افغانستان در چهار راۀ رقابت های ژیوپلیتیک و ا ستراتیژی…

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتژیک پاکستان و هند تا عمق…

جنگ های فناورانه وفکری در عصر جدید ، بررسی جایگاه…

مقدمه . إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلا غالِبَ لَكُمْ وَ إِنْ يَخْذُلْكُمْ…

خطر متافیزیگ نادیده گرفته شد

Metaphisiker. آرام بختیاری فلسفه متافیزیک؛ رونق دین، اعتراض سکولاریسم.  نوع تفکر متافیزیکی در…

مرگ چیست؟

برهان الدین « سعیدی »  به روز مرگ چو تابوت من…

وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

«
»

کُمینفارم (Kominform)

نور محمد غفوری

کمونیستی معلوماتی دفتر (Kommunistisches Informationsbüro) چې په لنډه ورته کُمینفارم (Kominform) هم ویل کیږي، په ۱۹۴۷م کال کې د کُمینټِرن تر انحلال وروسته جوړ شو او تر ۱۹۵۶م کال پورې یې فعالیت کاوه. دا د ملی دولتی چوکاټ څخه پورته د کارګری او کمونیستی ګوندونو اتحادیه وه چې د شوروی سوسیالیستی جمهوریتونو د کمونست ګوند سره یوځای د بلغاریا کمونست ګوند، د شرقي آلمان متحد سوسیالیستي ګوند، د فرانسې کمونست ګوند، د ایتالیا کمونست ګوند، د یوګوسلاویا کمونست ګوند، د پولنډ واحد کارګري ګوند، د رومانیا کارګری ګوند، د چکوسلواکیا کمونست ګوند، د هنګري د کارګرانو ګوند او ځینې نورو ورپکې ګډون لاره. ددې اتحاد هدف داو چې د کُمینټِرن د انحلال څخه را پیدا شوې تشه ډکه کړي او د کارګری او کمونیستی ګوندونو ترمنخ د معلوماتو او تیوریکي موضوعاتو د راکړې ورکړې بهیر فعال وساتی.  

مخکې مو ولوستل چې په ۱۹۴۳م کال کې د دوهمې نړیوالې جګړې په سختو شرایطو کې د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو ګوند او دولت د فاشیستي آلمان په مقابل کې د خپلو غربی متحدینو سره د ښو او ډاډمنو اړیکو د ټینګولو په خاطر د کُمینټِرن په انحلال اقدام وکړ. په دې توګه یې فرانسې، انګلستان او نورو غربی متحدینو ته وښوده چې د هغوی په داخلي چارو کې مداخله او د هغوی له دولتی مخالفینو او انقلابی کمونستو او کارګري ګوندونو سره همکاري نه کوي. د جګړې په پای کې د هيټلری فاشیسم له ماتې سره د شرقي اروپا په ځینو هیوادونو کې خلقی دموکراتیک دولتونه جوړ، سوسیالیستی انقلابونو ته مخه خلاصه، د شوروی سره د ښو اړیکو لرونکي او له مسکو سره تړلي حکومتونه رامنځته شول. که د جګړې د پای ته رسیدو ترمخه یوازې  په شوروي اتحاد کې د ريال سوسیالیسم  (Realsozialismus ) نمونه موجوده وه، او س د شرقی اروپا هیوادونه هم د ریال سوسیالیسم بلاک ته شامل شول. د یوه سوسیالیستی هیواد (شوروی اتحاد) پر ځای اوس د شوراګانو د دولت په موډل ډیر سوسیالیستی هیوادونه رامنځته شول. په دې ډول د نړیوال پانګوالی نظام په وړاندې نړیوال سوسیالیستی بلاک راجوړ او منظم شو.  

دا اړتیا له سره را پیدا او طرحه شوه چې په سوسیالیستی بلاک پورې تړلو هیوادونو کارګري او کمونیستي ګوندونه چې پخپلو هیوادونو کې یې دولتی ځواک هم په لاس کې لاره، یو له بله سره د ګوندونو په کچه هم اړیکې ولري، معلومات او تیوریکي موضوعات سره شریک کړي، مشترکه تیوریکي نشریه ولري او د اړتیا په وخت کې یو او بل ته لاس ورکړي او یو د بل له تجربو او عملی کارونو متقابلې زده کړې وکړي. په ۱۹۴۶م کال کې بیرته دا هڅه عملاً پیل شوه  او د ۱۹۴۷م کال د سپتمبر په دیرشمه نېټه کمینفارم رسما جوړ شو او په نړیواله کچه یې د کارګري کمونیستی جنبش په انتظام او لارښونه پیل وکړ. په دې ټوګه په ۱۹۱۹م کال کې جوړ شوي او په ۱۹۴۳م کال کې د منحل شوی کومينټرن تشه ډکه شوه. دا په یو ډول د امریکا د متحدو ایالتونو د مارشال پلان په وړاندې د شوروی سوسیالیستی جمهوریتونو عکس العمل هم بلل شوی دی.  

کمینفارم نسبت کمینترن ته کوچني تشکیلات او د پنځوسو تنو په شاوخواکې کارمندان یې لرل چې لومړی یې مرکز په بلګراد کې و او وروسته بیا په ۱۹۴۸م کال بخارست ته نقل شو. کمینفارم شریکه تیوریکي نشریه لرله چې په مختلفو ژبو خپريده. 

سره له دې چې په دوهمه نړیواله جګړه کې د آلمانی فاشیسم په وړاندې امریکا، انګلستان او شوروي اتحاد په یوه ائتلاف کې شامل و، خو د جګړې تر پای وروسته بیرته د هغوی ملی ګټې یو د بل سره په ټکر کې شوې او د امریکا په مشرۍ د کپيټالیستی بلاک او د شوروی په مشرۍ د سوسیالیستی بلاک ترمنځ د ۱۹۴۶م کال را وروسته سړه جګړه پیل شوه. کمینفارم د سړې جګړې په دوران کې د سوسیالستي بلاک په ګټه خپل فعال رول لوباوه.  د امریکا او غربی بلاک لخوا د سوسیالیستی بلاک د غړو هیوادو په ګوندونو باندې د شوروي اتحاد د کمونست ګوند د قوماندې د مرکز په نوم وباله او په وړاندې یې سخت عکس العمل وښود. کمینفارم له یوې خوا د غربي نړۍ له سختو تبلیغاتي څپو سره مخامخ شو او له بلې خوا ورباندې د مسکو فشار و چې د شوروی اتحاد د کمونست ګوند غوښتنې او فرمانونه باید ومنی.  خو کمینفارم لکه څنګه چې د غربی پانګوالی نظام د تبلیغاتو پر ضد مبارزه کوله، همدا شان یې د سټالینی شوروی غوښتنو او د مسکو په زړه جوړ تابعیت هم نه مانه. 

په ۱۹۴۹م کال د نوامبر په میاشت کې کمینفارم په علنی توګه پخپلو غړو د تیتو د حمایت غږ وکړ او ترې ويې غوښتل چې د مسکو د تیتوایسم د طرحې په وړاندې مبارزه وکړي. له دې څخه ښکاري چې کُمینفارم  د مسکو او د شوروی اتحاد د کمونست ګوند غوښتنو ته په کامله توګه غاړه نه ایښوده. 

ځینو کمونیستي او کارګري ګوندونو د کمینفارم په اډانه کې د شوروی اتحاد د کمونست ګوند فرمان او تفوق ته غاړه نه ایښوده او د ټولو غړو ګوندونو د مساواتو پلوي و. په کمینفارم کې د چین کمونست ګوند غړیتوب نه لاره. د یوګوسلاویا د کمونست ګوند رهبر جوزف تیتو په دې اړه مخکښ و او د ټولو ګوندونو د برابرۍ له پرنسیپ څخه یې کلکه دفاع کوله. د تیتو او سټالین مخالفتونه تر دې حده ورسیدل چې د ۱۹۴۸م کال د جولای د میاشتې په ۲۸ مه نېټه د ستالین او د شوروی اتحاد د کمونیست ګوند په غوښتنه د داسې یوه کنفرانس جوړول طرحه شول چې ورپکې د یوګوسلاویا کمونست ګوند له کمینفارم څخه وایستل شي، خو پایله یې ناکامه وه. همدا ډول د دموکراتیک آلمان متحد سوسیالیستی ګوند هم غوښتل چې په ۱۹۴۸م کال کې په کمینفارم کې ور ننوزي، خو د سټالین  په نظر د ګوند د خاموالي په علت او د سټالین د مخالفت له کبله ونه منل شو. 

کله چې سټالین په ۱۹۵۳م کال کې مړ شو او په شوروي اتحاد کې د ستالینیسم دوره پای ته ورسیده، په ۱۹۵۶م کال کې نېکيټه خروشچوف د شوروی اتحاد نوي رهبر د داخلی او خارجي اړیکو د غیر سټالینیزه کولو (ستالین زدایی) په بهیر کې د کمینفارم انحلال هم عملی کړ. 

په ۱۹۴۹ کال کې د ماؤسیدونګ (Mao Zedong) په رهبرۍ د داخلي جګړې په پایله کې په چین کې انقلاب بریالی او د چين خلقی جمهوریت رامنځته شو. له دې سره سم د نړیوال کارګري انقلاب بله (مائوئیستي) نمونه هم رامنځته شوه او د شوروی اتحاد د سوسیالیستی انقلاب د تر دې وخته یوازیني مودل اهمیت را کم شو. د چین او شوروي د دوو ډولو انقلابونو او دوو ځواکمنو کمونیستی ګوندونو ترمنځ سیالیو او د انقلاب په مورد یو له بله د بیلو بیلو طرحو او د انقلاب د محرکه قواوو او انقلابي تکتیکونو په اړه اختلافونو او بحثونو د نړیوال کارګري جنبش پر مخ له یوې خوا نوې افقونه پرانستل، د نویو طرحو او ابتکارونو د رامنځته کیدو شرایط یې رامنځته کړل او په نړیوال کارګری غورځنګ کې د شوروی اتحاد د کمونست ګوند د مخکښۍ رول ضربه ولیده؛ خو له بلې خوا پخ نړیوال کارګري جنبش کې یو بل ځواکمن انشعاب هم رامنځته شو. 

په دې وخت کې د شرقي اروپا او په نورو نویو انقلابی هیوادونو کې دا فکر ژوندی شو چې یو له بله سره د اقتصادی مرستو قراردادونه هم وکړي او د کمينفارم د له منځه تلو تر مخه یې د متقابلو مرستو شورا ( کومیکون (Comecon)) جوړه کړه. د سوسیالیستی هیوادونو د اقتصادی الیانس تر څنګ ددې اړتیا هم وه چې د امپریالیستی نظامی بلاک (ناتو NATO) یا North Atlantic Treaty Organization په وړاندې د سوسیالیستو هیوادونو دفاعی نظامی بلاک هم جوړ کړي. هغه و چې په ۱۹۵۵م کال کې د ناتو په وړاندې د وارسا نظامی پکټ (Warschauer Pakt) جوړ شو. په عمل کې دا ټول د غربی بلاک د ورته عملونو او کړنو په وړاندې د سوسیالیتي هیوادونو غبرګونونه و. 

د کُمینفارم په ړنګیدو سره په مطبوعاتو کې د کمونیستی ګوندونو ګډې ښکاریدنې هم محدودې شوې او تر دې وروسته  یې مشترکې طرحې او ستراتیژۍ وخت په وخت د نړیوالو کنفرانسونو له لورې ټاکل کیدې.