مرغ رویا  

رسول پویان  مسوزان بال پـرواز پرستـوهـای زیبا را   میفگـن در قفسهای طلایی…

تعامل که انزوا؟

نور محمد غفوري په نړیوالو اړیکو کې د هېوادونو برخلیک د…

از کابل تا دیاسپورا؛ روایتی از هفت خوان رنج های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ در گره گاۀ تروریسم و مردم این…

هویت و عوامل تعیین‌کننده آن: بررسی علمی و تحقیقاتی

نور محمد غفوری خلاصه هویت یکی از مفاهیم بنیادین علوم اجتماعی و…

نقد متافیزیک؛ شرط انقلابی بودن،شد

Metaphisik. آرام بختیاری متافیزیک؛ میان الاهیات، و هستی شناسی توهمی.   آغاز بحث متافیزیک…

جهان در آستانهٔ زوال دموکراسی

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی اتحاد جماهیر شوروی در سال ۱۹۹۱ نقطهٔ…

اتحاد 

تابکی در رنج  و دوری ها ستیم موج  نا  پید ا…

نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

                یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                               (قسمت سوم…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

گاهی اتفاقی ستاره‌ای  در دفترم چشم باز می‌کند ولی، من هنوز به آفتاب نقش…

ترور عروس خدا، توسط پدران مقدس!

Hypatia(355-415م ). ترور دختر خدا، توسط پدران مقدس! آرام بختیاری نبرد مکتب و…

مخالفان پراکنده، بازیگران متحد؛ مدیریت خلای سیاست در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید اردوگاۀ از هم گسخته؛ فرصتی برای مانورهای منطقه…

گام بزرگ به سوی مبارزهٔ مشترک

برگزاری نشست مشترک دفتر سیاسی – اجرایی و بیروی اجرائیه…

پدر سالار

ما زنان سر زمین های جنگ  زنان جهان سوم  جهان پدر سالار وقتی…

«
»

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

حميدالله بسيا

په اوسني عصر کې، ښارونه د بشري ژوند د تمرکز اصلي مرکزونه ګرځېدلي دي. د نفوس د زیاتوالي، اقتصادي فعالیتونو او ټکنالوژۍ د پرمختګ له امله، د ښاري ژوند اداره او ژوند پکې اسانول د هر حکومت او ټولنې یوه مهمه موخه ګرځېدلې ده. د ښارونو د ښه مدیریت لپاره، د ډیجیټل ټکنالوژۍ کارول او سمارټ حللارې ډېر اغېزمن رول لري.

ډیجیټل ښارونه یا “سمارټ ښارونه” هغه ښارونه دي چې د معلوماتي ټکنالوژۍ، مصنوعي ځیرکتیا (AI)، انټرنېټي شبکو (IoT) او ډیټا تحلیل له لارې د خلکو ژوند اسانوي. د ټرافیک هوښیارې سیسټمونه، برېښنايي تادیات، د روغتیا او زده کړو انلاین خدمات، او د فاضله موادو سمارټ مدیریت هغه بېلګې دي چې ښاري ژوند د پخوا په پرتله ډېر منظم، پاک، چټک او خوندي کړی دی.

د ښاري پرمختګ بل اړخ د چاپېریال ساتنه او دوامداره انرژۍ کارول دي. د برېښنايي ترانسپورت، شنو فضاوو او د کاربن د اخراج کمول نه یوازې د ښار د ښکلا لپاره مهم دي، بلکې د خلکو د روغتیا او اقتصادي ثبات لپاره هم حیاتي ارزښت لري.

 په همدې لړ کې ( د يو دولت هوساینه د خلکو له هوساینې څخه پیل کېږي) تر شعار لاندې د بريکس سازمان د  نړيوال ښاري فورم یو ستره  نړیواله ناسته به د روسيې په سن‌پېټرزبورګ ښار کې ترسره شي. دا ناسته چې د اکتوبر له  ۲۹مې  تر ۳۱ پورې ترسره کېږي، د نړۍ د بېلابېلو هېوادنو مېلمانه به پکې ګډون وکړي او د نړۍ د ښارونو په ښکلي کولو، اسوده کولو  او اسانتياوو په رامنځ ته کولو او بهتر کولو به بحثونه او د تجربو تبادلې صورت ونيسي.

دا نړيواله ناسته به د مشهور نندارتون او د کنفرانسونو په مرکز اکسپوفوروم  په تالارونو کې ترسره شي. د سوداګریزې برنامې محوري موضوعات به د نړۍ د ښارونو د اوسېدونکو د ژوند اړوند اړخونه وي، لکه هوساینه، عملي اسانتیا، امنیت، او ګڼ نور موضوعات چې تر بحث لاندې به ونيول شي او د عملي لارو چارو لپاره د نړۍ د هېوادونوتر منځ د همکاري او تجربو د شريکولو لارې چارې برابرې شي.

په ګډونوالو کې به د نړۍ د سترو ښارونو ښاروالان، واليان، د سوداګري څانګو استازي او کارپوهان شامل وي. بريکس سازمان ددې غونډې د  تنظیموونکي په توګه برخه اخلي، خو دا مراسم د ټولو خلکو لپاره چې ان د بريکس سازمان غړي هم نه وي پرانیستي دي او  ټول هغه اشخاص او پرمختيايي سازمانونو مسوولين ګډون پکې کوي چې د ښارونو او سیمو د زیربناوو په پرمختګ کې علاقه لري. د فورم په انلاين پلیټفارم کې همدا اوس د نړۍ له ۷۰ څخه زیاتو هېوادونو او ۲۰۰۰ ښارونو او سیمو استازي سره راټول شوي، او د ګډونوالو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي.یوازې تېر کال د بريکس ښاري فورم   MMF- BRICS-2024 په حضوري غونډو کې د ۱۰۱ هېوادونو ۶۰۰۰ استازو برخه اخیستې وه. د سوداګریزو برنامو په ترڅ کې له ۵۰ زرو څخه ډېر آنلاین ګډونوال ثبت شول، او له ۳۰۰ څخه ډېر د همکارۍ تړونونه د ناستو پر ترڅ کې لاسلیک شول. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د تېر کال د فورم په پای کې ويلي وو چې:

فورم د نړۍ په بېلابېلو برخو کې معاصر ښاري جوړښتونه  او د تجربو تبادله  ممکن کړه  په ځانګړي ډول د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا (AI) ، لوژستیک، ترانسپورت او چاپېریال په برخو کې . ياده دې وي چې دغه پلیټفارم د بريکس هېوادونو او د نړیوال جنوب د هغو هېوادونو ترمنځ د دوامدارو اړیکو په ټینګښت کې مهم رول لوبولی.د

د MMF BRICS په نامه نړيواله ناسته یو پرانیستی  غونډه ده چې د هغو ټولو لپاره چې د خپلو خلکو د هوساینې پروا لري د نويو تجربو او نوښتونو مهم مرکز دی . دا فورم هېوادونه سره نښلوي، د ښاروالیو ترمنځ اړیکې پیاوړې کوي، او د عامو خلکو د اړتیاوو پر بنسټ ولاړ دی .

د فورم اصلي موخه به د پرمختللي تجربې، ټکنالوژیو او مؤثرو حل‌لارو تبادله وي. دا به د ښاري چاپېریال د لا پرمختګ لپاره ګډ کار ته زمینه برابره کړي.

د سوداګریزې برنامې برخې ډېرې متنوع دي، لکه: چاپېریال، د ترانسپورت زیربنا او لوژستیک، اقتصاد او نوښتونه، د سمارټ ښارونو جوړول د ډیجیټلي کېدو او مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د لوړې کچې تخنیکي تولیدات، روغتیا، زده کړې ، کلتور، سپورت او ګڼ نور.

نو لنډه دا چې په ټوله کې، د ښاري ژوند د اسانه کولو او ډیجیټلي کولو هڅې یوازې د تکنالوژۍ د تطبیق مسئله نه ده، بلکې د انسان د هوساینې، عدالت، شفافیت او دوامدار پرمختګ یوه ګډه تګلاره ده. کله چې حکومتونه، خصوصي سکتور او عام خلک په ګډه کار وکړي، ښاري ژوند کېدلی شي له ستونزو ډک چاپېریال څخه یو سمارټ، اغېزمن او ډېرې اسوده فضا ته بدل شي.

ډیجیټل بدلون د ښار د اقتصاد د پیاوړتیا، د وخت د سپما، د خدماتو د کیفیت لوړولو او د فساد د کمولو لپاره یوه بنسټیزه وسیله ده. د ټکنالوژۍ سمارټ استعمال د دې سبب ګرځي چې ښارونه نه یوازې د اوسېدونکو اړتیاوې پوره کړي، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره هم یو سالم، پاک او هوښیار ژوند چمتو کړي.

په همدې ډول، د ښاري پرمختګ راتلونکی د هغو خلکو په لاس کې دی چې ټکنالوژي د انساني ارزښتونو، ټولنیز عدالت او چاپېریالي توازن سره یوځای کوي. که هر ښار د ډیجیټل تګلارې له مخې پرمخ لاړ شي، نو زموږ راتلونکی ښارونه به د پرمختګ، نظم، نوښت او هوساینې سمبولونه وي.