نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

خوست د غیرت او میړانې اتله مورچه

د اریانا په لرغونو اثارو کې خوست د سواست په نامه یاد شوی دی چی د سانسکریټ په ژبه کې د اوسیدنی او استوګنی سمسوری او وړ سیمی په مانا دی چی د زمانی په تیریدو سره خوست شوی دی.
ښایی همدا لامل به وی چی زموږ د ګران هیواد افغانستان د ټولو ولایتونو په پرتله په خوست کې خورا ګڼ میشته قومونه لکه وروڼه یو تر بله څنګ په څنګ اوسیږی او د تاریخ په اوږدو کې د هر بلوسګر او دوښمن په وړاندی په اتلواله جنګیدلی د وطنپالنی او سرښندنی ستری کارنامی یی زموږ د هیواد په ویاړلی تاریخ کې لکه ځلانده ستوری ځلیږی.
د افغانستان د خپلواکی د ګټلو په ستره حماسی معرکه او ملی پاڅون کې یی د لوی پکتیا د باتورو او جنګیالیو قومونو سره اوږه په اوږه ستری سوبی او ستری ویاړنی ګټلی دی چی څه نا څه پنځوس زرو افغان شاه ځلمیانو د پرنګی ښکیلاګرو پر ضد غزا او مبارزه کې خپل سرونه ښندلی دی چې د هغه په برکت د خوست له غیرتی مورچی څخه د افغانستان خپلواکی تر لاسه شوه.
دا دی یو ځل بیا د لویی پکتیا د غیورو او میړنیو قومونو په څنګ کې غیرتی او بیدارو خوستیانو، شاه ځلمیانو او ملالو پیغلو د افغانستان د راتلونکی برخلیک د ټاکلو په ستره تاریخی او ملی ازموینه کې څرګندی بریاوی ترلاسه کړی د ننګ او همت شمله یی د شمشاد او سپین غر د هسکو څوکو په څیر رپیږی ځکه یی زموږ د ګران هیواد د ملی پیوستون او ملی یوالی دوښمن بړیڅی په غوسه کړی او په مالیخولیایی توګه یی د وطنپالو خوستیانو او لوی پکتیا د زړورو قومونو په وړاندی د درغلیو تر پوښښ لاندی اوتی بوتی پیل کړی دی.
د دویم ځل د ټول ټاکنو بهیر زموږ د هیواد د تنکیو ماشومانو او باتورو ځلمیانو د سپیڅلو وینو او سرښندنی په بیه او د سپین ږیرو بوډاګانو د ګوتو په ظالمانه غوڅولو او د دغه بی ساری ناورین په ګاللو سره تر سره شو خو د زر او زور لیونی او مافیایی رسوا  کړۍ د خپلو پوچو تورونو  غورتو پرتو په بی منطقه غوغا سره غواړی د انتخاباتو دغه دیموکراتیکه ولسی او ملی ستره بریا سبوتاژ او په هیواد کې نورو خونړیو شخړو او وینو تویولو ته لمن ووهی په ښکاره دیموکراسی نه غواړی بلکی پنجشیرکراسی غواړی چی د دغو ناعاقبت اندیشه زورواکانو له خوا د خپلو لږه کیو بړیڅو په وړاندی د افغان د باتور او ستر ملت غوسه او کرکه راپاروی دا هغه ستره تاریخی نه جبیره کیدونکی تیروتنه او خیانت دی چی د هغه ناولی او ترخی پایلی به د دغو اوربلوونکو او ځان غوښتونکو او باشانو په ټنډه به تور داغ وی او د هیواد راتلونکی نسلونه به نفرین پری وایی زموږ هیواد د ټولو وروڼو قومونو ، قبایلو او ملیتونو ګډ کور دی او په دغه لوی کور کې کوره کی جوړول د شیطانانو او شرمیدلو دوښمنانو ستره توطیه ده چی د سیمه ییزو څارګرو ادارو له خوا تمویل او رهبری کیږی.
د هیواد د تاریخ په دغه حساس پړاو کې باید هغوی ځانونه په سد کړی او د میلینونو ډالرو د اختلاس، غلا چور او چپاول له نیشی څخه راووځی.
افغان باتور او میړنی ولس خپله پریکړه او پولادی هوډ ښکاره کړی دی او د هیواد د ستر، نامتو، ویاړلی او نومیالی رښتینی افغان بچی اشرف غنی ترشا  چی د ملی سمبول او ملی وحدت څرګنده او درنه ککرۍ ده ولاړ دی او د هغه د زعامت او مشرتابه لاندی به انشا الله زرترزره ستر ملی جشن ته په دغه ناره په خوښیو او مستو اتڼونو پر مخ ځی.
ننګیالي چې یوخوا مخ کړي په شا نه ځي که پرې ومري
عزم ټینګ ساته په زړه کې خپل هدف ته په غورځنګ ځه
د سمسور،ودان او یوموټی  افغانستان په هیله
بسم الله اکبري هالند
۱۷-۰۶-۲۰۱۴