دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

بیکس محمد قادر

استاد "بیکس محمد قادر" (بێکەس حەمە قادر) شاعر و نویسنده‌ی…

عشق بود آن !

امین الله مفکر امینی                        2026-22-!06 در ایــن دهری ِ مجاز مجوییـــد ومگویید…

اسلام‌گرایی؛ از رستاخیز ضد استعمار تا چالش افراطیت و امکان…

نویسنده: مهرالدین مشید مطالعه‌ای در اندیشه متفکران مسلمان و تجربه افغانستان،…

لرمانتوف نابغه سرکش ادبیات روسیه

برگردان. رحیم کاکایی «خانه من هر جا که آسمانی باشد، آنجاست...» مترجم: همپای…

افغانستان در چهار راۀ رقابت های ژیوپلیتیک و ا ستراتیژی…

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتژیک پاکستان و هند تا عمق…

جنگ های فناورانه وفکری در عصر جدید ، بررسی جایگاه…

مقدمه . إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلا غالِبَ لَكُمْ وَ إِنْ يَخْذُلْكُمْ…

خطر متافیزیگ نادیده گرفته شد

Metaphisiker. آرام بختیاری فلسفه متافیزیک؛ رونق دین، اعتراض سکولاریسم.  نوع تفکر متافیزیکی در…

مرگ چیست؟

برهان الدین « سعیدی »  به روز مرگ چو تابوت من…

وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

«
»

انګریزان د میوند او مکناټن انتقام اخلي

لیکنه: قاضي نجیب الله جامع

که له یوی خواه زموږ ویاړمند تاریخ د غازی وزیر محمداکبرخان، ایوب خان، میربچه خان او لسګونو نورو غازیان، ښاغلو او د افغان ساتني له نوموتو او مبارکو غورځنګونو، انقلابونو او حماسو ډک ده، په مقابل کې زموږ د دښمنانو، د انسانیت د ښیرازۍ د بدخواحانو او د اسلامي امت د عزت د ورځی د قسم خوړلیو مخالفانو تاریخ هم د غچ، انتقام، کیني، نفرت، شرارت او فتني له بوږنونکو کیسو او روایتونو مالامال ده.

دوی د موهن لال کشمیری پر څیر د فساد پیشوو مخبرانو، اجنټانو، خبرچینانو او جاسوسانو پر څیر پرون د عبدالله خان اڅګزی او عنایت الله خان لوګری ترمنځ د نفاق بزغلي کرل، ابله ورځ یې د افغان هویت ( اسلامیت ـ افغانیت ) پر خلاف د بیلتون د دسیسو تر شا وو او همدا نن بیا د افغان تاریخ د یوه ویاړمند فصل د اصلي خلق کوونکي یعنی د لومړۍ افغان ـ انګریز د غزاه د ملي اتل غازی وزیر محمد اکبرخان د تاریخی یادګارونو پر کمزوری کولو، کاواکه کولو، متنازع کولو او بي ارځښته کولو ناکامه شیطاني هڅه کوی.

هغه چې د دي فرنګي، اسلام او افغان دښمني هڅې مشهوده بېلګه د شهید استاد ډاکتر ایاز نیازی قصدا خاورو ته د وزیر محمداکبرخان پر جامع مسجد کې سپارل او بیا اوس د همدغه مسجد د تاریخی، ملي او سیاسي اصالت د بدلولو کیسه ده.
موږ منو چې استاز نیازی د افغان وطن ریښتوني خدایی خدمتګار او خیرخواه عالم وو، دهغه د هڅو قدر کول غواړو او هیله لرو چې حکومت یې علمي هڅو او سرښندنو ته پر درناوی د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي پر نوم ونوموی.

مګر دا هېڅکله راته د منلو نه ده چې هم مو ووژني او مو د تاریخ د مسخه کولو او د تاریخی ارزښتونو د مسخره کولو سپکاوی راته وکړې.
داسي ښکاری چې کابل میشتی انګریزی فرنګي او امریکایی مغلي سفارتونه د شوربازار د موهن لال کشمیری د جاسوسانو او سقاوی عناصرو پر ملتیا غواړی زموږ پر وینو کې د لژنده حالت څخه په استفادی د میوند او مکناټن غچ واخلي.

پر همدی خاطر یاد سفارتونو او پنځم ستون یې د اتنیکي تعصبي ډلو سره چې د فرید مزدک لارویان، ستميان او شوله یان دی يوځای او پر ګډه داسي مهال چې افغان ملت د جګړې د پای، یو او بل منلو ـ زغملو او سولې ته کار کړې مګر دوی تراژیدۍ رامنځته کوی، اوبه خړوی، نفاق اچونکو مسلو ته لمن وهي او حتی د افغانانو د یوالي او وحدت پر شارګونو بریدونه کړې، په لوی لاس متفق علیه کارونه متنازع کوی او نوی ـ نوی جنجالونه رامنځته کوی.

دوی تر دې وړاندی يوځل د کابل پر ششدرک سیمه کې دهغې وني پر له منځه وړلو سره چيرته چې وزیر اکبرخان او محمدشاه خان بابکر خیل هلته مکناټن هلاک کړې وو له منځه یوړله او د مکناټن روح یې پرې تسکین کړه او داځل د لوی غازی وزیر محمداکبرخان د مسجد تاریخي اصالت ته پر سپکاوی سره غواړی پر لوی لاس د یوه ملت تاریخی ویاړونه او کارنامی کاواکه او بی ارځښته کړې.

هغه وزیر اکبرخان چې د جنرال الفنستون په څیر د واټرلو د مشهوری انګریزی جګړې اتلان یې مات کړل، هغه څوک چې ناپلئون هغه د انګریزی مستعمراتو اوسپنیز سوک وایه، بل لور ته هغه ځانی، مالی او حیثیتی تاوانونه چې افغان غازیانو انګریزانو ته د غازی اکبرخان تر رهبری لاندی ور واړول بېساری او د انګریزی مورخینو د اعترافاتو او یاداښتونو پر بنسټ چې د انګریزانو پر ټولو مستعمرو کې یې د دغسي پریمانه زیانونو ساری او بېلګه نه وه لیدلی.

مګر الحمدالله د افغان انسان غرور پر ایشیدلو ده، هغه ورځ لری نه ده چې ولس د افغانستان د تذلیل او دغو ارزښتونو او شخصیتونو ته د سپکاوی په جرم ستاسو د ذلیلانه کردارونوه انتقام درڅخه واخلی او موږ به د پردو هیلو دا ازغن تار پر ملي تېغ ډېر ژر غوڅ کړو.

بل لور ته وزیر اکبرخان هغه څوک ده چې پر لومړۍ افغان ـ انګریز جګړه کې یې د وطن د آزادۍ متولیان، غازیان او د خدای د لاری مجاهدانو رهبری هغه مهال چې ایله ۲۰ کلن وو پر غاړه واخیسته، هېواد یې له شماله تر جنوبه د وطن د آزادۍ په لار کې په یوه ټغر راټول او په یوه سنګر کې متحد کړل.
هغه پر وروستي تدبیر او بشردوستانه کردار سره د یوه بی تجربي، نامنظم، د وسلو او تنظیم له اړخه نابرابره ولسي ځواک په مټ یې د وخت د ترټولو مجهز، منظم، مغروره او کبرجن زبرځواک فرنګي انګریز د استعمار ټول جالونه، چالونه، د مکر او شیطانۍ طلسم ترپندونه ورمات، تارو مار او د وخت دغه بدمست ته یې د تاریخ تر ټولو شرمونکي او مثالی درس ورکړل.

هغه چې د دی تاریخی ماتی، د یوه ملت د غرور او پر ځانګړې توګه د ځوان او کاریځما شخصیت غازی وزیر محمد اکبرخان د اهیبت، جلال، شان، نظامي تکتیکي تدبیرونو، د جګړې په حالت کې له افغاني صله رحمۍ مالامال انسانی کردار بیان خپله د انګریزی جنرالانو، شهزادګیو او اتباعو په لاس د لیکل شویو کیسو او زرګونه مکتوبی یاداښتونه باندی د بریټانیی سلطنتي ارشیف ډک ده.

زه ډاډه یم هغه ولسي هل هله، غوغاه او ملي چېغه چې همداوس د لوی غازی وزیر محمداکبرخان پر دفاع جوړه شوی د دی غازی د اتلولیو، مبارز او سرښندنو د ملي رنګ او ننګ هیله بښوونکي نطاره ده.

د وطن سره غداران، دشر او فساد ډانګیان، د جهاد او مقاومت بړیڅي، د لنډي کوتل ګنډې ماران، د فرنګ او مغل د سوټیانو سرونه به د دې ولسي ویښتابه او ملي وحدت په قوت سره لکه د مارانو په څیر ور وټکول شي.

نن به د فرنګ او مغل د ناکام انتقام له وجی د لوی غازی او د وطن د ټولو متولیانو روحونه خوښ، آرام او په سکونه کې وی.
درنښت