فروریزی «فراروایت» ها؛ امری تاریخی یا فراتاریخی؟ 

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی و امریکا به افغانستان بسیاری از…

قلم نماد آگاهی و آزادی و فرهنگ

نویسنده: مهرالدین مشید ن و القلم و مایسطرون به بهانهء روز قلم امروز…

شوق همدلی

رسول پویان جانا بیا که در دل و در دیـده جا…

سیمرغ سیمین تن رویا های من

نوشته‌ی محمد عثمان نجیب  بخش هفت : اَها ای آسمان هایی که…

سخت تنها بدون تو

مجید احمدی غزل سرای زیبایی های زبان فارسی دری، غزل…

د وطن حال

سید عبید الله نادر خیالي خیالي ګــلونه ،له دې…

صد سخن

محمد عثمان نجيب يادكرد مختصر! «صد سخن» را در اغاز بدون…

سازمان های بدون رهبر

  با در نظرداشت بعضی از ترفند های ادبی، جملات و…

داستان کتابچه خاطرات

قسمت اول نوشته ء رویا عثمان (انصاف) یک روز پاییزی بود و…

یک تصویر یک کشور سخن

بگذر زین گذرگاه خطر و خونین ای دخت‌ شجاع و نازنین نفرین…

د وختونو آئینه

سید عبیدالله نادر د شعر او ادب د برخي د پاره داســي…

War Peace Corrupt Regime Mafia Group being used for Occupation…

By Fateh Sami Date: 2nd May 2021 A panoramic view of the…

مارکس و گونه پرستی از خود بیگانگی 

پیوست به گذشته... بخش (2) جان بلامی فاستر و برت کلارک برگردان: توسط نقد…

افغانستان : بدون تضمین آزادی رسانه‌ها، صلح عادلانه و پایدار…

به مناسبت سوم ماه می روز جهانی آزادی رسانه‌ها، گزارشگران…

در این روز اول ماه مه

نام مرا تمام جهان می‌داند، نامی ‌به سادگی خاک نامی‌ به روشنی…

روایت بایدن از پیروزی شکستبار و جنایت های امریکا در…

نویسنده: مهرالدین مشید جوبایدن در سخنرانی خود در هر دو مجلس…

مسلمانی این همین است که ما می بینیم؛ استاد دانشمند!

محمد عالم افتخار با اینکه صحت خوبی نداشتم و در غیر…

تبجيل از يك شخصيت مترقى و پيشرو

میرعبدالواحد سادات روزگار ما ، عصر شكست ارزشها است و…

جیغ سکوت

رسول پویان جیغ سکوت گـوش فلک را دریده است فـریـاد خـامـوشـانـۀ دل…

قضاء و چگونگی آفرینش عدالت

قسمت پنجم قوانین نافذ ـ صلاحیت واستقلال قضاء آزادی دراجرائات قضائی ومُقید…

«
»

مير اکبر خيبر د افغانستان د خلکو د رنځونو او او مبارزو زېږند

250px-ميراکبرخيبر.jpg
عبدالصمد ازهر

کله چې له خيبره غږېږو، مونږ د هغسې ستر انسان په هکله خبرې کوو کوم چې د لوړې پوهې، منطق، تدبير، اخلاق، تواضع او ټولنيز معاشرت سمبول و.

مير اکبر خيبر چې له بې وزلې بزګرې کورنۍ نه سر راپورته کړی و، د ولسونو د ناپايه رنځونو او تاريخي مبارزو بچی و.

ده د خپلې  ټولنې، د هغې د قامي او قبيلوي جوړښت، د خلکو د باورونو، عنعنو، رواياتو، ټولنيزو او اقتصادی نابرابره اړيکو، سياسي – مذهبي استبداد او نورو ناخوالو نه، نه يواځې پوره پېژندنه لرله بلکه پخپله د دې استبدادونو قرباني ګرځېدلی هم و.

خيبر په خپل کلک تکل سره تر پنځوکلونو زيات زندان په موده کې هومره مطالعه او زده کړه وکړه چې يواځې په ډېرو پرمختللو پوهنتونونو کې لاس ته راوړل کېدی شي. ده د پښتو، پاړسي، انګريزي او اردو ژبو په ادبياتو او قواعدو کې د استادۍ په کچه برلاسی درلود  او د قرآن په مانا او تفسير يې هم تر چا کمی نه و. له همدې نه په ګټې اخيستو او پراخو مطالعو سره، دی د نړۍ له علمي، سياسي او اقتصادي وضعې، بهيرونو، خوځښتونو او نړيوالو ټرنډونوسره پوره آشنا و او د خپل هيواد ستراتژيک موقعيت ورته ښه ښکاره و.

دی چې په  مترقي علمي پوهې مجهز او په کې استاذ و، د همدې پوهې د انطباقي فکر پر بنسټ، په هيواد کې د يوه کيڼ اړخي ملي خوځښت او د يوه ملي مترقي دولت د منځ ته راتلو پلوی و. خيبر له قومي، ژبني او مذهبي تعصب نه مبرا و. دی لوړ انسان و او يواځې انسانيت او انسان ورته مطرح ول.، ده ته د ځورېدلو او ځپل شويو خلکو ځای تر هر چا لوړ و.

خيبر د سياسي، اقتصادي او فرهنګي بدلونونو راوستو له پاره پر ټولنيز اوښتون يا انقلاب  باور درلود نه د توطيې او کودتا له لارې د قدرت تر لاسه کول. د کودتا د لېونيو شوقيانو د غورځو پرځو د درولو په هڅه کې يې هغسې نه ستړې کېدونکې مبارزه وکړه چې ان په ګوند کې د ده د موقعيت د قرباني کېدو په بيه هم تمامه شوه. مګر دی چې د مقام غوښتونکی نه و، د ګوند او ټولنې د ځلانده راتلونکي په موخه په خپل اصولي دريځ ټينګ ودرېد.

دی په نړيواله کچه د مترقي او عدالت غوښتونکو قوتونو، خوځښتونو او دولتونو تر منځ پر پيوستون او په دې برخه کې پر نړيوالې ملګرتيا باوري و نه په ړانده تبعيت، مرييتوب او د ملي ګټو په بيه. د استاد خيبر دريځ په دې هکله د فيدل کاسترو او جوزف تيتو سياستونو سره اړخ لګاوه.

استاد خيبر مې هغه وخت وپېژاند چې له زندانه راخلاص شوی و. دی، محمدزی او عبدالله يو ځای بنديان شوي ول. عبدالله له پيله په خپله مخه ولاړ. محمدزي يو څه وخت د هغه وخت له بدلون غوښتونکو سره و چې زما هم ورسره نيژدې يارانه وه. بيا يې دغه لار پرېښوده. 

له استاد خيبر سره د هغه وخت په روڼ اندو محفلونو او همدا رنګه ځانګړو ليدو کتو کې نه يواځې ملګرتيا، چې زياته سياسي زده کړه هم تر لاسه شوه. 

کله چې په مصر کې له تحصيل نه بېرته راستون شوم، پوليسو اکادمۍ ته د استاد په توګه واستول شوم او د استاد خيبر په وړانديز چې په دې اکاډمۍ کې د تدريساتو مدیر و، له نېکه مرغه د ده د مرستيالۍ په دنده وګمارل شوم.‎ او له دې سره  په رسمي وخت او همدا رنګه په فارغو وختونو کې زمونږ اړيکې دايمي شوې. د ګوند د بنسټ ايښودو په ځِغاستو کې سره ملګري وو. ما د ده د ژوند تر پايه ترې ډېر څه زده کړي او ترې منندوی يم.

زمونږ د نظامي پټ سازمان (د افغانستان د اردو انقلابي سازمان) د مشرتابه اړيکې مخامخ له دوو ملګرو ببرک کارمل او استاد خيبر سره وې، وروسته چې د ګوندې چارو تراکم او اوليتونه زيات شول، نو يواځې خيبر دغه اړيکې تامينولې او مونږ يې په خپلې پوهې او لارښوونې سرلوړي کولو.

استاد خيبر ته هغسې چې د ملت يووالی زيات ګران و، د ګوند يووالی هم ورته ډېر زيات ارزښت درلود او ګرد هاند يې همدې اصل ته اړولی و. د ګوند د لومړني بېلتون (انشعاب) په درشل کې، کله چې اوبه نيژدې له ورخه اوښتو خوا ته تللې، مونږ د دوو خواوو په منځ کې د ټاکنې په دوه لاري کې واقع شولو. خيبر په ګرديز کې په تبعيد کې و. زه او ملګری ذبيح الله زيارمل په ګډه له ده سره د سلا مشورې په نېت ګرديز ته ولاړو. خيبر زمونږ د ګزارشونو په اورېدو ډېر خپه شو. خو وروسته يې د انشعاب د دوو پلوونو، سياسي ټولنيز دريځونه او ليدلوري راوسپړل، پرتله يې کړل او دې پايلې ته ورسېد چې په همغو شرايطو کې د کارمل په خوا کې اصوليت پروت و. کله چې مې له خوست نه تر راستېدو وروسته کارمل ته د خيبر د فيصلې په هکله خبر ورکړ، هغسې له خوښۍ وغوړېد لکه ګرده نړۍ چې دې وربښلي وي. خيبر او کارمل چې د زندان ملګري هم ول، بيا تر پايه په يوه خوا کې پاته شول. مګر دغه يو ځای پاته کېدل او دغه يارانه د د ې خنډ نه ول چې د ده د نظر استقلال او نقادانه برخورد په مخ کې خنډ شي. ده به په ګوند کې پر هرې کږې خوځېدنې ګوته ايښوده او د بيا سمون پېټی يې په غاړه اخيست.

خيبر په 1356ل کې د ګوند د دواړو سترو برخو (پرچم او خلق) د بيا يو کېدو په هلو ځلو کې ستره برخه درلوده او د دې عمليې د بريالي ترسره کېدو په موخې يې پر خپلو استحقاقی امتيازاتو پښه کېښوده. ده ته د ګوند يووالی او د وطن برخليک تر څه لوړ ول.

خيبر زمونږ د نظامي سازمان د اصولي موضع په ملاتړ کې، د هغو بېباکو منډو او هلو ځلو په مخ کې په قوت ودرېد کوم چې د ګوند د دواړو فرکسيونونو تر منځ، د زور له لارې قدرت ترلاسه کولو له پاره، په نظاميانو کې د جلب او جذب په مسابقې اخته ول. د کمو کسانو په مرستې د داوود خان بريالۍ کودتا ډېرو ډلو ته کاذب شوقونه زېږولي ول. 

د کودتايي تمايلونو ضد دريځ غټ دليلونه دا ول:

۱-  د نظامي زور له لارې قدرت تر لاسه کول د ګوند له سوچه اصولو سره، چې يواځې د ټولنيز خوځښت له لارې او د ولس په خوښه مجاز و، په ټکر کې و.  

۲-  دغه  په نظاميانو کې نيژدې بربنډه فعاليت، په لوی لاس د ګوند پر ضد د داوود خان راپارول ول.

۳- ګوند لا په ټولنې کې رسوخ او ريښې نه درلودې. ډېر کلونه لا په کار ول څو دغه ګوند يو ستر ټولنيز ګوند شي.

۴- د قدرت تر لاسه کول آسانه خو ساتل يې ګران و.

له بده مرغه دغه ستر متفکر او لارښود، چې په خپلو کره لارښوونو سره يې ګوند له ډېرو کږلارو او ناخوالو ژغورلی او د ګوند د يووالي او دهغه د لوړ معنوي ځاي او حيثيت ټينګ مورچل او د ماجرا غوښتونکو پر ضد پياوړی خنډ و، په پای کې د خپل همدې دريځ بيه پرې کړه او په يوې باندنۍ او کورنۍ ګډه توطيه کې په خاينانه، جفاکارانه او جنايت کارانه ګوذار کې د ۱۳۵۷ د وري په ۲۸ د ملي چاپخونې خوا ته پر عمومي سړک په شهادت ورسېد. د ده شهادت هغه ستره پېښه وه چې زلزله يې د افغانستان تر پولو ډېر واټن ليرې ملکونه او ان امريکه هم ولړزوله، او لا تر اوسه چې ۴۳ کلونه پرې تېرېږي، نه يواځې دا زلزله کراره نه ده چې لا نور ابعاد يې هم زېږولي دي. 

د ده د ستر شخصيت عظمت ته درناوی يواځې د ده په يارانو او لارويانو پورې محدود نه دی، بلکه کور دننه  د سياسي مخالفانو په شمول، او کور د باندې په ګاونډ هيوادونو او پاتې نړۍ کې هم، د ده لويوالي او ستر مقام ته درناوی کېږي.

مونږ ولې خيبر نمانځو او ولې يې د شهادت يادونه کوو؟

داسې يادونې نه ښايي په زيارتونو باندې د جنډو په تړلو او د توغونو په جګولو ونمانځل شي او نه د جګره مارو د وينو تويولو او تالان د يادګېرنې په شان.

 د خيبر په څېر شخصيت ته زمونږ د ستاينليکونو پر ځای به دا ښه وي چې ژوند او افکار يې د بيا ګټې اخيستنې په موخه وپلټو، وڅېړو او له افکارو، نظرياتو، خصايلو او په ژوند کې د ده له ستر زغم، هيله من ليد لوري، له ځان وتنې او انسان مننې نه زده کړه وکړو. د ده د ژوند د سترو ارمانونو د پوره کولوپه لارکې چې خپلې خاورې، خپلې ټولنې او ټول بشريت ته يې لرل، لستوڼي بډ وهو.

د خيبر لارښود پَلونه او د ده ځلانده وطني، مترقي، انساني ژغورندويه لار دې تل روښانه پاتې وي!

د خيبر اروا دې ښاده وي. 

خيبر ژوندی دی.

 خيبر نه مري.

د ۱۴۰۰ کال د وري ۲۷

د ۲۰۲۱ کال د اپرېل ۱۶