نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

اسلام  د ادب او د اخلاقو دین  دی

مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغاني »

څومره چه د اسلام د مقدس دین پر متعلق د نویو علومو د انکشاف توجه او ښتی هغو مره دا حقیقت روښانه شوی دی چه اسلام ښه داداب او د اخلاقو د تربیی دین په دغه مقدس دین کښی د ټولو طبقاتو حقوقو د تامین د پاره محفوظ ساتل شوی دی او یو تربله د متقابل احترام ساتلو او ښه سکوک د پاره ډیر پاخه او قوی اساسونه لری .

په دغه دین کښی د اقربا وسره د صلی او علاقی باریک رمزونه شته او د دوستانو او آشنایانو سره د مینی په لیاره د ګډو اهدافو منځ  ته راوستلو د پاره په کښي  قوی راز موجود دی.

اسلام د عمومي اوضاعو او دعامو خلکو سره د ښه  ژوند کولو قوی خیال  ساتلی دی او د یو مکمل ادبي او اخلاقي  ژوند  د برابرولو د پاره په کښی  پاخه اساسونه شته  دی،  کوم ادب او اخلاق  چه د اسلام په مقدس دین کښی په  ټول کم او کیف سره د خلکو د خیر او سعادت د پاره لیدل کیږی ، په دی اندازه  په بل هیڅ  کوم دین کښی  په لاس  نه  راځی .

د پلار او د مور د حقوقو لحاظ  ساتل ،  د مشرانو احترام ، دلویانو قدر او تعظیم،  ورور سره صله او عاطفه ، د ملګرو سره  صداقت ، د همسایه ګانو سره  ښه سلوک او ګذاره ،  د عاجزانو سره  مرسته او تعاون،  د مصیبت او تکلیف په وخت لاس ورکول، د خوراک او څښاک  نورو حیاتی  مسایلو کښی اعتدال ، عمومی حقوقو د تقویی د پاره توجه او دا او داسی نور اداب او اخلاق د اسلام پر مقدس دین کښی هیڅ  کله خپل ادبی او اخلاقی اعتبار دلاسه  نشی  ورکولی  .

په اسلام  کښی  د نفرت، عداوت ، کینی او حسد  ټولی ریښی ایستل  شوی دی  او دین  د  محبت  او همکاری  د تامینولو د پاره  پوره  پوره  توجه  کړی  ده .

اسلام  د کبر او غرور سره  مجادله کړی ده او له  دغی  لیاری څخه غواړی چه  خلک  د ورور ولی او برابری  په فضا کی  ژوند  وکړی.

په  اسلام کی د عفوی او ګذشت او د بیا  بیا  پیوندلو د پاره لیار ښونه او تشویق  شوی دی او د دی لیاری  څخه غواړی چی اجتماعي  شیرازه  باید قوی وساتله  شی.

په اسلام  کښی د خبرو او وینا  د پاره حدود  معلوم شوی دی  او د ژبی  د اصلاح  کولو د پاره  پوره توجه  شوی.

د اسلام  مقدس دین  د علم او پوهنی د پاره عمومي  توجه اړولی  ده او د عقل او دلیل د لیاری څخه غواړی چه  خلک خپل ژوندنه ښه استفاده وکړل.

اسلام کوشش کړی دی چه د خلکو مدني ، اقتصادي ، سیاسي  ، ثقافتي  ، ادبي  او اخلاقي  ژوند په داسی  پایو اتکا و لری چه هغه  د انسان اصلي د طبیعت او استعداد  سره برابر او د عمومي مصالحو د تامین د پاره مفید واقع  شی .

اسلام  د وهم ، وسواس او بی  مورده  ګمانونو طرفدارنه  دی ؛ او د پوره دقت پرلیاره کی غواړی چه حقایق  روښانه او د خلکو حیاتی  مشکلات  لری شی .

اسلام  د عفت ، تقوی،  پاکی او نظافت طرفدار دی ؛ غواړی چه  د خلکو ژوند په  ظاهر او باطن  کی پاک او سوچه  وی.

اسلام  د اسراف او تجاوز طرفدار نه دی ؛  غواړی چه خلک  دی باید په هر څه کښی  د اعتدال لحاظ قوی وساتی.                                                                     

اسلام  د غدر او خیانت  سره  مجادله  کړی ده ؛ غواړی چی خلک  دی یو تر بله د  تکالیف او مشقت موجب  ونه ګرځی .

نو په  دی  اساس که څوک  د اسلام مقدس دین  تر پوره عمیقی  مطالعی لاندی  را ولی ،  د ادب  او اخلاقو  کامل او مکمل دی. او د هغه څخه په استفادی سره د نننیوعلومو په اساس د حقیقي او واقعي ژوند برابرولو لیاره پوره ارزښت لری.

راځی  چه  مونږ د اسلام  د دین  د ادبو او اخلاقو  څخه ځان  پوره واقف کړو؛  تر څو وکړی  شو د ځان او د خلکو د سعادت  په لیاره کښی ، د ښوخدمتونو  مصدر وګرځو.                                                                                                           

و من الله التوفیق

سعید افغاني

کابل ــ  ۱۳۵۵ هجری شمسي ــ کال

ترتیب کوونکی : برهان الدین « سعیدی »