، خلاصه داعش د خداي په ځاي. د خلکو ټول صلاحيت لرونکي دي ، او علت يي دادي چي افغانانو دخپل ځان او کورني ، هيواد ، استقلال ، دخاوري تماميت. په ماهيت او اهميت  تر ننه پوه نه شول. او اقلا د يوه واړه هيواد (( کوريايي شمالي ))، د رهبرانو جمهورو ريسانو نه يي  زده نه کړل. چي
څنګه کولاي شي دنړيوال امپرياليزم نه ځان خلاص او وژغوري او نو کري ، مزدوري،  او. امري نور قبول نه کړي ، داعش صفوف د طالبانو سخت دريزه کسان دي خلاصه په افغانستان کي خدايان دي ؟؟؟
 داعشيان د طالبانو د جملي نه  د ، آي اس آي په خوښه  انتخاب او افغانستان ته يي را انتقال کړل  او امريکا ( اشرف غني ، ډبل عبدالله ، حنيف اتمر  ، خليلي ، ته يي هدايت ورکړو چي د طالبانو سره  بيدون له پيش شرطه صلحه وکړي ؟؟؟؟
امريکا به په ډيره آساني داعشيان تمويل ، تجهيز او په افغانستان کي خواره واره کړي، خو اشرف غني او ډبل عبدالله په ياد لره چي  په دوهمه نړيواله جګړه کي هټلر امانالله خان  ته په يوه ليک کي ليکلي وو چي موږ. او تاسي آريايي نژاده يو  نو لطفا اجازه راکړي د افغانستان له طريقه  په شوروي حمله وکړو. ، خو امان الله خان ورته وليکل درسته ده خو موږ يو مستقل هيواد يو  او نه غواړو زموږ خاوره او خلک د بل هيواد په ضد وکارول شي  ؟؟؟؟
اوس هم اشرف غني او ډبل عبدالله. ته وايم چي باخبر. ځانونه د روسي مخصوصا د ولاديمير پوتين سره دداعش په نامه مواجه نه کړي چي والله که خان تول کړي او ۹ ولايتونه به  د سالنګه درنه لکه د اوکرايينه چي ( کريميا ، دنبس  او لوګانس )، روسانو جلاکړل. ، دتاسي د بيغيرتي ،  بي ايماني ، او بي پروايي. او ناپوهي له امله شمال جداشي يعني افغانستان تجزيه شي ،  هغه وخت د کابل خلک تاسي په دار آويزاندوي او ناتو هم په افغانستان کي ديوه سره وژل کيژي او دا تقدير دي چي نه بدليژي ؟؟؟؟