اعلامیۀ به مناسبت روز جهانی زن

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان بشریت برابری‌طلب و آزادی‌خواه در حالی به…

تلاشی های خانه به خانه و حرمت شکنی مهاجمان انتحاری

نویسنده: مهرالدین مشید جنایت های جلیقه پوشان انتحاری و سفید نمایی…

خانقاى دل

نوشته نذیر ظفر بیا که حضرت می شیخ خانقای منست بیا…

دموکراسي د ګډ کار کولو هنر دی

نور محمد غفوری سریزه: دموکراتان باید پخپله د دموکراسۍ د بنستیزه کېدو،…

نگاهی به یک نگاه نادرست در مورد نام زبان پارسی 

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ————————————‫-‬ از مدت ها به این سو در…

زبان پارسی چون ستاره!

امین الله مفکرامینی                    2025-23-02! درآسمـــــانِ ادب، نورافشان است پارسی چون ستـاره چه بازیب…

چیستی عشق؟

چیستی در پی علت و مبدا گرایی پدیده می باشد٬ که…

میدان هوایی بگرام

گیریم که ادعای غلط ترامپ در مورد حضور چینائی ها…

دلبری مهرورز!

امین الله مفکر امینی                         2025-22-02! دلبـری مهــــرورزی دارم که دیـــده و دلم…

غیابت رهبران طالبان بازی استخباراتی یا آغاز یک سونامی وحشتناک

نویسنده: مهرالدین مشید خود کامگی ملاهبت الله و نارضایتی و خشم…

خانه های مردم افغانستان دور از دسترس مردم

زمانی " خانه ملت " که منظور پارلمان افغانستان است…

عاشق وفاسق!

امین الله مفکر امینی      2025-20-02! درعشـق وعاشقـــــی گردربزم عشق نمیســـــــوزی مشـــــو ز این…

«حزب باد»: تحلیل پدیده فرصت‌طلبی و تبعیت از جریانات غالب…

«حزب باد Opportunism»: تحلیل پدیده فرصت‌طلبی و تبعیت از جریانات…

        زیارتگاه امام صاحب ولایت کندز دومین شهر مذهبی افغانستان

  نوشته کریم پوپل مورخ ۲۱ فبروری ۲۰۲۵    مقدمه  ولسوالی امام صاحب با داشتن…

روایتی از کشت زار های خستۀ رنگین کمان خاطره ها

نویسنده: مهرالدین مشید این هم می گذرد ما مرده ایم، مرده ی در…

             تاریخچه نام گردیز

نوشته : کریم پوپل مورخ ۱۵فبروری ۲۰۲۵ بسیاری از دوستان یکی از…

مماشات خویشتن دارانۀ غرب با طالبان و پراگنده گی مخالفان…

نویسنده: مهرالدین مشید نشست های بیرونی پیرامون افغانستان؛ بستر سازی برای…

چاپنداز

بزکش، پهلوانی که  با سواری اسب، بز را به دایره…

انارستان دل 

رسول پویان  دل ز درد و داغ هجران بی‏نوا افتاده است  برگ…

«
»

حکومتي تکيه کلامونه

پر کلکو ټکو او شديدو الفاظو يې غندو، ياد عمل د نړيوالو  اصول خلاف عمل دی، په دې وحشتناکه بريد سره يې وښودله چې هيڅ ډول دين او مذهب ته پابند نه دي، شهيدانو ته د جنت فردوس غوښتنه او ټپيانو ته د بيړنۍ روغتيا غوښتونکي يو، په دې کار سره يې ټول ډيپلوماټيک اصلو تر پښو لاندې کړل، مونږ مو په غم کې شريک يو، د پيښې د څيړنې لپاره کميسيون وټاکل شو، اصلاحات راولو، حکومت ټاکنيزو اصلاحاتو ته ژمن دی، دښمن ماتې خوړلې، فلانۍ دوسيه به ژر تر ژره وڅيړل شي، د څيړنيز کميسيون پايلې به له خلکو سره شريکې شي، له دښمنه يې غچ اخلم  او …

دا ټول هغه تکراري جملې دي چې د ولسمشر او اجرايه رييس په ګډون ډيری حکومتي مشرانو زمزمه کړي دي او لا يې هم زمزمه کوي. دا ټولې هغه جادويي جملې دي چې په يو ځل ويلو يې حکومتي مشران له هر ډول مسوليته خپلې اوږې سپکولی شي، دا ټول هغه کلامونه دي چې د ملي يووالي حکومت مشرانو د کار له پېله تر اوسه په خپلو ټولو خبرو کې ډيرې ويل شوي دي، او دا ټول هغه تکراري خبرې دي چې ولس يې نور د اوريدلو حوصله نه لري.

دلته په هيواد کې که هره پېښه رامنځته کيږي، يا که په کورني سياست کې کومه ستونزه مخې ته راځي او يا هم په بهرنۍ پاليسۍ کې له نورو  هيوادونو سره اړيکې خړيږي او هغوی مو په خاور، حريم او آزادۍ تيری کوي نو د حکومت مشران يې په ډيرې آسانۍ جبيره کوي، بس کنفرانس ونيسي او يا اعلاميه خپره کړي چې پر اساس يې ياد عمل غندل شوی او د دښمن کار بلل شوی وي. دلته زمونږ حکومتي مشران فکر کوي چې د دوی مسوليت يوازې همدا دی چې تیری، ظلم او زياتی دې په کلکو ټکو وغندي.

زمونږ حکومتي مشرانو ته اوس د خبر رسولو آسانه لار پيدا شوې ده، هر وخت په هره سيمه کې هره پيښه که رامنځته شي؛ دوی له دوی سره د اعلاميې تيار جوړ فرمټ راواخلي او د پيښې سيمه او تاريخ يې نوی کړي او د فېسبوک له لارې يې خپره کړي چې په ترڅ کې يې  ياده پيښه غندل شوې او د دښمن کار بلل شوی وي. دوی په دې طريقه خپلې اوږې له مسوليته سپکې کړي او هر څه سم شي. ځينې وختونه که پيښه ډیره ټکان ورکوونکې وي نو بيا ولسمشر جلا او اجرايه رييس جلا خبري کنفرانسونه نيسي، خبريالان راغونډوي او پښه په سختو ټکو وغندي او يو څو تکراري احساساتي خبرې وکړي. په پای کې د پيښې د ژر تر ژره څيړلو تکراري امر وشي او ولس ته دروغجنه هيله مندي ورکړل شي. داسې ډیرې ټکان ورکوونکې پيښې شوي چې حکومت يې د ژر تر ژره څيړولو او له ولس سره د پايلو د شريکولو امر کړی وي خو تر اوسه هيڅ يو کميسيون په دې نه دی توانيدلی چې پيښه په بې طرفه توګه وڅيړي او بيا يې پايلې له ولس سره شريکې شي.

حکومت يوازې په تکراري خبرو خلک تير باسي او په دروغجنۍ هيله مندۍ د خلکو د احساساتو مخنيوی کوي. حکومتي مشران اوس هم کمپايني خبرې کوي او داسې انګيري چې ولس په هيڅ هم نه پوهيږي. دوی يوازې د دې هڅه کوي چې څنګه وکولای شي د ولس له غبرګونه ځان وساتي. نور د دې غم کې نه دي چې په راتلونکې کې څنګه د احتمالي پيښو مخنيوی وکړي. خو ولس نور پوه دی او هيڅکله هم د هيچا په تکراري، کمپايني او غولوونکو خبرو نه دوکه کيږي. ولس نور  کار غواړي، ولس ويښ شوی دی او نور ويده رهبران نه غواړي. دريغه چې حکومتي مشران مو هم د غفلت له خوبه بيدار شي او د هرې پيښې او تيري لپاره مناسب غبرګون وښيي.

لیکنه : خوشحال آصفي