جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

«
»

خان عبدالغفار خان(پاچا خان) 

خان عبدالغفار خان د شلمې پېړۍ ستر مبارز او د نه تاوتریخوالي (عدم تشدد) د فلسفې علمبرداره سیاسي شخصیت وو، چې په څو نامتو نومونو لکه: فخر افغان، پاچا خان، بادشاه خان او د سرحد ګاندي په نومونو یادېږي. خان عبدالغفارخان پر (۱۸۹۰)زېږدیز کال د پېښور د «هشتنغر» سیمې د «اتمانزو» په کلي  کې د «خان بهرام خان محمدزي» په کور کې زېږېدلی دی. د خان عبدالغفار خان کورنۍ د خپلې سیمې خانان او د زیاتو ځمکو او جایدادونو خاوندان ول. خان عبدالغفار خان خپلې زده کړې د خپل کلي په ښوونځي او لوړې زده کړې د «علیګړ» په دارالعلوم کې تر سره کړې دي. د زده کړو پای ته رسولو وروسته خپلې سیمې ته راستون شو. خان عبدالغفارخان پر (۱۹۲۱)ز کال کې د خلکو د یووالي او ناسمو دودونو د ورکولو او د سم او سالم سیاسي شعور د ویښولو په موخه یې د (انجمن اصلاح الافاغنه) په نوم ټولنه جوړه کړه او د نه تاوتریخوالي(عدم تشدد) پر بنسټ یې سیاسي او ټولنیز فعالیت پیل کړ. وروسته یې بیا یاده  ټولنه د (خدایي خدمتګارانو غورځنګ) په نوم په ګوند بدله کړه او د خپلو فعالیتونو لمن یې ورسره پراخه کړه. پاچا خان د خپل ولس د راویښولو په موخه کور په کور او کلي په کلي وګرځید او خلک یې د ناپوهۍ او انګرېزانو پر وړاندې مبارزې ته وهڅول. پاچاخان په پښتنو کې شعوري بدلون راوست، یانې په خپله یې هغه کارونو ته ملا وتړله، چې د غلیمانو له لوري د پښتون ولس د تېر اېستنې او غولونې لپاره کارېدل. د خان عبدالغفار خان نوم نن نه یوازې په سیمه ایزه بلکي په نړیواله کچه د ډیرو سوله دوستو او سوله خوښوونکو اړخونو، پرګنو، علمي کړیو، پوهنیزو او څیړنیزو مرکزونو او مبارزو شخصیتونو په مجلسونو کې یادیږي او نوموړی د یوه سولییز مبارز شخصیت په توګه پيژني. همدارنګه د خان عبدالغفارخان مبارزه چې له تاوتریخوالي څخه په ډه ډه کولو یا د عدم تشدد پر بنسټ ولاړه وه، نن د ډیرو مبارزو وګړو خوښیږي او روانو غورځنګونو ته د خپلو حقوقو د لاسته راوړلو په موخه د خان عبدالغفارخان او مهاتما ګاندي په څیر د مبارزې وړاندیز کوي څو سیمه، نړۍ او د نړۍ وګړي د ترهګرۍ، وژنو، وینې تویولو او تاوتریخوالي له خونړیو څپو څخه و ژغورل شي. پاچا خان یو له هغو نومیالیو مشرانو او د پښتون ټبر له ویاړونو څخه دی چې نه یوازې د درانه او پتمنو پښتنو  له خوا نازول شوی دی خو تر څنګ یې د نورو قومونو او ټولنو له لوري هم د ویاړ لقبونه ورکړل شوې دي. پاچا خان او مهماتا ګاندي ډېر نږدې ملګري او دوستان ول، چې روحاني وروڼه بلل کېدل او  هغوی تل اوږه په اوږه ګډ کار کړی دی. پاچا خان د سیمې داسې سیاستوال وو، چې د ازادۍ غوښتنې تحریک یې د هند په لوی سیاسي بهیر ورګډ کړ. له همدې امله نه یوازې دا چې پاچا خان د هند په ښوونیز نصاب کې خپل ځای لري، بلکې ځوانان هم ورته په درنه سترګه ګوري. خان عبدالغفارخان د هندوستان له وېش او د پاکستان له رامنځته کېدو وروسته د ازاد پښتونستان لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې. پاچا خان د خپلې دغې مبارزې په ترڅ کې د انګریزانو او بیا د پاکستان حکومت له لوري زندانونه او بندیخانې او راز راز شکنجې لیدلي او زغملي دي. نوموړي هر ډول شکنجو ته سینه سپر کړه، خو د پښتنو د ګټو پر سر یې له هیڅ چا سره معامله ونه کړه. پاچا خان خپلو کارکونکو ته سور رنګ غوره کړ او هماغه وُ، چې د خدايي خدمتګارانو غورځنګ غړي په سرخ پوشانو باندې نامتو شول. د دوی موخه ازادي او انګیزه یې چوپړ او خدمت وُ. له دې غورځنګ بله موخه پښتنو ته د صنعت، اقتصاد او په خپل ځان تکیه کولو لوست او درس ورکول او دا لوست او درس یې د شرافت، نفس او له خدای څخه د وېرې د تلقین کولو له لارې پښتنو ته ورکاوه. خان عبدالغفار خان د جنرال ضياءالحق د حکومت په پېر او دوره کې سختې ورځې او شپې تيرولې څو ناروغه شو او د شپږو مياشتو د کوما د حالت ورپېښيدلو او د مغز فلجيدولو وروسته پر( ۱۳۶۶ ش) کال د سلواغې په لومړۍ نېټه د چهارشنبې د سهار په څلورو بجو او په پنځه څلويښت دقيقو د پيښور په «ليډي ريډنګ روغتون» کې مړ شو او جنازه يې د وصيت سره سم د جمعې په ورځ پر( ۱۳۶۶ ش)کال د سلواغې په دريمه پر( ۱۹۸۹ م) کال د جنورۍ میاشتې په شلمه په ډيره درناوۍ سره د ننګرهار په مرکز جلال آباد کې خاورو ته وسپارل شوه.

دا هم د خان عبدالغفار خان(پاچا خان) ګټورې او غوره خبرې او ویناوې:

– انسان چې انسان وي، څومره همدرد وي او چې انسانیت ترې لاړ شي نو بیا څومره بې رحمه شي.                                  

– د کوم قوم ښځې چې بیدارې شي او د ملک د ازادۍ لپاره ملا وتړي، نو هغه قوم څوک غلام ساتلی نه شي او هغه قوم به ډېر زر خپل منزل ته ورسېږي. 

– په مذهب خبرې کول، تقریرونه کول او فضایل بیانول اسانه کار دی، هر څوک یې کولی شي، خو په مذهب عمل کول او هغه هم لومړی له ځانه شروع کول ډېر ګران دی. 

– غم او فکر هغه چا سره وي، چې د ځان لپاره کار کوي او څوک چې د خدای لپاره کار کوي، هغوی هیڅ غم او فکر نه کوي. 

– چې کوم قوم ته خپله ژبه سپکه شي، نو هغه  قوم سپک شي. 

– رښتیا خبره دا ده، چې ظالمان بهادران نه وي، ډېر بزدله او بې ایمانه وي، بهادر سړی هېچېرې په چا ظلم نه کوي.         

– که یو نه شو، ورک به شو. 

– عمل وکړئ او همدا اوس عمل وکړئ. 

– د هر سړي عزت په خپل لاس کې دی او که هر سړی خپل خواهشات او اړتیاوې قابو کړي، نو همیشه به ارامه، خوشحاله او عزتمند وي. 

– انقلاب سیلاب دی او همیشه ویده قومونه وړي او ویښ آبادوي، تاسو ویښ شئ منظم شئ او انقلاب نه ګټه واخلئ. 

– د کوم قوم مشران چې زړور وي هغه قوم کې هم زړورتیا پېدا شي او چې د کوم قوم مشران بزدله وي، هغه قوم کې بزدلي پېدا شي. 

– ژوندي قومونه د خپلو ژوندیو شخصیتونو درناوی کوي او وروسته پاتې قومونه د مړو. 

– خدای(ج) دې پښتون ته د بدۍ وس نه ورکوي او چې وس ومومي، لکه د لړم د بچو خپله مور خوري.                              

– پښتون یو ژوندی قوم دی، د قومیت او قربانۍ ماده په کې شته، خو راویښول غواړي. 

– سوله او یووالی ډېر لازمي دي، ځکه که موږ متحد وو وبه درېږو، که ووېشل شو وبه غورځو او په یووالي کې مو قوت پروت دی. 

– تاسې به تر هغې پرمختګ ونه کړئ، چې د وخت له بدلون سره خپل ځانونه بدل نه کړئ.                                              

***

په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادر مسعود