نامه‌ی سرگشاده از سوی یک مهاجر، به صدراعظم آلمان!

آمریکا به سیم آخر زد. حمله‌ی آمریکا بر ایران، دردسر…

تنش میان ایران و اسراییل و پس لرزه های بحران…

نویسنده: مهرالدین مشید وارد شدن امریکا در جنگ و به صدا…

عزّ و شرف وطن 

در خانـه قـوی باش که چوراچور است  دزدان به کمین فانوس…

فطرتی انسانی

امرالدین نیکپی در اوایل دانشگاه ، داستان‌های مذهبی بسیاری دربارهٔ طرد…

جهان صلح وصفا!

امین الله مفکر امینی                   2025-19-06 جهانـی صلح وصفـــای بشربماتم کشیـــــده جـاهــــلانیکی برسیاستهای…

سرنوشت انسان امروز در چنگال مومیایی فروشان دیروز

نویسنده: مهرالدین مشید زنده گی مدرن در آینۀ زوال تاریخی در جهان…

سیمون دوبوار،- رفاقت و عشق اگزستنسیالیستی

Beauvoir, Simone de (1908- 1986). آرام بختیاری سیمونه و سارتر،- ازدواج سفید…

کتاب زبدۀ تاریخ

رسول پویان فسانه خوان وفسون سرگذشت موسارا مگـر خـرد بکــنــد حـل ایـن…

چرا مردان از زنان قوی تر نیستند؟ پروفیسور دکتر شمس سینا بخش…

حقیقت فرا ذهنی: بنیاد برترین واقعیت

ذهنیت به مفهوم تفکر٬ و تعقل از جوهر حقیقت٬ بنیاد…

ژرفنای فاجعه در افغانستان و سناریو های فراراه ی طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید ستم طالبان و ایستادگی ملت؛ اراده مردم افغانستان…

پایداری

ثبا ت و پا یداری را نمانده  قدر و مقدارش چنان…

مهر پدر

دستت پدر ببوسم و سر هم به پای تومیخواهم آنچه…

نمونه هایی از کهنترین اشعار فارسی

تا بدانجا رسیده دانش من که بدانم همی که نادانم ( ابو…

ترامپ و بازتعریف روابط بین‌المللی؛ از تنش‌های ژئوپلیتیک تا دیپلماسی…

نویسنده: مهرالدین مشید ترامپ از دور زدن تنش های دیپلوماتیک تا…

چرا مردان از زنان قوی تر نیستند؟

پروفیسور دکتر شمس سینا بخش دوم درین جا می خوانید: -چطور میتواند یک…

پرتو عقل و خرد 

رسول پویان  جهان که در دل دانش می‏کند تابـش  به جهل تیره…

نامه‌ی سرگشاده‌ی محمدعثمان نجیب، بنیادگذار مکتب دینی-فلسفی من بیش از…

آقای ترامپ! تو نه در قامت یک سیاست‌مدار آمدی، نه به…

افغانستان، میان دو لبه تیغ؛ تحول نرم یا سقوط ساختاری

نویسنده: مهرالدین مشید نجات افغانستان در گرو راهی؛ میان تحول نرم…

دولت: کاملِ ناتمام...!

دولت یا خدمات عامه و زمانیکه توسط میثاق مردمی همانا…

«
»

یووالی د بریا کيلي، د نن ورځې اړتیا

ليکنه: حميدالله بسيا

په تاریخ کې ډېرې داسې شېبې شته چې ملتونه او ولسونه یوازې د یووالي، ګډ درک، او متقابل باور له لارې توانیدلي دي چې له ستر ګواښونو او تاریخي ناورینونو ځانونه وباسي.

نن چې نړۍ ځينې هېوادونه یو ځل بیا له نويو ګواښونو، معلوماتي جګړو، ميلیتونو تر منځ د درزونو ، او د تاریخي حقیقتونو د تحریف له خطر سره مخ ده، له دا ډول پېښو عبرت اخيستل نور هم اړین شوي دي.  دا ټول خطرونه یوازې د  قومونو تر منځ د یووالي په نشت کې وده مومي. که ملتونه په يووالي باور ونه لري او د تاریخ له حافظې ته په کتلو د ګډو ارزښتونو څخه په همکارۍ  سره دفاع ونه کړي، نو ښایي هغه بيا بيا تکرار شي چې له ډېرې قربانۍ وروسته مو هېر کړی وو. له همدې امله،  د يو ملت لپاره یووالی نه یوازې یوه تاریخي لاسته‌راوړنه ده، بلکې د نن ورځې د بقاء لپاره یوه نه‌بېلېدونکې اړتیا ده.

دا یووالی باید یوازې په سرحدونو کې په را ايسارېدولو ، د حکومتونو پر تبليغاتو او رسمیاتو پورې محدود نه وي، بلکې باید د خلکو په زړونو کې ژور ځای ولري. د ښوونځیو له کتابونو نیولې، تر یادګارونو جوړولو، رسنیو، او کلتوري تبادلو پورې، باید دا ارزښت وساتل شي. ځکه که يو ملت يوځای نشي  يو اواز نشي، د حقیقت او عدالت لپاره يو غږ نشي، نو د دروغو، نفرت او تفرقې غږ به ورباندې غالب شي. له همدې امله، دا زموږ د نسل مسؤلیت دی چې یووالی، لکه څنګه چې زموږ نیکونو ته د بریا کيلي وه ، نن زموږ د راتلونکي تضمین هم وګرځي.
 د نړۍ په معاصر تاريخ کې ډېر داسې مثالونه شتون لري چې د همدې ګډ کار، يووالي،  او همغږي مثالونه دي خو  د دویمې نړیوالې جګړې بریا پکې یو له هغو درندو، خو الهام‌ بښونکو تجربو څخه ده چې د پخواني شوروي اتحاد د ۱۵ جمهوریتونو خلک، د ژبې، رنګ، قوم او مذهب له توپیرونو پرته، اوږه په اوږه د نازي جرمني پر وړاندې ودرېدل. د دوی زړورتیا، ګډې مبارزې، او قربانۍ دا ثابته کړه چې یوازې یووالی د بریا اصلي راز دی. د بريسټ کلا څخه نیولې، د ستالینګراد، کورسک او برلین تر درندو جګړو پورې، دا ټول خپلمنځي همغږي وه چې هغوی یې له ماتې وژغورل او هيټلر چې نږدې ټوله اروپا یې په ډېر اسانۍ او بېړې سره تر خپلې ولکې لاندې کړې وه  په ګونډو کړ.

سږ کال به د دویمې نړیوالې جګړې د  بریا ۸۰مه کلیزه  شرقي اروپا او روسيه ولمانځي. دا یوه لویه او تاریخي کلیزه ده.

د شوروي اتحاد لپاره، دا جګړه د سترې هېوادنۍ جګړې په نوم يادېږي، ځکه چې دا د سلګونو میلیونو خلکو د بقا پوښتنه وه. دپخواني شوروي اتحاد شاوخوا ۲۷ میلیونه وګړي په دې خونړۍ جګړه کې ووژل شول، چې پوځي او ملکي وګړي دواړه پکې شامل دي. دا هغه قیمت و چې ددې هېواد خلکو د خپل هېواد د بقا او بریا لپاره ورکړ.

دوی ټولو په ګډه د بريسټ کلا څخه دفاع وکړه، د مسکو تر څنګ یې سنګر ونیو، او د کورسک ولايت د ټانکي جګړې په اورونو کې وسوځېدل. مهمې جګړې لکه د مسکو، ستالینګراد، او کورسک نه یوازې د شوروي اتحاد، بلکې د ټولې جګړې برخلیک وټاکه. د بریا کيلي د دوی یووالی او په ګډو ایډیالونو باور و

خو نن ۸۰ کاله وروسته، خواشینوونکې نښې ښکاري  ډېر څه بدل شوي دي د مثال په توګه  اوکراین کې حالت له ټولو بدتر دی. هغه هیواد چې یو وخت یې د هيټلر د لومړنیو بریدونو پر وړاندې قرباني ورکړه او ودرېد، نن د هماغو خلکو په څنګ کې ولاړ دی چې ۸۰ کاله مخکې یې دوی ټوټه ټوټه کړي وو.

په منځنۍ آسیا د ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان او قرغزستان زرګونه خلک چې د ستالینګراد او کورسک په جګړو کې اتلان شوي وو ، مډالونه یې واخیستل، او د شوروي اتحاد د اتلانو لقبونه یې وګټل. نن ورځ، همدغه جمهوریتونه ، ورو ورو له اوسنۍ روسيې څخه خپل ګډ تاریخ څخه ځان جلا کوي. د مثال په توګه، د قرغزستان پانفیلوف ډیویژن موزیم  چې د دويمې نړيوالې جګړې يو ستر قوماندان وو او د هغه په نامه موزيم جوړ شوی وو بند شو او په ازبکستان کې روسیه استعماري رژیم ګڼل کېږي.

په لاتویا، لیتوانیا، استونیا او نورو ختیځو اروپایي هیوادونو د دويمې نړيوالې جګړې په يادبود ګډ تاریخي میراثونه له منځه وړل کېږي، ، دا په داسې حال کې ده چې په همدې خاورو کې، د سالاسپلس کمپ په څیر  نازي اجباري کمپونه فعال وو، چیرې چې په زرګونو ، بیلاروسیان، یهودان، روسان او اوکراینیان پکې ووژل شول  ان دوی دا حقیقتونه اوس له درسي کتابونو هم ايستلي دي.

لویدیځ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د خپل نفوذ څخه په استفادې د بې اتفاقي ډول ډول پروژې پرمخ وي او  دا ټولې هڅې ډېر په منظم ډول ترسره کوي

نو لنډه دا چې يووالی د هرې پرمختللې، با ثباته او سوکاله ټولنې اساسي ستن بلل کېږي. کله چې افراد د ګډو ارزښتونو، موخو او ملي ګټو پر بنسټ سره يو موټی شي، نو نه يوازې د اختلافاتو، تعصباتو او شخړو مخه نيسي، بلکې د تفاهم، زغم او همکارۍ روحيه پیاوړې کوي. يووالی د خلکو ترمنځ اعتماد او همغږي رامنځته کوي، چې په پايله کې يې ټولنه د يو منظم، متوازن او سالم جوړښت لور ته روانېږي. د يووالي په برکت خلک کولای شي له ستونزو سره په ګډه مبارزه وکړي، د پرمختګ پروسې ته چټکتيا ورکړي او د هېواد د ملي وحدت، سولې او پرمختګ لپاره قوي بنسټونه کېږدي. له همدې امله، يووالی نه يوازې يو اخلاقي ارزښت دی، بلکې د ټولنيز، سياسي او اقتصادي ثبات کليدي عنصر هم ګڼل کېږي، او د هر فرد، کورنۍ او ټولنې بريا تر ډېره له دې ارزښت سره تړلې ده.