انوره دو بالزاک

هغه د (۱۹)مې پېړۍ د فرانسوي ادبیاتو د مخکښانو په…

سیستم څنګه کار کوي؟

نور محمد غفوری د سیستم د فعالیت څرنګوالی - دوهمه برخه سریزه په…

طالبان، تی‌تی‌پی و چرخش به سوی هند؛ رمز یک رقابت…

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از پرسش‌های مهم و پیچیده در تحولات…

میدان، فشار و خطای پیروزی: چه زمانی هزینه به قدرت…

Wahidullah Noorzai | Noorzai International Doctrine Academy (NIDA) تز مقاله در منازعات…

سیستم څه ته وایي؟

نور محمد غفوری سریزه سیستم (System) د انسان د ژوند، طبیعت، ټولنې،…

آیا زمان همگرایی نیروهای سیاسی افغانستان فرا نرسیده است؟

 نویسنده: مهرالدین مشید از راست و چپ تا طالبان؛ ضرورت توافق…

آته ایسم؛ ضرورت انقلاب و روشنگری است؟

Atheism: خدا ناوری  آرام بختیاری 2600 سال بحث و جدل خونین؛ آته…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواریهای عصر ساسانی

(بخش۳)،علی میرفطروس -«من فرزندِ جامم؛ از آن شیر می‌نوشم  و تا روز رستاخیز،…

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

زورا سورونبایوا  شاعر، نویسنده و نمایشنامه‌نویس قرقیزی شوروی

برگردان. رحیم کاکایی زورا سورونبایوا  نخستین نویسنده زن در قیرقیزستان شوروی،…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

خاطرات امین الله مفکر

خاطرات اینجانت امین الله مفکر امینی شاعر و نویسنده درچـــاربــــــخش مختصرا…

افغانستان در دوراهی تاریخ؛ تداوم بحران یا گذار به حاکمیت…

 نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان امروز در نقطه‌ای حساس از تاریخ معاصر…

بی تفاوتی جهان در برابر تروریزم جهادی در افغانستان!

القاعده و طالبان دو رویی یک سکه اند! جهان در برابر…

اخلاق و تمدن

رسول پویان مگـر جـزیـرۀ اپـسـتـیـن دام شـیـطان بود که مرگ ارزش واخلاق…

مشروعیت‌زدایی قومی طالبان؛ خلع سلاح قومی این گروه

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از مهم‌ترین موانع در مسیر حل بحران…

آن کارسون، برنده نوبل ادبیات ۲۰۲۶؛ از ادبیات کلاسیک تا…

      بهرام رحمانی bahram.rehmani@gmail.com  آکادمی سوئد روز پنج‌شنبه ۸ اکتبر ۲۰۲۶، جایزه نوبل…

رمانتیسم؛ عطر شانل آیدا، یا سیگار اشنو شهلا ؟

Romantik . آرام بختیاری رمانتیک، مکتبی چند وجهی؛ خردگریز، اتوپیستی، هومانیستی. رمانتیک واژه…

رساله‌ای در باب تخیل (3)

« آزادی و هراس انسان از خلوت خویش » تهیه و…

جنگ ایران، محاسبات ترامپ و بازتعریف آسیب‌پذیری در جغرافیای منطقه

وحیدالله نورزی جنگ‌ها را نمی‌توان تنها با شمار حملات، میزان خسارات…

«
»

انوره دو بالزاک

هغه د (۱۹)مې پېړۍ د فرانسوي ادبیاتو د مخکښانو په توګه پېژندل شوی او نامتو لیکوال وو. په اروپا کې د ټولنیز ریالیسم د بنسټ ایښودونکو له ډلې څخه دی. دی د می میاشتې په (۲۰)مه، پر (۱۷۹۹)زېږدیز کال کې د فرانسې په «تور» ښار کې زیږیدلی دی. ډېر ګټور او اغېزناک نښیرونه(آثار) یې لیکلې دي. د فرانسې او نړۍ پر ادبیاتو یې خورا لوی اغیز پرېیښی دی. (انساني کمدي) هغه نوم دی چې بالزاک د خپلو  نښیرونو (اثارو)د ټولګې لپاره غوره کړی، چې شاوخوا (۹۰) ناولونه او لنډې کیسې پکې شتون لري.

انوره دو بالزاک د اګست میاشتې په  (۱۸)مه، پر (۱۸۵۰)ز کال د پاریس په ښار کې مړ شوی دی.

 دا هم  د انوره دو بالزاک مهمې او ګټورې خبرې او ویناوې:

– مور یواځینۍ هستي ده چې، د سپیڅلې او پاکې مینې په حقیقت پوهېږي. 

– په دنیا کې ماته دوه انځورونه ښکلي دي یو د ګل انځور او بل د مور تصویر. 

– د دښمنانو د کمولو تر ټولو ښه لاره د دوستانو زیاتول دي. 

– لوی استعداد او وړتیا له کلک او ټینګ تکل او ارادې پرته هیڅ مانا او مفهوم نلري. 

– «غوښتنه» موږ سوځوي او “وړتیا او توانېدل” موږ له منځه وړي، مګر “پوهیدل” زموږ بې ځواکه وجود د “آرام” په دوامداره حالت کې ساتي. 

– شایي دا د انسان په فطرت کې وي چې کله یو څوک د رښتینې عاجزۍ یا کمزورۍ یا بې پروایۍ له امله څه شی زغمي، موږ غواړو هر څه په هغه تحمیل کړو. 

– حسادت  دا تر ټولو احمقانه او بد عادت دی، ځکه چې دا حتا یوه ګټه هم نه لري! 

– تر هغه څه ډیر ښکلی دی چې یو سړی خپل ژوند ته وګوري او هغه د زنبق ګل  په توګه سپین او خالص وویني؟                     

– هغه څوک چې د هوس په اور کې سوځي خو څه تر لاسه کولای نه شي، په بدن کې یې دننه زهر راټولېږي.        

– سپېڅلي احساسات ډېر ګټور دي، ولې انسان باید په رذیلانه او بدو احساساتو پسې و نه ګرځي؟ 

– د ښځې کمال په مورتوب کې دی، کومه ښځه چې مور نه وي هغه نیمګړی وجود دی. 

– هرڅومره چې موږ ډېر قضاوت کوو، هغومره لږ عاشق کیږو. 

– د مور زړه دومره پراخ دی چې تل په هغه کې بخښنه موندلی شئ. 

– تاسو هیڅکله د مور له مینې څخه غوره، واقعي او رښتیني مینه نشئ موندلی. 

– مینه د واده سهار دی او واده د مینې ماښام دی. 

– په بد مرغۍ کې دا ښېګڼه شته چې رښتیني دوستان راپېژني. 

– هیله تر ټولو غوره ملاتړ او تر ټولو لوړه تکیه ځای دی. تل هیلمن اوسئ. 

– ستاسو ارزښت په دې کې دی چې تاسو څوک یاست، نه په هغه څه کې چې تاسو یې لرئ. 

– د لوی تکل او ارادې پرته هیڅ لوی استعداد او وړتیا شتون نلري. 

– د خبرو کولو هنر د ژوند کولو هنر دی. 

– دا یوازې په ستونرمنو او سختو وختونو کې دی چې خلک پوهیږي چې د خپلو احساساتو، اندونو او فکرونو کنټرول څومره ستونزمن دی. 

– حساسیت، مینه، زغم او قرباني د ښځې ژوند جوړوي. 

– نیک بختي او نیکمرغي په کار او زړورتیا پورې اړه لري. 

– یو رښتینی هنرمند باید د هنر لپاره د هنر د ارونو او اصولو ملاتړ وکړي. 

– مفکوره هغه شتمني ده چې یوازې هغه وخت ګټوره وي چې د تکړه او با استعدادو خلکو په لاس کې وي.               

– د هنر دنده د پنځ (طبیعت)پلوي کول ندي بلکې د هغه بیانول او څرګندول دي. 

– پیسې هیڅوک نه پېژني، پیسې غوږونه نه لري، پیسې سترګې نه لري، پیسې زړه نه لري. 

– د یو حقیقت د پوهیدو لپاره، موږ باید هغه ته وګورو، داسې نه چې له هغه څخه وتښتو. 

– بريالي انسان د هغه څه کولو عادت پيدا کوي چې مات او ناکام انسان يې نه خوښوي. 

– د تمدن موخه او هدف د خلکو سوکالي، هوساینه او آرامي ده. 

*** 

په ادبي مینه او درنښت: انجنیر عبدالقادر مسعود