هرات؛ جغرافیایی که تاریخ را به راهبرد پیوند می‌دهد

Wahidullah Noorzai از میراث تمدنی خراسان تا ساختار اجتماعی، قدرت منطقه‌ای…

 ابتکار ملی؛ یگانه راه گذار به صلح پایدار و حاکمیت…

 نویسنده: مهرالدین مشید رهایی افغانستان در کرو ساز و کار ملی،…

سیاسي ګوند او داخليدموکراسي

لیکوال: نور محمد غفوری پیلامه: دا مقاله چې د ۲۰۱۶م کال د…

دومقاله

نویسنده: جمشید کو‌هستانی فرستنده: محمدعثمان نجسب Iwnd Maban Mbik ################### اول ساختار و مدلهای سیاست جنایی ! مقدمه…

ادب چیست؟

برهان الدین « سعیدی » از خدا جوییم  توفیق  ادب  ـــ …

وقتی اختلال به قدرت تبدیل می‌شود: چه کسی پس از…

Wahidullah Noorzai Noorzai International Doctrine Academy (NIDA) مقدمه: هرمز؛ میدان سنجش قدرت،…

آلزایمر

آلزایمرم که بیدار می‌شود نمی‌دانم امروز، دیروز است! یا که دیروزم، فردا!!! به…

دوران خونین حفیظ‌الله امین و سرکوب رهبران حزب دموکراتیک خلق…

https://www.youtube.com/watch?v=pxhsNfqSXRE افغانستان پس از قیام ثور؛ دوران خونین حفیظ‌الله امین و…

افغانستان و بحران سیاست‌زدگی؛ جامعه‌ای گرفتار منازعه و محرومیت

 نویسنده: مهرالدین مشید سیاست‌زدگی در افغانستان؛ ریشه‌های ساختاری و پیامدهای انسانی سیاست…

نصیب الله سیماب

*** له پښتو ژبې او پښتني فرهنګ تکړه شاعر، ادبپوه، څېړونکی،…

دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

https://www.youtube.com/watch?v=2d326hWQtcQ&t=12s دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

از فرسایش دولت تا سرایت جنگ: زنجیرهٔ راهبردی بحران در…

Wahidullah Noorzai | Former Senior ANCOP/ANP Officer | Military and…

د سیستمونو ډولونه

نور محمد غفوری د سیستمونو د وېش عمده معیارونه سریزه په تېرو دوو…

سکوت پشتون‌ها در برابر طالبان؛ آتشی زیر خاکستر

 نویسنده: مهرالدین مشید تحلیلی دربارهٔ سکوت سیاسی، نارضایتی اجتماعی و امکان…

کابل چه زمانی می‌تواند ۹۹ درصد آب مورد نیاز خود…

نوشته : کریم پوپل مورخ ۲عقرب ۲۰۲۶ ** پیشنهاد کریم پوپل به…

ژورنالیست یا میکروفونِ خاموش؟

ژورنالیست واقعی نه سخنگوی قدرت، بلکه صدای مردم است؛ کسی…

فوتوریسم ادبی؛ میان توفان انقلاب و هورای فاشیسم

Futurism.   آرام بختیاری فوتوریسم؛ جنبشی ادبی هنری، آینده گرا اعتراضی، و شورشی…

انوره دو بالزاک

هغه د (۱۹)مې پېړۍ د فرانسوي ادبیاتو د مخکښانو په…

سیستم څنګه کار کوي؟

نور محمد غفوری د سیستم د فعالیت څرنګوالی - دوهمه برخه سریزه په…

«
»

سیاسي ګوند او داخليدموکراسي

لیکوال: نور محمد غفوری

پیلامه:

دا مقاله چې د ۲۰۱۶م کال د نوامبر په لومړۍ نېټه زما په فیسبوک پاڼه او نورو ویبسايټونو کې نشر شوې ده، په اوسنیو حالاتو کې هم د سیاسي او ګوندي فعالینو له پاره په زړه پورې مواد لري. له همدې کبله یې زه یو ځل بیا د درنو لوستونکو او سیاسي او ګوندي فعالیت مینه والو ته په یوڅه تغییر سره وړاندې کوم

د دموکراسۍ مفهوم او په ټولنه کې یې عملي کېدل:

په رښتینې دموکراسۍ کې د ټولنې په ټولو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي برخو او بنسټونو کې دموکراتیک اصول او ارزښتونه حاکم وي. د دموکراسۍ اساسي جوهر دا دی چې پرېکړې د آزاد بحث، متقابل درناوي، ګډ تفاهم او د ټولو ګډونوالو د ارادې په رڼا کې، له کښته څخه پورته، د اکثریت په رایه او د منل شویو اصولو په چوکاټ کې وشي؛ خو په عین حال کې د اقلیتونو حقونه، فردي آزادۍ او مشروع نظرونه خوندي پاتې شي.

دموکراسي یوازې د اکثریت د ارادې د پلي کولو نوم نه دی، بلکې د اکثریت د واک د محدودولو، د اقلیتونو د حقونو د تضمین او د ټولو وګړو لپاره د برابر فرصت د برابرولو نظام هم دی. د پرېکړو د نیولو په بهیر کې باید ټولو ګډونوالو ته مساوي حقوق، برابر شرایط او د نظر څرګندولو یو شان فرصتونه ورکړل شي. هېڅوک باید د خپل مقام، سیاسي نفوذ، مالي امکاناتو، تشکیلاتي برلاسۍ یا شخصي اړیکو له امله د نورو په پرتله ځانګړي امتیازات ترلاسه نه کړي.

سیاسي ګوندونه او دموکراتیک ارزښتونه:

سیاسي ګوندونه د خلکو او ملت د سیاسي ارادې په تنظیم، سیاسي شعور په لوړولو او د ټولنیزو غوښتنو په سیاسي پروګرامونو او تګلارو بدلولو کې مهم رول لري. له همدې امله، سیاسي ګوندونه تر ډېرو نورو غیر دولتي جوړښتونو زیات مکلف دي چې د دموکراسۍ اصولو ته ژمن واوسي او دغه اصول د خپلو فعالیتونو په ټولو اړخونو کې په عملي توګه پلي کړي.

زموږ په هېواد کې د اساسي قانون او اړوندو قوانینو په چوکاټ کې د سیاسي ګوندونو جوړول او فعالیت آزاد دي؛ خو دا آزادي له یو لړ حقوقي او دموکراتیکو مکلفیتونو سره مل ده. د سیاسي ګوندونو داخلي جوړښت، تشکیلاتي اړیکې، د رهبرۍ ټاکنه، د پرېکړو بهیر او له غړو سره چلند باید د دموکراتیکو اصولو پر بنسټ ولاړ وي. په بل عبارت، هغه ګوند چې غواړي په ټولنه کې د دموکراسۍ د پراختیا لپاره مبارزه وکړي، باید لومړی په خپل داخلي ژوند کې د دموکراسۍ عملي بېلګه وړاندې کړي.

سیاسي ګوند د هغو وګړو منظمه او دوامداره ټولګه ده چې د ګډو سیاسي موخو، فکري ارزښتونو او ټولنیزو لیدلورو پر بنسټ سره راټولېږي او د اوږدې مودې لپاره د هېواد په کچه د سیاسي ارادې په جوړولو، د عامه افکارو په روښانولو او د سیاسي واک په ترلاسه کولو یا اغېزمنولو کې ونډه اخلي.

ګوندونه د ملي شورا، ولایتي شوراګانو او نورو سیمه‌ییزو او ملي استازولیو له لارې د خلکو د سیاسي استازیتوب په بهیر کې برخه اخلي. هغوی د عامو ملي ګټو د خوندي کولو ترڅنګ د بېلابېلو ټولنیزو طبقو، قشرونو او ډلو مشروع غوښتنې او ګټې هم په سیاسي ډګر کې مطرح کوي. په دې توګه، سیاسي ګوندونه د ټولنې د بېلابېلو غوښتنو او دولت د سیاسي او اداري جوړښت ترمنځ د اړیکې او منځګړیتوب وسیله ګرځي.

رښتیني سیاسي ګوندونه خپل اعتبار او ټولنیز حیثیت یوازې د نوم، شعار، تاریخي سابقې یا د رهبرانو د شهرت له لارې نه ترلاسه کوي؛ بلکې د خپلو فکري تولیداتو، سیاسي پروګرامونو، منل شویو ارزښتونو، تشکیلاتي ثبات، د غړو د شمېر او وړتیاوو، عامه فعالیتونو او له خلکو سره د دوامداره اړیکو له لارې په ټولنه کې باور او ملاتړ رامنځته کوي. یوازې د خپلو غړو او محدودو پلویانو ترمنځ تشکیلاتي راشه‌درشه او داخلي فعالیت د یوه ګوند د ټولنیز اعتبار او ملي نفوذ لپاره بسنه نه کوي.

د ګوند ملي فعالیت، ټولنیز حضور او پایښت:

د یوه سیاسي ګوند د فعالیت اغېز باید د هېواد پراخ سیاسي او ټولنیز ډګر او د خلکو بېلابېلې پرګنې تر پوښښ لاندې راولي. ګوند باید په دوامداره او منظم ډول په ملي سیاسي ډګر کې خپل حضور څرګند کړي، له خلکو سره مستقیمې اړیکې وساتي، د هغوی ستونزې او غوښتنې وپېژني او د حل لپاره یې عملي او سیاسي لارې چارې وړاندې کړي. د ګوند فعالیت باید په یوه محدوده جغرافیایي سیمه، ځانګړي تشکیلاتي مرکز یا د خپلو غړو او نږدې پلویانو په دایره کې محدود پاتې نه شي.

هغه سیاسي سازمانونه چې ځانونه ګوندونه بولي، خو د اوږدې مودې په تېرېدو سره نه شي کولای په ملي سیاسي بهیر کې څرګند حضور ولري، د خلکو په منځ کې منظمې اړیکې جوړې کړي، په انتخاباتي او استازولیزو بهیرونو کې برخه واخلي او په ملي او سیمه‌ییزه کچه خپل پروګرامونه مطرح کړي، باید د خپل ګوندي هویت، فعالیت او ټولنیز نفوذ په اړه جدي بیاکتنه وکړي.

که یو ګوند په لسو یا پنځلسو کلونو کې د خلکو په استازولیزو بنسټونو کې د پام وړ حضور پیدا نه کړي، په ولایتي او سیمه‌ییزو شوراګانو کې یې فعالیت څرګند نه وي، په ولسوالیو او کلیو کې له خلکو سره منظمې اړیکې ونه لري او په ملي سیاسي بحثونو کې اغېزمنه ونډه وانه خلي، نو په طبیعي ډول یې د ګوندي فعالیت د پراخوالي او اغېزمنتیا په اړه پوښتنې راپورته کېږي.

د سیاسي ګوند د فعالیت په ارزونه کې دوه اساسي معیارونه د پام وړ دي: لومړی، د فعالیت پراخوالی او دویم، د فعالیت دوام او پایښت. ګوند باید هم په جغرافیایي او ټولنیزه توګه پراخ فعالیت ولري او هم دغه فعالیت د لنډمهاله خوځښت پر ځای د یوې دوامدارې او منظمې پروسې په توګه پر مخ یوسي. ملي فعالیت باید د ګوند د ژوندانه اساسي برخه وي، نه دا چې ټول ګوندي فعالیت یې د غړو ترمنځ په غونډو، اړیکو او داخلي تشکیلاتي چارو کې را ایسار وي.

د یوه دموکراتیک سیاسي ګوند اساسي ځانګړنې:

په دموکراتیکو ټولنو کې د یوه سیاسي ګوند د هویت او فعالیت لپاره یو شمېر بنسټیز عناصر اړین ګڼل کېږي، چې مهم یې په لاندې ډول دي:

۱. لیکل شوی مرام او سیاسي پروګرام:  د ګوند فکري هویت، اساسي موخې، ارزښتونه او د ټولنې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو د حل تګلارې باید په څرګند او لیکلي ډول تعریف شوې وي.

۲. لیکل شوې اساسنامه:  اساسنامه د ګوند حقوقي او تشکیلاتي چوکاټ ټاکي، د غړو حقوق او مکلفیتونه څرګندوي، د بېلابېلو ارګانونو صلاحیتونه مشخصوي او د پرېکړو، ټاکنو او حساب ورکولو اصول تنظیموي.

۳. انتخابي رهبري:  د ګوند مشران او رهبري کوونکي ارګانونه باید د غړو په آزادو، عادلانه او شفافو ټاکنو کې خپل مشروعیت ترلاسه کړي او د خپلو کړنو په اړه غړو ته ځواب ویونکي وي.

۴. دموکراتیک داخلي تشکیلات:  د ګوند سازماني جوړښت، د غړو ترمنځ اړیکې، د نظر څرګندولو بهیر او د پرېکړو څرنګوالی باید د ګډون، مشورې، شفافیت، متقابل درناوي او حساب ورکونې پر اصولو ولاړ وي.

دغه عناصر د یوه دموکراتیک سیاسي ګوند د بنسټیز هویت برخه جوړوي. که یو ګوند له دغو بنسټونو څخه یو یا څو ونه لري، نو د هغه د تشکیلاتي بشپړتیا او دموکراتیک ماهیت په اړه پوښتنې راپورته کېږي. یوازې د اساسنامې، مرامنامې او نورو رسمي اسنادو لرل هم بسنه نه کوي؛ مهمه دا ده چې دغه اسناد په عملي ژوند کې د ګوند د غړو او رهبرۍ له خوا مراعات شي.

داخلی دموکراسي؛ د ګوندي ژوند بنسټ:

هغه سیاسي ګوندونه چې په خپلو داخلي تشکیلاتو، سازماني اړیکو او د پرېکړو په بهیر کې دموکراتیک اصول تر پښو لاندې کوي، د ټولنې په کچه د دموکراسۍ د پراختیا لپاره د هغوی ژمنتیا هم تر جدي پوښتنې لاندې راځي. ځکه د دموکراسۍ تمرین یوازې د خلکو په وړاندې د شعارونو ورکول نه دي، بلکې د خپل سازمان په دننه کې د آزادۍ، ګډون، زغم، مشورې او قانونمندۍ عملي کول هم دي.

د ګوند رهبر او رهبري کوونکي ارګانونه باید د ګوند د غړو په استازیتوب د هغوی له خبرتیا، مشورې او ګډون پرته، په ځانګړې توګه د مهمو او برخلیک ټاکونکو موضوعاتو په اړه، پټې او یو اړخیزې پرېکړې ونه کړي. د ګوند د عمومي برخلیک، سیاسي تګلارې، اساسي بدلونونو، ائتلافونو او نورو ملي اهمیت لرونکو مسئلو په اړه باید د ټولو غړو اراده د ګوندي کنګرې یا د هغې د صلاحیت لرونکي استازولي بنسټ له لارې څرګنده شي او پرېکړې په آزاد او دموکراتیک چاپېریال کې وشي.

د هرې مسئلې اهمیت، د هغې سیاسي اغېزې او د اغېز ساحه باید په پام کې ونیول شي. د ملي اهمیت لرونکو موضوعاتو په اړه د کنګرې پرېکړې، د ولایتي او سیمه‌ییزو موضوعاتو په اړه د ولایتي کنفرانسونو او د مرکزي تشکیلاتي چارو په اړه د مرکزي شورا یا اجرائیه ارګانونو غونډې باید د صلاحیتونو او اساسنامې له مخې ترسره شي. هېڅ رهبري کوونکی ارګان باید د خپل صلاحیت له حدودو څخه بهر د پرېکړو کولو حق ونه لري.

په دغو غونډو کې باید د ګډونوالو د نظر څرګندولو لپاره بشپړه آزادي موجوده وي، مخالف نظرونه باید واورېدل شي او د رایې ورکولو بهیر باید آزاد، شفاف او د باور وړ وي. په هغو مواردو کې چې د موضوع حساسیت یا د غړو د آزادې ارادې څرګندول یې غوښتنه کوي، پټه رایه باید وکارول شي. رایې باید په سمه توګه وشمېرل شي، پایلې یې په روښانه ډول اعلان شي او د غونډې بهیر په رسمي پروتوکول کې ثبت شي.

د غونډې پروتوکول باید د غونډې د چلوونکي هیئت له خوا تأیید او لاسلیک شي. هر ګډونوال باید دا حق ولري چې د غونډې د بهیر او پرېکړو له ثبت شویو اسنادو څخه خبر شي او د هغو د صحت او بشپړتیا په اړه ډاډ ترلاسه کړي. د غونډو د اسنادو ساتنه، د پرېکړو ثبتول او د هغو د پلي کېدو څارنه د تشکیلاتي شفافیت او حساب ورکونې مهمې وسیلې دي.

د رهبرۍ صلاحیتونه او د غړو خپلواکي:

هغه سیاسي ګوند چې د مستقل فکر، آزادې فردي ارادې او سیاسي مسؤلیت لرونکي غړي ولري، د خپل داخلي ژوند د دموکراتیک ساتلو وړتیا هم پیدا کوي. دا ډول غړي کولای شي د رهبرۍ د خپل‌سرو، غیر اصولي او له اساسنامې سره د مخالفو پرېکړو په وړاندې خپل قانوني او تشکیلاتي حقوق وکاروي او د ګوند سازماني خپلواکي او دموکراتیکه اراده خوندي وساتي.

د ګوند رهبري د تشکیلاتي نظم او د ګډو پرېکړو د پلي کېدو مسؤلیت لري؛ خو دغه صلاحیت مطلق نه دی. د رهبرۍ واک باید د اساسنامې، مرامنامې، منل شویو اصولو او د غړو د حقوقو په چوکاټ کې محدود وي. هېڅ رهبر او هېڅ رهبري کوونکی ارګان حق نه لري چې د شخصي ارادې، فرمانونو یا غیر اصولي دستورونو له لارې د ګوند د غړو فردي آزادۍ محدودې کړي.

د ګوندي غړیتوب بنسټ پر آزادې ارادې ولاړ دی. هر وګړی په خپله خوښه له ګوند سره یوځای کېږي، د هغه اصول او پروګرام مني او د منل شوو تشکیلاتي قواعدو په چوکاټ کې فعالیت کوي. په مقابل کې، ګوند هم مکلف دی چې د خپلو غړو فردي، سیاسي او تشکیلاتي حقوقو ته درناوی وکړي. ګوندي نظم باید د ګډو اصولو او منل شویو تفاهمونو پر بنسټ ولاړ وي، نه د اشخاصو د شخصي غوښتنو او بې‌قیده فرمانونو پر اساس.

هغه ګوندي غړي او سازمانونه چې د رهبر یا کوم رهبري کوونکي ارګان له خوا له اساسنامې، منل شویو اصولو او مخکېنیو پرېکړو سره مخالف دستورونه ترلاسه کوي، باید د اعتراض او شکایت حق ولري. هغوی کولای شي خپل شکایت د کنټرول او نظارت کمیسیون، اجرائیه بیورو، مرکزي شورا او د اړتیا په صورت کې د ګوند تر کنګرې پورې ورسوي. د شکایتونو اورېدل، څېړل او عادلانه حل کول باید د ګوند د داخلي حقوقي او تشکیلاتي نظام یوه نه بېلېدونکې برخه وي.

په یوه دموکراتیک ګوند کې د غړو اطاعت باید د اصولو، اساسنامې او مشروعو ګډو پرېکړو پر بنسټ وي، نه د اشخاصو د شخصیتي واک، سیاسي فشار او ړانده فرمان منلو له لارې. د رهبرۍ درناوی او د تشکیلاتي نظم مراعاتول د غړو مسئولیت دی؛ خو د رهبرۍ حساب غوښتل، د ناسمو پرېکړو نقد او د اصولو د نقض پر وړاندې اعتراض هم د هغوی مشروع حق دی.

د ګوند داخلي دموکراسي او د سیاسي شعور وده:

داخلي دموکراسي د یوه سیاسي ګوند د ژوندانه له مهمو بنسټونو څخه ده. دا اصل باید د ګوند په ټولو سطحو، له محلي واحدونو څخه نیولې تر ولایتي او مرکزي ارګانونو پورې، په دوامداره توګه مراعات شي. د ګوند د غړو ترمنځ د نظر اختلاف باید د کمزورۍ یا بې‌وفایۍ نښه ونه ګڼل شي، بلکې د فکري تنوع، سیاسي پوخوالي او د پرېکړو د کیفیت د لوړولو یوه طبیعي وسیله وبلل شي.

د نظر اختلاف، انتقاد او د رهبرۍ د کړنو ارزونه د ګوند د سیاسي ژوند عادي او اړین عناصر دي. هغه ګوند چې د انتقاد زغم ونه لري، د خپلو تېروتنو د اصلاح او د خپلو پالیسیو د نوي کولو وړتیا له لاسه ورکوي. برعکس، هغه ګوند چې د آزاد بحث، متقابل درناوي او د غړو د فعال ګډون فرهنګ پیاوړی کوي، د فکري نوښت، تشکیلاتي ثبات او ټولنیز باور لپاره مناسب شرایط رامنځته کوي.

په پټو سترګو د ګوندي الیګارشۍ، یعنې د څو محدودو اشخاصو یا یوې تړلې ډلې، د بې‌قیده واکمنۍ او فرمانونو منل د یوه رښتیني دموکراتیک ګوندي سازمان له ماهیت سره سمون نه لري. ګوند باید د خپلو غړو ګډ کور وي، نه د څو کسانو شخصي ملکیت او د هغوی د ارادې د پلي کولو وسیله.

پایله:

د سیاسي ګوندونو د دموکراتیک ماهیت د ارزونې معیار یوازې د هغوی رسمي نومونه، شعارونه، مرامنامې او اساسنامې نه دي؛ بلکې د هغوی په عملي ژوند کې د دموکراتیکو ارزښتونو شتون او پلي کېدل دي. یو ګوند هغه وخت د دموکراسۍ د پراختیا لپاره اغېزمن رول لوبولای شي چې په خپل داخلي جوړښت کې د آزادۍ، ګډون، مشورې، شفافیت، حساب ورکونې، د فردي حقوقو د درناوي او د اکثریت د ارادې ترڅنګ د اقلیتونو د حقونو د خوندیتوب اصول عملي کړي.

داخلي دموکراسي د ګوند د غړو ترمنځ د باور، متقابل درناوي، سیاسي مسؤلیت او ګډې ارادې د پیاوړتیا وسیله ده. د ګوند د رهبرۍ مشروعیت باید د غړو له آزادې ارادې څخه سرچینه واخلي او د هغې واک باید د اساسنامې او دموکراتیکو اصولو له مخې محدود او د حساب ورکونې وړ وي.

په پای کې باید وویل شي چې د دموکراسۍ لپاره مبارزه له خپل ځان، خپل سازمان او خپل ګوند څخه پیلېږي. هغه ګوند چې په خپل کور کې دموکراسي نه شي عملي کولای، د ټولنې په کچه د دموکراتیک نظام د جوړولو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخامخ کېږي. له همدې امله، د ګوندي دننه‌نۍ دموکراسۍ ساتنه یوازې یوه تشکیلاتي اړتیا نه، بلکې د هر خپلواک، مسؤل او دموکراتیک ګوندي غړي سیاسي او اخلاقي مکلفیت هم دی.

نېټه: ۱۳۹۵/۸/۸