مرکه

له ښاغلي (عبدالملک پرهیز) سره د نړېوال ادبي ښوونځی اکسپرسیونیسم په تړاو مرکه
مرکوال: انجنیر عبدالقادر مسعود
***
د ادب او فرهنګ ګرانو، پتمنو او درنو مینه والو دا ځل مې د ښاغلي عبدالملک پرهیز سره د نړېوال ادبي ښوونځی اکسپرسیونیزم په تړاو ځانګړې مرکه جوړه کړې ده. ما په دې مرکه کې هڅه کړې ده، له ښاغلي او منلي لېکوال، څېړونکي، ژباړونکي، ادیب، شاعر سره د یو لړ پوښتنو اښتنو له لارې داسې څه تر لاسه کړو، چې په ځانګړي ډول د ځوان فرهنګي پښت لپاره هم ګټور وي او هم په زړه پورې.
ښاغلی عبدالملک پرهیز د عبدالقدوس پرهیز زوی دی، چې د دلوې د میاشتې په (۱۵)مه پر(۱۳۳۳) لمریز کال د «ننګرهار» ولایت د «کوز کنړ یا ښېوې ولسوالۍ د قلعټک» په کلي کې زېږېدلی دی. نوموړي د خپل ماشومتوب لومړني شپږ کلونه له خپلې کورنۍ سره د هیواد په شمالي ولایاتونو «د اندخوی، شورتیپې، اشکمش او پشتون کوټ په ولسوالیو» کې تیر کړې دي، چیرې چې د نوموړي پلار د ولسوال یا حاکم په توګه رسمي دنده درلوده. هغه د ښوونځي لومړی ټولګی د کابل ښار د دقیقي په ښوونځي کې پیل او پای ته رسولی، خو د کورنۍ حالت د بدلون له امله یې د ښوونځي پاتې برخه یانې له دویم ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پورې د «کوزکنړ د سیدجمال الدین افغان» په لیسه کې بشپړ او پای ته رسولې. نوموړی پر (۱۳۵۳) لمریز کال د همدغه ښوونځي له دوولسم ټولګي څخه فارغ شوی دی. د ښوونځي له پای ته رسولو وروسته، پر (۱۳۵۴) لمریز کال کې د کانکور ازموینې له بریالۍ پای ته رسولو وروسته د کابل پوهنتون د سائنس یا طبیعي علومو پوهنځي ته بریالی شو او پر (۱۳۵۷)لمریز کال د ساینس پوهنځي د «بیولوژي او کیمیا» له څانګې څخه فارغ شو. ښاغلي پرهیز صاحب د خپلو زده کړو په پای کې په هېواد که دننه په بېلابېلو برخو کې خپلې دندې په ډېره مینه او لېوالتیا سره تر سره کړې دي.
د (۱۳۶۸) لمریز کال په وروستیو کې د هغه په غوښتنه او ټینګار، د «انساني فزیولوژۍ» په څانګه کې د ماستري زده کړې لپاره د هغه وخت شوروي اتحاد ته د زده کړې دپاره ولاړ.
ښاغلی عبدالملک پرهیز د جهادي ډلو ټپلو په جګړو کې د کډوالو، مهاجرینو او پناه غوښتونکیو له ستر کاروان سره ملګری شو او د دنمارک په هېواد کې مهاجر شو. اوسمهال په دې هېواد د خپلې کورنۍ (میرمن، دوه زامن او یوې لور) سره د کډوالۍ او مهاجرت شپې او ورځې تر سره کوي. هغه پر (۲۰۰۰)زېږدیز کال کې د دنمارکي ژبې زده کړه پیل کړه، د ژبې له زده کړې وروسته پر (۲۰۰۳)ز کال په دنمارک کې د صنعتي لابراتوار په برخه کې زده کړې ترسره کړې. ده په بېلابېلو موسساتو کې د خپلې زده کړې په برخه کې هم دندې ترسره کړې دي.
ښاغلي پرهیز صاحب په دنمارک کې ګڼ شمېر لنډ مهاله کورسونه هم لوستي. هغه کورسونه دا دي: د ورډ دوکومنت عالي کورس دوه ځله، د (پې دې اف) د زده کړو کورس، د ویب پاڼې جوړولو د بنسټیزو اصولو د زده کړې کورس، دوه ځلې، د اروا پوهنې کورس، د ستنې لګولو کورس، د پیداکوژۍ کورس، د فوټو شاپ کورس دوه ځلې او همداسې نور کورسونه.
د ګران او هڅاند فرهنګپال پرهیز له لیکنو، ژباړو او ادبي پنځونو په تېره بیا خوندورو شعرونو څخه څرګندیږي، چې د ده هره لیکنه، ژباړه یې د ولسي او انساني مینې ځلندویي کوي او ما هم په همدې مینه او ولوله د دې جوګه وګاڼه، سم له لاسه ورسره د لیکوال، څېړونکي، ژباړونکي، ادیب او شاعر په توګه خپلې پوښتنې اښتنې ورسره شریکې کړې.
ښاغلی پوهاند محمد بشیر دودیال، چې د علم، ادب او فرهنګ په غوړېدلي ډګر کې پیاوړی ادیب، کیسه لیکونکی، نوښتګر څېړونکی، ژباړونکی او وتلی لیکوال دی، په خپله یوه لیکنه کې د ښاغلي عبدالمک پرهیز په تړاو داسې کښلې دي:
(( د ادب او فرهنګ له نغري یوه روښانه سپرغۍ.
ملک پرهیز صاحب چې اوس له هېواد څخه بهر مسافر شوی؛ له پخوا، له هغه وخته چې وطن کې یې و پېژنم، یواځې زه نه، بلکې ټول افغانان یې په دوو دلایلو پېژني:
لومړی دلیل دا چې د ارواښاد مشر پرهیز زوی او په یوه درنه او فرهنګي کورنۍ کې روزل شوی او د وطن او خلکو صادق خذمتګار دی.
دویم دلیل دا چې دا شل- دوه ویشت کاله کیږي چې افغاني کلتور او فرهنګ ته یې په اخلاص سره مټې نغښتي دي، د (سپرغۍ) ویبیسایت چلوي، د افغانستان لیکوالو او فرهنګیانو سره اړیکې پالي، په ادبي او کلتوري مناسبتونو کې برخه اخلي او په دري او پښتو ژبو د پیاوړي قلم خاوند دی. د قلم او لیکوالي یوه بیلګه یې له قدرمن اینجنیر صاحب مسعود سره دغه مرکه ده.
قدرمن ملک پرهیز صاحب د ادب په ډګر کې پراخه مطالعه لري. په ادبیاتو کې موږ لاتراوسه د اکسپرسیونیزم او دې سره تړلیو او دې ته ورته مسایلو په اړه ډېر لږ لیکلي آثار لرل. د ملک پرهېز صاحب دغه لیکنه افغانستان کې ځوانو لیکوالو او په تېره د ژبې او ادب د پوهنځیو د محصلانو لپاره یو غوره اخځ دی. د دې مرکې د نشر یوه ښېګڼه داده چې د ادبیاتو څېړونکو ته یو قوي او نوی ماخذ میسر کیږي. د دې مرکې په خپرېدو سره نه یواځې پرهیز صاحب موضوع ډېره ښه سپړلې او نوي معلومات یې ورکړي دي، بلکې موږ د ده له قلم سره لازیات آشنا او د نړیوالو ادبیاتو او ادبي مکتبونو په اړه مو پوهه زیاته شوه. نړېوال ادب سره آشنایي او د بېلابېلو ادبي مکتبونو پېژندنه یو ضرورت دی، پرته له هغه به موږ نړیوال ادب سره پردي او بېګانه شو او د خپل ملي ادب امیتازات او اوصاف به د نړۍ ادبي بهیر کې ونشو پېژندلای. تر دې هم مهمه دا چې موږ به د خپلو ادبي آثارو د ځانګړنې په اړه حکم وکولای شو چې ایا کوم لیکوال کوم مکتب او سبک کې لیکل کول او پلانۍ یا بستانیۍ اثر کوم ادبي سبک پورې اړه مومي. د یوه ادبي اثر او نښېر پېژند هغه وخت کېدلای شي چې ادبي مکتبونه وپېژنو. یقیناً چې په دغو هر یو ادبی مکتب کې موږ نښېرونه لرو. ډېر ښه شو چې نړیوال نامتو ادبي مکتب( اکسپرسیونیزم) پرهیز صاحب راته معرفي کړ.
منلی او ښاغلی پرهیز صاحب یو متقي او متواضع شخص دی. له درانه اینجنیر صاحب مسعود څخه مننه چې ښکلې مرکه یې ترسره او همدارنګه له ښاغلی ورور، ملک پرهېز څخه مننه چې خپل قیمتي وخت یې د دغو پوښتنو ځوابونو ته وقف کړ. د ادبیاتو د ډګر مینه وال او زموږ ځوان زده کړیالان به د دوی هڅې او لورېینه هېره نه کړي.
درناوی
پوهاند محمد بشیر دودیال
المان. ۲۰۲۶.۱.۲۲))
ښاغلي پرهیز صاحب د خپل ژوند په اوږدو کې، ټولنیز، سیاسي، علمي، ادبي او فرهنګي نښیرونه(آثار) کښلي او ژباړلې دي. ده د خپلو ځانګړو هلو ځلو په اډانه کې یو شمیر کتابونه ژباړلي او تالیف کړي دي چې ځنې یې چاپ شوي او ځنې نور یې د وخت د ناخوالو قرباني شول.
نوموړي د وخت د طبع او نشر د دولتي کمیټې په غوښتنه درې کتابونه وژباړل چې د پروګرس نشراتي موسسې ته و سپارل شو: (( دولت او انقلاب))، (( امپریالیزم د پانګوالۍ وروستی پړاو)) او (( یو ګام وړاندې دوه ګامونه شاته))
دغه کتابونه د ملي روغې جوړې د سیاست په اعلان سره له چاپه پاتې شول. خو کتابونه بیرته مسترد نه شول او په تاسف سره له نا مالوم برخه لیک سره مخامخ شول. د «جمیله» په نامه د یو ناول ژباړه یې چاپ شو. د «مالوا» په نامه یو ناول د طبع او نشر د نشراتو په ریاست کې ورک شو.« له هیواد څخه لرې»، ناول او« ادبیات د ګورکي له نظره» ، چې په سلو کې اویا د چاپ چارې بشپړې شوې وې د رژیم په بدلون سره او د دولتي مطبعې په سوزېدو سره له مینځه ولاړل.
په ډنمارک کې تر ټول مهم کار په ګوګل کې د پښتو ژباړې لپاره د تخنیکي امکاناتو برابرول دي چې د ده مشر زوی رمان پرهیز چې د دیجیټال تکنولوژۍ د برخې انجنیر دی دغه امکان ورته جوړ او برابر کړ او نوموړي دغه امکانات د ایمیل او فیسبوک له لارې له دوستانو سره شریک او د ګوګل د ژباړې فیسبوکي ګروپ يې جوړ کړ چې نژدې لس زره کسان ور سره په دغه ګروپ کې ملګري شول. دا ګروپ اوس هم په فیسبوک کې شتون لري. نوموړي د ګوګل لپاره په کابو(۳۰۰۰) لغاتونه وژباړل چې د نورو دوستانو په مرسته دغه پروژه بشپړه او په ګوګل کې د پښتو ژباړه فعاله شوه.
نوموړي له نن څخه نژدې شل کاله د مخه د «سپرغۍ سایټ» جوړ او په دغه موده کې یې د خپلو لیکنو بر علاوه د قلمي همکارانو زیات شمېر سیاسي، ادبي لیکنې او شعرونه خپاره کړي دي. دغه ویب سایټ اوس هم زموږ د هیوادوالو په خدمت کې دی.
نژدې درې کاله دمخه د «لنډې اناتومي او فزیولوژي» کتاب یې د لوړو زده کړو د وزارت له لورې چاپ شوی. د ټولنه او سیکوپاتان د هغه کتاب نوم دی چې د (٢٠٢٥)ز کال د اګست په میاشت کې له چاپه راووت. او تازه د کابل ځنې کتاب پلورنځیو ته سپارل شوی.
د یوازیتوت اندونه، د ژان ژاک روسو اثر نژدې پنځلس کاله دمخه ژباړلی او په دیجیټالي ډول یې د سپرغۍ ویبپاڼې له لارې خپور کړی.
ښاغلي پرهیز کله ناکله شعرونه هم لیکي او له نورو ژبو څخه پښتو ژبې ته هم شعرونه ژباړي، خو شعري اثار یې یوازې د فیسبوک او سپرغۍ ویب پاڼې له لارې نشر شوي دي.
پرهیز صاحب یو شمېر نورکتابونه هم د چاپ لپاره چمتو کړې دي، چې د امکاناتو په برابریدو سره به يې د چاپ لپاره اقدام وشي.
ښاغلی استاد بشیر مومن د علم او ادب په ډګر کې هغه هڅاند، مخکښ، پیاوړی او تکړه لیکوال او خوږ ژبی ادیب او شاعر دی، چې په مطبوعاتو کې فعاله ونډه لري. ده هم په خپله ېوه لیکنه کې د ښاغلي عبدالملک پرهیز په تړاو داسې کښلې دي:
((… پرهیز صاحب یو سیاسي او ټولنیز شخصیت دی. هغه د خپل ویاړلي ژوند ډېره برخه د ظلم استبداد، ناپوهۍ او جهالت پر ضد مبارزې ته وقف کړې ده. ځکه، چې هغه داخبره درک کړې؛ د یوې ټولنې ژوندي پاتې کېدل او د هغې د هویت ساتل د هغو کسانو پوروړي دي چې د خپل فکر او قلم له لارې د خپل ولس خدمت کوي. دا په دې چې د فکر او قلم خاوندان په سختو شیبو کې د روښانتیا په برخه کې خپله ونډه لري. د پرهیز صاحب د لیکنو نه داخبره راجوته کیږي چې موږ باید د یو بل په خبره پوه شو او د ژوندانه د هرې برخې نه که سیاست وي که ادب او یا ټولنیزې اړېکې نه ځان با خبره کړو او ځان د نړۍ له پرمختګ او پروګرس سره برابر کړو او د هغې نه د خپلو خلکو په ګټه برخه واخلو. پرهیز صاحب د ادبي فعالیتونو ترڅنګ، څه د پاسه شل کاله کیږي د سپرغۍ سایت چلوي؛ او په دغه سایت کې دیرې مقالې او شعرونه څه خپل څه د نورو شاعرانو نشرکړې دي؛ما هم د سپرغۍ له دروند او محتوا څخه ډک سایت نه دیره ګټه اخیستې او ډیرې خپلې مقالې او ګڼ شمېر شعرونو مې په دې سایت کې نشر شوې دي؛ دا په دې چې پرهیز صاحب دغه مطالب په ډېر امانت داری سره نشرول. په خپرولو کې مهمه خبره دا ده چې د تعصب او له نفرته ډېره کرکه لري او بل چا ته هم اجازه نه ورکوی. پرهیز صاحب یو با احساسه لیکوال او شاعر دی چې د خپلو خلکو د دردونو او غمونو سره دردمن او غمجن دی. هغه د ادبپالو، او فرهنګپالو انسانانو سره سخته مینه لري. هم دا رنګه پّه آزادۍ، دموکراسۍ ، انسان او انسانيت باورمند او متعهد انسان دی. پرهیز د پښتو ژبې یو نازک خیال شاعر او ليکوال دی، چې د معاصر پښتو ادب په وده کې یې خپله با ارزشه ونډه اخیستی ده.
استاد بشیر مومن ۲۳.۱. ۲۰۲۶))
ښاغلی عبدلملک پرهیز یو مهربان، دروند، زړه سواندی او با احساسه شخصیت دی. د علم، پوهې او ادب سره، د خپل هېواد او هېواد والو سره ځانګړې مینه لري.
د ښاغلي پرهیز صاحب د پوره پېژندګلوي په اړه ما له ده سره ځانګړې مرکه جوړه کړې ده، چې ستاسو د علم، ادب او شعر درنو مینه والو پام ورته رااړوم.
ګران پرهیز صاحب زما نیکې هیلې او پېرزوینې ومنئ، اجازه راکړئ، چې خپلې پوښتنې پیل کړم.
د ستاینې او درنښت وړ انجنیر صاحب مسعود زه هم تاسو او تولو مینه والو ته درناوی او درنښت وړاندې کوم، ډېره مننه، زه ستاسو په خدمت او چوپړ کې یم.
مسعود: تاسو ادب څنگه راپېژنئ؟ او دا راته وویاست کوم ډول نښیرونه (اثار) د ادبي نښیرونو(اثارو) په توګه وېشل کېدای شي؟ او څه وخت لیکوال او شاعر یو ادبي نښیر(اثر)پنځولای شي؟
پرهیز: ۱ . ستاسې د پوښتنې په ځواب کې چې ادب څه ته وایي او څنګه پېژندل کېږي، باید ووایم چې، ادب د انسان د احساساتو، اندونو او تجربو ښکلی بیان دی. یا په بل عبارت، ادب هغه خبرو، ویناوو، لیکنو او بیانونو ته ویل کېږي چې د ښکلا، خوند او راښکون ځانګړنې ولري. د خلکو پر ذهن او زړه اغېزه وکړي. د فکر ( ادب د انسان د عقل او ذهن محصول هم دی. د هر شعر، کیسې او لیکنې تر شا یو پیغام، یوه پوښتنه او یو فکر وي چې لوستونکی ورسره ژورې اړیکې نیسي.) ، احساس (ادب هغه څه بیانوي چې انسان یې حسوي؛ خوشالي، غم، وېره، هیله، حیرانتیا او نور ټول احساسات.) او د تخیل ښکلی انځور وړاندې کړي.
باید ووایم چې ادب یوازې د خبر ورکولو وسیله نه، بلکې د روح ( روح دا مانا لري چې ادب د انسان د باطن، دردونو، هیلو او معنوي اړخ نمایندګي کوي. ادب د انسان د روح ژوره چیغه ده چې په کلمه بدلېږي او د آرامښت او د ښکلا د لټون وسیله هم ده. ادب یوازې د خبرو یا کیسو مجموعه نه ده، بلکې د انسان دنننۍ نړۍ ژوره هینداره ده. کله چې د مینې، درد او هیلې یادونه کېږي، مطلب دا دی چې ادب د انسان تر ټولو پټې او احساسي کیسې را اخلي او د بیان په ژبه یې بدلوي. په ادبیاتو کې مینه د روح ربړیدنه، درد، د زړه ټپې حالت او هیلې د سبا د ورځې رڼا انځوروي.
دا په دې مانا، چې ادب (شعر، ناول، کیسې، نثر) یوازې موږ ته مالومات یا خبر نه را ورسوي او ادب یوازې د واقعیتونو د بیان لکه خبرونو، راپورونو یا تاریخ لپاره نه دی. بلکې ادب د روح د آرامښت وسیله ده. ادبي اثار زموږ د احساساتو، زړه او روح سره اړیکه نیسي. کله موږ ته خوشحالي رابښي او کله غم، کله مو هیله مند کوي او کله موږ ته د ژوند مانا ښيي ، نو ویلی شو، چې ادب د انسان روح ته سکون او ډاډ ورکوي. ادب ښکلا لټوي، نه یوازې د طبیعت ښکلا، بلکې د فکر ښکلا، د ژبې ښکلا، د خیال ښکلا، د انسانیت ښکلا. نو ویلی شو چې ادب د ښکلي بیان، د ښکلو احساساتو او هنري جوړښت له لارې موږ ته ژور خوند را په برخه کوي.
ادب د ژوند د ژورو پوښتنو ځواب دی. ادب موږ ته یوازې مالومات نه راکوي، بلکې د ژوند مانا لټوي، د انسان تجربې بیانوي، د ښه او بد تر مینځ توپیر ښيي، د وجدان، مینې، درد او هیلې په اړه خبرې کوي. لنډه دا چې ادب د احساس، ښکلا، فکر او روح ګډ انځور دی. نو ادب یوازې “خبر” نه دی، بلکې د وجدان غږ، د زړه سکون، د ښکلا لټون او د انسانيت ښکارندوی دی.
۲. د ادبي نښیرونو (آثارو) ډولونه
هغه لیکنې او نښترونه یا آثار چې د ښکلا، احساس او تخیل په ژبه وړاندې شي ادبي نښترونه یا آثار بلل کېږي. چې درې مهم عناصر لري:
۱. ښکلا
د کلمو ښکلی کارول، د جملو خواږه ترکیبونه، د خیال نازک انځورونه، او داسې بیان چې لوستونکی ته خوند ورکړي.
۲. احساس
په ادب کې د زړه خبرې کېږي. د خوښۍ، غم، مینې، درد، ویرې او هیلو څرګندونه کېږي.
۳. تخیل
ادبي لیکنه یوازې د واقعیت د بیان لپاره نه ده؛ بلکې د تصور، خیال او هنري مبالغې له لارې نړۍ ته نوې رڼا ورکوي.
نو هر اثر چې دا درې ځانګړتیاوې ولري، ادبي اثر ګڼل کېږي.
ادبي نښیرونه په عمومي ډول په شعري او نثري نښیرونه دي.
- شعري نښیرونه یا آثار:
- لکه شعر، غزل، مثنوي، قصیده، رباعي، دوبیتي، حماسه او داسې نور.
- نثري نښیرونه یا آثار:
کیسې، افسانې، ناولونه، طنزونه، مقالې، خاطرې، ډرامې، کره کتنې، سفرنامې او نور.
یو لیکوال یا شاعر کله او څه وخت یو ادبي نښتر یا اثر پنځولی شي؟
- یو شاعر او لیکوال هغه وخت یو ادبي نښیر یا اثر پنځولی شي چې د هغه په زړه کې یو ټاکلی احساس لکه ( د مینې، خفګان، خوښۍ، ویاړ، درد، قهر او غصې او دې ته ورته کوم بل احساس) پیداشي.
- د تجربې او کتنې او لیدلو پر بنسټ او د ژور فکر او تخیل او پنځونې د هنر په مرسته ښکلي او زړه راښکونکی بیان را مینځ ته کړي.
- د ژبې د خوږوالي، موسیقیت او ښکلا خیال وساتي.
په بله وینا کله چې د ژوند حالات یو څوک اغېزمن کړي او دغه اغېزه په ښکلي او هنري بڼې واړوي، دا د ادبي نښیر یا اثر د را مینځ ته کېدو وخت دی.
دلته به د یوې بېلګې په وړاندې کولو سره دغه موضوع په ساده ژبه بیان کړم. فرض کړئ یو څوک د ماښام پر مهال د یو ځنګله تر څنګ روان دی. لمر خپلې وروستي وړانګې د ځنګل پر ونو ښندي، آلوتونکي یا مرغان د خپلو ځالو په لور درومي. دا یوازې د یوې پېښې ظاهري بیان دی. یانې لمر د پرېوتو په حال کې دی، ونې شنې او زرغونې دي، مرغان خپلو ځالو ته ځي.
موږ هره ورځ دغه ساده حالت په خپلو سترګو وینو او د یوې ساده پېښې په توګه ور سره مخامخ کېږو خو یو مسلکي انځورګر یا عکس اخیستونکي په خپل انځور کې همدغه ساده حالت په زیات اغېز منونکې او زړه راښکونې بڼه انځوروي یا عکس ترې اخلي کوم چې موږ ته په ورځنۍ ژوند کې ډېره عادي پېښه ښکاري او زموږ پام ځانته نه اړوي. لاندې انځور ته مو پام اړوم.

هغه څه چې موږ په دې انځور کې وینو د شپې تیاره ده چې ورو ورو خپل خړ او تور څادر خپروي، د انځور په مخکینۍ برخه کې بشپړه تیاره خپره ده او هیڅ څه نه تر سترګو کېږي خو د تیارې تر شا د وچې ونې یوه څانګه ډېره بر جسته شوې ده، چې دوه کوترې پرې ناستې دي او د ژیړي لمر سترګه یې تر شا ښکاري. د انځور په شالید کې لمر د اسمان په څنډو کې د لوېدو په حال کې دی. د آسمان رنګونه د ژیړ څخه تر نارنجي او سور پورې په تدریجي ډول بدلون مومي، کوم چې انځور ته طبیعي ښکلا ورکوي. انځور په عمومي ډول ډېره ارامه فضا لري او یو رومانټیک او شاعرانه احساس رامینځ ته کوي، دوه کوترې د ونې پر وچه څانګه ناست دي او شاته یې لمر د پرېوتو په حال کې دی دغه منظره په ټولیزه توګه ښکلا او چپتیا را مینځ ته کوي.
له تخنیکي پلوه دا د سیورې د انځورګرۍ بېلګه ده، چیرې چې رڼا د انځور په شاتنۍ برخه کې ځای لري. په دې انځور کې اصلي موضوع کوترې او وچه څانګه ده چې په تیاره بڼه ښکارېږي.
تر دې ځایه دا د انځور ساده تشریح وه. خو سربېره پر دې په دغه انځور کې سمبولیکه او فلسفي مانا هم پرته ده، لکه مینه، وفاداري یا طبیعي سکون او چپتیا. کله چې لمر لوېږي، نړۍ تیاره کېږي، تیاره د رڼا ځای نیسي، د لمر رنګ ژیړ ېږي، چې ژېړ رنګ د وېرې او ډار مانا لري یانې لمر له تیارو څخه د تېښتې په حال کې دی، سور رنګ د وینې رنګ دی یانې د رڼا او تیارې جګړه روانه ده، رڼا د پوهنې او روښنايي نښه ده او تیاره د جهالت سمبول دی. داسې حالات په ټولنې کې هم رامینځ ته کېږي چېرې چې ولږه، تیارې او بد مرغۍ پر ټولنه خپل ناوړه سیوری خپروي او خلک د مایوسۍ او کړاوو سره لاس ګرېوان وي په داسې سختو حالاتو کې د ښه ملګري لرل د انسان د ډاډ او سکون سبب ګرځي او د زړه رڼا زیاتېږي. کوتره د سولې او مینې سمبول دی او خلک له دې لارې غواړي د سولې او ثبات دپاره خپل پیغام واستوي.
د ژوند ښکلا په دې کې نه ده چې ژوند څومره اوږد دی، بلکې په دې کې ده چې ژوند له چا سره تېرېږي یا تېروئ. د هر ماښام تر شا یو پای هم شتون لري، او د مینې تر څنګ د نوي پیل ژمنه ور کوي.
د ادب شعري بڼه.
د ادب پوهانو، هنرمندانو او د نوښتګره لیکوالو له پاره د طبیعت ښکلا د یوې سوژې بڼه لري. انسان د طبیعت په رنګینو مین دی. طبیعت د زړه راښکوونکو ښکلاوو خورا بې شمېره بېلګې لري. هر بېلګه یې له ارزښتونو او ښکلاوو څخه ډکه او برخه منه ده. دلته به د ځینو طبیعي ښکلاوو یادونه وکړم او وروسته به شعري بېلګې وړاندې کړم: آسمان، ځمکه، لمر، سپوږمۍ، ستوري، سیارې، غرونه، سیندونه، سمندرونه، بوټي، ونې، موسمونه، دښته، انسان، شپه، ورځ، وريځې، باران، واوره، ږلۍ … .دا د طبېعت د ښکلاوو بېلګې دي.
هنر په طبیعت کې نغښتی دی او ادیبان او شاعران دغه هنر د طبیعت له زړه څخه راباسي د طبیعي ښکلاوو رابرسېره کولو له پاره لفظونو او کلمو ته اړتیا ده، کلمې او لفظونه هغه څوک ښه سره غاړه غړۍ کولی شي چې د لوړ ذوق، احساس او تخیل ځواک ولري او د طبیعت څرګندې دنې یا پدیدې د ژوندانه د هوسايۍ او نیکمرغۍ له پاره کاروي او د کارولو چل ورځي. لکه د ستر خوشحال لاندې غزل:
د سبا باده ګـــــــــــــــــــوزر په چمن بيا کړه
په چمن کې رنګارنګ ګلـــــــــــــونه وا کړه
بې نياز څه خبر له نازه، چـــــــې ناز څه دی
ستا د سترګو بلا واخــــــــــلم ناز په ما کــــړه
زه له خپله بخته چـاوته فرياد کــــــــــــــــــړم
چې پرون يې راتــــــــه مخ و نن يې شا کړه
خوله مې ډکه شــــوه په شهدو، په شــــــــکرو
چـــــــــــې سحر مې ستا د لام و بې ثــــنا کړه
عاشقي که سراســــــــــــــــــــــــر واړه بلا ده
ما په ځان د زړه قبوله دا بـــــــــــــــــــلا کړه
زه خوشحال کمزوری نه يم چـې به ډار کــړم
په ښکاره نارې وهم چې خوله يــــــــې راکړه
***
خوشحال خپله شعري سوژه له خپلې ټولنې څخه تر لاسه کړې او په خپله شعري لیکنه کې یې دغه سوژې ته د طبیعي او ټولنیزو ښکلاوو ښکلي او رنګینې هنرې جامې ور اغوستي او بیا یې ټولنې ته وړاندې کړي، چې هر لوستونکی او اوریدونکی یې له بیا بیا آوریدو او لوستو څخه خوند اخلي او هیڅکله خپل خوند او ښکلا له لاسه نه ورکوي. لاندې به د شعر بېلابېلو مصرو ته نظر واچوو،
« د سبا باده ګوزر په چمن بیا کړه / په چمن کې رنګارنګ ګلونه وا کړه»
د سبا باد د نوښت، هیلو، تازهګۍ او بیا راژوندي کېدو سمبول دی. چمن او ګلان د ښکلا، ځوانۍ او عشق د خوځښت نښې دي. شاعر د طبیعت د راویښېدو له لارې د خپل زړه دننه احساساتي بدلون هم څرګندوي. د تصویرګرۍ ښکلا ډېره پیاوړې ده: باد، چمن، ګلان درې ژوندۍ صحنې سره یو ځای کوي.
« بې نياز څه خبر له نازه، چې ناز څه دی / ستا د سترګو بلا واخلم ناز په ما کړه»
دلته بې نياز معشوق د غرور او لوړتيا نښه ده. عاشق وايي چې معشوق د ناز ارزښت نه پېژني، ځکه کبر جن دی.
د « ستا د سترګو بلا واخلم» عبارت د ډېرې مینې، تذلل او قربانۍ د کلتوري تعبیر ښکلې بېلګه ده. «ناز په ما کړه»غوښتنه ده چې یو ځل مهرباني وکړه.
«زه له خپله بخته چا ته فریاد کړم – چې پرون یې راته مخ و نن یې شا کړه»
د وفا/بېوفایي درد بیانېږي. پرون مخ ، نن شا: په یو بیت کې د مزاج بدلېدلو ډراماتیک بدلون. د بخت یادونه د پښتني غزل فلسفي اړخ سره تړلې ده: «که بخت راسره نه وي، فریاد بېفایدې دی.»
«خوله مې ډکه شوه په شهدو، په شکرو ـ چې سحر مې ستا د لام و بې ثنا کړه»
«خوله په شهدو ډکېدل» د خوږو خبرو، الهام او شاعرانه جذبې استعاره ده. لام (استنجا، پاکېدنه) د پخواني عرفاني او کلتوري ژبې یوه استعاره ده چې د معشوق د پاکۍ او سپېڅلتیا اشاره لري. شاعر وايي چې کله مې د محبوب د پاکۍ ستاینه وکړه زه په خوږو کلمو بډای شوم. د صوفيانه مانا له مخې،د «معشوق ستاینه» د روحاني تصفیې سرچینه ګرځي.
«عاشقي که سراســـــــر واړه بلا ده ـ ما په ځان د زړه قبوله دا بلا کړه»
د عشق درد، رنځ او بلا په عرفان، غزل او کلاسیکو ادبیاتو کې تل مثبت تعبیر لري.
خوشحال وايي: ما په زړه دا بلا په خپله ومنله، دا د سرښندنې، جرئت او سړيتوب ښکلی اظهار دی. د سراسري بلا تعبیر ناکراري، بېثباتي او سوځېدنه ټولې رانغاړي.
«زه خوشحال کمزوری نه یم چې به ډار کړم ـ په ښکاره نارې وهم چې خوله یې راکړه»
د شاعر نارینتوب غرور او ویاړ دلته څرګندېږي. خوشحال ځان یوازې عاشق نه بلکې غښتلی، باجرئته او ښکاره دریځ لرونکی سړی معرفي کوي. « په ښکاره نارې وهم» د عشق د جرئت او د رښتینې مینې د اعلان ښکلی ترکیب دی. دغه بیت د شعر پای ته قوي، ویاړلې او ژور اغېزمن ټون ورکوي. زه کمزوری نه یم، له هیڅ شي نه ویرېږم، په زغرده غږ پورته کوم، او خپل حق په لوړ آواز غواړم. دا د غرور، عزت او پوهې لرونکي کس احساسات دي.
د دې شعر ژبه او اسلوب، کلاسیکه پښتو، طبیعي خوږوالی. د پښتون غرور او میړانه له عاشقۍ سره ګډه شوې. ساده خو ژوره استعاره.
هغه په خپل شعر کې ښکلا، د طبیعت له ښکلا سره متناسبه کړې ده او د طبیعت ښکلا ته یې زیان نه دی رسولی او هنري ښکلا یې هم داسې انځوره کړې چې د ښکلا اصل په کې ښه ځلېدلی دی. دغه شعر که څه هم لنډ دی، خو پیاوړی احساس لري، غږ یې لوړ او زړور دی، ژبه یې ساده خو اغېزمنه ده او شاعر ته د ناپلیوني دریځ هویت ورکوي. په ټوله کې دا شعر د جرئت، عزت او د خپل حق د غوښتلو ښکلی ادبي انځور دی.
د سبک له پلوه دغه شعر یو لړ ځانګړتیاوې لري:
الف) ولسي او غیر رسمي ژبه: شاعر ډېر ساده، خو زوروره ولسي ژبه کارولې ده. دا ژبه کتابي تکلف نه لري، بلکې د عامو خلکو د خبرو له فضا سره نږدې ده. لکه: «خوله یې راکړه» یو ولسي تعبیر دی.
ب) مستقیم بیان (صراحت): په شعر کې استعاري پېچلتیا کمه ده، بلکې فکر په څرګنده خبرو بیان شوی دی. دا د مقاومتي او انقلابي سبک ځانګړنه ده.
ج) لنډ شعر خو قوي تاثیر: که څه هم بیتونه لږ دي، خو د جذبې لوړوالی او د شخصیت ځواک یې ډېر اغیزناکه دی. دا د مضمون محوره سبک په لور اشاره کوي یانې فکر تر الفاظو مهم دی.
د) تکرار او موسیقي: د اوږدو ټکو کارول (بــــــــلا، یـــــــــې) د اهنګ او موسیقیت لپاره شعوري کار دی. دا د شفاهي ادبیاتو په طرز کې ډېر لیدل کېږي. نو دا شعر د ولسي، جذباتي او انقلابي سبک ګډ شکل لري.
د تاریخي او ټولنیز پس منظر له مخې دا ډول شعرونه معمولا په درې حالتونو کې پیدا کېږي:
۱) د ظلم پر وړاندې د مقاومت په وخت کې. کله چې ټولنه د سیاسي یا ټولنیزو فشارونو سره مخ وي، شاعر د خلکو غږ شي.
۲) د ملي او فرهنګي ویاړ دوره، شاعر غواړي وښيي چې موږ کمزوري نه یو، موږ غږ لرو، جرئت لرو.
۳) د شخصي ځان پېژندنې یا فردي ازادۍ غږ، شاعر ممکن له فردي بندیزونو یا شخصي ټکرونو وروسته ځان څرګند کړي. د شعر له لهجې څخه ښکاري چې شاعر د وېرې او سکوت د ماتولو او د حق د غوښتلو په حالت کې دی. دا مقاومت او جرئت د شاعرۍ د وخت نښه ده.
دا ډول بیتونه ډېر وخت د پښتو د انقلابي، ملي احساساتو لرونکو شاعرانو په اثار کې لیدل کېږي.
د ادب او هنر پېژاندنې نامتو پوه «لوکریتوس lucretius » وایي: «په زړورتیا سره ویلی شم، چې ښکلي هنري اثار د نړۍ شاعرانه حکمراني ده….» نو ویلی شو، چې د یو هنري او ادبي نښیر د ښکلا د پاره لاندې څو ټکي باید په پام کې ونیول شي: د نښیر یا اثر سوژه چې ښکلاوې او رنګینې ولري او د ټولنې لپاره ارزښت ولري. ذوق :چې د نښیر ښکلا او رښتینولي خلک ځانته راوبولي. احساس: چې سوژې او موضوع ته ژوند وبښي.
مسعود: د ادبي ښوونځي(مکتب)او ادبي سبک تر منځ توپیر په څه کې دی؟ ښه به وي که په دې اړه لږ څه رڼا واچوئ؟
پرهیز: په ادب کې ادبي ښوونځی او ادبي سبک سره تړلي مفاهیم دي، خو یو له بل سره توپیر هم لري، ادبي ښوونځی هغه ټولیز ادبي بهیر دی چې د یو شمېر لیکوالو، شاعرانو او ادیبانو په ګډو نظریو، اندونو، ادبي لارو چارو، هلو ځلو او د ګډو اصولو او تړون پر بنسټ په ټاکلی وخت او مهال کې مینځ ته راځي، او د دوی په نښیرونو یا اثارو کې لیدل کېږي. د ادبي ښوونځي د بنسټ ایښودلو له پاره معمولا تاریخي، ټولنیز او سیاسي شرایط او حالات اغېزمن وي. د ښوونځي لارویان د یوې ګډې فلسفې، نظریې یا موخې پر بنسټ لیکل کوي. د بېلګې په توګه:
کلاسیک ښوونځی: په اروپا کې د یونان او روم د ادبياتو څخه په تقلید ولاړ دی.
رومانتیسم: د تخیلاتو، عواطفو، احساساتو او طبیعت ستاینه کوي.
واقعیت پالنه یا ریالیسم: له ټولنیز ژوند څخه د رښتیني انځور په وړاندې کول ولاړ دی.
ادبي سبک د یوه شخص، شاعر یا لیکوال ځانګړی لیکدود دی. په سبک کې د ژبې کارونه، هنري ښکلا، د کلمو جوړښت، تشبیهات، استعارې او د لیکوال ځانګړې ځانګړتیاوې راځي. سبک ډېر فردي اړخ لري، هر لیکوال یا شاعر کولی شي خپل ځانګړی سبک ولري، که څه هم د یو ښوونځي برخه وي.
مسعود: د هیڅ ادبي مکتب رامنځته کېدنه ناڅاپي او پرته له سریزې نه وي، د هر یوه ډېری نښې د پخواني پېر په ادبي نښیرونو (اثارو) کې موندل کېدای شي چې د ادبي مکتبونو د پیدایښت، جوړېدنې، بدلون، ودې، پرمختگ او د له منځه تللو لامل گرځي، په دې اړه ستاسو علمي ارزونه څه ده؟
پرهیز: د ادبي ښوونځیو د رامینځته کېدو، بدلېدو او د له مینځه تلو د بهیر په اړه باید ووایم چې د ادبیاتو د تاریخ په علمي څېړنو کې دا خبره روښانه شوې ده چې هیڅ ادبي ښوونځی د مطلق نوښت په بڼه نه رامینځ ته کېږي، بلکې تل د پخوانیو فکري، ټولنیزو او هنري تجربو پر بنسټ راټوکېږي. لاندې څو علمي ټکي ستاسو د پوښتنې د ځواب په توګه وړاندې کوم:
۱ . د ادبي ښوونځیو تسلسل
هر ښوونځی د پخواني ښوونځي یا دورې د کمزوریو، نیمګړتیاوو یا د زمانې د نوې اړتیاوو پر ضد د غبرګون په توګه مینځ ته راځي. د بېلګې په توګه:
- کلاسیکیزم د نظم، عقلانیت او د یوناني ـ رومي میراث د بیا ژوندي کولو پر بنسټ ولاړ و.
- رومانټیزم د کلاسیکیزم د سختو قاعدو پر خلاف د احساساتو او تخیل د ازادۍ غږ پورته کړ.
- ریالیزم د رومانټیکو مبالغو او خیالونو پر ځای د ژوند عیني انځور وړاندې کړ.
- سمبولیزم او مدرنیزم بیا د ریالیزم د سطحیت پر خلاف د ژورو هنري تجربو غوښتونکي شول.
نو هر نوې ښوونځی د پخواني دورې یا دورو د مثبتو او منفي اړخونو اغېزې له ځانه سره لري.
۲. ټولنیز او تاریخي شالید
ادبي ښوونځی یوازې د شاعرانو یا لیکوالو د ذوق پایلې نه دي، بلکې سیاسي بدلونونه لکه (انقلابونه، ازادۍ، استبداد)، اقتصادي حالتونه لکه( بې وزلي، بورژوازي، صنعتي انقلاب)، فکري خوځښتونه لکه (فلسفي ښوونځی، دیني او فکري بهیرونه) د ښوونځیو په رامینځته کېدو کې اساسي او بنسټیزه ونډه لري.
۳. د هنري ودې طبیعي قانون
ادبي ښوونځی د ژوند په څېر پیدا، وده او پرمختګ کوي او بیا ورو ورو زړېږي او له مینځه ځي. د زړښت مانا دا نه ده چې یو څيز په بشپړ ډول ورک او له مینځه ځي، بلکې د هغوی ځینې ارزښتونه د نویو ښونځیو د عناصرو په توګه پاتې او را څرګندېږي. د بېلګې په توګه لا تر اوسه هم په ډېرو معاصرو لیکنو کې د رومانتستي احساساتو رنګ لیدل کېږي.
له علمي پلوه ویلی شو، چې ادبي ښوونځی د تاریخي تسلسل محصول دي او په ناڅاپي ډول نه را مینځ ته کېږي. هر نوې ښوونځی د پخواني ښوونځی د بشپړېدو، ارزونې، کره کتنې یا ماتې پایله ده. د ادبي ښوونځیو د بدلون محرکات یوازې ادبي نه، بلکې ټولنیز، سیاسي او فکري دي. د یو ښوونځي په له مینځه تللو سره د هغه ځینې ارزښتونه د راتلونکو ښوونځیو په وینه کې ژوند کوي. نو ویلی شو چې د ادبي ښوونځیو بهیر یو پرله پسې تاریخي، فکري او ټولنیز تسلسل دی، نه بې ریښې او ناڅاپي ټوکېدنه.
مسعود: تاسو د اکسپرسیونیسم مکتب څنګه راپېژنئ او ارزوئ، کوم، چې د شعر او نقاشۍ په برخه کې د یوه عصري هنر نوم دی او د شلمې پیړۍ په لومړیو کلونو کې په شمالي اروپا او د جرمني او اتریش په څیر هیوادونو کې پیل شو او ډیر ژر یې نړیوال شهرت ترلاسه کړ. مهرباني وکړئ د دې مکتب د تاریخ، آر او بنسټ په اړه لنډ مالومات راکړئ، چیرته، کله او د چا لخوا جوړ شو او لومړني بنسټ ایښودونکي یې څوک ول.
پرهیز: اکسپرسیونیسم د هنر او ادب یو مهم عصري ښوونځی ده. د شلمې پیړۍ په پیل کې په اروپا په ځانګړي ډول په جرمني او اتریش کې راڅرګند شوی دی. د دې ښوونځي موخه د واقعیت څرګند انځورول نه بلکې د هنرمند د دننني احساساتو، وېرې، درد، اندېښنې، پاڅون او بغاوت رابرسېره کول دي. اکسپرسیونیسم د (۱۹۱۰-۱۹۰۵) زېږدیز کلونو په شا او خوا کې رامینځته شو. د اروپا د هغه وخت ټولنیز او سیاسي حالت یانې (صنعتي بدلونونو، په جګړو کې ښکیل کېدلو، د انسانانو ترمینځ د بېلتونونو رامینځ ته کېدلو، کډوالۍ او ګډوډۍ) د دې هنر پر زېږېدو ډېره اغېزه وکړه.
دا د امپرسیونیسم پر ضد یو غبرګون و، ځکه امپرسیونیستانو یوازې د طبیعت ښکلا او د رڼا اغېزې انځورولې، خو اکسپرسیونیستانو غوښتل د انسان د روح ژور حالتونه بیان کړي.
د اکسپرسیونیسم بنسټ اېښودونکي
۱. د Die Brücke (پُل) ډله چې په کال (۱۹۰۵)زېږدیز کې د جرمني د درسدن (Dresden)په ښار کې جوړه شوه. بنسټ اېښودونکي یې، ارنست لودویګ کرشنر (Ernst Ludwig Kirchner)، فریتز بلييل (Fritz Bleyl)، کارل شمیډ روټلوف (Karl Schmidt-Rottluff)، اریک هیکل (Erich Heckel) ول. دوی د برجسته او څرګندو کرښو، ژورو او تېزو رنګونو او ناارامه بڼو له لارې د احساساتو شدت انځورولو.
د آبي سپرلۍ کوونکو یا سوارکارانو(Der Blaue Reiter ) ډله په (۱۹۱۱)زېږدیز کال د جرمني د میونیخ یا موشن په ښار(Munich) کې جوړه شوه. بنسټ اېښودونکي یې، واسلي کاندینسکي (Wassily Kandinsky) او فرانز مارک (Franz Marc). دوی هڅه وکړه څو د رنګونو او بڼو له لارې اروايي یا روحي او دنننۍ نړۍ وښيي، او د تجرید (Abstract) د هنر بنسټ یې کېښود.
اکسپرسیونیسم په شعر او ادب کې:
په جرمني کې ګئورګ تراکل (Georg Trakl)، ګوټفرید بېن (Gottfried Benn)، او فرانز کافکا (Franz Kafka) د اکسپرسیونیستي ادبیاتو له مهمو څېرو څخه ګڼل کېږي. د دوی په شعرونو او کیسو کې د جګړې وېره، د ښاري ژوند ګډوډي، د انسان یوازیتوب او د روحي کړاوونو انځورونه ډېر دي.
ځانګړتیاوې
- د واقعیت پر ځای په احساساتو کې اغراق.
- تیز رنګونه، ماتې شوې کرښې او نا منظم شکلونه.
- د وېرې، کړاو، یوازیتوب او رواني فشار څرګندونه.
- د ټولنې پر وړاندې نیواکیز ( انتقادي ) دریځ.
په ټوله کې، اکسپرسیونیسم د شلمې پېړۍ د هنر او ادب یو انقلابي خوځښت وو چې نړۍ ته یې د هنرمند د روح غږ ورسوه.
د اکسپرسیونیسم اغېز په پښتو شعر کې
که څه هم اکسپرسیونیسم په مستقیم ډول د پښتو په ادبیاتو کې د یوې ښوونځی یا مکتبي څپې په توګه نه دی پېژندل شوی، خو د دې ځانګړتیاوې د معاصرې پښتو د ځنې شاعرانو او لیکوالو په شاعرۍ کې شتون لري. په ځانګړي ډول د شلمې پېړۍ د دویمې نیمایي په پښتو شاعرۍ کې. ددغه دورې په شاعرۍ کې د انسان دننني کړاوونه، د انسان یوازیتوب، د جګړې او وینې تویولو وېره او ډار زیات انځور شوي دي. د شاعرۍ ژبه کله کله ماته، ناسمه او له تندو احساساتو ډکه ښکاري، چې دا د اکسپرسیونیستي هنر ځانګړنه ده.
د اوسني وخت د یو شمېر شاعرانو په ویناو او شعرونو کې هم د ټولنیزو ناورینونو او د انسان د کړاوونو انځورونه ښه په ډاګه او څرګنده وړاندې شوي او د نوې ازادې شاعرۍ ځینې شاعران، کله ناکله د اکسپرسیونیستي بڼې نښې نښانې له ځانه سره لري، دوی د خپل شدید احساس د څرګندولو دپاره اړ شوي دي څو د ژبې دودیز جوړښت مات کړي. په دې برخه کې د ښاغلي متي الله تراب له شعرونو او شاعرۍ یادونه کولی شو، چې نوموړي د ټولنیزو دردونو او کړاوو د بیان د پاره ځانګړی دود، د کلمو کارونه، شعري انځورونه او سمبولونه کارولي دي.
د پښتو شعر نامتو نوم غني خان ټول پېژني او له شعرونو سره یې کم څوک شته چې پېژند ګلوي و نه لري. د غني خان ځینې شعرونه د انسان د دننه (باطن) او د ژوند د بې مانا توب په ژورو دردونو کې رنګ شوي دي. زه غوره بولم د غني خان د شاعرۍ اکسپرسیونیستي اړخونو ته یو لنډ نظر واچوو.
غني خان د بهرني ښکلا پر ځای ډېر وخت د خپل دننني شور او زوږ یا ځوږ، درد او پوښتنو انځور وړاندې کوي. اکسپرسیونیستان هم همداسې د دننني حالتونو ښودلو ته مخه کوي.
د هغه په شعرونو کې انسان کله د “ګډوډ ذهن”، کله د “بې مانا ژوند” او کله د “روح د ژور ځوږ او شور” په بڼه څرګندېږي چې هغه د شعر په ژبه د خپل دنننۍ نړۍ انځور وړاندې کوي.
د غني خان په شعرونو کې د ژبې ماتیدنه او د احساساتو تندوالی لیدل کېږي دا په دې مانا چې د غني خان په شاعرۍ کې ژبه عادي او نرمه نه ده، بلکې کله کله ترې د ډېرو قوي احساساتو له امله ماتېږي، بدلېږي او نوې بڼې خپلوي. همدارنګه احساسات یې ډېر ژور، تند او زورور دي. د ژبې ماتیدل دا بیانوي چې نوموړی د دودیزې قافیې او قاعدو تابع نه دی. هغه ځینې وختونه نوي لفظونه جوړکړي، جملې یې لنډې یا اوږدې کړي. د قوي احساساتو د څرګندولو لپاره د ژبې له معمول نه وتی، یانې ژبه د ده د فکر او احساس تر فشار لاندې «ماته شوې» او نوې هنري بڼه یې ځانته خپله کړې. د هغه په شاعرۍ کې مینه، غصه، ښکلا، روحانیت او د انسانیت درد ډېر ژور دي.
هغه خپل احساس په نرمۍ نه، بلکې په زوره او شدت سره بیانوي یانې شعر یې له سړو احساساتو نه، بلکې د اور په شان له تودو جذباتو ډک دي.
د غني خان شاعري معمولي نه ده؛ نه یوازې د ژبې په جوړښت کې بدلون راولي، بلکې احساسات یې هم ډېر ژوندي، قوي او اغېزمن دي. غښتلي احساسات او ولولې د شعر دودیزه قافیه او وزن ماتوي او ترې وځي او دا هغه څه دي چې په اکسپرسیونیسم کې مهم بلل کېږي. هنر د ښکلا له پاره نه کارول کېږي، بلکې د روح د کړیکې د بیان د پاره کارول کېږي.
غني خان په خپل شعر کې د رنګونو، اور، لمبو، وینې او تورو سیورو ژبه کارولې ده. دا د اکسپرسیونیستي هنر د انځورګرۍ له ځانګړتیاوو سره ورته والی لري.
غني خان ډېر ځله د انسان د یوازیتوب، د ژوند د بې مانا والي او د الهي حقیقتونو په اړه ژورې پوښتنې مطرح کوي. دا د اکسپرسیونیستي ادب یوه اساسي ځانګړنه ده. په دې توګه، که څه هم غني خان ځان د کوم “مکتب” شاعر نه بولي، خو د هغه فکري او هنري اسلوب د اکسپرسیونیسم له روح سره نژدې دی. البته د یادونې وړ بولم چې د پښتو نور و زیاتو شاعرانو په خپله شاعرۍکې له اکسپرسیونیستي میتودونو څخه کار اخیستی چې دلته د موضوع د اوږدېدو څخه د مخنیوي له پاره په دې برخه کې همدومره توضیحاتو بسینه کوم.
د اکسپرسیونیسم اغېزه په انځورګرۍ یا نقاشۍ کې.
مخکې له دې چې د انځورګرۍ یا نقاشۍ په هنر کې د اکسپرسیونیزم پر اغېزو خبرې وکړو، اړینه ده څو د انځورګرۍ لنډه تاریخچه وړاندې کړو، څو وکولی شو د اکسپرسیونیزم د رول، مفهوم او هنري ارزښت په تړاو ښه درک تر لاسه کړو.
د انسان د لومړنیو پېژندل شوو انځورونو مخینه شاوخوا (۴۰)زره کلونو ته رسېږي. دا انځورونه د لویدیځې اروپا د «کانتابرین» په سیمه او د «اندونیزیا د سولواسي ټاپو د ماروس» په څمڅو کې موندل شوي دي. وروسته له هغې، د «اندونیزیا د کالیمنتان» په سیمه کې د صالح په څمڅه کې داسې انځورګري وموندل شوه چې د څېړونکو په باور (۴۰)زرو تر (۵۲) زرو کلونو پورې مخینه لري.
پر (۲۰۲۱) ز کال کې د اندونیزیا په یوه بله څمڅه کې د وحشي خنزیر انځور وموندل شو چې له (۴۵۵۰۰)کلونو زیات عمر لري. همدارنګه د انځورګرۍ پخواني شواهد د «شمالي استرالیا د آرنهم» په سیمه کې هم موندل شوي، چېرې چې د اوچر (سرې خاورې) کارول شوې ټوټې د (۶۰) زرو کلونو لرغونتیا لري. د «استرالیا په شمال لویدیځ کې د کمیبرلي» د چونې ډبرو په یوه پناه ځای کې د نقاشۍ ټوټه وموندل شوه چې له (۴۰)زرو کلونو زیاته مخینه لري.
په ټوله نړۍ کې د څمڅو انځورګرۍ بېلابېلې بېلګې شته ــ په «اندونیزیا، فرانسه، هسپانیا، پرتګال، ایټالیا، چین، هند، استرالیا، مکسیکو» او ګڼو نورو هېوادونو کې. په لویدیځ هنر کې د غوړ رنګ او اوبو رنګ نقاشۍ د موضوع او تخنیک له مخې پېچلي او بډای دودونه لري، او په ختیځ کې هم رنګه او دودیز رنګونه په پراخه بڼه کارول کېږي.
د عکاسۍ اختراع په انځورګرۍ ډېره ژوره اغېزه وکړه. له (۱۸۲۹)ز کال وروسته چې د لومړنۍ عکس اخیستنې تخنیک رامینځته شو، د عکاسۍ هنر په چټکۍ سره پراخ شو او د واقعي نړۍ د کره ثبتولو اصلي وسیله وګرځېدله. له همدې امله انځورګرۍ د واقعیت د نقل د تاریخي موخې یوه برخه له لاسه ورکړه. د (۱۹)مې پېړۍ په وروستیو او د (۲۰)مې پېړۍ په پیل کې د هنري خوځښتونو لکه «امپرسیونیزم، پوستامپرسیونیزم، فوویزم، اکسپرسیونیزم، کوبېزم او دادیزم ــ د رنسانس» له دودیز لید سره ټکر پیدا کړ.
په دغه مهال د ختیځ او افریقا نقاشیو د سټایل جوړونې اوږد تاریخ ته دوام ورکړ، خو د عکاسۍ له اختراع سره د دوی د بدلون اړتیا هم محسوسه شوه. که څه هم د معاصر هنر ډېری برخې له دودیزو لاسي صنایعو او مستند جوړونې څخه واټن نیسي، خو بیا هم انځورګري د هنر له ډګر څخه ونه ایستل شوه. په (۲۱)مه پېړۍ کې د نقاشۍ دوام، پراخوالی او تنوع دغه ټولې پخوانۍ اوازې ناسم ثابت کړې، چې ګواکې انځورګري د پای ته رسیدو په حال کې ده. په معاصر هنر کې د کثرت پلوۍ د نظریې له کبله د انځورګرۍ لپاره یو واحد نړیوال سبک شتون نه لري. هنرمندان د بېلابېلو تخنیکونو او ښکلا پېژندنو په مرسته داسې ارزښتناک اثار رامینځته کوي چې د خلکو او هنر بازار ته وړاندې کېږي.
لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، اکسپرسیونیزم هغه هنري سبک دی چې په کې هنرمند د عیني واقعیت د انځورولو پر ځای د خپلو احساساتو، دنننيو غبرګونونو او شخصي لید بیانولو ته لومړیتوب ورکوي. هنرمند دا کار د مبالغې، تحریف، تخیل، ابتدايي تمایلاتو، ژوندي او تندو رنګونو، او خوځنده یا تاوتریخجن حرکتونو له لارې ترسره کوي.
ځینې پښتانه انځورګران هم هڅه کوي چې له تیزو رنګونو، ګډوډو کرښو او خوځنده بڼو څخه کار واخلي، څو خپل دننني حالت او رواني تجربې بیان کړي ــ دا هغه ځانګړنې دي چې د اکسپرسیونیزم د هنر اغېزه په ښکاره ډول څرګندوي. د جګړې، کډوالۍ، بېکورۍ او ټولنیزو کړاوونو موضوعات د ډېرو معاصرو پښتنو نقاشانو په اثارو کې د تیزو او ژوندي رنګونو، مات شویو څېرو او دردناکو انځورونو له لارې بیان شوي دي. که څه هم په پښتو ادب او هنر کې اکسپرېشنیزم د یوه رسمي «ښوونځي» په توګه نه دی رامینځته شوی، خو د دې خوځښت ځانګړنې ــ لکه د انسان د دنننی درد او کړاو انځورول، د ژبې او بڼې ماتول، تیزو رنګونه کارول، او د ټولنیزو ستونزو منعکسول ــ د معاصر پښتو ادب، شعر، داستان او نقاشۍ په ګڼو نښیرونو او اثارو کې ښکاره څرګندېږي.
مسعود: ښه به وي که تاسو د اکسپرسیونیسم د ښوونځی د بنسټیزو قاعدو، ارونو، اصلي موضوع او ځانګړتیاوو، په تړاو خپل لید راسره شریک کړئ؟
پرهیز: لکه چې د مخه هم یادونه شوې د اکسپرسیونیسم ښوونځی پر (۲۰)مه
پېړۍ په ځانګړي ډول په جرمني کې راڅرګند شو. دې پېښې د یو هنري او فکري خوځښت په توګه د نړۍ پر هنري، ادبي او تیاتري ډګرونو ژوره اغېزه وښیندو. د دې ښوونځي موخه د انسان د باطني یا دنننیو احساساتو او رواني حالاتو را برسېره کول وو، نه د ظاهري واقعیتونو بیانول.
د اکسپرسیونیسم بنسټیز قواعد او ارونه:
دنننۍ نړۍ ته مخ اړول: اکسپرسیونیستانو د طبیعت او واقعیت کاپي نه کوله، بلکې د هنرمند د شخصي احساساتو او باطني کشمکشو او کشالو را سپړلو او بیانول ته مخه کوله.
د حقیقت تحریف: د رنګونو، شکلونو او کلمو په تحریف او د لوړې کچې غلو څخه په کار اخیستلو سره د انسان د روح ژورې تجربې انځورولې.
اعتراض او نیوکه: دې ښوونځی د ټولنیزو فشارونو، جګړو، صنعتي نظام او د انسان د سپېڅلتیا د له مینځ تلو په وړاندې غږ پورته کاوه.
فردیت او ازادي: د فرد د ازاد بیان او هنري خلاقیت ارزښت یې ډېر برجسته کاوه.
د اکسپرسیونیسم اصلي موضوع:
- د انسان یوازیتوب، وېره، اضطراب ، کړاونه او شخصي دردونه.
- د جګړې اغېزې او د تمدن په نوم د انسان ځپل کېدل.
- د روح او باطن ژورې پوښتنې: «زه څوک یم؟»، «ولې ژوند یم؟».
د اکسپرسیونیسم ځانګړتیاوې:
- په انځورګرۍ کې د تیاره او تیزو او غلیظو رنګونو کارول.
- د احساساتو د شدید ښودلو دپاره د نامنظمو کرښو او له مبالغې ډکو بڼو څخه کار اخیستل.
- په ادبیاتو کې: مبالغه، بې انډولې جملې، په کلمو کې د عواطفو دروند بار، د انسان دردونه او څړیکې.
- په تیاتر کې: د غږونو، حرکتونو او د صحنو د ډیزاین زیات تحریف شوي او غیر طبیعي کارونه.
اکسپرسیونیسم د هنر هغه ژبه ده چې د انسان د روح چیغې او کړیکې بیانوي. که رومانتیسم پر ښکلا ډډه لګوله، او رئالیسم پر واقعیت ، نو اکسپرسیونیسم په حقیقت کې د وجود د اضطراب، وېرې او د انسان د رواني دردونو ژباړه کوي. دا ښوونځی موږ ته یادونه کوي چې هنر یوازې د ښکلا لپاره نه، بلکې د انسان د باطني دردونو او پوښتنو د اورېدلو وسیله هم ده.
مسعود: تاسو د اکسپرسیونیستانو عقاید، موخې، اندې، لیدتوګي او مهمې ځانګړتياوې څه ډول ارزوئ؟ او دا راته وویاست دوی د نړۍ د کومو نامتو او پېژندل شویو لیکوالو له ادبي او هنري کارونو څخه اغیزمن شوي دي؟
پرهیز: د اکسپرسیونیستانو عقاید او موخې:
د باطني یا دنننیو احساساتو څرګندونه: د واقعیت څرګنده بڼه دوی ته مهمه نه وه؛ بلکې د انسان دننني دردونه، وېره، یوازیتوب، اضطراب او روحي کړکېچ د دوی د هنر لپاره د الهام اصلي سرچینه وه.
د بشري روح ژغورنه: دوی غوښتل د مادي تمدن، جګړو، صنعت او ښاري بې احساس توب پر وړاندې د انسان د روح ارزښت څرګند کړي.
ټولنیز او اخلاقي بیداري: دوی هڅه کوله چې د ادبیاتو او هنر له لارې د انسان د راتلونکي په اړه خبرداری ورکړي، او د یوې نوې، پاکې او عادلانه ټولنې غوښتنه وکړي.
انقلابي بڼه: د (رومانتېسم، ریالېسم او ناتوریالېسم) د پخواني هنري دود پر ضد یې سر پورته کړ، څو نوې ژبه او نوې بڼه پیدا کړي.
د دوی د اند او لید توکې کوم ول؟ د دوی له نظره نړۍ یوه ګواښوونکې، ګډوډه او ظالمانه فضا درلوده. د انسان یوازیتوب او بې هدف والي ته یې ډېره پاملرنه کوله. دوی باور درلود چې هنر یوازې د ښکلا سره سر اوکار نه لري، بلکې باید د انسان د وجودي حالت ژورانځور جوړ کړي.
مهمې ځانګړتياوې:
د اغراق او سمبول کارول: د واقعیت مسخ کول، مبالغه او سمبولونه د دوی د سبک بنسټ و.
تېاره او ګډوډه فضا: په نقاشۍ، تیاتر او ادب کې د وېرې، مرګ او رواني ګډوډۍ انځور ډېر لیدل کېږي.
ازاد فورم: په شعر او ډرامه کې د وزن، قافیې او دودیزې ژبې د دود ماتول.
ژبه او تصویرونه: سخته، تاوده او کله ناکله د ستغې او سپورې ژبې کارول.
موضوعات: جګړه، ښاري ژوند، د انسان نهيلۍ، ژور روحي درد او د راتلونکي په اړه تور لید .
اکسپرسیونیستان د چا له کارونو څخه اغېزمن شوي دي؟
- اکسپرسیونیستانو د نړۍ له ګڼو لیکوالو، فیلسوفانو او هنرمندانو څخه الهام اخیستی، چې تر ټولو مهم یې دا لاندې دي:
- فریدریش نیچه (Nietzsche): د «ستر یا سوپر انسان» نظریه، د اخلاقو او دودونو ماتول.
- فېودور داستیوفسکي (Dostoevsky): د انسان د رواني کړکېچ ژور انځورونه.
- هنریک ایبسن (Ibsen): د ډرامې نوې بڼه او د فرد د ازادۍ مسایل.
- اوګسټ سټرېندبرګ (Strindberg): د درامې تجربوي بڼه او د انسان د روح کړاوونه.
- وان ګوخ (Van Gogh): د رنګونو او احساساتو چاودنه په انځورګرۍ کې.
- ایډوارډ مونک (Edvard Munch): د «کړیکې» (The Scream) په څېر اثار د اکسپرسیونیستانو لپاره د الهام سرچینه وګرځېدل.
- د موسیقۍ په برخه کې ریچارد واګنر (Richard Wagner) او وروسته شوینبرګ (Arnold Schoenberg) د دوی پر فضا اغېز لرلې.
اکسپرسیونیستان او ادب:
په شعري ادب کې اکسپرسیونیسم هغه ادبي او هنري بهیر دی چې د واقعیت د عیني انځورولو پر ځای د شاعر یا لیکوال د دنننیو احساساتو، روحي فشار، وېرې، تښتې، درد او شور څرګندولو ته ډېره پاملرنه کوي.
په شعر کې د اکسپرسیونیسم مهمې ځانګړنې دادي:
- د باطني (دننني) احساساتو بیان
شاعر خپل دننني حالات لکه اضطراب، مایوسي، ویره او پارېدنې بیانوي. له دودیزو جوړښتونو څخه سرغړونه کوي، وزن، قافیه، منظم جوړښت او کلاسیک بڼه ډېر وخت له پامه غورځوي.
- اغراق او سمبولونه
د عادي صحنو پر ځای پیاوړي او تکان ورکوونکي انځورونه کارېږي.
- تیاره او ناآرامه فضا
شعر اکثره د ښار د ځوږ، جګړې، ماشینی ژوند او روحي ګډوډۍ انځور بیانوي.
- شخصي زاویه
حقیقت د شاعر د نظر او احساس له لارې وړاندې کېږي، نه د عیني واقعیت له مخې.
ولې اکسپرسیونیسم رامینځته شو؟
د صنعتي انقلاب وروسته کله چې انسان معنویت له لاسه ورکړ، جګړې او ټولنیزې ترینګړتیاوې (په ځانګړي ډول د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال). هنرمند او شاعر د فردي روح او درد لپاره د بیان نوې لارې په لټون کې شو.
مشهور اکسپرسیونیستي شاعران:
- ګئورګ تراکل (Georg Trakl)
- ګوتفرید بن (Gottfried Benn)
- ایوګن او نیل (په ډرامه کې)
په فارسي کې ځینې د نیما یوشیج ازاد شعرونه ورته نږدې ګڼل کېږي.
په پښتو کې اغېزه
که څه هم په پښتو کې مستقیم «اکسپرسیونیستي ښوونځی» شتون نه لري، خو د ځینې معاصرو ازاد شاعرانو په شاعرۍ کې د دننني احساساتو د شدید بیان، آزادې بڼې او سمبولیکې ژبې کارونه د اکسپرسیونیسم رنګ له ځانه سره لري.
نو په ټولیزه توګه ویلی شو چې اکسپرسیونیسم په شعر کې د احساساتو د ژور بیان، سمبولیکې ژبې، ازاد جوړښت او د انسان د دننني نړۍ د توفان انعکاس دی. دا ښوونځی د ښکلا تر څنګ د شاعر د روح غږ دی چې نړۍ بده او ګډوډه ښکاره کوي.
مشهوره شاعران:
- جورج تراکل( Georg Trakl) د ناامیدۍ او تور ې فضا شاعر.
- الزه لاسکر-شولر ( Else Lasker-Schüler )د جرمني د ښځینه مهمو شاعرانو څخه ده.
- گوتفرید بن( Gottfried Benn) په خپلو شعرونو کې د انساني بدن، مرګ او ژوند توره بڼه انځوروله.
د ډرامې په برخه کې
د ډرامې موضوعات ډېر وخت د ښاري انسان ناوړه حالت، استبداد، جګړه او یوازیتوب په نظر کې نیسي. د اِکسپرېسیونیستي ډرامو خوځښت د شلمې پېړۍ په پیل کې په اروپا، په ځانګړي ډول جرمني کې رامینځته شو. دا ډرامې د حقیقت د مستقیم انځور پر ځای د دنننیو احساساتو، روحي فشارونو او ټولنیزو ستونزو د ښکاره کولو هڅه کوله. د واقعیت پر ځای یې احساس، چیغه، اعتراض او سمبولونه کارول.
د اکسپرېسیونیستي ډرامو مهم موضوعات:
- صنعتي ټولنه او د انسان بېارزښته کېدل، د ماشینونو او نظام له امله د انسان فردیت له مینځه تلل.
- د فرد یوازیتوب او رواني کړیکې، د انسان دنننۍ جګړه، اضطراب، وېره او ګډوډ فکرونه.
- د ټولنیزو او سیاسي نظامونو پر ضد بغاوت، پر حکومت، پوځ، کلیسا او نورو واکمنو جوړښتونو نیوکه.
- اخلاقي او وجودي پوښتنې، زه څوک یم؟، ژوند څه مانا لري؟
- مړینه، ویره او د راتلونکې تیاره تصویر، د جګړو او ټولنیزو بدلونونو ویرونکي انځورونه.
د اکسپرېسیونیستي ډرامو مهم درامه لیکونکي:
ګئورګ کایزر (Georg Kaiser) تر ټولو مهم او مخکښ اکسپرېسیونیستي ډرامه لیکونکی ګڼل کېږي. د هغه مشهور کارونه:« Von morgens bis mitternachts» له سهاره تر نیمې شپې.
نور مهم لیکوالان:
- ارنست تولر (Ernst Toller) – سیاسي او انقلابي ډرامې.
- اوګست سټرېندبرګ (August Strindberg) – د رواني درامې مبتکر، د اکسپرېسیونیسمم مخکښ الهام بښوونکی.
- اوسکار کوکوشکا (Oskar Kokoschka) – تجربي او سمبولیک ډرامې.
- فرانک وېدېکینډ (Frank Wedekind) – د ټولنې پر اخلاقو توندې نیوکې.
- ګئورګ کایزر د دې خوځښت تر ټولو مهم درامهلیکونکی ګڼل کېږي.
- گئورگ کایزر( Georg Kaiser)د ټولنیزو او فلسفي موضوعاتو ډرامهلیکونکی.
- ارنست تولر (Ernst Toller ) د انقلاب، ټولنیز عدالت او انسان د روح په اړه یې ډرامې لیکلې.
- اسکار کوکوشکا ( Oskar Kokoschka ) هم ډرامه لیکله او هم یو لوی نقاش وو.
د ناول په برخه کې:
د ناولونو فضا تیاره او د جګړې تر اغېزې لاندې ده. لیکوال د انسان رواني کړکېچونه، د ښاري تمدن ظلمونه او د راتلونکي وېره انځوروي.
د ناول په برخه کې هم اکسپرسیونیسم ژوره اغېزه درلوده. که څه هم دا بهیر ډېر په ډرامه او نقاشۍ کې مشهور دی، خو د ناول لیکوالانو هم د همدې سبک له لارې د انسان د دنننۍ نړۍ د انځورولو هڅه کړې ده.
د اکسپرسیونیستي ناول موخې :
- د انسان د دنننيو احساساتو بیان،د ظاهري حقیقت پر ځای د شخصیت دنننۍ ویرې، درد او ګډوډۍ ښکاره کول.
- د عصري نړۍ پر ضد غبرګون، صنعتي ټولنه، جګړې، ښاري فشارونه، او د انسان بې ارزښته کول.
- د اخلاقي او وجودي پوښتنې راپورته کول، د ژوند مانا څه ده؟، انسان ولې کړاو ویني؟
- انفرادي تجربې ته لومړیتوب ورکول، د ټولنې د اصولو پر ځای د فرد شخصي تجربې او احساساتو مهم ګڼل.
- د ژبې او جوړښت ماتول، د دودیز روایت پرېښودل، نا منظمې جملې، تکرار، چیغې، سمبولیکه ژبه.
د اکسپرسیونیستي ناول ځانګړنې:
د وخت او ځای ماتول (غیر خطي کیسه)،د شخصیت پر ذهن ورته سمبولیک او تمثیلي صحنې، توره فضا، اضطراب، ویره.
یانې کیسه په عادي ترتیب نه روانېږي. پیل، منیځ او پای منظم نه وي. لیکوال د وخت کرښه ماتوي، یو ځای له اوس نه تېر ته ځي، بیا له خیال نه حقیقت ته راځي. پېښې د کره زماني ترتیب پر ځای د احساساتو او داخلي روان له مخې وړاندې کېږي.
سمبولیک او تمثیلي صحنې چې د شخصیت له ذهنه سرچینه اخلي: یانې ډېرې پېښې او انځورونه په واقعي نړۍ نه وي، بلکې د کرکټر له ذهن، خیال، وېرې، یادونو او رواني حالت نه جوړېږي. هره صحنه یو سمبول وي، یو تمثیل وي چې د کوم احساس، وېرې، یا داخلي ټکر استازیتوب کوي.
توره فضا، اضطراب او ویره: اکسپرېسیونیستي ناولونه معمولا یو دروند، تیاره، تشویشناک او ناآراموونکې فضا لري. کرکټرونه په فشار، ګډوډۍ، رواني تشویش او د ژوند له بېمانا توب سره مخ وي.
یانې که یو ناول د وخت خطي جوړښت مات کړي، د کرکټر له روان څخه تمثیلي نړۍ جوړه کړي، او د تیارو، ویرې او داخلي فشار فضا ولري، نو دا د اکسپرېسیونیستي ادبي ښوونځي ځانګړنې دي. دا ښوونځی د واقعیت د ښکاره بڼې پر ځای د انسان د باطني احساساتو او ذهني کړاو انعکاس ته ډېره پاملرنه کوي.
مهم اکسپرسیونیستي ناول لیکوالان:
فرانز کافکا (Franz Kafka) تر ټولو اغېزناک لیکوال. ناولونه یې د انسان بې وسي، اداري ظلم او وجودي ویرې انځور جوړوي. مشهوره نښترونه :محاکمه، کلا،بدلون/مسخ.
جېمز جوېس (James Joyce) – که څه هم بشپړ اکسپرسیونیست نه دی، خو د رواني جریاني سبک له امله نږدې دی.
اندرې ژید (André Gide) – فرانسوي لیکوال، داخلي ازادۍ او اخلاقي تضادونه را اخلي.
آلفریډ دوبلن (Alfred Döblin)مشهور اثر: برلین الکساندرپلټز «Berlin Alexanderplatz» ، ښار، فشار، ګډوډ فکرونه.
ارنست تولر (Ernst Toller) که څه هم ډرامه لیکونکی و، خو ناول کې هم تجربې درلودې.
د اکسپرسیونیستي ناول اغېزې:
دغه ناول د وجودیت لپاره لاره هواره کړه. دمدرنیسم په ادبیاتو کې یې دنننۍ نړۍ ته پاملرنه زیاته کړه. د رواني څېړنې او فکري ژوروالي نوی باب یې پرانېست. په لنډه توګه په ناول کې اکسپرسیونیسم د انسان د ذهن، وېرې، یوازیتوب او د ټولنې د فشار ژور انځور وړاندې کوي. فرانز کافکا د دې سبک تر ټولو لوی استازی ګڼل کېږي.
اکسپرسیونیسم په پښتني هنر کې:
پښتنی هنر ،که هغه شاعري وي، که انځورګري، موسیقي یا افسانه، د احساساتو ژوره منبع ده. نو پوښتنه دا ده، ایا پښتني هنر اکسپرسیونیستي ځانګړنې لري؟ ځواب هو دی، ویلی شو په ډېرې قوي بڼې! په دې برخه کې د اکسپرسیونیسم اصول دمخه تشریح شوی خو یو ځل بیا ستاسې پاملرنه ور اړوم. ځکه په پښتنې ټولنه کې د اکسپرسیونیستي نظریو د پوهیدو لپاره اړین بلل کېږي.
پښتني ټولنه د تاریخ په اوږدو کې، جګړې، مهاجرت، بېلتون، مینه او وفاداري، ټولنیز ظلم او ستم تجربه کړي دي. دا تجربې د دنننیو احساساتو شتمنه سرچینه ده. له همدې امله پښتني هنرمند یوازې طبیعت نه انځوروي، بلکې د زړه درد او کړکې وړاندې کوي، دا په واقعیت کې اکسپرسیونیسم دی. دلته به په بیلو ډګرونو کې څو بېلګې وړاندې شي.
لومړی به په پښتو شاعرۍ کې اکسپرسیونیسم ته کتنه وکړو. غني خان، د پښتني اکسپرسیونیسم ستر استازی دی. غني خان د رنګ، تصور او فلسفې شاعر دی. هغه د انسان د روح ژور تصویر وړاندې کوي. همدارنګه اجمل خټک او سلیمان لایق د سیاسي اکسپرسیو نیسم پیاوړی استازیتوب کوي. دوی د ظلم، ستم، ټولنیزې نابرابرۍ، مهاجرتونو او جګړو ژور احساسات بیان کړي دي. په لره او بره پښتونخوا کې د زیاتو معاصرو شاعرانو په شعرونو کې د اکسپرسیونیسم ژورې اغیزې پرتې دي.
اکسپرسیونیسم په پښتني انځورګرۍ کې:
که څه هم پښتني بصري هنر لږ ثبت شوی، خو په معاصر انځورونو کې لاندې ځانګړنې لیدل کېږي چې ځنې یې دادي: تند سور، تور او ژیړ رنګونه، د انسان مخونه تحریف شوي، د جګړې او درد بې نظمۍ صحنې، رواني ګډوډي.
یو معاصر پښتون انځورګر داسې انځور جوړوي چې یو ماشوم د لوګي او اور تر مینځ ولاړ وي، د ماشوم مخ دقیق نه ښکاري، یوازې د سترګو درد ښکاري. دا خالص اکسپرسیونیسم دی.
اکسپرسیونیسم په موسیقۍ او ولسي ټپې کې :
که څه هم پښتني ټپې او موسیقي د لوېدیځ د اکسپرېسیونیستي ښوونځي تقلید نه کوي، خو د احساساتو شدت، سمبولیزم، د ذهن رواني نړۍ، د تیارو فضاوو جوړول، او د وخت او ځای غیر خطي بیان له مخې له دې ښوونځي سره طبیعي ورته والی لري.
په لاندې څو ټپو کې د اکسپرسیونیسم ژور انځور پروت دی.
تا را ته ایښي په زړګي سوي داغونه، ګودرَه وران شې، تل دې یادومه
سوي داغونه: خالص دنننی درد دی،اکسپرېسیونیستي هنر تل د انسان دنننیو ټپونو ته انعکاس ورکوي.
ګودره وران شې: ګودر سمبول دی (د لیدو ځای، د امید ځای). ورانول یې د روح د ماتېدو تمثیل دی. د کرکټر ټول فشار او رواني تیاره په شاعرانه چیغه راڅرګندېږي. دا عادي روایت نه دی، بلکې د احساساتو په تمثیل بدل شوی واقعیت دی.
سپوږمیه سروهه راخيږه، یار مې د ګلو لو کوي، ګوتې رېبینه
په دې لنډۍ کې سپوږمۍ، د امید، ښکلا، او د احساساتو د روښانه کولو سمبول دی.
«یار د ګلو لو کوي»، یو خیالیز،غیر واقعي انځور دی، چې د مینې احساس تشریح کوي.
«ګوتې رېبینه» ، د مینې شدت او رواني خوځښت دی .
عالمه رایشې، مخ راتور کړئ – ما د بې ننګو یاري کړه، وشرمېدمه.
عالمه رایشې: د لنډۍ ویوونکی نړۍ ته غږ کوي، دنننی فشار چې د چیغې بڼه لري.
مخ راتور کړۍ: دا د شرم رواني تصویر دی، دلته د ویونکي هدف دا نه دی چې خلک راشي او د هغې مخ تور کړي. په پښتنې چاپیریال کې د هغه چا مخ توروي چې ډېر ناوړه او بد کار یې کړی وي. ننګ او غیرت په پښتنې چاپیریال کې خپل ارونه او معیارونه لري چې ټول پښتانه یې باید بې له توپیره رعایت کړي، له دغه ارونو او معیارونو سرغړونه درنه سزا لري چې مخ تورول یې یوه بېلګه ده. ویونکې دومره ځان تر روحي فشار لاندې احساسوي چې د بې ننګو سره د یارۍ په جرم ځان د مخ تورولو د درانده سزا وړ بولي. د بې ننګو یاري: ځان ملامتول، وجدانی فشار دی.
موزي په مینه څه پوهېږي- په نس یې موړ کړه، تر سهار کوي خوبونه
طنز د باطني درد د پټولو یوه رواني وسیله ده. د «نس مړول»تر وړاندې «خوبونه» ، په یوه ساه کې متضاد انځورونه دي. دا تضاد د کرکټر د ذهني فشار او بې ثباتۍ نښه ده. اکسپرېسیونیزم ډېر کله د طنز، اغراق او تمثیل له لارې د انسان دنننۍ جګړې بیانوي. د وخت او ځای ماتول، دلته نه دی ویل شوی، چې دا شپه د کومې پېښې شپه ده، د موزي خوبونه ولې د قهر او غوسې سبب کېږي د طنز په ژبه بیان شوي، کوربه د څه هیله او تمه لرله. پوره څرګند روایت نشته، یوازې احساس شتون لري. اکسپرېسیونیزم د کیسې پر ځای د احساساتو «وخت» مهم ګڼي.
په موسیقۍ کې رباب او سرېنده:
د موسیقۍ په دغه آلو کې د انسان ژور دردونه او غمونه غږول کېږي، اوږد «آسویلی»، اوښکې، او د روح ژور سوز. د رباب او سرینې په موسیقۍ کې اکسپرېسیونیسم هغه مهال څرګندیږي چې هنرمند د ښکلا دودیز قواعد، منظمې نغمې او کلاسیک رواجونه پرېږدي او پر ځای یې د احساساتو ژور، توند، شخصي او ډراماتیک بیان ته لومړیتوب ورکړي.
اکسپرېسیونیسم د هنر او موسیقۍ هغه بهیر دی چې هدف یې د ښکلا دودیز انځورول نه بلکې د انسان دنننی اضطراب، هیجانات، وېره، د خیال نړۍ، او رواني فشار په ډېر روښانه، ځینې وخت ناسم او د بڼه غږونو سره بیانول دي.
په رباب کې د اکسپرېسیونیسم ځانګړنې: کله چې رباب د اکسپرېسیونیستي طرز لپاره وکارول شي، رباب نرم، دردمن او ژور غږ لري. ځانګړنې په لاندې بڼه څرګندېږي:
- مات او نابرابر نغموي حرکت
- د منظم رَوانې راګ د تال پر ځای، غږونه ناڅاپه پورته او ښکته کېږي.
- ګامونه ناڅاپي بدلون کوي، لکه د احساساتو چاودنه.
- د آرکو (bow) او ګوتو تیز فشار
- د رباب تارونه په تیز فشار، چغې ته ورته غږونه تولیدوي.
- دا غږونه غرغره، ژړا او چیغې ته نږدې احساس ورکوي.
د ټون سختول او تودول
- روښانه، خو تیز او ناوړه ټونونه
- ځینې ځایونه ډېر نرم، لکه پوښتنه یا درد
- دا تضاد د انسان په دننه نړۍ کې د جګړې احساس څرګندوي.
په سرينده کې د اکسپرېسیونیسم ځانګړنې
سرینده ځکه ډېر خفه، تیاره او ژوره انګازې لري، نو د اکسپرېسیونیست د بیان لپاره مناسب وسیله ده.
- اوږده، ځنډېدلې او خفه نغمې
- د اوږدو او کش شوو غږونو کارول چې د اضطراب احساس زیاتوي.
ناڅاپي لوړوالی یا ژوروالی
- غږونه ښايي یو ځای ډېر ارام وي، او بیا په ناڅاپي ډول لوړ او فشار لرونکي شي.
د خولې او تنفس تخنیکي اغېزې
- د ساه اخیستو چټک بدلون
- د سرینې په بلب باندې بېلابېل فشارونه
دا ټول د رواني کشمکش څرګندویي کوي.
په ګډه د (رباب او سرينده) اکسپرېسیونیستي موسیقي څنګه ښکاري؟
- نابرابر تال
- تال نه منظم وي، نه دودیز، بلکې د احساساتو له مخې بدلېږي.
د ډراماتیک احساساتو ټکر
- رباب د زړه د ژور درد استازیتوب کوي.
- سرينده د رواني بې ثباتۍ یا اضطراب بیان کوي.
- دواړه یو ځای د انسان د باطني نړۍ تصویر جوړوي.
- د دودیز مقام یا راګ ماتول، د مقام حدود ماتېږي.
- نغمه د ورکېدو احساس ورکوي، لکه یو کس چې په خپل ذهن کې ورک وي.
نو په لنډه توګه ویلی شو چې اکسپرېسیونیسم په رباب او سریندې کې هغه وخت رامینځته کېږي چې موسیقي د ښکلا په دودونو ولاړه نه وي، بلکې د انسان د دننني درد، ځوریدنې، وېرې، هیجان او رواني حالت په شدید او ناسم غږیز بیان ولاړ وي.
اکسپرسیونیسم په پښتني کیسو او ادبیاتو کې لکه غرني داستانونه:
ځینې کیسې وېره، غچ او ظلم په ژوره رواني بڼه بیانوي. کرکټرونه «ښه او بد» نه وي، بلکې روحي کشمکش لري.
عصري ناولونه: د جګړې رواني اغېزې، د مهاجرت درد، ټولنیز خپګان منعکسوي.
ولې پښتني هنر اکسپرسیونیستي کېږي؟ دلته څو مهم عوامل شته چې دې پوښتنې ته روښانه ځواب ور کوي.
اکسپرېسيوېنزم د هنرمند دننني احساساتو، درد، ویرې، مینې او د وجودي پوښتنو څرګندونه کوي. پښتنۍ ټولنه د جګړو، کډوالۍ، عزت، غیرت او قربانۍ له تجربو ډکه ده. همدا تجربې هنرمند ته ژور احساسات ور په برخه کوي چې په هنري کار کې په ټينګه څرګندېږي.
اکسپرېسيونسم ظاهري واقعيت نه دې، بلکې معنوي او دننني حالت ته لومړیتوب ورکوي. پښتني شعر، موسیقي او نقاشي ډېری وخت د زړه حال، درد او تصوفي فکرونه منعکسوي (دنننی حقیقت).
کله چې مستقیمه کره کتنه یا خبرې ممکن نه وي، هنرمند د رمزي ژبې، رنګونو او مبالغې څخه کار اخلي. دا طریقه اکسپرېسيوېنزم ته نږدې ده. پښتنی هنر ډېری وخت تابو موضوعات په رمزي بڼه وړاندې کوي.
پښتانه له پخوا احساساتي شاعران دي. د رحمان بابا، خوشحال، غني خان او معاصرو شاعرانو شعرونه له د نننیو کشمکشونو، ځان موندنې او د هستۍ د پوښتنو څخه ډکې دي. دا ټول د اکسپرېسيوېنزم مرکزي ځانګړنې دي.
په پښتني مينياتوري، انځور او موسیقۍ کې تیز رنګونه/نوټونه او ژور تضادونه کارول کېږي. اکسپرېسيوېنزم هم د همدې مبالغې او دراماتيک ښودلو هنر دی.
له دې خبرو داسې پایله تر لاسه کوو چې پښتنی هنر د خپلې ژورې احساساتي، فلسفي او ټولنیزې تجربې له امله په طبیعي ډول اکسپرېسيوېنستي ځانګړنې خپلوي او خپلې کړې دي. دا یو شعوري پرمختګ نه، بلکې د فرهنګي روان انعکاس دی.
اکسپرسیونیسم یوازې یو لوېدیځ سبک نه دی، بلکې د انسان د روح ژبه ده. پښتنی هنر ، له غني خان څخه تر ولسي ټپو او معاصر انځورګر پورې د احساساتو ژور بیان کوي. نو ویلی شو چې پښتنی هنر په فطري ډول اکسپرسیونیستي دی.
دې پوښتنو ته ځوابونه کولی شي، د پښتني هنر لپاره نوې علمي ژبه او د پښتو ادب معاصر تفسیر وړاندې کړي او د هنرمندانو لپاره خپل سبک پېژندنه اسانه کړي
مسعود: تاسو د اکسپرسیونیسم د لیکوالو، ادیبانو او هنرمندانو، د اندونو، باورونو او لید توګو توپیر او نږدېوالۍ د سمبولیسم، ریالیسم او امپرسیونیسم له لیکوالو، ادیبانو او هنرمندانو سره څنګه ارزوئ؟ مهرباني وکړئ د دوی د نوموتو او پېژندل شویو ادبي او هنري نښیرونو(اثارو) د ځانګړتیاوو په اړه لنډ معلومات راکړئ.
پرهیز: د اکسپرسیونیسم، سمبولیسم، ریالیسم او امپرسیونیسم د لیکوالو، ادیبانو او هنرمندانو د اندونو، باورونو او لید توګو تر مینځ توپیرونه او نژدېوالۍ شتون لري چې لاندې به د هغوی د پېژندل شویو اثارو ځانګړنې او بېلګې وړاندې کړم.
ریالیسم:
د ریالیسم موضوعګانې یا مینځپانګې د دې ادبي مکتب بنسټ جوړوي. ریالیسم هغه ادبي لوری دی چې د ژوند او واقعیت ښودلو ته ډېره پاملرنه کوي، یانې لیکوال یا شاعر هڅه کوي نړۍ لکه څنګه چې ده، بې له سینګار، مبالغې او خیالجوړونې وړاندې کړي. راځئ دا موضوعګانې یو په یو تشریح کړو.
د واقعیت ښودنه لکه څنګه چې ده: په ریالیزم کې لیکوال یا شاعر هڅه کوي چې د ژوند صحنې، خلک، چاپېریال او پېښې په حقیقي بڼه وښيي. پکې د خوبونو، خیالونو او مبالغو پر ځای حقیقت او ورځنی ژوند انځورېږي. یو ریالېسټ لیکوال به د یوې کورنۍ بې وزلي، د ښار دوړې، یا د کارګر ستړیا داسې انځور کړي لکه څنګه چې لوستونکی یې په خپلو سترګو ویني.
ریالېسټ لیکوال د ټولنې رښتینې ستونزې بیانوي. د بېوزلۍ، ظلم، بېعدالتۍ، ناپوهۍ، د ښځو د حقونو نشتوالی، او اداري فساد په څېر موضوعات پکې ځای لري. دوی غواړي خلک د خپلو ټولنیزو حالتونو څخه خبر کړي او فکر کولو ته یې وهڅوي.
په ریالیزم کې د انسان عادي ژوند ته ډېره پاملرنه کېږي. د خلکو ورځنۍ مبارزې، کار، کورنۍ اړیکې، مینه، درد او خوښي د دې ادبي ښوونځی اصلي مینځپانګه ده. هدف دا دی چې لوستونکی د کیسې یا شعر له کرکټرونو څخه ځان پوه او له هغو سره شریک احساس کړي.
ریالېسټان باور لري چې ټولنه د شتمنو او بېوزلو په بېلابېلو طبقو ویشل شوې ده. دوی هڅه کوي د دې طبقو ترمینځ توپیر، ظلم او نابرابري په هنري خو رښتینې بڼه انځور کړي. د کارګر، بزګر او بې وزله خلکو ژوند ته پکې ځانګړې پاملرنه کېږي.
نو په لنډه توګه ویلی شو چې ریالیزم یو داسې مکتب دی چې د ژوند رښتینی انځور وړاندې کوي، د انسان د واقعي احساساتو او ټولنیزو ستونزو غږ پورته کوي، او د لوستونکي د ذهن د بدلولو هڅه کوي.
لیکوالان او اثار:
ګوستاف فلوبر (Gustave Flaubert) : له ژوند څخه د یوې ښځې د نا رضایتۍ انځور.
( Madame Bovary)
لېو تولستوی: جګړه او سوله،د جګړې او ټولنې ژور انځور وړاندې کوي.
چارلز ډيکنز Oliver Twist : د انګلستان د صنعتي دوران ټولنیزې ستونزې.
امپرسیونیسم:
د لید بڼه، په هنر او لیکوالۍ کې د طبیعت او شیبو د چټکو اغېزو ښودل. د رنګونو، رڼا او احساساتو لنډ انعکاس. لاندې به امپرسیونیسم ته د نقاشۍ په هنر او د لیکوالۍ په ادب کې لنډه رڼا واچوو.
امپرسیونیسم له فرانسوي کلمې« impression » تاثر یا اغېزې څخه اخیستل شوی، چې مانا یې له انځور یا احساساتي اغېزې څخه عبارت ده. یانې هنرمند یا لیکوال هڅه کوي د یوې شېبې لنډ او ژور احساس وښيي، نه دا چې شیان په دقیقو کرښو یا مفصلو توضیحاتو بیان کړي. په بل عبارت، امپرسیونیستان هڅه کوي هغه څه وښيي چې سترګې او زړه یې په یوه شیبه کې احساسوي، نه دا چې عقل یې وروسته تحلیلوي.
په امپرسیونیستي هنر کې رڼا، رنګ او فضا خورا مهم رول لري. د ورځې وخت، د لمر وړانګې، د باران وروسته لندبل، د سیوري خوځښت، دا هر څه د هنرمند د احساس د بدلون لامل ګرځي. د امپرسیونیستانو هدف دا نه و چې ونې او غرونه دقیق رسم کړي، بلکې هغه احساس چې په هماغه شېبه کې د طبیعت له رڼا او رنګ څخه اخیستل شوی، وښیي. کلود مونه (Claude Monet) به یو ځای په ورځ کې څو ځله انځور جوړوه، ځکه د لمر په بدلېدو سره رنګونه او احساسات هم بدلېدل.
په ادب کې، امپرسیونیسم د احساساتي او ذهني تجربو لنډ انځور دی. لیکوال پېښې په تفصیل نه بیانوي، بلکې د انسان په ذهن او احساس تمرکز کوي.
مهمې موضوعګانې:
د شیبې لنډ خو ژور احساس (لکه په زړه د لمرلوېدو د منظرې اغېزه)، د طبیعت بدلونونه او له هغې سره د انسان د احساساتو تړل، د ذهني حالتونو نازک بیان (لکه حیرانتیا، ویره، مینه، خفګان، یا چپتیا)، د رڼا او رنګونو عاطفي اغېزې، د ژوند لنډوالی او د وخت تېریدل.
لیکوال هڅه کوي د لوستونکي ذهن ته داسې احساس ورکړي لکه هغه هماغه منظرې ته ناست وي او د رڼا او احساس بدلونونه په خپله حساسوي.
د امپرسیونیستي سبک ځانګړتیاوې
- لنډ او نرم بیان: توضیحات باید اوږده نه وي، بلکې لنډې او حس پارونکي وي.
- احساساتي فضا، له عقل نه زیات، له زړه او احساسه خبرې.
- غیرمستقیمه مشاهده، لیکوال د شیانو بشپړ حقیقت نه ښيي، بلکې خپل احساسات وړاندې کوي.
- د ژبې موسيقيت، جملې نرمه او همغږي بڼې لري او د شعر په څېر خوځنده وي.
- د واقعیت پر ځای د احساس انعکاس، دا د ریالیسم برعکس دی؛ ریالیسم حقیقت ښيي، خو امپرسیونیسم د حقیقت اغېزه ښيي.
- ژور تحلیل: د امپرسیونیسم فلسفي بڼه ده .په ژور ه فلسفي کچه، امپرسیونیسم وايي چې «حقیقت یو ثابت شی نه دی، بلکې د هر انسان په ذهن کې د احساس او وخت له مخې بدلېدونکی انځور دی»، یانې نړۍ لکه څنګه چې ته یې ویني، هماغه ستا حقیقت دی، نه دا چې هر څوک یې یو ډول وویني. له همدې امله، امپرسیونیسم د فردي درک، شخصي احساس او شېبې د ارزښت فلسفه ده.
د امپرسیونیسم موضوع ګانې په لنډه توګه دا دي:
- د طبیعت د رڼا او رنګ لنډې اغېزې
- د انسان احساساتي حالتونه
- د شیبو ژور انعکاس
- د ژوند لنډوالی او د شېبو تېرېدنه
- د هنرمند د ذهن او طبیعت ترمینځ بې له ځنډه اړیکه
امپرسیونیسم د هنر هغه بڼه ده چې وایي: «ښکلا د حقیقت په تفصیل کې نه، بلکې د شېبې په احساس کې ده.»
هنرمندان او نښترونه یې:
کلود مونه: Impression, Sunrise د امپرسیونیسم نوم له همدې تابلو څخه اخیستل شوی.
پییر اوګست رینور Pierre-Auguste Renoir : د ورځني ژوند خوشحاله صحنې.
ادبي اغېزه: په شعر او نثر کې د چټکو اغېزو، طبیعي منظرو او لنډو عواطفو ښودنه.
ځانګړتیا: د دقیقو جزیاتو پر ځای د شیبې رڼا او حس انځورول.
سمبولیسم :
سمبولیزم پر واقعیت ډه ډه نه لګوي، بلکې پر باطني احساساتواو معنوي نړۍ ډه ډه لګوي او د اسرارو د څرګندولو له پاره سمبولونه (نښې) کاروي.
سمبولیزم د (۱۹) مې پېړۍ په پای کې په فرانسې کې د یو ادبي او هنري غورځنګ په توګه راڅرګند شو. دا ښوونځی د ریالیسم او نیچورالیسم پر خلاف و، ځکه چې هغه ښوونځيو د ظاهري واقعیت د ښودلو هڅه کوله، خو سمبولیسم د باطني حقیقت او اروايي نړۍ د بیانولو هڅه کوي. په بل عبارت، سمبولیزم وايي: د«هر ظاهري شي تر شا یوه پټه مانا، یو معنوي یا اروایي حالت او له ارزونو ډک پیغام پروت دی.» نو هنرمند یا شاعر د واقعیت پر ځای د سمبولونو، نښو او تمثیلي انځورونو له لارې خپل دننني احساسات او اروایي تجربې څرګندوي.
د سمبولیسم هدف دا نه دی چې نړۍ لکه څنګه چې ده داسې وښيي، بلکې داده چې د انسان د روح ژورې تجربې برسېره کړي؛ د حقیقت پټې څېرې څرګندې کړي؛ د کایناتو معنوي رازونه په غیرمستقیم ډول بیان کړي؛ او د لوستونکي احساسات د رمزونو له لارې ویښ کړي.
د سمبولیسم مینځپانګې ډېرې ژورې او معنوي او هنري دي. او بنسټیز موضوعات یې په لاندې ډول دي:
- باطني احساسات او ذهنی تجربې
سمبولستان د انسان د دنننۍ نړۍ، وېرې، خوبونو، خیالونو، درد او مینې د پټو احساساتو بیان ته مخه کوي. دا احساسات په مستقیمه بڼه نه، بلکې د نښو او تمثیلي انځورونو په مرسته وړاندې کېږي. لکه «تیاره خونه» د شاعر د غم، بېلتون یا روحي تشویش سمبول کېدی شي.
- معنوي نړۍ او رازونه
په سمبولیسم کې نړۍ یوازې مادي نه ده، بلکې غیرطبیعي یا ماورايي (معنوي او اسرارو ډک) اړخ هم لري. هنرمند هڅه کوي د روح، وجدان، او الهي حقیقتونو انځور د سمبولونو له لارې وړاندې کړي. بېلګه: «سپوږمۍ» د روښانتیا، الهام او روحي لارښوونې سمبول دی.
- د حقیقت پټ اړخونه
سمبولیسم باور لري چې رښتینی حقیقت د سترګو له لارې نه، بلکې د احساس او الهام له لارې درک کېږي. نو د طبیعت هر شی (لکه ګل، سیوری، لمر، سمندر، اور) د یوې ژورې مانا استازیتوب کوي، ګل د مینې، سمندر د روح د ژورتیا، اور د درد یا الهام په مفهوم کارول کېږي.
- د هنرمند یوازیتوب او روحي سفر
سمبولیسم د یوازې روح، شاعر او هنرمند د دننۍ نړۍ د پېژندنې سفر ښيي، هنرمند د عامو خلکو له واقعیت نه په واټن کې، د خپل احساس او روح د نړۍ مسافر دی. دا د انسان د «زه» او د «روح» ترمینځ جګړه هم ښيي.
- د سمبولیزم د بیان ډول یا طرز
د سمبولیسم لیکوال او شاعران د خپلو مفکورو د څرګندولو لپاره ځانګړی سبک کاروي. رمزي ژبه: د نښو، رنګونو او انځورونو کارول.
موسيقي لرونکي الفاظ: د کلمو غږیزه ښکلا ډېره مهمه ده، ځکه چې احساس له موسیقۍ سره تړلی دی.
ګونګوالی: د مانا نه څرګندول، او د لوستونکي تخیل ته فضا ورکول.
خیالي فضا: د طبیعت، خوب او خیال ترمینځ ګډ انځورونه.
- د سمبولیسم فلسفي بنسټ
له فلسفي پلوه، سمبولیسم پر دې باور ولاړ دی چې «د نړۍ اصلي حقیقت نه شي لیدل کېدای، خو د احساس، الهام او سمبول له لارې درک کېدای شي.» یانې هر مادي شی د یوې روحاني مانا نښه ده. د دې مکتب فلسفه د افلاطون د ایډیالیسم او د رومانیسم د معنوي تمایلاتو دوام بلل کېږي.
په لنډه توګه، د سمبولیزم موضوعګانې دا دي:
- د انسان باطني احساسات او روحاني تجربې
- د کایناتو معنوي رازونه
- د حقیقت پټ اړخونه
- د خیال، خوب او الهام نړۍ
- د هنرمند رواني یوازیتوب
- د مانا د څرګندولو لپاره د نښو او تمثیلي ژبې کارونه
لنډه دا چې سمبولیسم د ادبیاتو هغه مکتب دی چې د ظاهر نه، بلکې د باطن ژبه کاروي. دا مکتب د انسان د روح، احساس او تخیل له لارې د نړۍ معنوي او له رازو ډک اړخونه افشا کوي. په همدې وجه، سمبولیسم د هنرمند د روح ژبه، او د حقیقت د پټې مانا هنري اظهار بلل کېږي.
لیکوالان او شاعران:
شارل بودلېر (Charles Baudelaire): ، د ښکلا او فساد سمبولیک ترکیب. په سمبولیسم کې د ښکلا او فساد ترکیب یو ډېر ژور او څو اړخیز مفهوم دی. سمبولیستانو هڅه کوله چې د ظاهري ښکلا تر شا پټې، ویرونکې، یا متضادې ماناوې وښيي. دلته څو اړخونه مهم دي.
۱. ښکلا د فنا کېدو په حال کې ده
سمبولیستان ډېر وخت ښکلا د ګل، بدن، یا ځوانۍ په بڼه انځوروي، خو ورسره د هغه د زوال او فنا کېدو حتمي برخلیک هم ورتړي. ښکلا یوازې لنډ مهاله ده، او فساد د هغې حتمي پای دی. دا ډول ترکیب د ژوند د نازکۍ او مرګ د نه تېښتېدونکي حقیقت سمبول دی.
۲. د ښکلا تر شا پټ فساد
په ځینو سمبولیکو اثارو کې ښکلا یوازې یو سطحي یا ظاهري پوښ دی، چې تر شا یې اخلاقي، روحي یا فزیکي فساد پټ وي. دا د دې ښکارندویي کوي چې ښکلا تل سپیڅلې نه ده، بلکې کېدای شي د پټ شر یا زوال پرمخ پرده اچوي.
۳. د تضادونو راښکوون
سمبولیستان د ښکلا او فساد ترمینځ تضاد د یوه هنري او فلسفي کړکیج په توګه کاروي. د بېلګې په توګه، یو ښکلې ګل د هغې د عطر او رنګ له امله خوند راکوي، خو دې سره سم هغه ورو ورو د وچيدو یا خوسا کېدو په لور درومي. دا تضاد د انسان د وجود دوه اړخیزه حالت ښيي. لوړوالی او ښکلا، خو ورسره زوال او فنا.
۴. اروایي او معنوي مانا
په اروایي کچه کې ښکلا د روح د غوښتنو او لوړو هیلو نښه ده، خو فساد د انساني کمزورتیاو، ګناه او زوال استازیتوب کوي. د دې دواړو ګډ انځورول د انسان د دنننۍ جګړې او نیمګړتیاوو یو استعاروي بیان دی. په ټوله کې، په سمبولیسم کې ښکلا او فساد د ژوند د لنډ مهالۍاو له مړینې څخه د نه تېښتېدونکې حقیقت په توګه، د انسان د دننني تضاد سمبولونه دي.
سټیفن مالارمه (Stéphane Mallarmé) : د ژبې موسيقي او ګونګ انځورونه. په سمبولیسم کې د ژبې موسیقي او مبهم انځورونه ډېر مهم هنري وسایل ګڼل کېږي.
د ژبې موسیقي:
یانې شاعر یا لیکوال د کلمو غږیزه همغږي، تکرار، وزن، قافیه او د تورو نرموالی یا سختوالی داسې کاروي چې د اورېدونکي په احساساتو مستقیمه اغېزه کوي. د ژبې موسیقي په سمبولیزم کې د معنوي حالت د ښکاره کولو له پاره ډېره مهمه ده، ځکه چې سمبولیستان هڅه کوي د واقعیت پر ځای «فکري او روحي فضا» وړاندې کړي.
مبهم انځورونه:
په سمبولیسم کې انځورونه اکثره روښانه او څرګند نه وي، بلکې ګونګ، څو مانیز (ګڼمانیزه) او پټ پیغام لرونکي وي. دا ګونګ انځورونه د لوستونکي ذهن ته ځای پرېږدي چې خپل تفسیر وکړي او د متن تر شا معنوي، رواني یا فلسفي ماناوې ومومي.
په ټولیزه توګه د ژبې موسیقي د اورېدونکي یا لوستونکي پر احساساتو اغېزه کوي. ګونګ انځورونه د فکر او تخیل دروازې پرانیزي. دواړه یو ځای د سمبولیسم ځانګړې فضا رامینځته کوي چې موخه یې د روح، خیال او نه لمسېدونکو تجربو انځورول دي.
پاول ورلین (Paul Verlaine): د عاطفي او ګونګو تصویرونو کارونه.
ځانګړتیا: ګونګه، سمبولیکه، د روحاني او اسرارو ژبه، پر ښکلا او داخلي تجربو تاکید.
اکسپرسیونیسم :
اکسپرسیونیسم د واقعیت پر ځای د دننني احساساتو، وېرې، غوسې او رواني تجربو اغراق شوی انځور دی. د جګړې، یوازیتوب او د انسان د وجودي کړکېچونو څرګندونه کوي. یا په بل عبارت اکسپرسیونیسم د دنننیو احساساتو او وجودي کړکېچونو هنري بیان دی، چې د شلمې پېړۍ د پیل یو له مهمو هنري او فکري خوځښتونو څخه ګڼل کېږي او په ځانګړي ډول په جرمني کې راڅرګند شوی. دا بهیر د ریالیسم او امپرسیونیسم پر وړاندې یو فکري او هنري اعتراض و، ځکه هغه ښوونځي د ظاهري واقعیت او طبیعي اغېزو د انځورولو هڅه کوله، خو اکسپرسیونیستانو غوښتل د انسان دننني احساسات، وېره، غوسه، یوازیتوب او رواني کړکېچونه په هنري ژبه رابرسېره کړي. د اکسپرسیونیسم موخه دا نه وه چې نړۍ څنګه ښکاري، بلکې دا وه چې نړۍ د انسان د دننني لیدلوري له زاویې څنګه احساسېږي.
- فلسفي او فکري بنسټ
اکسپرسیونیسم د وجودیت له مفکورې سره ژوره اړیکه لري، ځکه دواړه د انسان د دننني حالت، ازادۍ، بېوسۍ او د ژوند د مانا پوښتنو ته متوجه دي. اکسپرسیونیستي هنر د رواني تجربو او احساساتو د څرګندولو هڅه کوي، نه د فزیکي واقعیت د نقلولو. د دې خوځښت فلسفي محور دا باور دی چې هنر باید د انسان د روح له ژور درد څخه راو ټوکېږي او د هغه دننني توفان ته انعکاس ورکړي.
- د اکسپرسیونیسم هنري ځانګړتیاوې
اکسپرسیونیستي هنرمندان د طبیعي رنګونو، انډولیزو کرښو او متناسبو شکالونو پر ځای د تیزو رنګونو، تحریف شوو بڼو، بېنظمه جوړښتونو او اغراقآمیزو کرښو څخه کار اخلي. دا تحریف د احساس د شدت څرګندونه کوي.
په نقاشۍ کې د ادوارد مونک (Edvard Munch) مشهوره اثر Theچیغه« Scream » د انسان د رواني کړکېچ یو سمبول ګڼل کېږي. همدارنګه، د وینسنت وین ګوګ (Vincent van Gogh)، کاندینسکي (Wassily Kandinsky) او ارنست کیرشنر (Ernst Kirchner) آثار د اکسپرسیونیستي روحیې څرګندونه کوي.
- اکسپرسیونیسم په ادبیاتو او تیاتر کې
په ادبیاتو کې اکسپرسیونیستان د ژبې د موسیقیت پر ځای د هغې اغېز او شدت کاروي. هغوی د استعاري، ناسمو او تکراري جملو له لارې د انسان دنننۍ چیغه وړاندې کوي. د جرمني لیکوالان ارنست تولر (Ernst Toller) او ګئورګ کایزر (Georg Kaiser) د اکسپرسیونیستي ډرامې بنسټګر ګڼل کېږي. د دوی اثار د ټولنیزو ارزښتونو د زوال، د فردي وجدان د بېوسۍ، او د تمدن د ناپایداره اخلاقو انځور وړاندې کوي. اکسپرسیونیستي ډرامه ډېری وخت د جګړې، رواني ګډوډۍ او انساني کړاوونو په محور ولاړه ده.
- اکسپرسیونیسم په سینما کې
په سینما کې اکسپرسیونیسم د (۱۹۲۰)زېږدېز کلونو په شا او خوا کې په جرمني کې د ځانګړې فضا له لارې څرګند شو. د سیوري، کږو کرښو، غیرطبیعي صحنو او رواني فضا کارول د انسان د دننني اضطراب ښکارندويي کوي. فلمونه لکه The Cabinet of Dr. Caligari ۱۹۲۰ او Nosferatu ۱۹۲۲) د اکسپرسیونیستي سینما کلاسیکې بېلګې دي، چې پکې د انسان د وېرې او د ذهن د ګډوډ حالت تمثیل شوی دی.
- ټولنیز او تاریخي شالید
اکسپرسیونیسم د لومړۍ نړیوالې جګړې له سختو تجربو وروسته پیاوړی شو. جګړه، مړینه، اقتصادي ناسم حالت او د انسان د وجود بېمانا توب هغه فکري بستر و چې اکسپرسیونیستي هنرمندانو ته یې الهام ورکاوه. د دوی لپاره هنر د دننني چیغې بڼه غوره کړه; د نړۍ پر وړاندې چیغه چې د انسان انسانیت یې له مینځه وړی و.
نو په دې ډول ویلی شو چې اکسپرسیونیسم یو ژور او اغېزناک فکري خوځښت دی چې د هنر موخه یې د واقعیت ځلول نه، بلکې د انسان د روح څرګندونه ده. دا ښوونځی د احساساتو، رواني تجربو او دنننیو کړاوونو د بیان له لارې د بشري حالت فلسفي پوښتنې راپورته کوي. اکسپرسیونیسم دا پیغام لري چې هنر د سترګو لیدلی انځور نه، بلکې د روح چیغه ده، یو داسې غږ چې د انسان د وېرې، یوازیتوب او د ژوند د بېمانا توب د دردونو ژبه ګرځي.
لیکوالان او هنرمندان:
فرانز کافکا (Franz Kafka): The Metamorphosis – د انسان د یوازیتوب او بېوسۍ ژور انځور.
ګئورګ تراکل (Georg Trakl): د جنګ او مرګ تورو انځورونو شاعر.
ادوارد مونک (Edvard Munch): The Scream – د دنننۍ وېرې ننداره.
ځانګړتیاوې: تور رنګونه، تیزې کرښې، مبالغه شوي څېرې او د دنننیو کړیکو هنري څرګندونه.
د توپیرونو او نږدېوالي لنډیز
- ریالیسم: د ژوند رښتینې څېرې.
- امپرسیونیسم: د شیبې رڼا او اغېزه.
- سمبولیسم: د نښو له لارې د روحاني نړۍ څرګندونه.
- اکسپرسیونیسم: د انسان د دننني کړکېچ او عاطفي کړیکې اغراق شوی انځور.
نږدېوالي: ټول دغه بهیرونه د (۱۹)مې او (۲۰)مې پېړۍ د اروپا د فکري او هنري بدلون برخې دي، خو هر یو د هنر د بیان ځانګړې لاره غوره کوي: ریالیستان بهرني واقعیت ته ګوري، امپرسیونیستان د احساس شیبې ته، سمبولیستان پټ باطن ته، او اکسپرسیونیستان د دنننیو کړکېچونو کړیکې ته.
مسعود: په بېلابېلو هیوادونو کې د اکسپرسیونیسم د سبک، نوموتي او اغېزمن لیکوال او هنرمندان څوک دي. د دوی نامتو او پېژندل شوي نښیرونه(اثار) راته په ګوته کړئ.
پرهیز: په دې برخه کې به د موضوع له اوږدېدو څخه د مخنیوي له پاره یوازې د څو هیوادونو څخه بېلګې وړاندې کړم.
جرمني:
هنرمندان: ارڼسټ لودوېګ کیرشنر (Ernst Ludwig Kirchner) د «نایټلیفټ ارولګستریټ» (Nightlife in Berlin) او نورو کارونو له لارې د عصري ژوند اضطراب ښودلی دی.
ماکس بیکمن (Max Beckmann) د انسان د حالت کشف او پیچلي احساسات په خپلو انځورونو او چاپونو کې څرګندوي.
لیکوالان / شاعران:
جورګ کایزر (Georg Kaiser) د ایګسپریشنیسټ ډرامه لیکونکو یوه له تر ټولو پېژندل شوې څېره، لکه( له سهار څخه تر نیمې شپې) او (د کالیس اوسیدونکي).
ارنست تولر (Ernst Toller) د دیالیکتیکي او سیاسی ډرامو لیکوال چې د ایکسپریسیونیسم سره تړاو لري.
السه لاسکر-شولر (Else Lasker-Schüler) — یوه داسې شاعرې چې د شدید احساس او غریب خیال سره یې شعرونه لیکلي.
ناروې:
ایډوارډ مونش (Edvard Munch) شاید تر ټولو پېژندل شوی ایګسپرسیونیسټ انځورګر. د هغه مشهوره نښترونه:
- چیغه (۱۸۹۳): د انساني اضطراب او بهرنی فشار تصوير دی.
- ایرې (۱۸۹۴-۹۵) له مینې وروسته د نارضایتۍ او زوال ظاهري بڼه.
- د ژوند نڅا (۱۸۹۹-۱۹۰۰) د رنګونو او څېرو له لارې د ژوند مرحلې ښي.
اتریش:
ریاینر ماریا ریلکه (Rainer Maria Rilke) د غم او ماتم، یوازیتوب، عشق او پوهې په اړه ژوره شاعري لري، که څه هم په دقیقه توګه نه شو ویلی چې ټول شعرونه یې له اکسپرسیونستي پلوه تعریف کېدلی شي.
ګيورګ تراکل (Georg Trakl) هغه هم د ځغلنده احساس، د خوښۍ او غم ترمینځ کشمکش، ډار او اضطراب په خپلو شعرونو کې څرګند کړی دی.
روسیه :
واسیلی کاندینسکي (Wassily Kandinsky) — که څه هم ډیر وخت د مجرد هنر (Abstract Art) په چوکاټ کې یادېږي، خو د نومبر آبی سورلۍ کوونکي (Blue Rider) خوځښت کې یې ایګسپرسیونیستي رنګونه او حالتونه کارولي دي. د هغه مشهور نښتر اوم جوړښت بېلګه ده.
شعر او ادب کې: د بېلګې په توګه اندري بېلي (Andrei Bely) — د «پیتربورګ» ناول یې د عصري احساساتو، رواني اضطراب او د مدينة ژوند د ګډوډۍ ښودنه کوي.
مسعود: ستاسو په اند، ترټولو نامتو او غوره او خورا پېژندل شوی نښیر(اثر)، چې د اکسپرسیونیسم په ښوونځی پورې تړاو ولري د چا نښیر(اثر) دی؟ مینځپانه، سکالو، مضمون او پیغام یې څه دی؟
پرهیز: د اکسپرسیونیسم د ښوونځي تر ټولو نامتو، غوره او خورا پېژندل شوی اثر د «چیغې» (The Scream) انځور دی چې د نارویژي انځورګر ایډوارد مونک (Edvard Munch) له خوا په (۱۸۹۳)ز کال کې جوړ شوی. په دې اثر کې یو انسان ښکاري چې د سیند پر غاړه ولاړ دی، خپل دواړه لاسونه یې پر غوږونو ایښي او په زیاتې وېرې، کړاو او وارخطایۍ سره چیغې وهي. په شالید کې د اسمان رنګونه د سره، نارنجي، ژېړو او تورو څپو او کرښو په څېر انځور شوي چې د طبیعت ګډوډي او د انسان دنننۍ پریشاني ښيي.
سکالو: رنګونه ډېر تېز، متضاد او د طبیعي واقعیت خلاف دي، څو د احساساتو شدت وښيي. کرښې مستقیمې نه، بلکې څپې څپې او خوځنده انځور شوي دي. انسان د طبیعت له ریښتیني انډول سره سمون نه لري، بلکې د معنوي او رواني حالت سمبول دی.
مضمون: د انسان باطني اضطراب، وېره، یوازیتوب او د ژوند نه ختمېدونکی رواني فشار څخه عبارت دی. دا اثر د «عصري انسان د داخلي کړاو» د انځورونې هڅه ده.
پیغام: ایډوارد مونک غواړي وښيي چې د انسان احساسات، وېره او اضطراب تر ظاهري ښکلا او واقعي طبیعت په پرتله ډېر مهم دي. دا انځور د اکسپرسیونیسم روح څرګندوي، یانې د واقعیت انځورول نه، بلکې د هنرمند د روح، احساس او رواني حالت انځورول دي
د رنګونو شننه:
سور او نارنجي اسمان: د وینې، اور، وېروونکي اورښت او رواني اور سمبول دی. د انسان دننه د اضطراب او تشویش لمبې ښيي.
شین : شین زرغون سیند او منظره، د طبیعت سوړوالی او یخوالي څرګندوي. د ژوند او طبیعت سوړ اړخ ښيي چې د انسان پر روان فشار اچوي.
تورې او تیارې کرښې
د مرګ، ناامېدۍ او رواني فشار نښه ده، د ژوند هغه تیاره څنډه ښيي چې له مړینې او تشویش سره تړاو لري.
د سمبولونو ژوره مانا
انسان (چې چیغه وهي) په حقیقت کې د انسان طبیعي څېره نه ده، بلکې د روح تجسم دی. د ټول بشریت ګډه وېره، یوازیتوب او رواني کړاو څرګندوي. د انسان وجود دلته د «یوازې د وېرې د څېرې» بڼه لري.
لاسونه پر غوږونو
د نړۍ د شور، غم او فشار نه د ځان ساتلو هڅه ده. داسې ښکاري لکه هغه غږ چې انسان یې نه شي زغملای، له دننه راوځي، نه له باندې څخه.
څپې څپې کرښې او شالید
د نړۍ بې ثباتي، ګډوډي او خوځښت ښيي. دا ښيي چې طبیعت او چاپېریال د انسان دننه کړاو ته انعکاس ورکوي.
د اثر ژورپیغام
مونک غواړي وښيي چې مدرن انسان یوازې د مادي نړۍ د ښایست او پرمختګ سره نه، بلکې له دننني اضطراب، وېرې او یوازیتوب سره مخ دی. «چیغه » د انسان د باطني درد نړیواله ژبه ده: هر څوک چې دا انځور وویني، خپله وېره او اضطراب په یاد راوړي.
دا اثر د اکسپرسیونیسم تر ټولو روښانه بېلګه ده، ځکه په کې د واقعي د ښکلا پر ځای، د احساساتو شدت او د انسان د روح «چیغه» انځور شوې ده.
د ایډوارد مونک (Edvard Munch) شخصي ژوند او رواني حالت د هغه د «چیغې» تر شا ډېر ژور تړاو لري. که د مونک ژوند ته یو نظر وکړو، نو پوهېږو چې ولې هغه د انسان د وېرې، اضطراب او کړاو انځورګر شو.
د موضوع د لا ښه پوهیدو له پاره لازم بریښي د مونک ژوند او شالید ته لنډ نظر واچوو.
مونک د ناروې په یوې بې وزلې او مذهبي کورنۍ کې وزېږېد. هغه لا ماشوم ؤ چې مور یې د نري رنځ (تُبرکلوز) له امله مړه شوه. او په هغې پسې یې خور هم د همدې ناروغۍ له امله مړه شوه. پلار یې ډېر مذهبي او وېرونکې عقیدې لرلې چې پر ماشومانو یې رواني فشار راوسته. داسې تجربو د هغه په ذهن کې د مړینې وېره او رواني کړاو د تل لپاره ځای پر ځای کړ.
مونک خپله هم ډېر وخت ناروغ و، له فزیکي پلوه کمزورۍ او له رواني پلوه له بې انډولۍ سره لاس او ګرېوان و. د هغه ځوانۍ له ډېرو عصبي حملو او رواني فشارونو سره تېره شوه. له همدې امله د هغه په هنر کې د ژوند پر ځای د مړینې، وېرې او درد موضوع ډېره تکراره شوې ده. مونک په ځوانۍ کې د مینې او اړیکو ناکامې تجربې لرلې. دا ناکامۍ د هغه یوازیتوب او اضطراب لا زیات کړ.
مونک لیکلي دي: « زه له دوو ملګرو سره د لمر لوېدو پر مهال روان وم، اسمان ناڅاپه سور شو، زه ودریدم، ستړی شوم او د طبیعت څخه مې یو ډول ژوره او بې پایه کړیکه او چیغه احساس کړه.» له دې څخه ښکاري چې هغه د نړۍ ښکلا (لمر لوېدل) د ښکلا پر ځای د وېرې او اضطراب سرچینه ګڼله.
- د مور او خور مرینې، د مړینې وېره وزېږوله.
- د پلار مذهبي فشار د ګناه او وېرې احساس پیداکړ.
- د هغه خپله ناروغي په ژوند کې د کمزورتیا او بې انډولې سبب شوه.
- ناکامه مینه د یوازیتوب او اضطراب سبب شوه.
دا ټول د «چیغې» په یوه انځور کې سره یو ځای شول او یوه عمومي انساني چیغه چې د مونک شخصي درد او د بشریت ګډ اضطراب دواړه منعکس وي، واوښته.
مسعود: تاسو د اکسپرسیونیستي نښیرونو(اثارو) د هغو مهمو او بنسټیزو ځانګړتیاوو په تړاو معلومات وړاندې کړئ، چې د اکسپرسیونیسم د مکتب د مخکینیو مکتبونو له نښیرونو(اثارو) څخه توپیر لري.
پرهیز: اکسپرسیونیسم د شلمې پېړۍ په پیل کې په ځانګړي ډول په جرمني کې د هنر، ادبیاتو او تیاتر په ډګر کې د یو مهم هنري بهیر په توګه راڅرګند شو. دا ښوونځی د پخوانیو ښوونځیو لکه ریالیزم، ناتورالیزم او امپرسیونیسم په وړاندې د غبرګون په توګه رامینځته شو. د اکسپرسیونیستي نښیرونو یا آثارو هغه ځانګړتیاوې چې دا له مخکینیو بهیرونو بېلوي، په لاندې ټکو کې راټولېدای شي:
۱. د باطني یا دننني نړۍ وړاندې کول
په ریالیسم او ناتورالیسم کې د بهرني واقعیت دقیق انځورول مهم وو، خو اکسپرسیونیستانو د انسان د دنننیو احساساتو، وېرې، درد او شخړو بیان ته لومړیتوب ورکړ.
د واقعیت پر ځای د انسان د ذهن، رواني فشار او د بې خبره یا ناخوداګاه حالتونو انځورونه وړاندې کېږي.
۲. مبالغه او تحریف
د اکسپرسیونیستي هنرمندانو له نظره، د واقعیت ښکاره بڼه بسنه نه کوي، نو ځکه د شکلونو، کرکټرونو، رنګونو او حرکتونو په مبالغه، تیزوالي او تحریف کې د احساساتو شدت ښکاره کوي. د دې په مرسته د انسان دنننۍ ترینګړتیا او ټولنیز فشارونه په ډراماتیک ډول وړاندې کېږي.
۳. رنګ او کرښې د احساس د وسیلې په توګه
امپرسیونیستان رنګ د طبیعت د رڼا او فضا د ښودلو لپاره کاروي، خو اکسپرسیونیستانو رنګ د دننني درد، وېرې او خوښۍ د مستقیم بیان لپاره کاروي. کرښې، سیوري او رنګونه کله کله په قصدي ډول تند، تیز او ناهمغږي کارول کېږي تر څو د ناآرامۍ ډکه ګډوډه فضا رامینځته کړي.
۴. د ټولنې اړوند نیوکیز لید
ریالیزم د ټولنې حالتونه په طبیعي ډول انځورول، خو اکسپرسیونیستان د ټولنې پر شخصي ازادۍ، ماشيني کېدو او د انسان پر پردي کېدو یا بیگانګۍ کلکې نیوکې کوي. ډېری آثار د جګړو، صنعتي تمدن او د بشري روح د ځپلو په وړاندې د اعتراض بڼه لري.
۵. د سمبولونو او استعارو کارول
په اکسپرسیونیستي هنر کې د کره او ظاهري واقعیت پر ځای استعاره، سمبول او ګونګه بڼه د مانا رسولو مهمه وسیله ده. هنرمندان هڅه کوي چې د عادي شيانو تر شا پټ مفهومونه او دننني حالتونه ښکاره کړي.
۶. د کرکټرونو تجریدي او غیرواقعي بڼه
په ریالیسم کې کرکټرونه د ژوند واقعي څېرې دي، خو په اکسپرسیونیستي نښیرونو کې کرکټرونه ډېر کله تیاره، افراطي او غیر واقعي انځورېږي، داسې چې یوازې د یوې ځانګړې احساساتي یا فکري حالت استازیتوب کوي. که په ټولیز ډول ووایو اکسپرسیونیسم د واقعیت د ښکاره بڼې پر ځای د انسان د دننني نړۍ او باطني حقیقتونو د افراطي او مبالغوي انځور ښوونځی دی.
مسعود: د اکسپرسیونیسم او امپرسیونیسم د مکتبونو ترمنځ مهم او بنسټیز توپیرونه څه دي؟
پرهیز: په تېره پوښتنه کې دې پوښتنې ته ځواب ورکړ شوی خو بیا هم به هڅه وکړم دغې مسلې ته لږ نور هم ژوره کتنه وکړم.
د امپرسیونیسم او اکسپرسیونیسم تر مینځ توپیرونه بنسټیز دي، ځکه دواړه هنري ښوونځي د هنر او واقعیت د وړاندې کولو په اړه بیخي بېل لیدلوری لري. دا لاندې مهم ټکي دغه دوه ښوونځي یو له بله جلا کوي.
په نولسمه او شلمه پېړۍ کې د لویدیځ هنر په ډګر کې دوه مهم هنري بهیرونه راپیدا شول چې د هنر تاریخ یې ژور بدلون ته اړ کړ. امپرسیونیسم او اکسپرسیونیسم، دواړه ښوونځي د انسان د درک، احساس او نړۍ لید په بیلابیلو زاویو تمرکز کوي، خو د بیان طرز، موخې او د واقعیت په وړاندې د هنرمند د دریځ له مخې بنسټیز توپیرونه لري. په دې برخه کې د دغو دوو ښونځیو د مفکورې، تاریخي شالید، تخنیکي ځانګړتیاوو او فکري لارو د پرتله کولو له لارې د هغوی بنسټیز توپیرونه څرګند او را برسیره کوو. لومړی ښوونځیو تاریخي او فکري شالید ته نظر اچولو.
امپرسیونیسم د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې په فرانسه کې راپیدا شو. دا ښوونځی د هغه وخت د اکاډمیک هنر د سختو اصولو تر وړاندې د بغاوت په توګه راڅرګند شو. د امپرسیونیستانو موخه دا وه چې د رڼا، رنګ چټکه اغېزه څرګنده کړي، نه دا چې واقعیت په دقیق توګه بیان کړي. له مهمو استازو یې کلود مونه (Claude Monet)، پییر اوګوست رنوار (Pierre-Auguste Renoir) او ایډوارد مانیه (Édouard Manet) یادولی شو.
ددې تر وړاندې، اکسپرسیونیسم د شلمې پېړۍ په لومړیو کې په المان کې راپیدا شو. دا د صنعتي تمدن، جګړو او د انسان د روحي کړاوونو تر وړاندې یو فکري او هنري غبرګون و. اکسپرسیونیستانو هڅه کوله چې د نړۍ پر ځای د خپل دننني احساس انعکاس وړاندې کړي. له مهمو استازو څخه یې د ایډوارډ مونک (Edvard Munch)، واسلي کاندینسکي (Wassily Kandinsky) او ایګون شیله (Egon Schiele )څخه یادونه کولی شو.
د واقعیت او احساس په وړاندې ددوی په دریځ کې هم زیات توپیر شتون لري.
امپرسیونیستان واقعیت ته د لید له زاویې ګوري. دوی هڅه کوي چې د طبیعت رڼا، رنګ او فضا د ژر لیدنې له مخې تر لاسه کړي. دوی ته نړۍ د رڼا او سیوري د بدلونونو مجموعه ده.
ددې خلاف، اکسپرسیونیستان واقعیت نه منعکسوي، بلکې احساسات تحریفوي ترڅو د انسان دنننی اضطراب، ویره او تمه څرګنده کړي. د دوی هدف د دنننې نړۍ انځورول دي، نه د ظاهري ښکلا ساتل.
اکسپرسیونیسم او امپرسیونیسم دواړه د نولسمې او شلمې پېړۍ د هنر مهم بهیرونه دي، خو د دوی تر مینځ ژور فکري او تخنیکي توپیرونه شته. امپرسیونیسم د نړۍ د ښکلا، رڼا او طبیعي چاپېریال د لنډې انګېرنې د انځور ولو هڅه کوي، حال دا چې اکسپرسیونیسم د انسان د دنننیو احساساتو، اضطراب، او ذهني حالت د څرګندولو هنر دی.
امپرسیونیسم د نولسمې پېړۍ په دوهمه نیمایي کې په فرانسه کې وزېږېد. د دې بهیر موخه دا وه چې هنرمند د یوې شېبې طبیعي انځور، د رڼا بدلون او د فضا خوځښت په چټکو او نرمو رنګونو کې وښيي. په دې سبک کې هنرمندان د طبیعت د ښکلا د ریښتینې انګېرنې لپاره له نرم او روښانه رنګونو ګټه اخلي. د دوی برشونه لنډ، ازاد او خوځنده وي، او د رڼا اغېزې ته ځانګړې پاملرنه کوي. د امپرسیونیستي اثارو موضوعات ډېر وخت منظره، ښار، او د انسان ورځنی ژوند وي. دا هنر د سترګو د لید له مخې نړۍ انځوروي، یانې هنرمند هڅه کوي وښيي چې څنګه شیان «ښکاري».
ددې خلاف، اکسپرسیونیسم د شلمې پېړۍ په پیل کې په جرمني کې رامینځته شو. دا بهیر د امپرسیونیسم د سطحې ښکلا پر ځای د انسان د دننني روح او احساس ژورتیا ته پام کوي. اکسپرسیونیستان د خپل احساس او ذهن د څرګندولو لپاره له سختو، ژورو او کله ناکله ناارامه برشونو کار اخلي. د دوی رنګونه تېز، ژور او غیرطبیعي وي، ځکه موخه او هدف یې د واقعیت نه، بلکې د احساس شدت ښودل دي. د دوی ترکیبونه تړلي، زبیښلي یا فشرده او کله ناکله ګډوډ ښکاري، چې دا ګډوډي د انسان د دنننۍ ګډوډۍ استازولي کوي. د اکسپرسیونیستي اثارو موضوعات د انسان درد، ویره، روحاني کړاو، او د ژوند درانده واقعیتونه دي.
په بڼسټیزه توګه، امپرسیونیسم د طبیعت د ښکلا یو ارام او نرم انځور وړاندې کوي، په داسې حال کې چې اکسپرسیونیسم د ذهن او زړه له ژورتیا څخه د انسان داخلي کړاوونه راکاږي. یو د رڼا او فضا نغمه ده، بل د روح او احساس چیغه.
په پایله کې، ویلی شو چې امپرسیونیسم د «څنګه ښکاري؟» پوښتنې ته ځواب وايي، خو اکسپرسیونیسم د «زه څنګه احساسوم؟» پوښتنې ته ځواب ورکوي. یو د بهرني نړۍ د ښکلا استازیتوب کوي، او بل د دنننۍ نړۍ د حقیقت.
فلسفي او فکري بنسټونه
امپرسیونیسم د تجربې او لیدنې فلسفې ته نږدې دی، ځکه د نړۍ درک د حواسو له لارې کوي.
اکسپرسیونیسم بیا د وجودپالنې (Existentialism) او رواني ژورې فلسفې سره تړاو لري، ځکه د انسان د وجودي اضطراب او دنننۍ حالت انځور وړاندې کوي.
په پای کې ویلای شو چې امپرسیونیسم د «بهرني حقیقت د چټک احساس» هنر دی، په داسې حال کې چې اکسپرسیونیسم د «دننني حقیقت د ژور احساس» هنر دی. دواړه ښوونځي د انسان د درک دوه مخالفې زاویې ښيي، یو د طبیعت د ښکلا د لیدنې له لارې، او بل د انسان د روح د کړاو د بیان له لارې. سره له دې توپیرونو، دواړو د عصري هنر په بنسټ ایښودو کې مهم رول ولوباوه او د شلمې پېړۍ د هنري مفکورې لوری یې بدل کړ.
مسعود: تاسو د انتزاعي اکسپرسیونیسم او نیو(نوي) اکسپرسیونیسم په اړه څه اند لرئ؟ د دوی تر ټولو نامتو او پېژندل شوي لیکوال او هنرمندان څوک دي؟ مهم او اغېزمن نښیرونه(اثار) او د دوی د سبک ځانګړتیاوې څنګه ارزوئ؟
پرهیز: انتزاعي اکسپرسیونیسم او نوي اکسپرسیونیسم دواړه د شلمې پېړۍ د معاصر هنر له خورا اغېزمنو خوځښتونو څخه دي. دلته یې په لنډه توګه تشریح کوم:
انتزاعي اکسپرسیونیسم د (۱۹۴۰) او (۱۹۵۰) لسیزو په شا او خوا کې په نیویارک کې رامینځ ته شوی. د فردي احساساتو، داخلي تجربو او ذهني فضا د تجسم هڅه کوي.
د سبک ځانګړنې:
- د رنګ ازاد څڅول او خړپړول .
- ژور احساساتي ځواک او د فکر نه کنټرولېدونکی بیان.
- د موضوع نشتوالی؛ یوازې احساس او حرکت د هنر موضوع ګرځي.
نامتو هنرمندان:
- جکسن پولاک (Jackson Pollock) – د “drip painting” مخکښ.
- مارک روتکو (Mark Rothko) – د رنګي ډګرونو نقاشي.
- ویلیم ډی کونینګ (Willem de Kooning)
- بارنیټ نیومن (Barnett Newman)
- اغېزمن نښیرونه یا نښلونې او نندارتونونه:
- د نیویارک د “MoMA” او “Whitney Museum” نندارتونونه
- د “Life Magazine” خپرونې چې د پولاک کارونه یې معرفي کړل
نوی اکسپرسیونیسم
د (۱۹۷۰)لسیزې په وروستیو او په (۱۹۸۰)لسیزه کې په جرمني، ایټالیا او امریکا کې يې وده وکړه. د معاصر ټولنیزو، سیاسي او تاریخي مسایلو سره په تړاو کې د انتزاعي اکسپرسیونیسم احساساتي ځواک ته بیرته ستنیدل.
د سبک ځانګړنې:
- د قلم ژور او ناوړه ګوزارونه
- د انسان وجود، تاریخ او کیسو او اوسانې ته رجوع
- د وېرې، شخړې او ټولنیزو ستونزو ښودنه
- د کلتوري او تاریخي نښو کارونه
نامتو هنرمندان:
- جورج بازلیتز (Georg Baselitz) – د وارخطا بدنونو او سرګرځېدلو انځورونو له امله مشهور دی
- انزلم کیفر (Anselm Kiefer) – د تاریخ او حافظې ژور انځورګر.
- جولیان شنابل (Julian Schnabel) – امریکایي نقاش او فلم جوړونکی.
- ژان-مایکل باسکیا (Jean-Michel Basquiat) د ښاروالې کلتور او سمبولیزم یې په خپلو کارونو کې راوړي.
اغېزمن نښیرونه او نندارتونونه:
په نیویارک او برلین کې د (۱۹۸۰)لسیزې نندارتونونه.
په آلمان کې « Documenta» او وینس بینال (Venice Biennale) کې د دوی کارونه ډېر اغېزناک ول.
انتزاعي اکسپرسیونیسم د فردي روان او داخلي احساساتو مطلق بیان دی.
نوی اکسپرسیونیسم له ټولنیزو، تاریخي او سیاسي بُعدونو سره، د بیان ځواک ته بیا راګرځېدل.
دواړه د معاصر هنر په تاریخ کې بنسټیز رول لري. یو یې د «نړیوال هنر مرکز» د نیویارک د ټینګښت لامل شو، بل یې د ۱۹۸۰ لسیزې د هنر بازار یوه لویه څپه رامینځته کړه.
مسعود: د اکسپرسیونیستانو، د انځورګرۍ او نقاشۍ هنر، ځانګړتیاوې، منځپانګه او پیغام او همداسې د دوی د هنر تګلوری او د سبک مهمې ځانګړنې څه ډول ارزوي؟
پرهیز: اکسپرسیونیستان د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د اروپا په تېره بیا په جرمني کې د هنر یو اغېزمن ښوونځی یا بهیر و. دا بهیر د رنسانس او د ریالیسم د دودیز هنري اصولو پر ضد راپورته شو او د انسان د دنننۍ نړۍ د بیانولو لپاره یې هنر یوه وسیله وګرځوله. که وغواړو د دوی د انځورګرۍ او نقاشۍ د هنر ځانګړنې، مینځپانګه، پیغام او تګ لوری وڅېړو، لاندې ټکي باید په پام کې ونیسو:
۱. ځانګړنې
د احساساتو شدت: د رنګونو، کرښو او شکلونو په تیزوالي کې د هنرمند د احساساتو او رواني حالت څرګندېدنه.
د واقعي بڼې تحریف: د شیانو د طبیعي بڼې په قصدي توګه تحریفول څو د ظاهري بڼې پر ځای دنننی حالت منعکس کړي.
د رنګونو اهمیت: رنګونه له طبیعت سره اړخ نه لګوي؛ ښایي شنه مخونه، سور آسمان یا تورې وریځې د هنرمند د احساس سمبول وي.
ډراماتیک جوړښت: تیزې، ماتې کرښې او په ځینو ځایونو کې ناڅاپي خوځښت ښيي.
۲. مینځپانګه او پیغام
د انسان روحي کړاوونه، وېره، یوازیتوب او د مدرنه ښاري ژوند فشارونه انځوروي. د ټولنیزې بېعدالتۍ او د جګړې د اغېزو پر خلاف غبرګون ښيي. د طبیعت انځورول هم شته، خو تل د هنرمند د شخصي احساس له عینکو ورته ګوري.
۳. د هنر تګ لوری
- د بهرني ښکلا پر ځای د دنننۍ ریښتینوالۍ ښودل.
- د نندارچي پر ذهن او احساساتو مستقیم اغېزه کول.
- د هنر د ازادۍ اعلان، چې د هنرمند دنننۍ نړۍ تر ټولو مهمه سرچینه ګڼل کېږي.
۴. د سبک مهمې ځانګړنې
موضوعات: ډېری وخت ښاري ژوند، انسانان، او د ټولنې ژورې ستونزې په پام کې نیسي.
تخنیک: د انځورګرۍ د برس چټک ګوزارونه، غیرمنظم جوړښتونه، او ژور تضادونه.
سمبولیک رنګونه: د احساساتو د شدت د ښودلو لپاره غیرواقعي رنګونه کاروي.
فردیت: هر هنرمند خپل ځانګړی بیان لري، خو ټولو داحساساتو شدت او دنننۍ نړۍ ته اهمیت ورکړی.
په ټوله کې اکسپرسیونیستانو هڅه کوله چې د لیدو حقیقت نه، بلکې د احساس حقیقت ښکاره کړي. له همدې امله ورته د «روح چیغه» ویل کېږي.
دلته د څو مهمو اکسپرسیونیستي هنرمندانو او د هغوی د ځانګړو کارونو بیلګې وړاندې کوم:
۱. اډوارډ مونک (Edvard Munch, 1863–1944) د ناروې هیواد سره تړاو لري. دمخه په تفصل سره مالومات وړاندې شوي. مشهور نښیر او اثر یې چیغه دی (1893)
ځانګړتیاوې: د دنننۍ وېرې، اضطراب او رواني کړاونو څرګندونه. د چیغې انځور د انسان د دنننۍ غږ سمبول دی.
پیغام: په عصري نړۍ کې د انسان د یوازیتوب او ناارامۍ بیانولو څخه عبارت دی.
۲. واسیلي کاندینسکي 1866–1944) روسیه/جرمني
مشهور نښیرونه: اوم جوړښت Composition VII (1913) او ګڼ شمېر انتزاعي انځورګرۍ. انتزاعي انځورګري (Abstract Art) هغه ډول هنر ته ویل کېږي چې پکې هنرمند هڅه نه کوي د طبیعت، انسان، یا شیانو ریښتینی بڼه په عین ډول وښيي، بلکې د رنګونو، کرښو، بڼو (شکلونو) او ترکیبونو له لارې خپل احساسات، مفکورې او د نننۍ نړۍ بیانوي. په بل عبارت، انتزاعي هنر واقعیت نه اخلي، بلکې د احساس او تصور څرګندونه کوي.
د انتزاعي انځورګرۍ ځانګړتیاوې:
۱. غیر واقعي بڼې: شیان داسې انځورېږي چې د طبیعي بڼې سره سمون نه لري.
۲. د رنګونو او کرښو ازادي: هنرمند رنګونه او کرښې د خپل احساس له مخې کاروي، نه د طبیعت د قواعدو له مخې.
۳. احساساتي ژبه: هدف یې دا نه وي چې یو څه ښکاره کړي، بلکې دا چې یو احساس یا فکر وړاندې کړي.
۴. سمبولیک او ذهني انځورونه: ډېر وخت د انسان ذهن، خیال او فلسفي مفکورې په کې څرګندېږي.
یو انتزاعي انځور ممکن یوازې څو رنګینې کرښې او شکلونه ولري، خو د لیدونکي په ذهن کې د خوښۍ، غم، ازادۍ یا ګډوډۍ احساس پیداکوي.
ځانګړتیا: د موسیقۍ په څېر د رنګونو او شکلونو له لارې مجرد احساسات ښيي.
پیغام: د ظاهري نړۍ پر ځای د روح او احساساتو د ژورې نړۍ انځورول ترسره کوي. د هغوی کارونه نه یوازې د اکسپرسیونیستانو برخه، بلکې د انتزاعي هنر بنسټ هم بلل کېږي.
۳. ارنست لودویګ کیرشنر (1880–1938) – جرمني. Die Brücke دی هنري ډلې«پُل» بنسټګر.
موضوعات: ښاري ژوند، کوڅې، د ښار د خلکو فشار او ناآرامۍ.
ځانګړتیا: تېزې کرښې، ژور رنګونه، او د ښار د ژوند بې رحمانه واقعیت.
۴. ایګون شیلې (1890–1918) – اتریش
موضوعات: د انسان بدن، د مرګ او ژوند تر مینځ اړیکې، جنسي او وجودي موضوعات.
ځانګړتیا: اوږده او تحریف شوي انسانې څېرې، ډراماتیک رنګونه.
پیغام: د انسان د وجود کمزورتیاوې او د ژوند نه پایښت.
۵. امیل نولده (1867–1956) – جرمني
موضوعات: مذهبي صحنې، طبیعت او منظرې.
ځانګړتیا: ډېر تیز او ژوندي رنګونه.
پیغام: د احساساتو مستقیم انعکاس، د طبیعت د ځواک او راز ښودل.
په ټولیزه توګه ویلی شو:
- مونک د رواني او وجودي اضطراب استازی دی.
- کاندینسکي د رنګونو موسیقي رامینځ ته کړه او انتزاعي هنر یې پیل کړ.
- کیرشنر د ښاري عصري ژوند فشارونه انځور کړل.
- شیلې د انسان د بدن او روح لوړې او ژوره و څېړلې.
- نولده د رنګونو په ژبه د احساساتو ژباړه وکړه.
مسعود: د اکسپرسیونیسم د انځورګرۍ او نقاشۍ هنرمندان په خپلو انځورونو کې د خپلو احساساتو د څرګندولو لپاره مهم رنګونه کاروي. تاسو د دوی د رنګونو او تخنیکونو د کارولو د موخو او پیغام په تړاو څه لید لرئ؟
پرهیز: د اکسپرسیونیستانو له پاره رنګ یوازې د ښکلا وسیله نه وه او نه ده، بلکې د احساساتو ژبه وه او ده. د دوی په هنر کې رنګ او تخنیک د دنننۍ نړۍ د څرګندولو، د پیغام رسولو او د نندارچي په احساساتو د مستقیمې اغېزې د پاره کارېدله. دوی لاندې موخې لرلې:
- د احساساتو د شدت ښودل
دوی د طبیعت عادي رنګونه نه کارول، بلکې داسې رنګونه یې غوره کول څو د احساساتو غږ شي.
بېلګه: سور رنګ د وېرې، قهر او کړاو له پاره، شین د ناروغۍ او یوازیتوب، او ژیړ د اضطراب یا انرژۍ د ښودلو له پاره کارول کیدل.
- سمبولیک ارزښت
هر رنګ د یوې ځانګړې روحیې او حالت سمبول و. رنګونه په قصدي ډول د طبیعت خلاف کارېدل، څو پیغام روښانه کړي.
- نندارچي ته نیغ په نیغه د اغېز رسول
دوی غوښتل څو لیدونکی د انځور له لیدو سره سم یو ډول احساساتي ټکان وخوري. د رنګونو تضادونه (د بېلګې په توګه سور د شین ترڅنګ) د سترګو او احساساتو پر ذهن باندې شدیده اغېزه لرله.
د تخنیکونو د کارونې موخې
۱.د انځورګرۍ د برس مات او سخت ګوزارونه: کرښې او رنګونه بېنظمه، تېز او مات کارېدل. دا تخنیک د دنننۍ بې قراری، خوځښت او شدت څرګندونه وه.
۲.د شکلونو تحریف: د انسان او طبیعت بڼه په قصدي ډول تحریفېدله، څو د ښکلا پر ځای د دنننۍ نړۍ حقیقت څرګند کړي.
۳.د رنګ تضادونه: د ډراماتیکې فضا د رامینځ ته کولو دپاره د تور، روښانه او مخالفو رنګونو سره مخامخول.
۴.ژورې کرښې او اغراق: د انځور په هره برخه کې یې د اغراق او شدت څخه کار اخیسته، څو پیغام د لیدونکي له هوښ او وجدان سره برابر و رسوي.
د پیغام اړوند لید
اکسپرسیونیستانو غوښتل وښيي، هنر باید نه یوازې د ښکلا ښودنه وي بلکې د احساساتو ریښتینی غږ وي. د رنګونو په ژبه د انسان د روحي کړاوونو، وېرې، یوازیتوب او همدارنګه د ټولنیزو ستونزو برسېره کول ممکن کار دی. د هغوی په باور، رنګ کولی شي د کلمو په پرتله ډېر ژور او بې واسطه پیغام ورسوي.
د اکسپرسیونیستانو له پاره رنګونه د روح ژبه وه، او تخنیکونه یې د چیغې ځواک و. د همدې له امله د دوی نقاشۍ تر ننه پورې د احساساتو په ښکاره کولو کې ځانګړې اغېزه لري.
د اکسپرسیونیستانو د کار دپاره د رنګ مانا او پیغام.
په مخونو، شالیدونو او کرښو ، په ویره، قهر، کړاو، تاوتریخوالی، او کله کله په مینه او احساساتي شدت کې سور رنګ ډېر کارېده.
شین: د طبیعي شین پر ځای د ژور یا تیاره شین، یوازیتوب، ناروغۍ، روحي بېقراري، او کله د بېروحه ښار د فضا دپاره کاریده.
ژېړ: د روښانه او کله د څرګند اضطراب، بې ثباتۍ، انرژۍ، د ژوند د شدت د نښې په توګه کارېده.
ژور او یا تیز آبي: ډېری وخت د شالید د غم، ژور فکر او یا کله هم د معنوي سکون د ښودلو دپاره کاریده.
تور: د کرښو او څنډو، د مړینې، نهیلۍ، او د ژوند د تورو اړخونو د پاره کاریده.
نارنجی: د تضاد، له نورو رنګونو سره د خوځښت، شور او د ښاري ژوند فشار دپاره کارېده.
سپین: لږ کارېده خو کله د تشې، یا بې پایلتیا نښه وه.
اکسپرسیونیستان د رنګونو له طبیعي ښکلا تېر شول او هغوی ته یې رواني او احساساتي ارزښت ورکړ. د همدې له امله د دوی انځورونه تل داسې ښکاري لکه د یوه انسان دنننۍ نړۍ د انځورګرۍ پر پرده ښودل شوی وي.
اکسپرسیونیستانو هڅه کوله چې د طبیعت د عادي ښکلا پر ځای د خپل دننني حالت، احساساتو او رواني تجربو انځور په رنګونو کې وښيي. د دوی د رنګونو کارونه ډېره تېزه، ژوره او کله ناکله ترخه وه.
د شکلونو تحریفول یا بدرنګول هم د دې له پاره و چې د واقعي نړۍ پر ځای د انسان دنننۍ نړۍ وښیي. د انځورونو لیدونکی کله ناکله داسې احساسوي چې د یو چا د زړه غږ یا د روح بې قراري د انځورګرۍ په پرده کې انځور شوي وي.
مسعود: د اکسپرسیونیسم غورځنګ د (اوانګارد) هنر لومړنی حرکت وُ، چې په دوو، فرانسوي او الماني برخو ویشل کېږي. که په لنډه توګه د دې دوو ډولونو د عمومي ځانګړتیاوو او ځانګړنې په اړه معلومات وړاندې کړئ.
پرهیز:
اکسپرسیونیسم د شلمې پېړۍ په پیل کې د » اوانګارد » د هنر له لومړنیو غورځنګونو څخه و. دا په اصل کې د انسان د دنننیو احساساتو، روحي فشارونو او د فردي تجربو د ښودلو دپاره رامینځته شو. په عمومي توګه په دوو لویو څانګو وویشل شو:
۱. فرانسوي اکسپرسیونیسم
ډېر وخت د فوویزم (Fauvism) او د پاریس د هنري چاپېریال سره تړل کېږي.
رنګونو ته ځانګړې پاملرنه کوي: روښانه، تند او غیر طبیعي رنګونه د احساساتو د بیان له پاره کاروي.
د موضوعاتو په تړاو د طبېعت د عیني انځورونو پر ځای، آزادۍ او جذباتو ته لومړیتوب ورکوي. هدف یې د شخصي احساساتو ښکاره کول او د لیدونکي په ذهن کې د اغېزې پیدا کول ول.
هنرمندان: هنري ماتیس (Henri Matisse)، جورج روئو (Georges Rouault)
۲. الماني اکسپرسیونیسم
په جرمني کې ډېر تیاره، ژور او دروند رنګ لري. کله چې وایو اکسپرسیونیسم په جرمني کې ډېر تیاره، ژور او دروند رنګ لري، مانا یې دا ده چې د دې بهیر انځورګر او هنرمند د خپلو احساساتو د څرګندولو لپاره له داسې رنګونو او ټونونو کار اخلي چې د غم، وېرې، کړاو او د دننني حالتونو شدت ښکاره کوي. تیاره رنګونه لکه تور، خړ، نصواري او ژور سور د انسان د رواني فشار، وېرې او اضطراب د ښودلو لپاره کارېږي. ژور رنګ د دې مانا لري چې رنګونه یوازې د طبیعي ښکلا لپاره نه دي کارول شوي، بلکې د مانا او احساس د لیږد لپاره خورا غښتلي او پیاوړي دي.
دروند رنګ دې ته اشاره کوي چې رنګونه نرم یا سپک نه دي، بلکې وزنه لري، پر لیدونکي ډېر اغیزه کوي او د فضا شدت زیاتوي.
په جرمني کې د اکسپرسیونیسم جریان تر ډېره د لومړۍ نړیوالې جګړې تر اغېزې لاندې و. هنرمندانو غوښتل د جګړې د درد، د انسان د یوازیتوب او د ټولنې ترینګړي حالتونه ښکاره کړي. له همدې امله یې د خوښۍ او ښکلا پر ځای ډېر کله داسې انځورونه جوړ کړل چې په لیدلو یې انسان ته د اضطراب او فکر کولو احساس پیدا کېږي. ټولنیزو، سیاسي او روحي ستونزو ته انعکاس ورکوي (د جګړې وېره، دښاري ژوند فشارونه). د انسان د دننني اضطراب، اندېښنې او رواني کړاوونو څرګندونه کوي. ډېر وخت یې کرښې تیزې، ناوړه او زاویه لرونکې وي.
د ې هنري ډلې لکه Die Brücke «پل”» او Der Blaue Reiter «شین اسوار» تر چتر لاندې وده وکړه.
هنرمندان: ارنست لودویګ کیرشنر (Ernst Ludwig Kirchner)، واسلي کاندینسکي (Wassily Kandinsky).
په لنډه توګه داسې ویلی شو :
- فرانسوي اکسپرسیونیسم: روښانه رنګونه، خوښي او احساساتي ازادي.
- الماني اکسپرسیونیسم: تیاره فضا، ټولنیز ـ فلسفي موضوعات او د اضطراب ژور بیان.
مسعود: تاسو د اکسپرسیونیسم مهم رول او اغېز د ادبیاتو، شعر او داستان د پرمختیا او پراختیا په برخه کې او د اکسپرسیونیستي ادبیاتو اصلي ځانګړتیاوې څنګه ارزوئ؟
پرهیز: پر ادبیاتو د اکسپرسیونیسم اغېزه او رول څخه به یې پیل کړو. اکسپرسیونیسم یوازې د انځورګرۍ په برخه کې مطرح نه و، بلکې د شعر، کیسې، ډرامې او ناول په برخه کې هم مطرح و او د دوی د پرمختیا او غوړېدو په برخه کې یې هم مهم رول ترسره کړی دی.
د اکسپرسیونیستي لیکوال لپاره د انسان دنننۍ نړۍ مهمه وه. هغوی هڅه کوله چې د واقعیت پر ځای د رواني فشار، وېرې، خوبونو او خیالونو ته انعکاس ورکړي. هدف یې دا و چې د انسان دننه احساسات، وېره، غوسه، یوازیتوب، درد او روحي کړاونه په هنري بڼه څرګند کړي. یانې پر ځای د دې چې د نړۍ ظاهري ښکلا انځور کړي (لکه رومانتیسم او ریالیسم)، دوی غوښتل د انسان د روح ژور واقعیت انځور کړي.
اکسپرسیونیستي لیکوال هڅه کوله چې د انسان احساسات او دنننی حالت په ځانګړو تخنیکونو او سبکونو بیان کړي. دا یې داسې ترسره کول:
۱. د ظاهري واقعیت پر ځای یې دننني حقیقتونه ښودل
دوی نه غوښتل د چاپېریال یا خلکو ظاهري بڼه انځور کړي، بلکې د انسان ذهني حالت او روحي کړکېچونه د کیسو او شعرونو له لارې څرګند کړي.
د بېلګې په توګه، یو اکسپرسیونیستي لیکوال کېدی شي د ښار یوه کوڅه داسې انځور کړي چې دا کوڅه یوازې د یوې عادي کوڅې استازولي نه کوي بلکې د کرکټر د وېرې او فشار استازولي هم کوي.
۲. سمبولونه او استعاري ژبه
اکسپرسیونیستانو د سمبولونو او تشبیهاتو کارول ډېر زیات کړل. د بېلګې په توګه، تیاره اسمان د غم او فشار نښه وه، اور د غوسې یا انقلاب، او ماتې هندارې یا د انسان د مات شوي هویت استازولي کوله.
۳. ژبه: لنډه، ټوټه ټوټه او احساساتي وه.
د دوی لیکنې ډېر احساساتي، ناآرامه او کله ناکله ګډوډ ول جملې یې لنډې او د دننني فشار ښودونکې ول، لکه د یو انسان چیغې چې د هغه له دننه راوتي وي. د ژبې د موسیقیت او تکرار څخه یې د احساس د شدت لپاره کار اخیست.
۴. د کرکټر انځور
کرکټرونه اکثره د روح د کړکېچ سمبولونه وي، نه ریښتیني خلک. دوی کولی شي غیر واقعي، وېرېدلي، یا حتی نیم لېونیان ښکاره شي، ځکه لیکوال غوښتل د انسان دننه ویره او بې وسۍ څرګندې کړي.
اکسپرسیونیستانو د ادبیاتو له لارې هڅه کوله، د انسان د روح، احساساتو او دنننیو کړکېچونو ژبه پیداکړي. هغوی ویل چې رښتینې نړۍ د انسان دننه ده، نه د هغه په شاوخوا چاپېریال کې. نو که ریالیزم وايي: «څه شته، هغه ولیکه!» اکسپرسیونیسم وايي: «څه احساسوې، هغه ولیکه!»
په خوا تر ډېره ادبیاتو د واقعیت عکاسي کوله، خو اکسپرسیونیستان له دې تېر شول او د انسان د دننني کړاو او تودو احساساتو بیان ته یې خپله ژبه واړوله.
د ټولنیزو او سیاسي ستونزو لکه د جګړو، بېعدالتۍ، صنعتي ژوند او د انسان د یوازیتوب موضوعات یې را برسېره کړل.
په نورو ادبونو یې اغېزه وکړه او د جرمني له لارې نورو اروپایي هېوادونو او بیا ټولې نړۍ ته خپور شو او د شلمې پېړۍ د مدرن ادب په جوړېدو کې یې ونډه واخیستله.
د اکسپرسیونیستي ادبیاتو اصلي ځانګړنې:
د اکسپرسیونیستي ادبیاتو لیکوال د ظاهري واقعیتونو پر ځای د انسان د ذهن او روح ژورې تجربې د خپل بیان محور ګرځوي. د همدې موخې د تحقق لپاره، شدیده احساساتي ژبه د دې ادبي بهیر یو له مهمو او پېژندل شویو ځانګړنو څخه ده.
شدیده احساساتي ژبه هغه ژبه ده چې د بیان په سطحه کې د احساساتو ځواک، شدت او بې ثباتي څرګندوي. دا ژبه د منطق او عقل له قالب څخه وځي او د انسان رواني حالت، اضطراب او دنننی فشار منعکسووي. په اکسپرسیونیستي ادبیاتو کې ژبه یوازې د واقعیت د بیان وسیله نه ده، بلکې د انسان د احساساتي تجربې یو هنري تمثیل ګڼل کېږي.
اکسپرسیونیستي لیکوال هڅه کوي د لوستونکي د عاطفې او ادراک ترمینځ نیغ په نیغه اړیکه رامینځته کړي. دا هدف هغه مهال پوره کېږي چې ژبه احساساتي بڼه خپله کړي؛ یانې د کلمو، ریتم د تکرار او نحوي جوړښتونو له لارې داسې فضا جوړېږي چې لوستونکی د کرکټر یا لیکوال دنننی حالت په خپله احساس کړي. په دې توګه ژبه د یو احساساتي پل په توګه د متن او لوستونکي ترمینځ د اړیکې د رامینځته کولو رول لوبوي.
شدیده احساساتي ژبه په اکسپرسیونیستي متنونو کې لاندې ځانګړنې لري:
بشپړه احساساتي بڼه: د وېرې، غوسې، یوازیتوب او ناامیدۍ څرګندونې د ژبې اصلي محور دی.
ټوټه ټوټه نحوي جوړښتونه: جملې ډېر کله بشپړې نه وي او غیر طبیعي او د فکري ګډوډۍ استازیتوب کوي.
تکرار او ریتم: اکسپرسیونیسم یو هنري او ادبي بهیر دی. د دې بهیر موخه د واقعي نړۍ د عیني انځور پر ځای د دننني احساساتو، روحي فشار، او ذهني تجربو را برسېره کول دي. په دې مکتب کې لیکوال هڅه کوي چې د واقعیت تقلید ونه کړي، بلکې د خپل دننني اضطراب، وېرې، او احساساتو شدت لوستونکي ته انتقال کړي. تکرار د اکسپرسیونیستي ادبیاتو یو له اغېزمنو سبکیزو وسایلو څخه دی. د تکرار له لارې لیکوال د یو حالت احساسي وزن زیاتوي. یو توری، کلمه یا جمله د پرله پسې تکرار له امله د لوستونکي په ذهن کې د فشار او بې قراري احساس رامینځته کوي. تکرار د ذهن د ګډوډ حالت تقلید کوي، لکه څنګه چې انسان د شدیده احساس په حالت کې یو فکر بیا بیا تکراروي. د بیلګې په توګه «زه چیغې وهم، چیغې وهم، چیغې وهم» په دې کې تکرار د «چیغې وهم» د کړاو او اضطراب احساس زیاتوي.
ریتم د ژبې غږیز او زماني تنظیم ته اشاره کوي. په اکسپرسیونیستي لیکنو کې ریتم تل منظم یا دودیز نه وي، بلکې کله ناکله بې ثبات او نامنظم وي. دا نامنظمي د کرکټر دنننۍ ګډوډۍ، ذهني فشار او احساسي توفان انځوروي. کله هم، د لنډو او تیزو جملو ریتم د «بیړنۍ» او «شدیدې» فضا احساس زیاتوي.
په اکسپرسیونیستي سبک کې موخه دا نه ده چې احساسات «تشریح» شي، بلکې دا ده چې لوستونکی د هغوی شدت «احساس» کړي. تکرار او ریتم دواړه د دې تجربې د لیږد وسایل دي:
تکرار د ذهن اضطراب او داخلي فشار څرګندوي.
ریتم د احساسي حالت د شدت موسیقي ایز انعکاس دی.
نو په دې ډول دا دواړه عناصر د احساساتو د شدت د زیاتوالي لپاره نه یوازې کارول کېږي، بلکې د اکسپرسیونیستي ژبې د جوړښت بنسټ جوړوي. په اکسپرسیونیستي ادبیاتو کې تکرار او ریتم د احساساتي اغېزې د تولید بنسټیزه ژبنۍ وسیله ده. دا عناصر د ژبې د مانا تر څنګ د احساساتو د «ټون» او «شدت» د رسولو او د لیکوال دنننی حالت په لوستونکي د مستقیمې اغېزې په بڼه، کار کوي. سمبولیسم او استعاره د ژبې د احساساتي اغېزې د ژورتیا لپاره سمبولونه په پراخه توګه کارول کېږي.
د اکسپرسیونیستي ښوونځي اصلي موخه دا ده چې د انسان دننني احساسات، ذهني اضطراب، ویره، یوازیتوب، او روحي فشار د ژبې له لارې په داسې بڼه وړاندې کړي چې لوستونکی یې «احساس» کړي، نه دا چې یوازې پرې«پوه» شي.
په دې سبک کې لیکوال د واقعیت د نقل کولو پر ځای هڅه کوي د خپل ذهني او احساسي واقعیت انځور وړاندې کړي. د همدې هدف لپاره، سمبول او استعاره بنسټیزې وسیلې دي. سمبول د یوې کلمې، انځور، یا شی کارول دي چې له ظاهري مانا هاخوا یو ژور مفهومي یا احساسي بعد څرګند کړي. په اکسپرسیونیستي ادبیاتو کې سمبولونه ډېر وخت د روحي حالتونو استازولي کوي، نه د فزیکي واقعیتونو.
بېلګې:
- تور رنګ: د وېرې، ناامېدۍ یا روحاني تیارو نښه.
- ماته ښیښه: د انسان د دننني ټوټېکېدو سمبول.
- اور: د احساساتو، درد، یا عصبي تاوتریخوالي نښه ده.
سمبول د دې وړتیا لري چې د ژبې احساسي ځواک ژور او څو بعدي کړي، ځکه یو واحد سمبول کولی شي یو لړ احساسات او تجربې را وپاروي.
استعاره : استعاره د بیان هغه بڼه ده چې په کې یو شی د بل له لارې بیانېږي.
په اکسپرسیونیستي سبک کې استعاره د سطحې ژبې د محدودیتونو د ماتولو لپاره کارول کېږي، څو لیکوال وکولی شي د دننني حالتونو نه بیانیېدونکي ژوروالی څرګند کړي.
بېلګه :«زما د ذهن ښار سوځونکی دی» په دې استعاره کې ذهن د یو ښار په توګه انځور شوی، او دا د دنننۍ ګډوډۍ او رواني ترینګړتیا شدت بیانوي.
استعاره د لوستونکي د ادراک په کچه یو «تجربوي انځور» دی چې احساسات د تفکر له لارې نه، بلکې د حسي او تخیلي اړیکې له لارې انتقالوي. سمبول او استعاره دواړه د ژبې د مانیز او احساسي جوړښت ژورتیا زیاتوي. د سمبول له لارې ژبه څو اړخیزه مانا پیدا کوي.
د استعاري بیان له لارې احساسات په غیرمستقیم او اغېزمنه بڼه وړاندې کېږي.
په دې توګه، د اکسپرسیونیستي ژبې اغېزه د سطحې له بیان څخه نه، بلکې له ذهني او احساسي تمثیلونو څخه راځي. د همدې لپاره ویل کېږي چې په اکسپرسیونیستي ادبیاتو کې د ژبې «احساسي ځواک» یوازې د کلمو په مانا نه، بلکې د هغوی تمثیلي، سمبولیک او استعاري کارونې پورې تړلی دی.
په پایله کې ویلی شو چې په اکسپرسیونیستي ادبیاتو کې سمبول او استعاره د ژبې هغه تخلیقي وسایل دي چې د لیکوال دننني تجربې، احساسات او رواني اضطراب د یوې ژورې او اغېزمنې بڼې په توګه وړاندې کوي. دا دواړه عناصر د ژبې د احساساتي اغېزې د ژورتیا، هنري بډاینې او مفهومي پیچلتیا د زیاتوالي اصلي سرچینه جوړوي.
د احساساتي ژبې دا شدت د لوستونکي پر رواني او فکري تجربه ژوره اغېزه پرېږدي. لوستونکی د متن د موضوع د تحلیل پر ځای د خپل احساس د تجربې برخه ګرځي. په همدې دلیل، د اکسپرسیونیستي ادبیاتو لوستل نه یوازې ادبي لوستل ګڼل کېږي بلکې یو ډول احساساتي تعامل ګڼل کېږي.
دا په دې مانا کله یو متن له قوي احساسي ژبې څخه کار اخلي، نو پر لوستونکي ژور ذهني (فکري) او رواني (احساسي) اغېز پرېباسي.
«د احساسي ژبې شدت» یانې متن ډېر احساساتي، عاطفي او اغېزمن الفاظ لري. دا ژبه د لوستونکي پر احساساتو او فکر اغېز کوي. په دې حالت کې لوستونکی د متن پر موضوع په سړه او منطقي شننه نه کوي. بلکې لوستونکی د لیکوال له احساساتو سره ځان شریک احساسوي. یانې لوستونکی د متن نندارچي یا شنونکی نه وي، بلکې د احساساتو تجربه کوونکی ګرځي.
نو ویلی شو چې قوي احساسي ژبه لوستونکی له تحلیلي فکره وباسي او هغه د متن د احساساتو نړۍ ته ننباسي.
شدیده احساساتي ژبه د اکسپرسیونیستي ادبیاتو د تخلیقي جوړښت محور جوړوي. دا ژبه د عقلاني وضاحت پر ځای د رواني تأثر لټه کوي، د منطقي تسلسل پر ځای د احساساتي شدت تمثیل کوي، او د واقعیت د تقلید پر ځای د انسان د دنننۍ نړۍ د انکشاف هڅه کوي. له همدې امله، اکسپرسیونیستي لیکوال د ژبې له هرې وسیلې نه د احساس د رسولو لپاره ګټه اخلي، څو د انسان روح، اضطراب او درد د لوستونکي د تجربې برخه وګرځي.
- تصویرګري او سمبولونه: د کلمو په مرسته داسې فضا جوړېږي چې لوستونکي ته یو ډول انځور وړاندې کړي.
- بدلون په ریتم او جوړښت کې: د دودیزو بڼو (غزل یا منظمې کیسې) پر ځای، آزاده بڼه او مات شوی تال کاروي.
- تیاره او ژور موضوعات: مرګ، وېره، جګړه، ماشینی ژوند، انسانیت له لاسه ورکول.
- د فرد پر ځای د ټول انسان درد: شخصي کیسې د ټول انسانیت د ګډو کړاوونو نښه ګرځي.
- بېثباته کرکټرونه: د کیسو او ډرامو کرکټرونه ډېر کله په رواني کړکېچ کې وي، نه د عادي ورځني ژوند په فضا کې.
په جرمني ادبیاتو کې بېلګې:
ګئورګ تراکل (Georg Trakl): شاعر چې په شعرونو کې یې توره او دردناکه فضا ډېره ښکاره ده.
ګوتفرید بن (Gottfried Benn): د انسان د بدن او ژوند د زوال په اړه ډېر شدید او انځوریز شعرونه لري.
فرانتس کافکا (Franz Kafka): که څه هم تل په «سوچه» ډول د اکسپرسیونیستانو په ډله کې نه شمېرل کېږي، خو د هغه ډراماتیک او فضا لرونکي داستانونه د دې بهیر نږدې ملګري دي. دلته د اکسپرسیونیستي شعرونو ځانګړتیاو په اړه لنډ نظر اچوم:
۱. ژبه او جوړښت
- د نظم دودیزه قافیه او وزن مات شوی وي.
- جملې ناڅاپي، لنډې او ځینې وخت ناتمام پاتې کېږي.
- د کلمو ترمینځ یو ډول ټکر او تضاد احساسېږي.
۲. تصویرونه
- توند او ټکان ورکوونکي انځورونه کارېږي.
- د ښارونو شور ماشور، لوګي، د ماشینونو غږ.
- د انسان د بدن زوال (هډوکي، وینه، د مرګ نښې).
- د طبیعت انځورونه تیاره او اندېښمنوکي دي (لکه خړ اسمان، وچې ونې).
۳. موضوعات
- جګړه او د هغې وحشت.
- د انسان یوازیتوب او بې مفهومه ژوند.
- د ټولنې ماشینی کېدل او د روح له مینځه تلل.
- مرګ، ویره، ګډوډي او رواني کړکېچ.
۴. د احساس شدت
د شعر په هره کرښه کې یو ډول فشار او چیغې احساسېږي. شاعر غواړي لوستونکی نه یوازې له ښکلا خوند واخلي بلکې ټکان وخوري.
۵. سمبولونه او استعاروي ژبه
- رڼا او تیارو ټکر ، خیر او شر، د امید او ناامیدۍ نښه ګرځي.
- د ښار تصویر د بې روح تمدن نښه وي.
- د اور، وینې او لوګي استعاره د جګړې او مرګ د ورانیو سمبول ګرځي.
د یوه خیالي تحلیلي بېلګې بڼه
- په خړ ښار کې،
- د ماشینونو چیغې،
- انسان د اوسپنې تر سیوري لاندې ورک شوی
- خړ ښار : د ژوند بې روحه حالت دی.
- د ماشینونو چیغې: صنعتي تمدن چې انسان ته ارام نه پرېږدي.
- ورک شوی انسان: د هویت او روح له لاسه ورکول.
نو په ټوله کې، د اکسپرسیونیستي شعر هدف دا نه دی چې ښکلی طبیعي انځور وړاندې کړي، بلکې دا دی چې د انسان دننني دردونه، وېره او کړکېچ په خورا توند ډول لوستونکو ته وړاندې کړي.
مسعود: د تیاتر او ډرامو په هنر کې د اکسپرسیونیسم د ښوونځی د مهمو او اغېزمنو ځانګړتیاوُ په اړوند څه لید لرئ او د دوی نوموتي او مهم استازي څوک ول؟ هیله ده كه تاسو د تیاتر او ډرامو د هنرمندانو د هنري سبک او د هنري نامتو نښیرونو (اثارو)د ارزښت په اړه لنډه رڼا واچوئ.
پرهیز: اکسپرسیونیسم د شلمې پېړۍ په لومړیو لسیزو کې د اروپا په تیاتر او ډرامه کې یو ډېر مهم او اغېزناک هنري خوځښت و. دا ښوونځی د رومانیسم او ریالیسم پر وړاندې د غبرګون په توګه وزېږېد، ځکه چې ریالیستانو یوازې د ژوند «بهرنۍ» څېرې انځورولې، خو اکسپرسیونیستانو غوښتل د انسان «دننني حالتونه، عاطفې او اروايي کړکېچونه» د هنري په ژبه بیان کړي.
د اکسپرسیونیستي تیاتر ځانګړنې:
- د دنننۍ نړۍ انځورول: د اغراق، ناپېژندل شویو بڼو او ناڅاپي صحنو په وسیله د کرکټرونو د ذهني حالت، وېرې، خپګان، ځوږ، خوشالۍ او اضطراب ښودنه کوي.
- اغراق او تحریف، صحنه، رنګ، غږونه او د کرکټر چلند داسې ښودل کېږي چې د عاطفې شدت زیات کړي.
- د ریښتیني وخت او ځای ماتېدل، د زمان او مکان دودیز بهیر ماتېږي، د خیال او واقعیت کرښې ګډېږي.
- سمبول او تمثیل، کرکټرونه ډېر وخت نه یوازې د یوې ځانګړې څېرې بلکې د ټولنې، د یوې طبقې یا مفکورې استازولي کوي
- د نندارچيانو ښکېلول، د لیدونکي پر احساساتو مستقیم اغېز کول د هدف برخه وي، تر څو هغه له عادي تفریح سره نه، بلکې له ژور فکري او عاطفي ټکان سره مخامخ شي.
مهم استازي او نوموتي لیکوالان:
جورج کایزر (Georg Kaiser) – د آلمان ډرامه لیکونکی، د اکسپرسیونیستي ډرامې له مخکښو څېرو څخه دی. د ده ډرامې لکه Von morgens bis mitternachts (بې پایه شپې) د اکسپرسیونیستي خوځښت بنسټیز نښیر دی.
ارنست تولر (Ernst Toller) – د آلمان ډرامه لیکونکی او شاعر، چې د Die Maschinenstürmer (د ماشینونو جوړول) او نورو اثارو له لارې یې ټولنیز فشار او فردي کړکېچ بیان کړی.
اوسکار کوکوشکا (Oskar Kokoschka) – د نقاشۍ ترڅنګ یې په ډرامه کې هم د انسان د اروايي کړکېچونو هنري انځور وړاندې کړ.
اګست سټرېنډبرګ (August Strindberg) – سویډني لیکوال، که څه هم هغه د سمبولیسم او نور جریانونو څخه هم اغېزمن دی، خو د هغه ځینې وروستۍ ډرامې د اکسپرسیونیستي خوځښت د مخکښو په توګه یادېږي.
د هنري سبک ارزښت:
اکسپرسیونیسم په تیاتر کې د بصري او دراماتیکو تجربو نوې لارې پرانیستلې.
دې سبک د سیاست، ټولنیز عدالت او فردي ازادۍ پر بحثونو ډېر تمرکز وکړ.
د ډرامې د لیکوالو لپاره یې لاره اواره کړه چې د «قصې ویلو» پر ځای د انسان د دنننۍ نړۍ فلسفي ژوروالی، نندارې ته وړاندې کړي.
وروسته ډېری خوځښتونه (لکه د شلمې پېړۍ د امریکایي ډرامې ځینې برخې، د بېرخت «اپیک تیاتر»، او د عصري ماډرنیستي ډرامې جریانونه) د اکسپرسیونیستي تجربو نه اغېزمن شول.
مسعود: په سینما او د فلمونو په جوړولو کې د اکسپرسیونیسم د سبک اصلي او مهمې ځانګړتیاوې څه ډول ارزوئ؟ د دې سبک د نامتو فلمونو او مهمو او پېژندل شویو استازو په تړاو لنډه رڼا واچوئ؟
پرهیز: اکسپرسیونیسم په سینما کې چې ډېری وخت یې د «جرمني د اکسپرسیونیستي سینما» په نوم یادوي، ځانګړې ځای لري. دا خوځښت د لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته په آلمان کې (۱۹۱۹ – ۱۹۳۰) رامینځ ته شو. د هغه وخت سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ناورین د هنرمندانو په روحیې داسې اغېزه وکړه چې د عادي واقعیت پر ځای یې د داخلي وېرنو، اضطرابونو او رواني ګډوډیو انځور وړاندې کړ.
د اکسپرسیونیستي سینما اصلي ځانګړتیاوې
- تحریف شوې صحنه جوړونې : د فلم شالیدونه په قصدي ډول کاږه، نابرابره او د هندسي تضادونو ډک جوړېږي، څو د کرکټرونو رواني ګډوډي څرګنده کړي.
- تیاره رنګونه او شدید تضاد (رڼا او سیوری): د ډراماتیک او ویرونکې فضا لپاره د روښنايي او سیوري خورا شدیده لوبه.
- د کمرې زاویې: غیرمعمولي کږې او له ښکته/پورته اخیستل شوې شارټونه د نندارچي عادي لید ګډوډوي.
- د دنننۍ نړۍ تمثیل: د کرکټر د ذهن او احساس انځور د بهرني چاپېریال په هندسه، رنګ او رڼا کې ښکاره کېږي.
- ډراماتیکه اداکاري: د کرکټرونو حرکات او څېرې ډېر مبالغې ډکې وي، څو د داخلي عواطفو شدت زیات کړي.
- تیاره موضوعات: وېره، لېونتوب، د جرمونو کیسې، ټولنیز فشار، او د انسان د رواني ناارامۍ انځور.
نامتو فلمونه: د ډاکټر کالیګاري کابینه (1920, Robert Wiene) د اکسپرسیونیستي سینما بنسټیز اثر ګڼل کېږي. تحریف شوي دیکورونه، سیوري او رواني ګډوډي یې ځانګړتیاوې دي.
نوسفیراتو (1922, F. W. Murnau)د وېرونکو فلمونو له کلاسیکو بېلګو څخه دی. د سیوري کارونه او د کمرې غیرعادي زاویې یې د ویرې فضا پیاوړې کړې ده.
میټروپولیس (1927, Fritz Lang)یو ساینسي تخیلي شاهکار چې د طبقاتي توپیرونو او د انسان د راتلونکي بېعدالتیو ډک ښارونو انځور وړاندې کوي.
M (1931, Fritz Lang) که څه هم لږ وروسته جوړ شوی، خو لا هم د اکسپرسیونیستي فضا نښې پکې لیدل کېږي، په ځانګړي ډول د رڼا او سیوري ډراماتیک کارونه.
مهم استازي
Fritz Lang – د Metropolis او M جوړونکی، د ساینس فکشن او تریلر په پراختیا کې ډېر اغېزناک.
Karl Freund – د کمرې د نوښتګرو حرکتونو او د رڼا کارونې له امله مشهوره و.
اکسپرسیونیستي سینما او د فلمي هنر بنسټیز بدلون
اکسپرسیونیستي سینما د شلمې پېړۍ په لومړیو لسیزو کې د فلمي هنر د تکامل له مهمو پړاوونو څخه ګڼل کېږي. دا خوځښت د جرمني د اکسپرسیونیستي هنر له فلسفې سرچینه اخلي، چې موخه یې د انسان د دننني احساساتو، رواني فشارونو او ذهنې تجربو بصري څرګندونه وه. د دې مکتب راڅرګندېدل د سینما د مینځپانګې په تعریف کې یو بنسټیز بدلون رامینځته کړ، ځکه فلم له ریالیستي ځلونې څخه د ذهن د واقعیت د انځورولو پر لور ولاړ.
۱. د اکسپرسیونیستي سینما فلسفه او ماهیت
اکسپرسیونیستي سینما د دې پر ځای چې د بهرني واقعیت دقیق انځور وړاندې کړي، د انسان د ذهن، وېرې، یوازیتوب او دنننۍ ګډوډۍ د څرګندونې هڅه کوي. په دې ډول فلمونو کې فضا، رڼا، سیوري، معمارۍ او د کامرې زاویې ټول د احساساتي حالت د څرګندونې وسیلې ګرځي.
۲. د فلمي هنر په بیان کې بدلون
د اکسپرسیونیستي خوځښت تر ټولو ستره لاسته راوړنه دا وه چې فلم یې د «کیسې ویلو» له محدودې را واېست او د «احساس او ذهن لوستلو» وسیله وګرځوله. د دې سبک په اغېز کې فلم د انساني تجربې د دننني اړخ انځورولو ته متوجه شو.
رڼا او سیوری د معنوي تضاد سمبول شو؛ د فضا تحریف د ذهني ګډوډۍ استازیتوب کاوه؛ او د کامرې غیرمعمولي زاویې د شخصیت د رواني حالت هندسي بڼه وړاندې کوله.
دا ټول بدلونونه د فلمي هنر د فلسفي بُعد د پراختیا څرګندونه کوي، یانې فلم نور یوازې د ژوند تقلید نه دی، بلکې د ذهن او روان یوه هنري څرګندونه ده.
۳. د اکسپرسیونیستي سبک نړیوال نفوذ
کله چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال ګڼ شمېر جرمن فلم جوړوونکي امریکا ته کډه شول، د اکسپرسیونیستي سبک تخنیکونه او مفکوره یې له ځانه سره یووړل. دې وړنې د هالیوډ په سینما کې یو نوی فصل پرانست. د دوی هنري میراث په ځانګړي ډول د Film Noir ژانر په رامینځته کېدو کې څرګند شو.
Film Noirد (۱۹۴۰) مو کلونو د هالیوډ یوه مهمه پدیده وه، چې په کې تیاره فضاوې، تضادي رڼاګانې، باراني ښارونه، اخلاقي ابهام، او د ذهني فشار موضوعات څرګندېږي. دغه ټولې ځانګړتیاوې د جرمني اکسپرسیونیستي سینما له ژبني او بصري جوړښتونو څخه سرچینه اخلي.
په دې توګه، د اکسپرسیونیستي سینما اغېزه د Film Noir تر څنګ د ډار او رواني هیجان پارونې ژانرونو په تکامل کې هم لیدل کېږي.
۴. د لیدونکي رواني تجربه او د سینما نوې ژبه
اکسپرسیونیستي سینما د لیدونکي رواني تجربه د فلم د اساسي محور په توګه مطرح کړه. دا سبک باور لري چې سینما باید د لیدونکي احساساتي او ذهنې حالت بدل کړي، نه دا چې یوازې کیسه ور وښيي. د دې لپاره له بصري اغېزو څخه کار اخیستل کېږي تر څو لیدونکی د کرکټر د ذهن دننه ځان احساس کړي. په دې توګه، اکسپرسیونیستي سینما د سینما د «احساساتي ژبې» بنسټ کېښود، یوه ژبه چې د رڼا، سیوري، فضا او حرکت له لارې د انسان رواني نړۍ رابرسېره کوي.
اکسپرسیونیستي سینما د شلمې پېړۍ د هنري انقلابونو له ډلې څخه ده، چې د فلم د مینځپانګې تعریف یې بدل کړ. دې خوځښت فلم ته د انساني ذهن، احساس او دننني واقعیت د څرګندولو ځواک ورکړ. له جرمني څخه تر هالیوډ پورې د دې سبک سفر د سینما د نړیوال بیان ژبه بډایه کړه او د Film Noir، ډار، او رواني هیجان ژانرونو ته یې مفکوروي بنسټونه ورکړل.نو ځکه، اکسپرسیونیستي سینما نه یوازې یو تاریخي خوځښت دی، بلکې د فلم د فلسفي، بصري او رواني بیان د دوامدار تحول بنسټ هم ګڼل کېږي.
مسعود: تاسو د اکسپرسیونیسم د سبک مهمې ځانګړتیاوې د عکاسۍ په برخه کې څه ډول ارزوئ. د اکسپرسیونیسم د سبک تخنیکونه، ځانګړتیاوې او د نوموتو څېرو پېژندنه او د دوی د نښیرونو(اثارو) په تړاو څه لید لرئ؟
پرهیز: اکسپرسیونیسم په هنر کې نه یوازې په نقاشۍ او مجسمه جوړونې کې، بلکې په عکاسۍ، سینما او تیاتر کې هم څرګنده شوی دی. که د عکاسۍ له زاویې یې وګورو، نو د دې سبک ځانګړتیاوې او تخنیکونه په لاندې ډول دي:
- پر دنننۍ نړۍ تمرکز، عکس یوازې د موضوع ظاهري ښکلا نه ښيي، بلکې د عکاس شخصي احساسات، ویره، اندېښنې یا خوښي هم بیانوي.
د ادبي پلوه، دا جمله وایي چې عکاسي د هنر ژبه ده، داسې ژبه چې د رڼا، رنګ، او چوکاټ له لارې خبرې کوي. کله چې عکاس یو عکس اخلي، هغه یوازې دا نه کوي چې د یوې صحنې ښکلا ونیسي، بلکې غواړي د خپل دننني حالت، احساس، او فکر انځور وړاندې کړي. د بېلګې په توګه که یو عکاس د یو یتیم ماشوم انځور اخلي، ښايي غواړي د خپل درد، همدردۍ یا خواخوږۍ احساس څرګند کړي. که د باران لاندې د کوم چا عکس اخلي، غواړي د یواز یتوب، ویرې یا نهیلۍ احساسات څرګند کړي. نو د عکس ښکلا یوازې په ظاهري بڼه کې نه، بلکې په هغه احساساتو کې ده چې لیدونکی ته استول کېږي.
له فلسفي نظره، دا جمله دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا عکس د واقعیت ښودنه کوي که د عکاس د ذهن؟ په معاصر فکر کې دا منل شوې ده چې هر عکس یو ذاتي اغېز لري. یانې هر څوک نړۍ د خپل ذهن له عینکو ویني. نو کله چې عکاس د نړۍ عکس اخلي، هغه په حقیقت کې د خپل ځان، خپلې وېرې، او خپل دننني حالت عکس اخلي. په دې مانا، عکس یوازې د بهرني حقیقت انعکاس نه دی، بلکې د دننني حقیقت تمثیل هم دی.
عکس د واقعیت ښودنه کوي:
په دې مانا چې عکس د نړۍ هغه څه نندارې ته وړاندې کوي چې په رښتیا شتون لري. یانې، که څوک عکس وګوري، هغه څه چې په عکس کې دي، واقعیت ته نږدې دي، لکه د یوې صحنې یا موضوع ریښتینی تصویر.
یانې عکس د ذهن ښودنه کوي، دا په دې مانا چې عکس ممکن یوازې د عکاس یا لیدونکي ذهن، تخیل، احساسات او تعبیرات ښکاره کړي. یانې عکس نه یوازې د حقیقي څیزونو عکس دی، بلکې د هغه چا په نظر کې چې عکس یې اخیستی، هم انعکاس لري. عکس کولی شي د واقعیت نه، بلکې د احساساتو او تصوراتو بیان وي.
په ساده ټکو که عکس یوازې حقیقت نقلوي، د واقعیت ښودنه کوي.
که عکس د جوړونکي یا لیدونکي فکر، احساس یا نظر څرګندوي، د ذهن ښودنه کوي.
په فلسفي او هنري بحثونو کې اکثره خلکو دا منلي چې هیڅ عکس په بشپړه توګه یوازې د واقعیت ښودنه نه کوي؛ بلکې هر عکس د انسان د غوراویو، لید او تعبیر اغیزه وړاندې کوي. دا جمله موږ ته دا درس راکوي چې عکس نه یوازې د ښکلا په سترګه مه ګورئ؛ بلکې د هغې شا ته د عکاس روح، احساس، وېره او فکر هم پټ دی چې باید ویې وینئ.
- تیاره او رڼا لوبې، ډېر وختونه د روښنايي تیز تضاد Contrast High کارول کېږي څو د ډراماتیکې فضا احساس را مینځ ته کړي.
په ادبي لحاظ، دا جمله د انځورګرۍ، عکاسي یا فلم هغه طرز ته اشاره کوي چې په کې رڼا او سیوری سره په تضاد کې کارېږي تر څو د صحنې احساس، ژورتیا او ډراماتیک ځواک زیات شي. رڼا د هیلې، ژوند، ښکلا، او حقیقت استازیتوب کوي. تیاره بیا د وېرې، درد، راز او ناڅرګندتوب نښه ده. کله چې دا دواړه سره یوځای شي، نو یو احساسي انډول او ډراماتیکي اغېزه پیدا کوي. په دې ډول، هنرمند د رڼا او تیارو د تضاد له لارې د ژوند متضاد اړخونه لکه د خوشحالۍ او غم، هیلې او ناامیدۍ، د ښکلا او ویرې ګډ احساس ښکاره کوي.
لنډه دا چې د رڼا او تیارو لوبه د هنر هغه تخنیک دی چې له ظاهري ښکلا نه ور هاخوا، د احساس ژورتیا څرګندوي.
په فلسفي ژبه ، پورته جمله د ژوند د تضادونو فلسفه بیانوي. په نړۍ کې هر څه د خپل مخالف له لارې پېژندل کېږي.
- رڼا بې له تیارو مانا نه لري.
- خوشحالي بې له غم د پوهیدو نه ده.
- نیکي بې له بدۍ نه مالومېږي.
نو کله چې ویل کېږي « د تیارو او رڼا لوبه»، دا په ژوره مانا د هستۍ د انډول قانون ته اشاره کوي. رڼا او تیاره دلته یوازې فزیکي څرګندېدنه یا پدیده نه ده، بلکې د وجود، اخلاقو، او احساساتو دوه متضاده ځواکونه دي چې یو له بله مانا اخلي. په فلسفي توګه، دا تضاد د انسان د دنننۍ جګړې استازیتوب هم کوي، هغه جګړه چې د ذهن تیارې او د زړه د رڼا ترمینځ روانه وي. له دې څرګندونو دا پایله تر لاسه کوو چې د «تیارو او رڼا لوبې» جمله موږ ته را زده کوي چې د ژوند، هنر او احساساتو ژورتیا د تضادونو په انډول کې نغښتې ده. رڼا له تیارو پرته رڼا نه ورکوي، او تیاره د رڼا له شتون پرته نه پېژندل کېږي.
- ورانې یا تحریف شوې زاویې: په دې حالت کې د کامرې له غیر معمولي زاویو او تحریف شويو کمپوزیسیونو څخه کار اخیستل کېږي، څو د دنننۍ بې قرارۍ او ناارامۍ انځور وړاندې شي.
له ادبي پلوه، دا جمله د عکاسي او سینما د هنري تخنیک یادونه کوي، خو تر شا یې یو ژور سمبولیک پیغام پروت دی. کله چې عکاس یا فلم جوړونکی له خرابو، تحریف شویو یا بې انډوله زاویو څخه کار اخلي، هغه غواړي د عادي ښکلا له قانون څخه سرغړونه وکړي او د احساس ګډوډي او دنننۍ نا آرامۍ ښکاره کړي. په ادب کې دا ډول طرز ته «بیاني تحریف» هم وایي، چې لیکوال یا هنرمند قصداً له عادي بڼې څخه کار نه اخلي، بلکې د نوې تجربې او ژور احساس لپاره له غیر معمولي جوړښتونو څخه ګټه اخلي.
نو دا ډول زاویې د دې لپاره نه کارېږي چې یوازې تصویر په زړه پورې ښکاره شي، بلکې غواړي د انسان دنننې تشویش،اضطراب، او رواني فشار بیان کړي. په بل عبارت، تحریف شوی انځور د « روح د تحریف شوي حالت » انعکاس دی.
له فلسفي پلوه، پورته مفهوم د معاصر انسان د دنننۍ ګډوډۍ او بې ثباتۍ فلسفه څرګندوي. په نننۍ نړۍ کې، انسان نور په همغه مستقیم او ساده لید، نړۍ درک کولی نه شي، هغه د شک، بې باورۍ، وېرې او فشار لاندې ژوند کوي ، نو ځکه د هغه لید هم تحریف شوی دی. کله چې کامره د زاویې انډول ماتوي، دا د نړۍ د انډول د ماتېدو فلسفي نښه ده. یانې نړۍ نور انسان ته همغسې ساده او منظم نه ښکاري؛ هر څه ویجاړ، کاږه، او نا آرامه احساسېږي. په دې ډول، دا مفهوم د انسان د رواني بې قراري، د واقعیت د ماتېدو احساس، او د معاصر ژوند د ګډوډۍ فلسفه تمثیلوي.
ویجاړ یا تحریف شوې زاویې: د هنري ژبې هغه بڼه ده چې د انسان د دنننۍ ناارامۍ، ګډوډ فکر، او له واقعیت سره د ټکر احساس څرګندوي.
دا موږ ته وایي چې کله ذهن ګډوډ وي، نو نړۍ هم کږه او تحریف شوې ښکاري.
- د عاطفې شدت: عکسونه د ارام طبیعي بڼې پر ځای، تیز، تور یا ان ناارامه فضا لري. دا جمله په ظاهره ساده ښکاري، خو په ځان کې د احساس، هنر، او فلسفې بشپړ بیان لري. راځئ دا له دواړو اړخونو ادبي او فلسفي تشریح کړو:
د ادبي پلوه، دا جمله د هغه هنري سبک انځور وړاندې کوي چې هنرمند یا عکاس پکې هڅه کوي احساساتو ته شدت ورکړي، نه دا چې یوازې یو ښکلی او ارام تصویر جوړ کړي. په دې طرز کې عکسونه معمولاً د تیز رنګونو، تیارو سیورو او نا منظمې فضا له لارې د احساساتو ژورتیا څرګندوي. یانې عکاس غواړي چې لیدونکی یوازې د ښکلا خوند وانه خلي، بلکې د درد، وېرې، خفګان یا اضطراب احساس هم وکړي. دا ډول عکسونه ارام طبیعي انډول نه لري، بلکې د ژوند د سختیو او دنننيو تضادونو انځور دي.
په ادبي مانا کې دا یو ډول عاطفي اغراق دی، چې د هنرمند احساسات له واقعیت څخه لوړوي څو د روح توفان څرګند کړي. لنډه دا چې دا عکسونه د «احساساتو چیغه» ده، نه د طبیعت چوپه ښکلا.
- له فلسفي اړخه، پورته مفهوم د معاصر انسان د دننني حالت ژوره څرګندونه ده.
په پخوانیو وختونو کې انسان طبیعت ته د سکون، انډول او همغږۍ د سرچینې په سترګه کتل، خو په نننۍ نړۍ کې د ذهن او احساس انډول مات شوی دی. نو کله چې عکاس یا هنرمند “عاطفي شدت کاروي، دا د هغه د دنننۍ فریاد استازیتوب کوي. هغه نړۍ نور ارامه نه ویني، ځکه د ده دنننه له ګډوډۍ، بې باورۍ او فشارونو ډک دی. په فلسفي ژبه، دا د وجودي اضطراب انځور دی؛
هغه احساس چې انسان د ژوند د بې مانا والي او نامالوم برخلیک پر وړاندې لري. نو دا تور، تیز او ناارامه فضا نه یوازې د چاپیریال بلکې د ذهن د تیارو تمثیل دی. یانې نړۍ د انسان د دننني تفسیر له مخې رنګ اخلي، که زړه ناارام وي، تصویر هم ناارام ښکاري.
له پورته توضیحګانو نه دا پایله تر لاسه کوو چې «عاطفي شدت» د عکس هغه هنري ژبه ده چې د عکاس دننه احساس، اضطراب او ناارامي څرګندوي.
دا عکسونه د ښکلا تمثیل نه، بلکې د روح د توفان، درد او ژور احساس څرګندونه ده.
له فلسفي پلوه، دا د انسان او نړۍ تر مینځ د رواني بې انډولۍ نښه ده.
- سمبولیسم او تجرید: واقعیت په هر اړخیز ډول نه ښودل کېږي، بلکې ځینې توکي د یوې ژورې مانا لپاره نښه (سمبول) ګرځي.
دا د هنر، ادبیاتو او فلسفې له پلوه یو ډېره بډای مفهوم دی. د ادبي پلوه، دا جمله د سمبولیزم او تجرید د هنري مکتبونو بنسټیز مفهوم څرګندوي.
په دې طرز کې، لیکوال، شاعر یا عکاس هڅه نه کوي چې نړۍ په ظاهري او واقعي بڼه وښيي، بلکې غواړي د هغې ژور معنوي، رواني یا فکري بڼې ته اشاره وکړي.
یو ګل ممکن د مینې سمبول وي، توره شپه د ویرې یا مړینې نښه وي، او یوه ماته هنداره د شخصیت د ټوټې کېدو استازیتوب کوي.
په دې توګه، هنرمند له عادي شیانو سمبولونه جوړوي، څو د انسان د احساس او فکر ژور حالت څرګند کړي.
تجرید بیا دا مانا لري چې غیر اړین جزئیات لیرې کوي، او یوازې د احساس خالص بڼه پرېږدي. لنډه دا چې د سمبولیزم او تجرید هدف دا نه دی چې نړۍ څنګه ښکاري، بلکې دا دی چې نړۍ څنګه احساسېږي.
په فلسفي ژبه، دا جمله د واقعیت او مانا تر مینځ د اړیکې ژوره پوښتنه راپورته کوي. د فلسفي پلوه، انسان هېڅکله هم واقعیت «په بشپړه بڼه» نه شي لیدلی، ځکه موږ نړۍ د خپل ذهن له زاویې پېژنو.
نو سمبولیسم د دې حقیقت فلسفي اعتراف دی: «هغه څه چې موږ یې وینو، یوازې نښه ده، نه خپله حقیقت». په دې مانا چې هر سمبول د ژور معنوي حقیقت استازیتوب کوي.
تجرید بیا د وجود د خالص تصور مظهر دی هغه څه چې د مادي بڼې نه ها خوا، د روح، احساس یا مفکورې په کچه شتون لري.
د فلسفي لید له مخې، سمبولونه د ناملموسه حقیقتونو د بیان ژبه ده. انسان د عقل له لارې نه، بلکې د تصویر، نښې او احساس له لارې د هستۍ ریښتینې مانا ته نږدې کېږي.
لنډه دا چې « سمبولیسم او تجرید» د هنر هغه لاره ده چې د ظاهري بڼې تر شا پټ حقیقت څرګندوي. د ادبي پلوه، دا د ژور احساس او خیال ژبه ده.
د فلسفي پلوه ، دا، دا څرګندوي چې واقعیت یوازې د نښو او سمبولونو له لارې درک کېدلی شي، ځکه حقیقت تل له سترګو پټ، خو احساس ته نږدې وي.
تخنیکونه:
د ټینګ سیوري او قوي رڼا کارول
- د لانجې او ګډوډۍ کمپوزیسیون: د لیدونکو سترګې په مستقیم تسلسل کې نه ځي، بلکې د بېلابېلو احساساتو په لور اړول کېږي.
په عادي یا انډول شوي ترکیب کې، هنرمند داسې جوړښت کاروي چې لیدونکي ته ښیي چې لومړی څه ته وګوري، وروسته څه ته، او وروستی تمرکز یې چېرته وي. دا د بصري مراتب د لړۍ اصل دی.
خو په لانجمن او ګډوډ ترکیب کې، دا سلسله قصداً ګډوډېږي.
هېڅ یو عنصر مطلق واک نه لري، سترګه له یوه ځایه بل ځای ته بې نظمه ټوپونه وهي، لیدونکی د یوې واحدې مانا پر ځای د احساساتي ټکرونو او څو اړخیزو تفسیرونو تجربه کوي. دلته د بصري مراتبو لړۍ پر ځای د بصري مساوات او ټکر فضا رامینځته کېږي، چې د لانجې حس زیاتوي.
بصري ریتم د تکرار، واټن او حرکت هغه اصول دي چې د لیدونکي سترګه د انځور له یوې برخې بلې ته رهبري کوي.
په انډول شوي ترکیب کې، ریتم منظم او نرم وي، لکه د موسیقۍ یوه ارامه نغمه. خو په ګډوډ ترکیب کې، ریتم مات شوی یا نا منظم وي. کرښې، شکلونه، او رنګونه په بې قاعده واټن کې راځي. دا د «بېثباتۍ» احساس رامینځ ته کوي، لکه څنګه چې لیدونکی د یوې لانجې یا داخلي ټکر شاهد وي. د ګډوډ ریتم موخه دا نه ده چې لیدونکی آرام کړي، بلکې موخه یې دا ده چې هغه ذهني یا عاطفي خوځښت احساس کړي. په کلاسیک هنر کې د ترکیب یو مهم اصل «انډول» دی یانې د وزن، رنګ او فضا انډول. خو په لانجمن جوړښت کې هنرمند انډول قصداً ماتوي څو د بې ثباتۍ احساس رامینځ ته کړي. د انډول ماتول د بصري لانجې د احساس یو بنسټیز تخنیکي عامل دی.
په عادي کمپوزیسیون یا ترکیب کې یو یا څو اصلي ټکي د لیدونکي پام ځان ته راکاږي. خو د ګډوډ جوړښت موخه دا ده چې لیدونکی په یوه ځای کې بند پاتې نه شي. د تمرکز څو ځایونه یا ګونګ ټکي لیدونکي ته د «لانجې» احساس ورکوي، ځکه ذهن یې د یوې ټاکلې مانا د موندلو هڅه کوي خو نه شي کولی. دلته د تمرکز ګډوډي د احساساتي نا آرامۍ سبب کېږي. په پای کې، دا ټول تخنیکي اصول (انډول، ریتم، دمراتبو لړۍ، تمرکز) چې کله قصداً ګډوډ شي، د لیدونکي احساسات فعاله کوي. نو لیدونکی یوازې «نه ګوري» بلکې احساس کوي. هغه د ارام پر ځای د ګډوډۍ، تاوتریخوالي، یا تشویش تجربه کوي او دا د «لانجې کمپوزیسیون» موخه او هدف دی.
د لانجې کمپوزیسیون یا ترکیب داسې تعریفولی شو: د لانجې او ګډوډۍ کمپوزیسیون هغه بصري جوړښت ته ویل کېږي چې د انډول، د مراتبو د لړۍ، او ریتم اصول په قصدي ډول ماتوي، څو د لیدونکي د سترګو منظم تسلسل یا پر له پسې توب ګډوډ کړي او د هغه احساسات د متضادو عناصرو ترمینځ په حرکت کې وساتي.
- غیرمعمولي پریکونه: د عکس چوکاټ باید داسې پرې شي چې د نندارچي عادي درک ګډوډ کړي. راځئ دا مفهوم د بصري هنرونو د نظري چوکاټونو د درې مهمو تیوری ګانو په پام کې نیولو سره تشریح کړو:
۱) ګشتالت تیوري (Gestalt Theory)
۲) سیمیوټیکس – د نښو او معناوو تیوري (Semiotics)
۳) ادراکي ښکلا پوهنه (Cognitive Aesthetics)
۱. د ګشتالت د تیوري
د ګشتالت تیوري د آلماني ارواپوهانو له خوا رامینځته شوې او وايي چې انسان شیان د جلا جلا برخو په توګه نه بلکې د ټولیز شکل په بڼه پېژني یا درک کوي.
د دې تیورۍ له مخې، کله چې یو عکس د «غیر معمولي پرېکونې» د تخنیک پر بنسټ وړاندې شي، د لیدونکي ماغزه د «بشپړ جوړښت» د بیا بشپړولو هڅه کوي. یانې که د انسان سر یا لاس له چوکاټه پرې شوی وي، ماغزه هڅه کوي دا نیمګړتیا له مینځه یوسي او انځور بشپړ کړي. دا هڅه د لیدونکي په ذهن کې ذهني ګډوډي او فعاله درک رامینځته کوي. نو ویلی شو چې د پرېکونې موخه دا ده څو د لیدونکي ذهن له عادي انډول څخه و باسي، څو د عکس په مانا ژور تمرکز وکړي.
۲. د سیمیوټیکس تیوري
سیمیوټیکس د نښو، سمبولونو او مانا جوړونې تیوري ده. په دې نظریه کې هر بصري عنصر (لکه چوکاټ، زاویه، رنګ) یوه نښه ده چې یو مفهوم څرګندوي. کله چې یو عکس په غیر معمولي ډول پرې شي، دا نښه د خپل دودیزې مانا نظم څخه وځي. د بېلګې په توګه که د یو چا سترګې پرې شي، دا ممکن د ناپوهۍ، بې هویتۍ، یا ګوښې توب سمبول شي. که فضا یا شالید پرې شي، دا د بې ځای توب یا محدود واقعیت مانا پیدا کوي.
د سیمیوټیک له نظره، داسې پرېکونه د بصري نښو نوي مانايز نظم رامینځ ته کوي، چې لیدونکي تفسیر بدلوي.
۳. د ادراکي ښکلا پوهنې تیوري
دا تیوري د انسان د ذهني او حسي غبرګونونو مطالعې ته ځانګړې شوې ده. د دې تیوري له مخې، کله چې لیدونکی له تمې لرې یا ګډوډ بصري جوړښت ویني، مغز یې، لومړی د حیرانتیا یا ناسم درک احساس پیداکوي، بیا هڅه کوي د مانا موندنې لپاره نوې اړیکې رامینځ ته کړي. دغه ذهني هڅه د ادراکي ښکېلتیا احساس پیدا کوي، یانې لیدونکی نه یوازې بصري خوند اخلي بلکې له عکس سره فکري تعامل ترسره کوي. د همدې لپاره، هنرمندان دا تخنیک کاروي څو د لیدونکي عادي درک ګډوډ کړي، خو په مقابل کې یې د ژور فکر، احساس او تحلیل و هڅوي.
نو په پایله کې ویلی شو چې د عکس غیر معمولي پرېکول د ګشتالت د ادراکی اصولو خلاف ده او د سیمیوټیک د نښو مانا بدلوي او د ادراکي ښکلا پوهنې له مخې د نندارچي په ذهن کې فعال تفکر رامینځته کوي. دا ګډوډي د هنر د هدف برخه ده، د لیدونکي ذهن له عادت څخه بیداروي او د نوې تجربې په لور یې بیايي.
نوموتې څېرې
په عکاسۍ کې اکسپرسیونیستي اغېزه د (۱۹۲۰)مو کلونو د آلمان د نوې واقعبینۍ له خوځښت او د فلمي اکسپرسیونیسم سره تړاو لري. ځینې مهم نومونه یې په لاندې ډول دي:
آلبرټ رېنګلینګ او آګوست ساندر – که څه هم ساندر ډېر د ټولنیز مستند عکاس په نوم یادېږي، خو د ده ځینې پرتره ونه (پورترېټونه) اکسپرسیونیستي رواني شدت څرګندوي.
- من رې (Man Ray) په سوريالیستي او اکسپرسیونیستي دواړو رواجونو کې راځي، د فوتوګرامونو او تحریف شویو عکسونو له لارې د دنننۍ نړۍ انځور يې وړاندې کاوه.
- د فلمي عکاسۍ په برخه کې د آلمان اکسپرسیونیستي سینما لکه The Cabinet of Dr. Caligari, 1920 د فضا جوړونې له پاره د کمرې زاویې او سیوري داسې وکارولې چې وروسته یې په عکاسۍ کې هم اغېزه پرېښوده.
زما له نظره اکسپرسیونیستي عکاسي د ریښتیني ژوند د عکاسۍ خلاف، د عکس د احساساتي او رواني اغېزې ځواک ته لومړیتوب ورکوي. دا سبک د لیدونکو ذهن ته ننوځي او د موضوع په اړه یو نوی درک زېږوي. که څه هم ځینې خلک یې د «بېنظمۍ» او «تیروتنې» په سترګه ګوري، خو په حقیقت کې دا د انسان د ناارامې د رواني نړۍ هنري ژبه ده.
دا بېلګې ښيي چې په عکاسۍ کې اکسپرسیونیسم تل ظاهري ښکلا ته نه بلکې دنننۍ حقیقت ته اشاره کوي. کله ناکله تحریف، ګډوډي او ان توره فضا هغه څه دي چې عکس ته ژوره رواني ځواکمنۍ ورکوي.
مسعود: د هنر د نورو څانګو په څیر د اکسپرسیونیستانو د معمارۍ هنر په (20)مه پیړۍ کې له آلمان څخه وده وکړه، او د آلمان، اتریش او ډنمارک څخه معمارانو د هغې اصلي بنسټونه جوړ کړل. ښه به وي که تاسو د معمارۍ په برخه کې د اکسپرسیونیسم د مهمو ځانګړتیاوُ، د نوموتو معمارانو د پیژندلو او د دوی د نامتو نښیرونو(اثارو) په اړه معلومات ورکړئ.
پرهیز:
اکسپرسیونیستي معمارۍ د شلمې پېړۍ په لومړیو لسیزو کې د جرمني او مرکزي اروپا په فرهنګي فضا کې رامینځته شوه. دا بهیر د معاصرې معمارۍ د هغو خوځښتونو له ډلې څخه دی چې د هنر، احساساتو او نوښت ګډه بڼه یې وړاندې کړه. لاندې د هغې مهمې ځانګړنې، نوموتي معماران او د هغوی نوموتي نښیرونه په لنډه توګه د پېژندګلوۍ لپاره وړاندې کوم:
د اکسپرسیونیستي معمارۍ ځانګړنې
۱. احساساتي بڼه: د ودانیو د جوړښت او ډیزاین موخه یوازې کارېدنه نه وه، بلکې د لیدونکي په ذهن کې د قوي احساساتو راوپارول ول.
په اکسپرېسیونیستي معمارۍ کې د ودانیو جوړښت او ډیزاین یوازې د فزیکي اړتیاوو، لکه د استوګنې، کار یا فعالیت لپاره نه دی طرحه شوی، بلکې د دې مکتب معمارانو غوښتل چې د خپلو نښیرونو له لارې د احساساتو او دنننیو تجربو څرګندونه وکړي. یانې د ودانۍ بڼه، توکي، رڼا، رنګ، او فضا داسې طرحه کړي چې د لیدونکي په ذهن کې یوه رواني اغېزه رامینځته کړي، د بېلګې په توګه د حېرانتيا، وېرې، عظمت، خوښۍ، یا ارامۍ احساس.
فلسفي بنسټ:
اکسپرېسیونیستي معماران باور لري چې معمارۍ باید نه یوازې یو فزیکي جوړښت بلکې د انسان د دنننیو احساساتو ژبه اوسي.
دا مکتب د هنر او روحانیت تر مینځ اړیکه ټینګوي، او هڅه کوي چې ودانۍ د یو ژوندي موجود په څېر احساس کړي.
د آلمان د معمار ایریک مېندلسون د آینشټاین برج ودانۍ، (۱۹۲۱)، یوه ښه بېلګه ده. د ودانۍ منحني بڼه، نرمې کرښې، او د جوړښت روان خوځښت داسې احساسېږي لکه یو احساساتي حالت چې د ځان څرګندولو په حال کې دی. موخه یې دا نه وه چې یوازې یو علمي مرکز جوړ کړي، بلکې دا وه چې د لیدونکي په ذهن کې د پرمختګ او انرژۍ احساس را وپاروي. نو دې پایلې ته رسېږو چې د اکسپرېسیونیستي معمارۍ علمي او فلسفي موخه دا وه چې ودانۍ یوازې د فزیکي کارونې لپاره نه، بلکې د احساساتو د بیان وسیله شي، داسې یو هنر چې د لیدونکي په ذهن او احساساتو اغېزه وکړي.
۲.نوي مادي کارونه: ښیښه، فولاد، او کانکریټ د ازادې د تجربې په توګه کارېدل.
په اکسپرېسیونیستي معمارۍ کې توکي یوازې د ودانیز ثبات او تخنیکي اړتیا لپاره نه کارېدل، بلکې د هنري بیان او احساساتي اغېزې یوه وسیله وه. د شلمې پېړۍ په لومړیو کې، کله چې د ښیښې، فولادو او کانکریټو نوې صنعتي بڼې رامینځته شوې، اکسپرېسیونیستي معمارانو دا توکي د ازادې تجربې په توګه وکارول څو د ودانۍ په بڼه کې د نوښت، خوځښت او احساساتي بیان نوی مفهوم وړاندې کړي.
د توکو فلسفي رول
اکسپرېسیونیستي معماران باور لري چې توکي د ودانۍ «ژبه» جوړوي. د دوی په اند، هره ماده د ځان ځانګړی احساساتي او بصري کیفیت لري.
ښیښه: د شفافیت، رڼا او روحانیت نښه وه. د ښیښې له لارې د رڼا تېرېدل د دنننۍ او بهرنۍ نړۍ تر مینځ یو رواني اړیکه رامینځته کوي.
فولاد د ځواک، خوځښت او صنعتي پرمختګ سمبول و. د فولاد د نریو ستنو او چوکاټونو له لارې معمارانو کولی شول د درنو جوړښتونو پر ځای د ازادو او سپکو بڼو تجربه وکړي.
کانکریټ: د پلاستیکي انعطاف، سختۍ او دوام ګډه ځانګړتیا لري. دې ماده د اکسپرېسیونیستي معمارۍ لپاره د آزاده بڼۍ ورکولو یو فرصت جوړ کړ، ځکه دا د پیچلو او منحني بڼو د جوړولو وړتیا لري.
د «آزادې تجربې» اصطلاح دلته د دې مانا لري چې معمارانو د توکو دودیزې کارونې نه منلې، بلکې د هغوی له طبیعي حدودو او دودیزو هندسي اصولو هاخوا یې نوې بڼې، خوځښتونه او جوړښتي تجربې رامینځته کړې. د دې له لارې، ودانۍ د یو «احساساتي موجود» په څېر انځورېدله، نه د جامد او بې روح جوړښت په توګه.
بېلګې او عملي پلې کېدنه
د ایریک مېندلسون (Erich Mendelsohn) دانشتاین برج (1921) ودانۍ د کانکریټ نرمې او منحني بڼې د انرژۍ او خوځښت احساس څرګندوي.
د برونو تاوت (Bruno Taut) د «ښيښه ای غرفه»(۱۹۱۴ ) ودانۍ د ښیښې او رڼا د یو ځای کارونې له لارې د روحانیت او روڼټوب د احساس هنري استازیتوب کوي.
له علمي پلوه، د اکسپرېسیونیستي معمارۍ د توکو کارونه د «تخنیکي نوښت» بڼه نه، بلکې د «احساساتي ازادۍ» یوه بڼه وه. د ښيښې، فولاد او کانکریټ ازاده تجربه د دې معمارۍ د روح اساسي برخه ګڼل کېږي، ځکه دا توکي د ودانۍ د فزیکي بڼې ترڅنګ د هغې رواني او هنري هویت څرګندوي.
۳.عضوي او انځوري شکلونه: ډېر وخت ودانۍ د طبیعي موجوداتو (غره، ښامار، څمڅې، ونې) په بڼه انځورېدل.
په اکسپرېسیونیستي معمارۍ کې، عضوي او انځوري شکلونه یا بڼې هغه هندسي او جوړښتي عناصر دي چې د طبیعت، ژوندي موجوداتو، یا انساني احساساتو څخه الهام اخلي. په دې سبک کې معماران هڅه کوي چې ودانۍ نه باید یوازې د کارونې لپاره وي، بلکې د احساس، خوځښت، او طبیعي ژوند څرګندونه و کړي. له همدې امله، د دوی طرحې د طبیعي موجوداتو، لکه ونې، غاښي، هډوکي، مرغان، یا د انسان د بدن، بڼې ته ورته ول.
عضوي جوړښت:
د طبیعت، ودې، وینې، او طبیعي انحناؤ تقلید کوي. ودانۍ داسې ښکاري لکه د ژوندي موجود یوه برخه وي. د مستقیمو کرښو پر ځای نرمې، اوبدلي او رواني کرښې کارېږي.
انځوري تمثیل:
ودانۍ یا فضا د یو ځانګړي موجود څخه (لکه مرغۍ، څاروي، یا انسان بڼه لري) الهام اخلي. هدف دا وي چې احساساتي اغېزې رامینځته کړي، نه دا چې واقعي انځور جوړ کړي.
احساساتي څرګندونه:
د اکسپرېسیونیستي معمارۍ اصلي موخه دا ده چې د مادي جوړښت له لارې احساس او درک انتقال کړي. مواد، رڼا، او بڼه ټول د فکري یا احساساتي حالت څرګندونه کوي. د بېلګې په توګه:
د Antoni Gaudí د “Sagrada Família” ودانۍ په بارسلونا کې یو عضوي جوړښت دی چې د طبیعت له بڼو یې الهام اخیستی.
د Erich Mendelsohn «د انشتاین برج» د خوځښت، انرژۍ او طبیعي قوتونو یوه انځوریزه څرګندونه ده. په اکسپرېسیونیستي معمارۍ کې عضوي او انځوري شکلونه د طبیعت او ژوندیو موجوداتو د بڼو تقلید دی، چې هدف یې نه یوازې فزیکي کارونه بلکې د ودانۍ له لارې د احساساتي او بصري اغېزې رامینځته کول دي.
۴.د زاویو او کرښو ماتېدل: دودیزې مستقيمې کرښې لږې وې، پر ځای یې ماتې، کږې او څو اړخیزې کرښې او سطحې کارېدې.
په اکسپرېسیونیستي معمارۍ کې د زاویو او کرښو ماتېدنه د دې معمارۍ د بڼه ایز بیان یو بنسټیز اصل ګڼل کېږي. دا پدیده د دودیزو هندسي اصولو، لکه سمې، ورته یا متقارنې او منظمې کرښې څخه قصدي انحراف دی. د دې سبک معماران د جوړښتونو په بڼه کې د مستقیمو او ثابتو کرښو پر ځای، له ماتې، کږې، تاورا تاو او څو اړخیزې کرښې او سطحو څخه کار اخلي، څو د احساساتي اغېزې، خوځښت او دنننی ځواک د بصري انځور یوه فعاله فضا رامینځته کړي. د اکسپرېسیونیستي معمارۍ د بنسټیزو مفاهیمو له مخې، معماري باید یوازې د فزیکي اړتیاوو پوره کولو وسیله نه وي، بلکې د انسان د احساساتي تجربې او دننۍ نړۍ د څرګندونې بڼه هم وي. له همدې امله، د کرښو او زاویو «ماتېدل» د احساساتي بېنظمۍ، داخلي فشار او فکري ګډوډۍ بصري تمثیل ګڼل کېږي. دا ډول هندسه، چې د غیرخطّي جوړښت او زاویوي ټوټې کېدو په نوم یادیږي، د معمارۍ په بڼه کې یو ډول خوځنده انرژي رامینځته کوي. ودانۍ د یوې چوپ څلې په څېر نه، بلکې د یو ژوندي موجود د خوځښت او بدلون نښه ښکاري. په دې توګه، د زاویو او کرښو ماتېدنه نه یوازې د ښکلا د سبک نوښت ګڼل کېږي، بلکې د فلسفي او رواني بیان یوه معماریزه ژبه هم ده، چې د شلمې پېړۍ د انساني اضطراب، د بدلون احساس او د نوې نړۍ د درک د هڅو استازیتوب کوي.
لنډه دا چې د اکسپرېسیونیستي معمارۍ د کرښو او زاویو ماتېدنه د هندسي نظم قصدي ویجاړونه ده، چې موخه یې د احساس، خوځښت او فکري اغېز انتقال دی. دا پدیده د معمارۍ له فزیکي جوړښت څخه، د انساني احساساتو د بیان بصري ژبې ته ارتقا مومي.
۵.نوښتګر انځوریز نندارتون: ودانۍ لکه د مجسمې په شان نه یوازې یو کاري جوړښت بلکې د هنر یوه بڼه ګڼل کېدله.
دا د اکسپرېسیونیستي معمارۍ د هنري ماهیت او مفکوروي فلسفې یوه مهمه نښه بیانوي. په اکسپرېسیونیستي معمارۍ کې ودانۍ یوازې د فزیکي اړتیاوو او ساختماني فعالیت لپاره نه طرحه کېدلې، بلکې د هنر د بصري او احساساتي بڼې په توګه ورته کتل کېدل. د دې سبک معمارانو باور درلود چې معمارۍ باید د هنر د نورو څانګو لکه مجسمه جوړونې، انځورګرۍ او موسیقۍ په څېر د احساس، تخیل او روحي تجربې د څرګندونې وسیلې وي.
په همدې مفهوم کې، ودانۍ د یو نوښتګر انځوریز نندارتون په توګه ګڼل کېدل، چېرته چې د بڼې، کرښې او فضا ترکیب د خالص تخنیکي منطق پر ځای د احساساتي او بصري اغېز د رامینځته کولو لپاره کارېدل. ودانۍ د مجسمې په څېر داسې طرحه کېدې چې د لیدونکي احساس را وپاروي، د هغه درک ته ننوځي، او نه یوازې د یو فکري یا فزیکي جوړښت په توګه بلکې د یو هنري بیان په توګه وپېژندل شي.
اکسپرېسیونیستي معمارۍ د دې له لارې د معمارۍ دودیز تعریف بدل کړ. د جوړښت او کارونې د محدودو چوکاټونو پر ځای، دا سبک د معمارۍ او مجسمه جوړونې ترمینځ د پولو ماتول هدف وګرځاوه. د دې پایله داسې ودانۍ وې چې د هندسي منطق، انجینري نظم او هنري تخیل یو ګډ ترکیب ښیي.
د دې فلسفې تر شا مفکوره دا وه چې د معمارۍ له لارې د انسان د دنننيو احساساتو او معنوي ژوند یوه هنري ننداره وړاندې شي، څو ودانۍ خپله د هنر یوه فعاله برخه وګرځي، نه یوازې د هنر د نندارې ځای بلکې د مفکورې تحلیلي مرکز شي.
معمارۍ ته د هنر د څانګې په سترګه کتل:
ودانۍ نه یوازې ساختماني جوړښت بلکې د احساساتي او فکري بیان وسیله ده.
د مجسمه جوړونې الهام: د ودانیو بڼې درې بعدي، تاو را تاو او د خوځښت احساس لري، لکه یو مجسم انځور.
نوښت او تخیل:
معماران د توکو، بڼو او فضا په کارولو کې د دودیزو قاعدو څخه بهر تخلیقي لارې لټوي.
د لیدونکي احساساتي اغېز:
د ودانۍ هدف دا دی چې لیدونکی نه یوازې فزیکي تعامل وکړي بلکې د فضا له تجربې سره په احساساتي توګه اړیکه ټینګه کړي.
په لنډ ډول ویلی شو چې په اکسپرېسیونیستي معمارۍ کې ودانۍ نه یوازې یو کاري جوړښت بلکې د مجسمې په څېر د هنر یوه بڼه ګڼل کېدله. دې سبک د معمارۍ د دودیزو محدودیتونو د ماتولو هڅه وکړه او ودانۍ یې د احساس، تخیل او هنري بیان د یوې ژبې په توګه وړاندې کړې.
۶.د ټولنیزو بدلونونو اغېز: د لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د انساني روح د بیا ژوندي کولو له پاره د راتلونکي پر لور یو ډول خیالیز لید وړاندې کېده.
په اکسپرېسیونیستي معمارۍ کې د ټولنیزو بدلونونو اغېزه د شلمې پېړۍ د پیل له ژورو تاریخي، فکري او احساساتي بدلونونو سره تړلې ده. د لومړۍ نړیوالې جګړې (۱۹۱۴–۱۹۱۸) له ویجاړیو او انساني ناورینونو وروسته، اروپایي ټولنې له یوې سختې رواني او ټولنیزې ماتې سره مخ شوې. د جګړې له پای ته رسیدو وروسته، د هنر او معمارۍ ډېری بهیرونه د دې هڅې استازیتوب کوي چې انساني روح، امید او معنوي باورونه بیا راژوندي کړي.
په همدې فکري فضا کې، اکسپرېسیونیستي معماران د مادیت، منطقمحور عقلانیت او صنعتي نړۍ د سړې فضا پر ضد راپاڅېدل. هغوی غوښتل داسې ودانۍ طرحه کړي چې نه یوازې د فزیکي جوړښت، بلکې د انسان د دننني احساس، ویرې، هیلو او معنوي بیا ژوندي کېدو څرګندونه وکړي. له همدې امله، د اکسپرېسیونیستي معمارۍ بڼې او فضاګانې ډېر کله د خیال، ارمان او راتلونکي د یو بیلګه ایز تصور استازیتوب کوي. دا معماران هڅه کوي چې د ویجاړ شوې نړۍ له خاورې څخه د انسان د بیا رغېدنې یو روحاني او هنري تصویر وړاندې کړي. دا «خیالي وړاندې کونه» د معمارۍ د واقعي کارونې نه هاخوا، د روحاني ډاډ او خیالي راتلونکي په لور یو سمبولیک بیان ګڼل کېږي.
ټولنیز شالید:
جګړه د بشري ارزښتونو، باورونو او تمدني جوړښتونو د سقوط لامل شوه.
معمارانو د دې وضعیت پر وړاندې د یو نوي انساني معنویت د راژوندي کولو هڅه وکړه.
فکري او فلسفي انګېزه:
د «روحانیت» او «خیال» مفکورې د معمارۍ له مادیتي ماهیت څخه د تېښتې وسیله وګرځېدله. معمارۍ د یو ډول «اخلاقي او رواني بیا رغونې» په توګه تعبیر شوې.
بصري او د بڼې له اړخه څرګندونه:
د ودانیو بڼې، کرښې او فضاګانې د هیلو، ویرې او تمې سمبولونه دي.
معماران د هندسي تجرید او عضوي بڼو له لارې د انسان د داخلي احساساتو انعکاس کوي. د بېلګې په توګه:
د ایرچ مینډلسن او د انشتاین برج د یوې نوې علمي او فکري نړۍ د رامینځته کېدو سمبول ګڼل کېږي.
د هانس پویلزیګ د ګروسس شاوسپیل هاوس داخلي فضا د انساني روح د آزادۍ او تخیل د بیدارۍ انځور وړاندې کوي.
په لنډه توګه ویلی شو چې تر لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته، اکسپرېسیونیستي معمارۍ د ټولنیزو بدلونونو، رواني کړکېچ او د انساني ارزښتونو د بیا موندنې غبرګون و. دا معمارۍ د راتلونکي پر لور د یو خیالي، روحاني او هیله من لید تمثیل کوي، چې موخه یې د انسان د روح بیا ژوندي کول او د نوې معنوي نړۍ بنسټ ایښودل ول.
نوموتي اکسپرسیونیست معماران:
- برونو تاوټ (Bruno Taut): د جرمني معمار. د رنګینو ښاري هستوګنځایونو او خیالي معماریو د نظریو له پاره شهرت لري.
- ایریک مندلزون (Erich Mendelsohn): د خپلو خوځنده او جریان لرونکو ودانیو له امله پېژندل کېږي.
- هانس پوئلزیګ (Hans Poelzig): د ډراماتیکو جوړښتونو او ځانګړو مخونو لرونکی معمار.
- پیټر بهرنس (Peter Behrens): که څه هم ډېر وخت د نوې موضوعي معمارۍ سره تړل کېږي، خو د هغه ډیزاینونه پر اکسپرسیونیستي بهیر هم اغېز درلوده.
نوموتي نښیرونه او ودانۍ:
- د ښيښې غرفه، کولون (۱۹۱۴) ، برونو تاوټ: یو ښایسته ګنبد لرونکی ودانۍ ده چې په نړیوال نندارتون کې وړاندې شوې او د رڼا او ښیښې تجربوي ځواک یې وښود.
- د آینشتاین ټاور, پوټسدام (۱۹۲۰–۱۹۲۴) – ایریک مندلزون: یو لابراتوار د لمریزې څېړنې له پاره. د رواني او مایع شکلونو یوه بېلګه ده.
- د ګروسس شوسپیلهاوس ، برلین (۱۹۱۹) ، هانس پوئلزیګ: د ډراماتیک داخلي جوړښتونو او زړه راښکونکي څراغونو له پاره شهرت لري.
- کرسټال شلوس (Crystal Chain) – برونو تاوټ او نور معماران: یو فکري او لیکلي خوځښت چې د کریسټالیسم، خیالي ښارونو او آرمانپالې معمارۍ تصور وړاندې کاوه.
په پایله کې، د اکسپرسیونیست معمارۍ هنر هڅه کوله د ودانۍ په ژبه احساسات، خیال، او روحاني ځواک څرګند کړي. همدا ځانګړنې وې چې وروسته یې د مدرنې معمارۍ پر ځینو خوځښتونو لکه د عضوي یا ارګانیک معمارۍ) او فیوچریسم هم اغېز ه وکړه).
مسعود: تاسو د اکسپرسیونیسم د مکتب د زوال او له منځه تللو اصلي لاملونه، انګیزې ، دک و دلیل څنګه ارزوئ؟
پرهیز: هر ادبي او هنري بهیر د ودې، غوړېدو او زوال مرحلې تېروي، اکسپرسیونیسم هم له دې قاعدې مستثنا نه دی، هماغسې چې یې لکه د نورو ادبي ښوونځیو په څېر د غوړیدو پیچلی پړاونه وهلي هماغسې یې د خپل ځواک د لاسه ورکولو لاره په مخ کې ونیوله.
اکسپرسیونیسم د شلمې پېړۍ په لومړیو لسیزو کې د اروپایي هنر، ادبیاتو او فلسفې یو ژور فکري او هنري خوځښت و. دا بهیر د انسان د دنننیو احساساتو، اضطراب، وېري، او د شتمن تمدن پر ضد د رواني بغاوت څرګندونه وه. خو د وخت په تېرېدو سره، د نړۍ سیاسي، اقتصادي او فکري چاپېریال بدلون وموند، او هغه شرایط چې اکسپرسیونیسم یې زېږولی وو، نور پاتې نه شول. د همدې بدلونونو په پایله کې، اکسپرسیونیسم ورو ورو د هنري بهیر له مرکزي دریځ څخه ولوېد او د نورو فکري او هنري خوځښتونو یې ځای ونیوه.
۱. نړیوال بدلونونه او د هنر د اړتیا بدلېدل
د لومړۍ نړیوالې جګړې (۱۹۱۴–۱۹۱۸) او دویمې نړیوالې جګړې (۱۹۳۹–۱۹۴۵) تر مینځ اروپا له ژورې ترینګلتیا سره مخامخ وه. زړې امپراتورۍ ړنګې شوې، اقتصادي رکود خپور شو، او د نوي ایډیالوژیک تفکر څپې راپورته شوې. سیاسي بېثباتي د خلکو فکري باورونه سست کړل؛ ملتونه له جګړې وروسته د هویت له کړکېچ سره مخامخ شول. اقتصادي ترینګلتیا د بې وزلۍ، بې کارۍ او ټولنیز اضطراب لامل شو، چې د انسان د هیلو فضا یې له مینځه یوړه. نوې ایډیالوژۍ لکه فاشیزم، سوسیالیزم او اګزیستانسیالیزم د نړۍ د درک کولو نوې لارې وړاندې کړې. په دې حالاتو کې، د اکسپرسیونیسم هغه احساساتي او ذهني ژبه چې د جګړې څخه دمخه یې د روحاني درد استازولي کوله، د خلکو د نوو اړتیاوو سره سمون پیدا نه کړ. ټولنه نور د احساساتي چیغو پر ځای د عقلاني، ټولنیز او واقعیت محوره هنر غوښتنه کوله.
۲. فکري او هنري لاملونه
الف) د فکري فضا بدلون
اکسپرسیونیسم د انسان د دنننۍ نړۍ د مطلق اهمیت نظریه وړاندې کوله، خو په شلمې پېړۍ کې د اګزیستانسیالیزم او مارکسیستي فلسفو راتګ، د انسان د مسؤولیت، ټولنیز عمل او واقعي تجربې پر اهمیت ټینګار وکړ. هنرمند نور یوازې د شخصي احساس د بیان مسوول نه ګڼل کېده، بلکې د ټولنې د ګډو دردونو استازیتوب ته اړ شو. دا فکري بدلون د اکسپرسیونیستي ذهن محور لید له بنسټه بدل کړ.
ب) د هنري ژبې تکرار او خلاقیت زوال
اکسپرسیونیستي هنر چې یو وخت د نوښت او فکري بغاوت سمبول وو، وروسته د تکرار او مبالغې ښکار شو. د هنرمند احساساتي افراط نور د خلاقیت نښه نه بلل کېده، بلکې د ګډوډ فکر مظاهره ګڼل کېدل. له همدې امله، د خلکو او کره کتونګو پام نورو خوځښتونو ته واوښت لکه نوی واقعیت پلوي، سوريالیسم او وروسته ابسترکت اکسپرسیونیسم، کوم چې د عصري انسان د تجربې نوې ژبې وړاندې کړې.
۳. فلسفي لاملونه
الف) د انسان د مانا او ازادۍ بحث
اکسپرسیونیسم د انسان د دننني اضطراب هنري بڼه وه، خو د جګړې وروسته فلسفي فضا د «مانا»او «ازادۍ» پر نوي تعریف تمرکز وکړ. د ژان پل سارتر او مارتین هایدګر په څېر فیلسوفانو استدلال کاوه چې انسان باید یوازې د احساساتي انعکاس له لارې نه بلکې په واقعي نړۍ کې د خپلو کړنو له لارې مانا رامینځته کړي. دغه فلسفي بدلون د اکسپرسیونیستي هنر له دننني ګوښه توب سره فکري تضاد درلود.
ب) د عقل او منطق واکمنېدل
په شلمه پېړۍ کې د علم او ټکنالوژۍ پرمختګ د «منطقي عقل» اهمیت زیات کړ. د انسان د ذهني ګډوډۍ او غیرمنطقي احساس پر ځای د ساینسي تفکر، نظم او تجربوي منطق ارزښت لوړ شو. دا فکري فضا د اکسپرسیونیسم د احساساتي افراط پر وړاندې فلسفي ستړیا رامینځته کړه.
۴ . رواني لاملونه
الف) د جګړې وروسته ذهني ستړیا
لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې د اروپایي انسان رواني جوړښت بدل کړ. د جګړې ویرې، تاوتریخوالي او وژنو د خلکو احساساتي حساسیت له مینځه یووړ. هغه نسل چې له جګړې وروسته را لوی شو، د اکسپرسیونیستي چیغو پر ځای د سکون، انډول او عقلانیت لټون کاوه. نو تر جګړې وروسته رواني حالت د اکسپرسیونیستي اضطراب پر ضد یو فکري دفاعي میکانیزم شو.
ب) د ټولنیز روان بدلون
د (۱۹۲۰) او (۱۹۳۰)لسیزو اروپایي ټولنه له رواني پلوه د «ډله ایز ثبات» په لټه کې وه. خلکو غوښتل یو ځل بیا نظم، ثبات او د ژوند عادي بڼه ټینګښت ومومي. په دې فضا کې، د اکسپرسیونیسم د احساساتي توفان هنر د خلکو له ذوق او رواني اړتیا سره برابری نه درلود.
۵. سیاسي فشارونه
الف) د نازي رژیم سانسور
په جرمني کې د نازي واکمنۍ (۱۹۳۳–۱۹۴۵) پر مهال اکسپرسیونیستي هنر د «منحرف هنر» په نوم وغندل شو. نازي دولت هغه هنر ردوه چې د ملي ویاړ، فزیکي ځواک او ټولنیز وحدت استازیتوب نه کوي. اکسپرسیونیستي هنرمندان لکه ارنست لودویګ کیرشنر، اوسکار کوکوشکا او نور له نندارتونونو منع شول، ډېر یې تبعید یا چپ کړای شول. دا سیاسي ځپل د دې مکتب د فزیکي او فکري زوال بنسټیز لامل شو.
ب) د ایډیالوژیک هنر تبلیغ
فاشیستي رژیمونو د «ملت محوره» او «واقعي» هنر ملاتړ کاوه. د فردي احساس پر ځای د دولت، پوځ او تولید تمثیل ته اهمیت ورکړل شو. په دې توګه، د هنر د ازاد بیان فضا محدوده شوه او اکسپرسیونیسم، چې د ازاد احساس استازیتوب یې کاوه، د دولت د ایډیالوژیک نظام قرباني شو.
په لڼده توګه ویلی شو چې د اکسپرسیونیسم زوال یوازې د هنري خلاقیت کمزورتیا نه وه، بلکې د نړیوالو، فکري، فلسفي، رواني او سیاسي بدلونونو ګډه پایله وه. نړیواله بدلونونو د خلکو فکري تمرکز له احساس څخه واقعیت ته واړاولو. فکري او فلسفي بدلون د انسان د مانا او ازادۍ مفکوره بدله کړه. رواني بدلونونه د جګړې وروسته د احساساتي ستړیا لامل شول. سیاسي فشارونو د هنر ازادي محدوده کړه او د اکسپرسیونیستي هنرمند غږ یې چوپ کړ.
په پایله کې، اکسپرسیونیسم هغه پړاو وو چې د انسان د روح اضطراب یې انځور کړ، خو کله چې نړۍ د ثبات، واقعیت او عقل غوښتونکې شوه، دې مکتب د تاریخي بدلونونو له امله خپله بنسټیزه دنده له لاسه ورکړ او د عصري هنر په تاریخ کې د یوې مهمې تجربې په توګه پاتې شو. همدارنګه د اکسپرسیونیسم د زوال د بشپړ انځور له پاره اړینه ده څو هغه د هغه د نویو خوځښتونو سره پرتله کړو چې د هغې له زوال وروسته راڅرګند شول، په ځانګړي ډول داداییزم او سورریالیزم سره.
۱. د اکسپرسیونیسم او داداییزم پرتله
اکسپرسیونیسم د انسان د دننني دردونو، وېرې او اروايي ګډوډۍ ژبه وه. خو دغه خوځښت که څه هم زیاتې چیغې وهلې، خو د عملي بدلون په برخه کې یې ټاکلي بدیلونه وړاندې کولی نه شو.
داداییسم (Dadaism) په (۱۹۱۶)ز کال کې د جګړې پر مهال په زوریخ کې وزېږېد. دا خوځښت د جګړې او بورژواي ټولنې پر وړاندې د یو ډول «هنري یاغي ګرۍ» په توګه راڅرګند شو. د هغوی شعار «بې مانا» و، یانې دوی له هنره هر ډول منطق، قاعدې او د ښکلا دودیز معیارونه لرې کړل. د خلکو له پاره د داداییزم رادیکالي یاغي توب د جګړې له ستړیا وروسته د یوې نوې ساه په څېر وه. ځکه خلک د یوې داسې هنري بڼې پسې ول چې د شته ارزښتونو پر خلاف ټوکه، پارود او طنز جوړکړي.
په دې ډول د اکسپرسیونیستي چیغو پرځای، د داداییزم خندا، ملنډې او ټوکې خلکو ته تازه او نوي ښکاره شوې. لاندې د پارود مفهوم په لنډه توګه تشریح کوم.
پارود (Parody) یو ادبي او هنري تخنیک دی. داسې چې لیکوال، شاعر، هنرمند یا هنري ډلې د بل چا اثر، سبک یا موضوع په طنزي، ملنډیز یا مبالغوي ډول نقلوي، څو د هغې نیمګړتیاوې، اغراق یا بې ځایه ښکلا ښکاره کړي.
د پارود ځانګړتیاوې:
۱. نقل کول: د بل چا د سبک، ژبې یا بڼې تقلید کوي.
۲. طنز او ملنډې: د خندا، ټوکې یا نیوکې له پاره کارول کېږي.
۳. اغراق: د اصل اثر ځینې ځانګړتیاوې په لویه کچه زیاتوي یا وارخطا یې ښکاره کوي. یانې د یو کس ځانګړتیاوې، چلند، یا پېښې زیات لوی او خندوونکي ښودل کېږي.
۴.نیوکیز اړخ: ډېری وخت د ټولنې، سیاست، ادبیاتو یا هنري سبکونو تر وړاندې د اعتراض یا نیوکې بڼه لري.
که یو شاعر د یوه جدي ملي شعر وزن او قافیه واخلي، خو د جدي موضوع پر ځای پکې د ورځني ژوند وړې، ټوکېزې خبرې ور زیات کړي، دا پارود دی.
په داداییزم کې ډېر هنرمندان د دودیزو ښکلايي نښیرونو پر ضد پارود کاراوه، یانې د «جدي هنر» پر ځای یې له هنر نه د ټوکې او ملنډو وسیله جوړه کړې وه. د بل د نښتر طنزي نقلول دي، داسې چې خندا او فکر دواړه راپاروي.
۲. د اکسپرسیونیسم او سورریالیسم پرتله
اکسپرسیونیسم یوازې د فرد دنننی درد ښوده، خو د حل لارې وړاندیز یې نه کاوه. سورریالیسم چې په (۱۹۲۴)ز کال کې د اندری بریتون د مانیفست له مخې رسمي شو، د روان تحلیل (فروید) او د لاشعور د ځواک پر بنسټ ودرید. د سورریالیستانو له پاره هنر یوازې د درد انځور نه و، بلکې د «ماشومتوب، خوب او لاشعور» نه د تخلیقي سرچینو راایستلو یوه فلسفه وه.
سورریالیسم له خلکو سره داسې ژمنه کوله چې هنر یوازې د ژوند غمجن حقیقت نه ښيي، بلکې د لاشعوري ځواک په کارولو سره د «نوې نړۍ جوړولو» وسیله هم کېدای شي.
سورریالیسم د اکسپرسیونیسم له محدودې باطني چیغې نه تېر شو او د لاشعور په تخلیقي نړۍ کې یې د راتلونکي له پاره د نوې امید ژمنه وکړه.
۳. د درې واړو خوځښتونو پرتله ایز ټکي
د اکسپرسیونیسم ، داداییسم ، سورریالیسم ځانګړتیاوې
مرکزي موضوع باطني درد، ویره، یوازیتوب یاغي توب، طنز، د منطق ضد عمل لاشعور، خوب، نوې تخلیقي نړۍ.
هدف د فرد د دنننیو احساساتو انځور ول د جګړې او د بورژوازي ارزښتونو له ملنډې څخه د ذهن د پټ ځواک خلاصول او د بدیل واقعیت لټون.
د هنري بڼې مبالغه، ډارونکي رنګونه، تیزې کرښې ټوکه، کولاژ، بې مانا نندارې خیال، خوب، نادره انځورونه.
کولاژ (Collage) یوه هنري تخنیک دی چې په کې هنرمند بېلابېل توکي، لکه عکسونه، کاغذونه، ټوکرونه، مجلې، ورځپاڼې، او نور توکي یو ځای په یوه سطح (لکه کاغذ، کپاره، یا تخته) کې ترتیبوي څو یو نوی انځور یا هنري اثر جوړ کړي.
په ساده ډول، کولاژ د «یو ځای کولو هنر» دی، چیرې چې بېلابېلې ټوټې یو ترکیب جوړوي. د بېلګې په توګه د مجلې د عکسونو ټوټې یو ځای کول چې د منظرې یا څېرې په توګه ښکاري. د رنګونو، کاغذونو، او ټوکرونو ټوټې سره داسې نښلول چې یوه انتزاعي نقاشي جوړه کړي.
اکسپرسیونیسم ځکه زوال وکړ چې د فرد د فریاد او درد په انځور کې بند پاتې شو، خو داداییزم د یاغي ټوکو له لارې د جګړې پر وړاندې نوي دریځ رامینځ ته کړ او سورریالیسم بیا د لاشعور د آزادولو له لارې راتلونکي تخلیقي امکانات وړاندې کړل. په بله وینا:
اکسپرسیونیسم : د درد چیغه
داداییسم : د ملنډو چیغه
سورریالیسم : د خوب ژمنه
مسعود: د پښتو ژبې د ادبي اثارو او ځانگړي ډولونو (ژانرونو) په اړه د اکسپرسیونیسم د مکتب تگلوری او اصول څنګه ارزوي؟
پرهیز: ادبی مکتبونه د هر قوم او ملت د فکري تحول، ټولنیز بدلون او هنري شعور د ودې نښې دي. د شلمې پېړۍ په پیل کې د لوېدیځ له ادبي بهیرونو څخه یو مهم مکتب اکسپرسیونیسم و، چې د انسان د دنننيو احساساتو او رواني طغیانونو د انځور لپاره رامینځته شو. اکسپرسیونیسم د واقعیت له عادي بڼې څخه د تېرېدو هڅه کوي او د انسان دنننۍ نړۍ ته د لاسرسي غوښتنه کوي. په پښتو معاصر شعر کې هم دا تمایل د نوي فکر، ژور احساس او ذهني بیان له لارې راڅرګند شوی دی.
۱. د اکسپرسیونیسم ادبي مینځپانګه
اکسپرسیونیسم د «څرګندونې» او «دننني حالت» پر محور ولاړ مکتب دی. د دې مکتب بنسټ د شاعر یا هنرمند په ذهن کې د احساساتو د شدت او رواني فشار د بیان لپاره اېښودل شوی. په دې مکتب کې هنرمند نه د ظاهري ښکلا او رښتیني انځور جوړوونکی، بلکې د خپل دننني اضطراب، وېرې، او یوازیتوب خالق وي.
۲. د پښتو معاصر شعر د بدلون پړاونه
د شلمې پېړۍ له منځنیو لسیزو وروسته پښتو شعر د نوې تجربې او بیان پر لور وخوځېد. د آزاد نظم، سپين شعر او ازاد فکر رامینځته کېدل د دې لامل شول چې شاعر د ټولنې تر څنګ د خپل ځان دننه نړۍ ته هم پام وکړي. دا هماغه ځای دی چې اکسپرسیونیستي نښې د پښتو معاصر شعر په جوړښت کې راڅرګندې شوې.
۳. د احساساتو شدت او رواني طغیان
په معاصر پښتو شعر کې احساساتي ژبه، دنننۍ چیغه، او وجودي بېقراري د اکسپرسیونیستي روحیې څرګندونه کوي. شاعر د خپل ذهن او احساس ژور دردونه د لفظي شدت او استعاروي ژبې له لارې انځوروي. د اجمل خټک، سلیمان لایق، باري جهاني، عزیز پرهیز، صدیق کاوون… شعرونه د همدې دننني اضطراب ښکارندوی دي.
۴. د واقعیت تحریف او سمبولیسم
اکسپرسیونیسم د واقعیت پر تحریف ولاړ دی؛ شاعر د ژوند عادي صحنې د ذهني تأثر له مخې بدلوي. په پښتو شعر کې هم دا تمایل د سمبولونو، استعارو او تمثیلي انځورونو له لارې څرګند شوی. ښار د یوازیتوب نښه ګرځي، لمر د سوځېدنې سمبول، او باد د دنننۍ بېثباتۍ تمثیل.
۵. د ژبې تجرید او جوړښتي نوښت
د پښتو د معاصر شاعر ژبه د دودیزې شاعرۍ له روڼوالي څخه راوتلې ده. ژبه کله ټوټه ټوټه، کله زبېښلې، او کله استعاروي ده. دا ژبنی نوښت د شاعر د دنننۍ ګډوډۍ او احساساتي شدت انعکاس دی، چې د اکسپرسیونیستي بیان یوه مهمه ځانګړنه بلل کېږي.
د پورته بحث له مخې ویلی شو چې اکسپرسیونیستي رنګونه د پښتو معاصر شعر په فکري او هنري جوړښت کې د پام وړ اغېز لري. پښتو شاعر د خپل دننني اضطراب، ټولنیز کړکېچ، او وجودي پوښتنو د بیان لپاره له سمبولونو، استعاري ژبې، او تجرید څخه کار اخلي. دا تمایل د پښتو ادب په تاریخ کې یو نوی پړاو دی چې شاعر له بهرني واقعیت څخه د خپل ذهني او احساساتي واقعیت لور ته اوښتی دی.
نو، د اکسپرسیونیستي نښو شتون د پښتو معاصر شعر د فکري ژورتیا، هنري تکامل او د انساني تجربې د نوې بیان لارې څرګندوي. کله چې موږ د پښتو ژبې د ادبي نښترونو (ژانرونو) لکه شعر، کیسه، لنډه کیسه، ناول، ډرامه او ان د متلونو او شفاهي ادب پر بنسټ اکسپرسیونیستي تګلوری ارزوو، نو څو ټکي را برسېره کېږي:
۲. د پښتو ادب له نښترونو سره د تړاو لارې: شعر، لنډه کیسه، ناول او ډرامه.
پښتو معاصر ازاد شعر کې د اکسپرسیونیستي رنګ نښې لیدل کېږي. ځینې شاعران د جګړې وېره، مهاجرتي کړکېچونه، رواني فشار او بېباوري د بېلابېلو سمبولونو او نوي ترکیبونو په مرسته وړاندې کوي.
د بېلګې په توګه، د جګړې د اور او وینې تصویر پر ځای د «پرته له څېرې چیغې» یا «د خوبونو په زړه کې ټوپک» ډول انځورونه.
په دودیزو جګړه ییزو انځورونو کې، شاعر په عمومي ډول د اور، وینې، وژنې، او غزا مستقیم تصویر وړاندې کوي. خو په اکسپرسیونیستي هنر او شاعرۍ کې دا فزیکي یا ظاهري انځورونه د ذهني او رواني تجربې په بڼه بدلېږي. اکسپرسیونیسم د واقعیت له فزیکي بڼې څخه د انسان دننني اضطراب او رواني درد ته پناه وړي.
نو کله چې شاعر وايي: «پرته له څېرې چیغې او د خوبونو په زړه کې توپک» دا هغه شعر دی چې د جګړې ظاهري بڼه نه ښيي، بلکې د جګړې د نننی احساس، رواني اغېزه، او بشري کړکېچ بیانوي.
۲. د اکسپرسیونیستي لید له مخې د انځورونو مانا
الف) پرته له څېرې چیغې
دا ترکیب د بېهویت انسان چیغه ښيي. په اکسپرسیونیزم کې «بېڅېره» موجود د انسان د وجودي بې وسۍ، درد او ګډوډۍ نښه ده. دلته شاعر د جګړې قرباني یوازې د زخمي بدن په بڼه نه انځوروي، بلکې هغه د بې نومه، بېهویته او رواني ټپي انسان سمبول ګرځوي. دا چیغه، د فزیکي ټپ نه، بلکې د ذهني وحشت او د نننیو صدمو انعکاس دی.
ب) د خوبونو په زړه کې ټوپک
دا انځور د جګړې د ذهني یرغل نښه ده. ټوپک چې باید د میدان د وسلې مانا ولري، دلته د خوبونو (یانې د انساني ارمانونو او ذهنیت) په زړه کې ځای نیولی دی. دا ښيي چې جګړه یوازې فزیکي نه ده؛ هغه د انسان د روح او تخیل نړۍ ته ننوتې ده. دا د اکسپرسیونیستي فکر ژوره نښه ده، ځکه چې دا د واقعیت بڼه ذهني فضا ته راوړي. دغه ډول انځورونه د اکسپرسیونیستي ژبې درې اصلي ځانګړنې څرګندوي:
- سمبولیسم:
د ټوپک، چیغې، او خوب مفهمونه د ظاهري واقعیت استازولي نه کوي، بلکې د دننني رواني حالت تمثیل کوي.
- احساساتي شدت:
- د انځورونو شاته تنده، ګډوډي او درد پټ دی. دا د شاعر د ذهن د چیغې انعکاس دی، نه د واقعي صحنې بیان.
- تحریف شوې واقیعت:
خوب چې باید د آرام او امن ځای وي، د ټوپک کور ګرځېدلی؛ دا د واقعیت تحریف دی، او همدغه تحریف د اکسپرسیونیسم د روح بنسټ جوړوي.
- د رواني او فلسفي بُعد تشریح
اکسپرسیونیسم باور لري چې د جګړې، تاوتریخوالي او ټولنیز ظلم اصلي قرباني د انسان «روح» دی. نو شاعر دلته د ظاهري قربانۍ پر ځای د ذهني ټپونو په ژبه خبرې کوي.
«پرته له څېرې چیغې» د هغه انسان چیغه ده چې هویت یې له مینځه تللی، او «د خوبونو په زړه کې ټوپک» د هغه تمدن انځور دی چې حتی د خیال او خوب نړۍ یې هم د تاوتریخوالي لاندې راوستې ده .
دا د بشري روان د ماتېدو، د ارمانونو د وژل کېدو او د انسان د دننۍ ازادۍ د له مینځ تلو یو ژور سمبول دی، هماغه څه چې د اکسپرسیونیسم بنسټ جوړوي.
په معاصر پښتو شعر کې د «پرته له څېرې چیغې» او «د خوبونو په زړه کې ټوپک» په څېر ترکیبونه د اکسپرسیونیستي تمایل روښانه بېلګې دي. دا انځورونه د جګړې او تاوتریخوالي فزیکي مظاهر نه، بلکې د دننني وحشت، وجودي بې وسۍ او ذهني ګډوډۍ هنري تمثیلونه دي.
دغه ډول بیان د پښتو شاعرۍ د معاصر فکر نښه ده، چې د بهرني واقعیت پر ځای د انسان د دننني رواني وضعیت انځور ته لومړیتوب ورکوي او دا د اکسپرسیونیسم سچه روح دی.
ب) لنډه کیسه، ناول او ډرامه
خنډونه: پښتو ادب د ریالیسم او ټولنیز حقیقت پالنې تر اغېز لاندې ډېر پرمختګ کړی. له همدې کبله د اکسپرسیونیسم رواني او داخلي فشارونو ته لږه پاملرنه شوې ده.
اکسپرسیونیسم د پښتو ادبیاتو د نوې کیسې، ازاد شعر او ډرامې په ځینو برخو کې د کارونې وړتیا لري. دا ښوونځی زموږ د جګړو، تبعید، مهاجرت او رواني کړکېچونو د بیان له پاره خورا اغېزمن ژانر ګڼل کېدای شي. خو د دې لپاره لا ډېره څېړنه، ازمایښت او د ژبې د نوو ترکیبونو منل اړین ګڼل کېږي.
د اکسپرسیونیستي شعر یو دوه بېلګې لاندې وړاندې کېږي لومړۍ بېلګه د محترم باري جهاني ده :
وايه شين آسمانه تا كوم بل چېرته ليدلي دي
داسي ارادې چي توپانونه خپلولاى سي
داسي ولسونه چي سېلونه اېلولاى سي
داسي كلك سوكونه چي ټانكونه اوبولاى سي
دغسي سينې چي فلكي سېلاب راګرځوي
دغسي طغيان چي ياغي سوي سېلابونه خوري
دغسي ناره چي اسرافيل ورڅخه ورېږدي
دغسي قيامت چي دوزخونه خوري اورونه خوري
***
زه نه پوهېږم ښاغلی جهاني خپل دغه شعر په دې سبک او ښوونځي پورې تړي یا نه؟
زما له انده د جهاني صیب دا شعر اکسپرسیونیستي رنګ لري او زه خپله دغه خبره د څو مهمو شعري ځانګړنو پر بنسټ روښانه کوم. اوس به وګورو چې دا کومې ځانګړنې دي چې زه د هغو پر بنسټ ځانته اجازه ورکوم دغه شعر اکسپرسیونیستي وبولم. نو راځئ د باري جهاني دغه شعر د اکسپرسیونیستي کره کتنې له اصولو سره په منظم ډول تحليل کړو. دا ډول کره کتنه د دننني احساساتو، اغراق، رواني فشار، او اروا يي طغيان پر محور ولاړ وي، نه د ظاهري واقعيت پر انځور. دا سبک د دنننۍ نړۍ، اضطراب، جګړې، طغيان، او د انسان د روح د چیغې څرګندونه کوي. شاعر هڅه کوي خپل احساسات انځور نه کړي، بلکې «ورېږدي» خوځنده او توفاني انځورونه، توپانونه، سېلابونه، ټانکونه، قيامت، دا ټول د ځواک، قهر، او د احساس د شدت سمبولونه دي. دا د اکسپرسیونیستي انرژي څرګندونه کوي. اغراق، فلكي سېلاب، قيامت، دوزخ خوري اورونه خوري، دا اغراق د شاعر دنننی فشار څرګندوي، نه د واقعيت انځور. تشخص بخښنه، توپانونه خپلول، سېلابونه خوري، قيامت خوري، دا غیر انساني شيانو ته انساني ځواک ورکوي، چې د روح د طغيان ښکارندويي کوي.
د ژبې صوتي ځواک تکرار د «دغسي» کلمې د شور، وزن، او تسلسل فضا جوړوي؛ دا د احساس د غږ تکرار دی، لکه يو روح چې ناره وهي.
مذهبي- کيهاني سمبولونه اسرافيل، قيامت، دوزخ، فلكي سېلاب، دا د اکسپرسیونیستي «کاسمیک احساس» ښيي، يانې انسان د کائناتو د شور او ځوږ برخه ګرځي.
فکري بڼه، اکسپرسیونیستي اړخ
بغاوت او اراده دا شعر د يو ملت د بغاوت انځور دی، چې د ظالم نظام پر وړاندې د توفان په څېر راپاڅيږي. دا د اکسپرسیونیستي فردي او ډله ایز شور نښه ده.
د انسان پر ځواک باور ،شاعر وايي: «دغسي ارادې چي توپانونه خپلولى شي» يانې انسان کولی شي له طبيعي ځواکونو هم تېر شي او د طبیعت پر سرکښو ځواکونو بر لاسی شي او دغه ځواکونه تر خپل کنترول لاندې راولي. دا په اکسپرسیونیسم کې د «انسان د ځواک» فلسفه ده.
قيامت ډوله احساس د اسرافيل، دوزخ، اور، او قيامت یادونه، د روح د چاودنې او د نړۍ د وروستۍ ټکر احساس ورکوي. دا د اکسپرسیونیستي اضطراب لوړه بېلګه ده. دنننی رواني فشار، دا شعر يو ډول «څړیکه» ده د عدالت، مقاومت، او قهر يو رواني څړیکه. اکسپرسیونیستي ادبيات په عمومي ډول له دې رواني فضا نه زېږيږي.
تکرار («دغسي… دغسي… دغسي…») د داخلي ټکان احساس رامینځته کوي، لکه د زړه درزا.
د قافيي سخت غږونه (ک، س، غ، ټ) د شدت او تندر غږ رامینځته کوي، دا د اکسپرسیونیستي ژبې تندوالی ښيي.
شعر خطي تسلسل نه لري؛ بلکې لکه د احساس څپه ده، هر بيت د مخکني احساس پر سر راځغلي. دا د اکسپرسیونیستي جوړښت ځانګړنه ده.
د باري جهاني دا شعر يو اکسپرسیونیستي مانیفست دی، ځکه:
۱.د دننني احساس پارېدنه بيانوي.
۲. اغراق، تشخص، او ځواکمن سمبولونه کاروي.
۳. د واقعيت پر ځای د روح او ارادې نړۍ انځوروي.
۴.د ژبې موسيقي د فرياد بڼه لري، نه د داستان.
۵.د بشر د ازادۍ او مقاومت روح لري.
دویمه بېلګه زما یو شعر دی چې زما له انده د اکسپرسیونیسم د سبک یو ښه بېلګه بلل کېدی شي:
د جګړې اورونه
د جګړې اورونه بل دي
ښار او کلي وران له تل دي
تور لوګي آسمان ته خیژي
ګلان سوي له اوربل دي
د لمر سترګه وړنده شوې
ډیوې ټولې په بل بل دي
نفرتونه په هر لور دي
ټول خبرې دلته چل دي
د احساس مزي سوځېږي
امیدونه مو ول ول دي
د برېښنا مزي ځړېږي
واټ د زړونو ټول چټل دي
سور رنګ څاڅي زما له سترګو
د عشق څاڅکي نور کنګل دي
زموږ د روح پر سپینه پاڼه
خونړی لاسلیک کول دي
د ښیښو شاته مې غږ مري
سیوری زما کړکۍ ژړل دي
***
زما دا شعر ډېرې څرګند اکسپرسیونیستي نښې لري. راځئ د اکسپرسیونیسم له زاویې یې و ارزوم:
د اکسپرسیونیسم ځانګړنې
۱.شدید احساساتي بیان
اکسپرسیونیسم عادي واقعیت نه دی بلکې د شاعر یا هنرمند د دنننۍ نړۍ او د احساساتو شدید انځور وړاندې کوي. په دې شعر کې جګړه، ویجاړي، نفرت، وېره او ژور درد د خورا شدیدو انځورونو «سور رنګ څاڅي زما له سترګو»، «ګلان سوي له اوربل دي» له لارې ښودل شوي. دا د دنننۍ کړیکې او چیغې ښکاره کول دي.
۲. د واقعیت نه بلکې د احساس انعکاس
اکسپرسیونیست هنرمند او شاعر د واقعیت بڼه او ظاهر نه انځوروي، بلکې هغسې ورته انعکاس ورکوي څرنګه چې د هغه په روح کې جریان مومي. په دې شعر کې جګړه یوازې د یوې پېښې په توګه نه ده بیان شوې، بلکې د شاعر د زړه پر کاغذ د «خونړي لاسلیک» په بڼه انځور شوې ده. دا د دنننۍ رواني حالت هنري اغېزه ده.
۳. تشدد او مبالغه
د اکسپرسیونیستي سبک یوه بله ځانګړنه مبالغه او د تصویر شدت دی، څو لوستونکي ته د شاعر درد او نارامي په لوړ غږ ورسوي. د بېلګې په ډول: «د احساس مزي سوځېږي»، «د لمر سترګه وړنده شوې»، «سیوری زما کړکۍ ژړل دي» دا ټول مبالغه شوي انځورونه دي چې د داخلي ګډوډي شدت ښيي.
۴.تیاره، کړکېچ او وېرونکې فضا
اکسپرسیونیستي هنر اکثره د وېرې، ګډوډۍ او ورانۍ فضا وړاندې کوي. زما په دې شعر کې تور لوګي، وران ښارونه، ځړېدلې برېښنا مزې او د زړونو چټلي د یوې تیاره ټولنیزې او روحي فضا نښه ده.
دا شعر د انسان د احساس، فکر، او تجربې ژور هنري بیان دی. دلته د واقعیت تقلید نه دی شوی، بلکې د شاعر د دنننۍ نړۍ او رواني حالت هنري انځور وړاندې شوی دی. د اکسپرسیونیستي ادبي مکتب له نظره، د هنر اصلي موخه د انسان د روح د دننني اضطراب، درد او ګډوډۍ انځورول دي، نه د بهرني نړۍ د ښکلا یا حقیقت نقلول.
دلته په دې شعر کې د انځوریزو عناصرو له لارې شاعر خپل دنننی احساساتي کړکېچ څرګند کړی دی. دا احساس د بهرني واقعیت تقلید نه دی، بلکې د شاعر د ذهني فشار او رواني اضطراب ژبه ده. د «سور رنګ څاڅي زما له سترګو» او «د لمر سترګه وړنده شوې» په څېر تعبیرونه د روح د درد او دنننۍ چاودنې هنري مظاهر دي. دا انځورونه مبالغوي دي، خو همدا مبالغه د شاعر دنننۍ ناورین شدت لوستونکي ته لېږدوي. په دې توګه، شاعر د اکسپرسیونیستي تخیل د لارې د خپل وجدان اور او درد د رنګ، رڼا، او خونړیو سمبولونو په ژبه بیان کړی. دا سمبولونه د واقعیت نقل نه، بلکې د رواني تجربې بصري شکلونه دي.
په شعر کې د «ښار او کلي وران له تل دي» او «واټ د زړونو ټول چټل دي» په څېر ترکیبونه د ټولنیز زوال او انساني بې وسۍ څرګندونه کوي. دا توره فضا د شاعر د دننني اضطراب انعکاس دی، نه یوازې د فزيکي جګړې یا ورانۍ انځور.
اکسپرسیونیستي شاعر هڅه کوي چې د انساني روح ګډوډي د بهرني چاپېریال له لارې تمثیل کړي، څو لوستونکی د هغه دننني درد او فکري کړکیچ احساس کړي. په دې توګه د انسان د وجدان، وېرې، او بې باورۍ د څرګندولو لپاره، توره فضا د هنري موخې یوه شعوري وسیله ده.
شاعر یوازې د جګړې فزيکي ورانۍ ته نه دی متوجه، بلکې د جګړې هغه رواني او معنوي اغېزې انځوروي چې د انسان پر وجدان، فکر، او احساساتو پرېوزي. دا لید د اکسپرسیونیستي هنر د فلسفي بنسټ سره سمون لري، ځکه دا مکتب د انسان د دنننۍ نړۍ انعکاس ته تر هر څه ډېر ارزښت ورکوي.
په شعر کې د خونړیو او سوځېدلو انځورونو کارول د دې خبرې نښه ده چې جګړه یوازې په وجود یا بدن نه، بلکې په روح کې هم د وینې تویدو سبب ګرځي.
په ټولیزه توګه، دا شعر د اکسپرسیونیستي ادب روحي، رواني، او هنري ځانګړنې په بریالۍ توګه را نغاړي. شاعر د مبالغوي تعبیرونو، تورو سمبولونو، او دنننیو انځورونو له لارې د انسان د روح ژور درد، اضطراب، او ګډوډي انځور کړې ده.
دغه ډول هنري بیان د شاعر د شعوري انتخاب پایله ده، چې غواړي لوستونکی د خپل دننني کړکېچ او رواني اور په فضا کې شریک کړي. دا اثر نه یوازې د یوې تاریخي یا ټولنیزې ناورین کیسه کوي، بلکې د انسان د وجودي درد فلسفي بیان هم ګڼل کېدای شي.
مسعود: په پښتو ادبیاتو کې د اکسپرسیونیستو لارویانو تر ټولو نامتو لیکوال څوک دي؟ ایا دوی د اکسپرسیونیسم له مکتب او تگلوري څخه اغیزمن دي که نه؟ مهرباني وکړئ د دې لیکوالو د نوماندو نښیرونو(اثارو) نومونه واخلئ.
پرهیز: اکسپرسیونیسم یو اروپایي ادبي او هنري ښوونځی ده چې د انسان دننني احساسات، تشویش، ویره، تریخ حقیقت او شخصي تجربې د بیان بنسټ بولي. په دې ښوونځي کې واقعیت د لیکوال د دننني لید له زاویې انځورېږي، نه د بهرني حقیقت له مخې.
اکسپرسیونیسم په پښتو ادبیاتو کې یو نسبتاً نوی خو اغېزناک ادبي ښوونځی بلل کېږي، چې د (۲۰) پېړۍ په دویمه نیمايي کې یې اغېزې په پښتو شعر او نثر کې راڅرګندې شوې.
که څه هم په پښتو ادبیاتو کې لیکوالو ځانونه په ښکاره او څرګنده توګه د «اکسپرسیونیستانو» په نوم نه دي یاد کړي، خو د هغوی د سبک، فکري رنګ او د بیان د شدت له مخې ډېر یې له دې ښوونځي اغېزمن بلل کېدی شي . د شلمې پېړۍ په اوږدو او د یوویشتمې پېړۍ په کلونو کې د پښتنو شاعرانو او لیکوالو په شعرونو او لیکنو کې د اکسپرسیونیسم بېلګې، نښې او ورتوالی په نسبي ډول ترسترګو کېږي. خو نه شو ویلی چې اکسپرسیونیسم د یو جلا او مستقل ښوونځي په توګه په پښتو ادبیاتو کې شتون لري. په دري او فارسي ادبیاتو کې هم همدغه حالت ترسترګو کېږي او د اروپايي اکسپرسیونیسم په بڼه یې د یو ښوونځي یا مکتب بڼه نه ده غوره کړې. که څه هم دغه شاعران او لیکوال نیغ په نیغه اکسپرسیونیستان نه دي، خو د دننني واقعیت، فلسفي تفکر، او ټولنیز اضطراب انځورونه یې د اکسپرسیونیستي روح نښې لري.
دلته د اروپایي لیکوالو او شاعرانو او د پښتنو لیکوالو او شاعرانو د نښیرونو د مینځپانګې پر بنسټ د ورته والي او توپير پرتله کوو:
دغني خان شعرونه د فلسفې، وجدان، او د انسان د دنننۍ نړۍ له جګړې څخه ډک دي. کله چې موږ وایو د «انسان د دننني رڼا او تیارو جګړه» د غني خان په شعر کې، دا مفکوره د هغه د ټول فکر محور دی.
غني خان باور درلود چې د هر انسان په دننه کې دوه مخالف ځواکونه شتون لري، رڼا (روښنايي) چې د عقل، مینې، خدایپالنې، هنر، او خلاقیت استازیتوب کوي. تیاره چې د ځانغرضۍ، جهل، طمعې، کرکې او ظلم استازیتوب کوي. نو د رڼا او تیارو جګړه د انسان په زړه، وجدان، او فکر کې روانه ده، دا جګړه ده چې انسان ته «مانا» ورکوي.
غني خان د انسان د «آزاد فکر» شاعر دی. هغه وایي انسان هغه وخت ریښتینی دی چې په خپل وجدان کې د خیر او شر، د ښکلا او بدرنګۍ ترمینځ جګړه وپېژني. په بل عبارت، که دا جګړه نه وي، انسان به یو بې روحه مخلوق وي. په ډېرو شعرونو کې غني خان د ملا، ظالم او جهالت پر خلاف خبرې کوي. دا «تیاره» ده. او «رڼا» د پوهې، وجدان او ازادۍ نښه ده. د هغه په وینا، رڼا یوازې له دننه راځي، نه له بهره. غني خان وایي، «زه د زړه له ژورې نه رڼا غواړم، نه د سپوږمۍ نه، نه د لمر نه» دا خبره دا مانا لري چې اصلي رڼا د انسان د وجدان رڼا ده، نه بهرنی تش په نامه ښکلاوې.
غني خان ښکلا ته یو سپېڅلی مفهوم ورکوي. د هغه له نظره، د انسان روح د ښکلا لور ته ځي، خو د دنیا ظالمانه نظام (تیاره) یې مخه نیسي. نو دا هم د «رڼا او تیارو د جګړې» بله بڼه ده، دا د خالق د تخلیقي ښکلا او د مخلوق د ظلم ترمینځ جګړه ده.
د غني خان د شعر د «رڼا او تیاره»جګړه د انسان دننه د وجدان او جهالت، د ښکلا او بدرنګۍ، د خدای پالنې او ځانغرضۍ ترمینځ تلپاتې مبارزه ده. دا جګړه د انسان د وجود فلسفي مانا ده، او غني خان باور لري چې د انسان روح همدا جګړه ده.
فرانز کافکا : (محکمه) د انسان د ازادۍ او بندګۍ شخړه.
د فرانز کافکا (محاکمه) د نړۍ د ادبياتو له هغو ژورو او سمبولیکو آثارو څخه ده چې د انسان د ازادۍ او بندګۍ (آزادي او جبر) ترمینځ شخړه په کې په ډېره ژوره توګه انځور شوې ده.
په «محکمه » کې يو عادي سړی، جوزف ک.، يو سهار بې له دې چې علت یې ورته ووايي، د نامالومو چارواکو له خوا نيول کېږي او محاکمه کېږي. ده ته هېڅکله نه ویل کېږي چې ګناه يې څه ده، خو هغه د يوې ګنګې، بيروکراتيکې او ظالمانه محکمې په جال کې بند پاتې کېږي، تر هغه چې په پای کې بې له محکمې د اعدام پرېکړه نیول کېږي.
کافکا د دې کيسې له لارې ښيي چې انسان د يوې داسې ټولنې او نظام په مینځ کې ژوند کوي چې پکې د واقعي ازادۍ تصور یوازې يو وهم دی.
جوزف ک. له پيله تر پایه په يو نامالوم جرم تورن دی، خو هېڅکله نه پوهېږي ولې. دا حالت د انسان د وجودي بې وسۍ او جبري برخليک سمبول دی. محکمه د هغه ناپېژندل شویو ځواکونو نښه ده چې انسان يې نه شي درک کولی، لکه دولت، ټولنه، يا ان وجدان.
جوزف ک. هڅه کوي چې خپله بې ګناهۍ ثابته کړي، د محکمې په قوانينو ځان پوه کړي، او خپل تقدير بدل کړي. دا هڅه د انسان د فکري او روحي ازادۍ نښه ده، دا چې انسان تل د ځان د خلاصون هڅه کوي، که څه هم پایله يې ناکامه وي.
محکمه د بېعدالتۍ او نامالوم قدرت سمبول. جوزف ک.: د معاصر انسان استازی دی، چې د عقل او ازادۍ غوښتنې سره ، د ناپېژندل شوو قواوو (نظام، دین، ټولنې، بخت) تر وړاندې بند پاتې دی.
محاکمه د انسان د وجدان، ګناه، او خپل برخليک پر وړاندې د تلپاتې حساب اخيستنې تمثيل دی.
کافکا غواړي وښيي چې انسان د سیستمونو (محکمې، ادارې، ټولنې) تر جبر لاندې بند دی؛ خو د دې سره سره، د انسان شعور، پوښتنه کول او مقاومت هغه څه دي چې ازادي ته مانا ورکوي. ازادي حتمي نه ده، خو د هغې لټه او د هغې دپاره هاند په خپله ازادي ده.
محکمه ، انسان په نړۍ کې نه په بشپړه توګه آزاد دی او نه په بشپړه توګه بندي، بلکې د ازادۍ د تصور او د جبر د واقعیت تر مینځ تلپاتې کشمکش کې ژوند کوي.
اجمل خټک: د زمرو په لټه د ظلم پر وړاندې فریاد . اجمل خټک د پښتو ادبیاتو له هغو شاعرانو او مبارزینو څخه دی چې شعر یې یوازې د ښکلا لپاره نه، بلکې د ظلم، بندګۍ او بېعدالتۍ پر ضد د مبارزې غږ و. د هغه د شعرونو بنسټیز پیغام د ازادۍ، مقاومت او انساني کرامت غوښتنه ده.
اجمل خټک (۱۹۲۵–۲۰۱۸) د پښتو معاصر ادب او سیاسي فکر یو داسې شاعر دی چې د خپل احساس، وجدان، او انقلابي شعور له لارې یې د شعر او مبارزې تر مینځ کرښه ختمه کړې ده. که څه هم د هغه شاعري له سیاسي شعور او ټولنیز مقاومت څخه ډکه ده، خو د اکسپرسیونیستي ادب له نظریاتي لید لوري د ده د شعر هنري روح لا ژور درک کېدای شي.
اکسپرسیونیسم د شلمې پېړۍ په پیل کې د اروپا په ادبي او هنري نړۍ کې راڅرګند شو. دا مکتب د انسان د دننني اضطراب، وجداني بغاوت، او احساساتي شدت د بیان غوښتنه کوي. د دې مکتب هدف د ظاهري واقعیت نه، بلکې د دننني حقیقت او احساس انځورول دي.
د اجمل خټک دا شعر: د همدې هنري روح څرګندونه کوي.
خاورې پورته يو نغمه شوم
بل مشال د اباسين او تاتره شوم
سری! پوه شوې؟ د غيرت چيغه سور اور وم
چې تا څومره رانغړلم، سره لمبه شوم
په شعر کې شاعر ځان د نغمې، مشال او اور په بڼه تمثیلوي. دا درې سمبولونه د اکسپرسیونیستي ادب بنسټیز عناصر دي ځکه دا د احساس د شدت، فکري بیدارۍ، او دننني اضطراب ښکارندوی دي.
«خاورې پورته يو نغمه شوم» دا د مادي وجود نه بلکې د روحاني او هنري لوړوالي سمبول دی. شاعر د خاورې له پروتي حالت نه د احساس او وجدان نغمه ګرځي.
«بل مشال د اباسين او تاتره شوم»: دلته مشال د شعور او روښانتیا تمثیل دی. شاعر د خپل ملت د وجدان د بیدارۍ مشعل ګرځي.
«د غیرت چیغه سور اور وم»: دا د دنننۍ چغې، اضطراب او احساساتي شدت خالصه بڼه ده. اور د اکسپرسیونیستي بیان بنسټیز تمثیل دی.
«چې تا څومره رانغړلم، سره لمبه شوم»: دا کرښه د فشار پر وړاندې د دننني ځواک زیاتېدنه انځوروي ، د اکسپرسیونیستي بغاوت هنري تمثیل دی.
- دنننی احساس او اضطراب «د غیرت چیغه سور اور وم» ، د وجدان او درد چیغه د فزیکي اور په بڼه ده.
- سمبولیک او تمثیلي ژبه نغمه، مشال، اور د وجدان، بیدارۍ او شعور سمبولونه دي
- احساساتي شدت او مبالغه د لمبې او سور اور کارونه د احساس د انتقال لپاره ، وجداني بغاوت او ازادي پالنه ،د بند پر وړاندې د اور بدلېدل
- ذهني او معنوي واقعیت د خاورې نه تر نغمې پورې بدلون د دننني بدلون نښه ده
په دې توګه، دا شعر د اکسپرسیونیستي ادب ټولې بنسټیزې ځانګړنې په شاعرانه ژبه راټولوي.
په اکسپرسیونیستي هنر کې، وجدان د انسان د دننني ځواک او ازادۍ محور ګڼل کېږي. اجمل خټک هم د «غیرت چیغه» د وجدان فریاد بولي. دا چیغه نه د سیاست له سطحې راوتلې، بلکې د انسان له روح او احساس څخه راټوکېدلې ده. شاعر خپله چیغه د اور په بڼه انځوروي، چې دا د دننني اضطراب فزیکي تجسم دی. دا تجسم د اکسپرسیونیستي تخیل او احساساتي شدت ښکلې بیلګه ده.
په پورته شعر کې شاعر د خپل دننني اور په وسیله د شعور او بیدارۍ پیغام رسوي. د اکسپرسیونیستي هنر یو مهم اصل دا دی چې انسان د خپل احساس له لارې د ټولنې د روحي بدلون عامل ګرځي. اجمل خټک هم دلته ځان د ملت د وجدان «مشعل» ګڼي، یانې د شعوري بیدارۍ او وجدان د رڼا استازیتوب کوي.
د شعر ژبه په خپل جوړښت کې ډېره زبېښلې، اورینه او تصویري ده. د اور، لمبې، چیغې او نغمې غږیز تکرار د احساس د شدت او د فکري بغاوت د غږ تمثیل کوي.
په اکسپرسیونیستي بیان کې ژبه یوازې د بیان وسیله نه وي، بلکې د احساس د شدت فزیکي بڼه اخلي، هماغسې چې اجمل خټک خپله چیغه د «اور» او «لمبې» په ژبه بدلوي.
د اجمل خټک دا شعر د پښتو معاصر ادب په تاریخ کې د اکسپرسیونیستي هنر یو روښانه بېلګه ده.
شاعر د «خاورې»، «نغمې»، «مشال» او «اور» د سمبولونو له لارې د انسان د دنننی اضطراب، وجداني بغاوت او شعوري بیدارۍ انځور وړاندې کوي.
د اکسپرسیونیستي مکتب له نظره دا شعر د انسان د دننني انقلاب، د احساس د شدت، او د وجدان د فریاد خالصه هنري بڼه ده.
نو ویلی شو چې اجمل خټک نه یوازې یو سیاسي شاعر و، بلکې یو اکسپرسیونیستي هنرمند هم و، چې د انسان د روح او وجدان د چیغې انځور یې په شعر بدل کړی دی.
د ظلم پر وړاندې د مقاومت احساس پکې په خورا پياوړي او احساساتي ډول انځور شوی دی.
راځئ د ډیلن توماس (Dylan Thomas) مشهور شعر «Do Not Go Gentle into That Good Night» د عنوان لاندې د بغاوت او ژوند د تودو احساساتو ګډ رنګ تشریح کړو .
د شعر لنډه پېژندنه
دا شعر د وېلش شاعر ډیلن توماس له خوا په (۱۹۵۱)ز کال کې لیکل شوی دی.
شاعر دا شعر د خپل پلار د مړینې پر مهال لیکلی، پلار یې د عمر له امله د مرګ پر درشل ولاړ و، او شاعر له هغه غوښتنه کوي چې د مرګ تر وړاندې تسلیم نه شي.
شعر د «ویلانېل» (villanelle) (د فرانسوي ادبیاتو یو ټاکلی شعري قالب دی) په بڼه دی، چې یو ډول تکرار لرونکی، موسیقۍ لرونکی او احساساتي جوړښت لري.
شاعر وايي:
«Do not go gentle into that good night,
Rage, rage against the dying of the light»
***
یانې:
«د هغه ښکلې شپې مړینې ته په آرامه مه ځه،
د رڼا د مړاوي کېدو پر وړاندې بغاوت وکړه، بغاوت وکړه»
دا کرښې د بغاوت ناره (چیغه) ده، نه د سیاسي بغاوت، بلکې د مرګ، تسلیمۍ، او بېعملۍ پر وړاندې د انساني د روح بغاوت دی.
توماس د شعر په اوږدو کې د انسانانو بېلابېل ډولونو ته ګوته نیسي، هوښیار خلک، نیک خلک، وحشي وګړۍ، او جدي خلک، هغه وايي چې دوی ټول د مړینې تر وړاندې یو شان غم احساسوي او یو شان غمجن وي. د ده په باور، د انسان د ژوند رڼا باید په شوق، مینې او احساس مړه نه شي. ژوند د مبارزې نوم دی، نه د تسلیمۍ. مړینه طبیعي ده، خو انسان باید تر وروستي ساه د ژوند د رڼا دفاع وکړي.
په شعر کې بغاوت یوازې عقلاني نه دی، بلکې له ژورعاطفي احساساتو سره ګډ شوی. بغاوت هم له مینې او هم له درد، دواړو څخه راولاړېږي. د شاعر چیغه د پلار پر وړاندې هم د مینې او هم د ویرې چیغه ده. دا د انسان هغه احساس دی چې نه غواړي د ژوند تود اور مړ شي. نو شعر د احساساتي بغاوت سمبول ګرځي، د ژوند د تودو احساساتو د ساتنې له پاره، بغاوت.
نو ویلی شو د ډیلن توماس دا شعر د انسان د روح غږ دی، چې د مرګ د تیارو پر وړاندې د ژوند د رڼا د ساتنې غوښتنه کوي. دا د بغاوت او احساس ګډه سندره ده او داسې چیغه باسي: «تر وروستي نفسه ژوند وکړه، د تسلیمۍ پر ځای وسوځه!»
دواړه اروپايي او پښتو اکسپرسیونیستي ښوونځي د انسان د دنننیو احساساتو، اضطراب او فکري ګډوډۍ بیان ته ژمن دي. دواړو کې د واقعیت تحریف او د احساساتو شدت د هنري وسیلې په توګه کارول کېږي.
اروپایي اکسپرسیونیسم نهيلی او سیکولر دی، په انسان کې د خدای نشتوالی او د تمدن زوال انځوروي.
پښتو اکسپرسیونیسم روحاني او عرفاني دی؛ د انسان په دننه کې د خدای د حضور احساس، د روښانتیا او امید رڼا لري.
مسعود: د افغانستان د معمارۍ، نندارې”تياتر”، ډرامې، موسيقۍ، انځورگرۍ، مجسمه جوړونې، فلم جوړونې او عکاسۍ په هنرونو کې د اکسپرسیونیسم تگلاری او هنر اغېز څه ډول ارزوئ؟
پرهیز: د اکسپرسیونیسم اغېزه یوازې په ادبیاتو پورې محدوده نه ده، بلکې د افغانستان د هنر په ټولو معاصرو څانګو او ډګرونو لکه (معماري، تیاتر، ډرامه، موسیقي، انځورګري، مجسمه جوړونې، فلم او عکاسي) یې ښکاره او پټه اغېز کړی دی. دا اغېز په عمومي ډول د (۱۹۶۰)ز کلونو وروسته، په ځانګړي ډول د جګړو، سیاسي کړکېچ او ټولنیز و ترینګلتیاوو پر مهال راڅرګنده شوې. دلته هڅه کوم په لنډه توګه د افغانستان په هنرونو باندې د اکسپرسیونیسم د ښوونځي اغېزو ته نظر واچوم.
لکه دمخه وویل شو، اکسپرسیونیسم د شلمې پېړۍ یو بنسټیز هنري او ادبي مکتب دی چې د انسان د دننني احساس، معنوي ګډوډۍ، وېرې او اضطراب د بیان ژبه ده. دا مکتب د ۱۹۱۰م–۱۹۳۰م کلونو ترمینځ په جرمني، فرانسه، اتریش او نورو اروپایي هېوادونو کې د انسان د «دننني حقیقت» د انځورولو په موخه رامینځته شو. د دې مکتب اساسي نظریه دا ده چې واقعیت د سترګو لید نه، بلکې د زړه او ذهن تجربه ده.
په افغانستان کې د اکسپرسیونیسم نښې د (۱۳۴۰)ز کلونو وروسته څرګندې شوې، کله چې د هېواد ټولنیز، سیاسي او فکري حالت له بدلونونو تېرېده. د جګړو، مهاجرتوتونو، ګډوالیو او ظلمونو له امله د افغان هنرمند دنننی احساس او فلسفي پوښتنې د هنر د مرکز برخه وګرځېدله. له همدې درکه، اکسپرسیونیسم د افغانستان د معاصره هنرونو په ټولو څانګو لکه معمارۍ، تیاتر، ډرامه، موسیقي، انځورګرۍ، مجسمهجوړونه، فلم او عکاسي څرګنده اغېزه پرېښوده.
د اکسپرسیونیسم بنسټیز مفکوره دا ده چې هنرمند باید د بهرني واقعیت پر ځای خپل دنننی احساس، ویره، درد او وجد انځور کړي. دې ښوونځی د فرانس کافکا، ټوماس مان، جورج ټرکل، او واسیلي کاندینسکي د فکري او بصري تجربو له لارې وده وکړه.
اکسپرسیونیستان د رومانتیسم له احساساتو، د سمبولیسم له ژورتیا، او د مدرنیسم له فکري ازادۍ ګډ رنګ اخلي. په دې اساس، دا ښوونځی د «احساس د مطلق واک» فلسفه اعلانوي، یانې هنر باید د احساس له ژورې سرچینې راووځي، نه د عقل له سنجول شوي نظم څخه.
معماري:
په معاصره افغان معمارۍ کې د اکسپرسیونیستي روح، نښې د احساس او ملي هویت ګډ بیان دی. د کابل پوهنتون د هنرونو د پوهنځي ودانۍ، د دارالامان ماڼۍ بیا رغونه (۲۰۱۹) او ځینې نوې کلتوري ودانۍ د احساساتي جوړښت، سمبولیکې فضا او د معنوي انډول څرګندونه کوي.
د دې ودانیو جوړښت د انسان د ذهن او تاریخ تر مینځ د اړیکې د بیا رغونې هڅه ده، چې د اروپایي معمار هرمان فینسټرلین د نظریې سره ورته والی لري، چې ویل یې: «ودانۍ باید نه یوازې دیوالونه ولري بلکې د انسان احساسات ولري»، دا په دې مانا چې معماري یوازې د ودانیو جوړولو تخنیک نه دی، بلکې د انساني ژوند د چاپېریال د جوړولو هنر او علم هم دی. ودانۍ د انسان لپاره د استوګنې، کار او تفریح ځایونه برابروي، خو که دا ځایونه د انساني احساساتو او اروايي اړتیاوو سره سم نه وي، نو هغه ودانۍ یوازې «دیوالونه» لري، نه «احساس». له همدې امله، د معمارۍ نوې مفکوره دا ده چې ودانۍ باید نه یوازې د سرپناه اړتیا پوره کړي بلکې د انسان د ژوند کیفیت ته وده ورکړي.
نو ویلی شو چې ودانۍ په دوه بڼو ودانېږي. مادي بڼه او معنوي بڼه.
یوه ودانۍ مادي جوړښت لري چې له دیوالونو، چت، دروازې، کړکۍ او داسې نورو عبارت دی او بل معنوي اړخ لري لکه احساس، هویت، ارامتیا. مادي جوړښت د فزيک، انجینري او موادو له علم سره تړاو لري، خو معنوي اړخ د ارواپوهنې، هنر او فرهنګ محصول دی. که ودانۍ یوازې فزيکي جوړښت ولري، نو انسان پکې ځان بې روحه احساسوي.
د انسان احساس او د چاپېریال ارواپوهنه:
ارواپوهنې ثابته کړې چې فضا د انسان پر مزاج، تمرکز او خلاقیت ژوره اغېزه لري. د رڼا اندازه، د رنګونو انتخاب، د موادو سطحې، د تودوخې انډول، او د فضا ترتیب د انسان احساس بدلوي. د بېلګې په توګه، طبیعي رڼا او شنه رنګونه د ذهني سکون احساس زیاتوي، پداسې حال کې چې تیاره او تړلي فضاوې د اضطراب او فشار احساس رامینځته کوي.
دا موضوع د «چاپېریال ارواپوهنې» برخه ده چې د انساني احساس او فزيکي چاپېریال اړیکه څېړي.
انسان محوره معماري :
د انسان محور معمارۍ فلسفه وایي چې د ودانۍ اصلي موخه د انسان د ژوند د کیفیت لوړول دي. معمار باید پوه شي چې هر جوړښت د انسان د رواني او ټولنیز تعامل برخه ده.
لاندې یې د ځینې مهمو اصولو څخه یادونه کوم.
د طبیعت سره نږدې والی ؛ د بېلابېلو کاروونکو لپاره د فضا انعطاف منل ؛ د رڼا، هوا او غږ انډول؛ په ډیزاین کې د فرهنګي هویت څرګندول. کله چې دا اصول عملي شي، ودانۍ یوازې «جوړښت» نه ، بلکې «احساس» هم لري.
د معمار د رول بدلون:
په کلاسیکه معمارۍ کې معمار یو تخنیکي جوړوونکی ګڼل کېده، خو په معاصر وخت کې معمار د انسان د تجربې طراح ګڼل کېږي. دا بدلون د ټکنالوژۍ، ښاري کېدو، او ټولنیزو اړتیاوو له بدلون سره تړاو لري. د معمار مسؤلیت دا دی چې داسې فضاوې رامینځته کړي چې د انسان احساس، خوند، امنیت او ګډ ژوند ته وده ورکړي.
ودانۍ هغه وخت بشپړه ګڼل کېږي چې د انسان بدن، ذهن او روح ته یو ځای پناه ورکړي. دا جمله «ودانۍ باید نه یوازې دیوالونه ولري، بلکې د انسان احساس ولري» د معمارۍ د انساني ارزښتونو نغوته کوي.
په ساده ژبه، معماري موږ ته ښيي چې خلک څه ډول فکر کوي، څه شی ورته مهم دي، او څنګه ژوند کوي.
معماري یوازې د ودانیو جوړول نه دي، بلکې دا د یوې ټولنې د فکر، کلتور، عقیدو او انساني ارزښتونو څرګندونه ده. د ودانیو بڼه، مواد او جوړښت دا ښيي چې خلک ښکلا، نظم، دین، یا اسانتیا ته څومره ارزښت ورکوي.
معماري د ټولنې چوپه ژبه ده؛ داسې ژبه چې بې له خبرو د انسان د فکر، احساس او ارزښتونو کیسه کوي.
علمي مانا یې دا ده چې ودانۍ باید د فزيکي جوړښت ترڅنګ، د احساس، فرهنګ او اروايي تجربې برخې هم پکې پياوړې وي. په دې توګه، معماري، نه یوازې د موادو جوړښت بلکې د انسان د ژوند هنر ګرځي.
تیاتر:
د افغانستان تیاتر د اکسپرسیونیستي بیان له لارې د انسان د دننني کړاو او ټولنیزې چیغې ژبه ګرځېدلې ده. راځئ دا په دې مانا چې افغان تیاتر یوازې د تفریح وسیله نه ده، بلکې داسې ځای دی چې خلک پکې خپل دردونه، احساسات او ټولنیزې ستونزې څرګندوي. اکسپرسیونیزم یوه هنري طریقه ده چې نه یوازې د واقعیت ښکاره انځورونه جوړوي، بلکې د انسان د باطني احساساتو ژور حالت ښيي. یانې.
- ظاهري واقعیت مهم نه دی
- د احساساتو شدت، ویره، کړاو، اعتراض او چیغه مهمه ده
- په صحنه کې مبالغه، عجیب حرکتونه یا غیرعادي رنګونه کارول کېدای شي
د انسان دنننی کړاو، له دې څخه هدف ذهني، روحي او شخصي دردونه دي چې هر انسان یې په زړه کې احساسوي (لکه ویره، فشار، یوازیتوب، باطني جګړه).
ټولنیزه چغه، یانې د ټولنې د ستونزو، بې عدالتۍ او ظلم پر وړاندې لوړ غږ پورته کول، لکه اعتراض، پوښتنه او عدالت غوښتنه.
په لنډه توګه ویلی شو چې افغان تیاتر د اکسپرسیونیسم له لارې لاندې بڼه غوره کړه:
- د انسان باطني احساسات (کړاوونه) ښکاره کوي
- د ټولنې درد او غږ پورته کوي
- او په ټولیز ډول د خلکو د زړه ژبه ګرځي
یا په بل عبارت، تیاتر د هنر له هغو بڼو څخه دی چې د انسان احساسات، فکري تجربې او ټولنیز واقعیتونه په ژوندۍ بڼه وړاندې کوي. د افغانستان تیاتر د وخت په تېرېدو سره د ټولنې د دنننیو دردونو، هیلو، او ګډو تجربو ژبه ګرځېدلې ده.
د تیاتر ټولنیز او رواني رول. افغان تیاتر د خلکو د ګډو تجربو، دردونو او احساساتو د څرګندولو یوه اغېزمنه وسیله ده. په تیاتر کې د ژوند صحنې یوازې تفریح نه دي، بلکې د ټولنې د واقعیتونو انعکاس هم دی. دا ډول هنر د«ټولنیزغبرګون» تیورۍ له مخې عمل کوي، چې وایي هنر د ټولنیز حالت یو ډول هینداره ده. د افغانستان په تیاتر کې دا هینداره د جګړې، مهاجرت، فقر او امید انځورونه وړاندې کوي، چې د خلکو د ژورو احساساتو استازیتوب کوي.
د اکسپرسیوني سټایل علمي مانا. اکسپرسیونیزم د شلمې پېړۍ یو مهم هنري مکتب دی چې د هنرمند دنننيو احساساتو ته د واقعیت د بڼې پر ځای لومړیتوب ورکوي. په دې سټایل کې د صحنې جوړښت، رڼا، غږ، د لوبغاړي حرکتونه او ان د خبرو اترو طرز داسې تنظیمېږي چې د احساس شدت څرګند کړي.
په افغان تیاتر کې هم د اکسپرسیوني تخنیکونو کارونه (لکه د مبالغې ډراماتیک حرکتونه، ژور رنګونه، یا تیز عاطفي حالتونه) دا احساسات پیاوړي کوي. دا د هنر هغه بڼه ده چې د لیدونکي عاطفي واکسین ته لاره پرانیزي، یانې هنر یوازې نه ښيي، بلکې «احساسوي» یې.
تیاتر د احساس د ژبې په توګه. تیاتر یو ګډ هنر دی چې د ادبیاتو، موسیقۍ، حرکت او انځوریز ترکیب له لارې د انسان دننني حالت ته لاره مومي. کله چې تیاتر د خلکو «ژور احساسات او لوړ غږ» څرګندوي، نو دا په حقیقت کې د ټولنې عاطفي حافظه ژوندي ساتي. دا د« کلتوري اړیکې» له تیورۍ سره تړاو لري، چې وایي تیاتر د فرهنګي شعور او ګډ احساس د انتقال وسیله ده. نو افغان تیاتر یوازې د تفریح سرچینه نه ده، بلکې د ټولنیز احساس او ګډ غږ یوه فلسفي بڼه ده.
د اکسپرسیوني سټایل اغېزه. د اکسپرسیوني سټایل ځانګړتیا دا ده چې د واقعیت ظاهري بڼه تحریفوي څو د احساس شدت او روحي فشار څرګند کړي. په افغان تیاتر کې دا کار د سمبولیکو حرکتونو، مبالغوي کړنو او تیزو تضادونو له لارې ترسره کېږي. د دې سټایل له لارې لیدونکی د عادي ژوند له واقعیت څخه د هنر عاطفي نړۍ ته ننوځي، چې دا د« د ښکلا تجربې » یوه ژوره بڼه ده. په دې توګه، افغان تیاتر د اکسپرسیونیسم په مرسته نه یوازې احساسات بیانوي، بلکې هغوی ته د اغېز او ځواک نوې کچه ورکوي.
په لنډه توګه ویلی شو چې افغان تیاتر د هنر هغه ژوندی بڼه ده چې د خلکو د احساساتو او ټولنیزو واقعیتونو ژوره هینداره وړاندې کوي. د اکسپرسیوني سټایل په کارولو سره، دا تیاتر کولی شي د احساس شدت زیات کړي، د پیغام اغېزه پیاوړی کړي، او د نندارچي ذهن ته ژور فکري خوځښت ورکړي. علمي مانا یې دا ده چې تیاتر د هنر هغه ډګر دی چې د انسان دنننی حالت د ټولنیز شعور سره نښلوي، او د دې نښلونو له لارې هنر د انسان د احساس او فکر ریښتینی استازی ګرځي.
موسیقي:
نو کله چې ووايو: «دلته اکسپرسیونیستي اغېزه ښکاري» مانا یې دا ده چې هنر له دننني احساس څخه غږیږي، نه له ظاهري ښکلا څخه.
موسیقي د انسان د دنننیو احساساتو تر ټولو پخوانۍ او ژوره ژبه ده. دا ژبه د کلمو له حد نه ورهاخوا، د انسان د روح تل ته رسېږي. د افغانستان موسیقي د خپل تاریخ، فرهنګ او ژور احساس له مخې ځانګړی ځای لري او د همدې ژورتیا، احساس او هنري اغېز علمي څرګندونه کوي.
د موسیقۍ جوهراو له نغمو تر احساسه.
له علمي پلوه، موسیقي یوازې د غږونو تنظیم نه دی، بلکې د عاطفي تجربې یوه بڼه ده. افغان موسیقي د دې ځانګړتیا ښه بېلګه ده، ځکه دا د نغمو، رنګونو او تالونو له لارې د احساس ژوره اړیکه جوړوي.
دا چې وایو افغان موسیقي «یوازې خوږه نغمه نه ده»، یانې د هغې موخه یوازې د آوریدو خوند نه دی، بلکې د زړه، حافظې او روح لمسول دي. دا د هنر هغه کچه ده چې د ښکلا احساس په نوم یادېږي، یانې هغه احساس چې د ښکلا له لارې روح ته رسېږي.
د احساس شدت او سمبولیکه بڼه:
په دې جمله کې «د زړه درد، مینه، کړیکه، خوشحالي، یا غم» څخه یادونه شوې. دا د انساني عواطفو بشپړ طیف څرګندوي. افغان موسیقي د دې احساساتو د بیان لپاره له نغمو، رباب، ستار، طبلې او د غږ له ځانګړو تخنیکونو کار اخلي.
د موسیقۍ په غږولو کې «مبالغه» یا «درد» هغه تخنیک ته اشاره ده چې د احساس شدت زیاتوي ، دا په موسیقي کې د اکسپرسیونیسم یوه بېلګه ده، یانې موسیقي د احساس د ځواک د لوړولو لپاره د غږونو، اوږدو نغمو یا ناڅاپي بدلونونو څخه کار اخلي.
د روح سره د اړیکې فلسفي مانا. کله چې موږ وایو «موسیقي د انسان د روح له تل څخه خبرې کوي»، دا د موسیقۍ معنوي یا صوفيانه فلسفې بیان دی. په افغان فرهنګ کې موسیقي یوازې تفریح نه ده، بلکې د روح د تسکین او معنوي اړیکې وسیله هم ګڼل کېږي.
د بېلګې په توګه، د صوفي موسیقۍ (قوالي یا رباعي نغمو) هدف د «روح او الهي حقیقت» یووالی دی. دا مفکوره په فلسفه کې « له حد څخه لوړې تجربې» په نوم یادېږي ،یانې هغه تجربه چې انسان له مادي نړۍ پورته وړي.
افغان موسیقي د ملي او سیمه ییزو احساساتو ژبه ده. هره نغمه د یوې تاریخي، ژبنۍ او فرهنګي تجربې استازولي کوي.
د بېلګې په توګه، د غرنۍ یا کوچیانۍ سیمه ایزه موسیقي د جګړې، مینې او هجرت کیسې لري. دا ټول د افغان انسان د ژوند فلسفه منعکسوي. نو د موسیقۍ له لارې نه یوازې احساس، بلکې د فرهنګي هویت ژبه هم څرګندېږي.
د مبالغې او «تندې» تخنیکي اړخ، په جمله کې د «مبالغې، درد یا تندې» یادونه د موسیقۍ تخنیکي جوړښت ته اشاره کوي. دا مفکوره د خوځنده کونتراست او د احساساتو شدت په علمي اصطلاحاتو سره تشریح کوي، یانې موسیقي په شدت، غږ، سرعت او نغمه کې بدلون راولي څو د احساس شدت زیات کړي. دا تخنیک د ناظر عاطفي تمرکز لوړه وي، او د موسیقۍ اغېزه د بدن له غوږ نه، تر زړه پورې رسوي.
په علمي لحاظ، افغان موسیقي د احساساتو، روح او فرهنګي هویت یوه ګډه تجربه ده. دا موسیقي یوازې نغمه نه ده، بلکې د انسان د دننني حالت ژبه ده. د هغې د نغمو له لارې د درد، مینې، خوښۍ او غم هغه حالت څرګندېږي چې د کلمو له بیان هاخوا وي. همدا ژورتیا ده چې افغان موسیقي د انسان د «روح له تل» سره نښلوي او اورېدونکی د احساس له لارې د انسانیت د عمومي تجربې برخه ګرځوي.
آزاد جوړښت (آزاد فرم)، یانې موسیقي تل د سختو قاعدو سره سمون نه لري: کله د نغمې تال ماتېږي، ناڅاپي بدلونونه وي، دودیز جوړښت نه وي تعقیب شوی، موسیقي جوړونکی د خپل احساس له مخې غږ بدلوي، په بل عبارت، موسیقي د احساس تابع ده، نه د موسیقي دمقرراتو.
افغان موسیقي کې د اکسپرسیونیزم نښې داسې ښکاري چې احساسات ډېر ژور او شدید وړاندې کوي، او د موسیقۍ جوړښت یا کمپوز ډېری وختونه ازاد، انعطاف منونکي او غیر دودیز وي.
افغان موسیقي کله ناکله داسې بڼه غوره کوي چې د زړه چیغه او ژور احساس په ازاده او بې قاعدې بڼه آورو، دا هماغه اکسپرسیونیستي اغېزه ده. دا هماغه روحیه ده چې د اروپایي اکسپرسیونیستي موسیقۍ (ارنولډ شوینبرګ) له «ډیسونانس» یا «د هارموني نشتوالي» څخه الهام اخلي، ترڅو د احساس شدت څرګند کړي.
انځورګري:
اکسپرسیونیسم په افغان انځورګرۍ کې، د جګړې، درد او معنوي اضطراب بصري څرګندونه ده. انځورګري د یوې ټولنې د فکري او احساساتي حالت ژبه ده. کله چې یو ملت له جګړې، درد او بې ثباتۍ تېرېږي، هنر یې هم د دغو حالاتو اغېزه احساسوي. د اکسپرسیونیسم مکتب، چې په لوېدیځ کې د شلمې پېړۍ په پیل کې د انساني احساساتو د ژور بیان لپاره راڅرګند شو، په افغانستان کې هم ځانګړې بڼه خپله کړې ده. افغان هنرمندان د دې مکتب له لارې د جګړې، ویرې، درد او هیلې احساسات په بصري ژبه بدلوي.
اکسپرسیونیسم د هنر هغه طرز دی چې په کې انځورګر د ظاهري ښکلا پر ځای د دنننیو احساساتو د څرګندولو هڅه کوي. دا سبک د واقعیت د انځورونې پر ځای د احساساتو د شدت او اضطراب د ښودلو لپاره رامینځته شوی. په افغانستان کې، د څو لسیزو جګړو او ټولنیزو کړکېچونو له امله، دا هنري لوری د افغان انځورګر د روح او تجربې طبیعي استازیتوب کوي.
په افغان اکسپرسیونیستي انځورګرۍ کې رنګ یوازې د ښکلا لپاره نه، بلکې د احساس د ژبې په توګه کارول کېږي. د بېلګې په توګه، سور رنګ د وینې، تاوتریخوالي او قربانۍ سمبول دی. تور رنګ د ویرې، مرګ او بې وسۍ څرګندونه کوي. شین او ژیړ رنګونه د هیلې، معنوي رڼا او ژوندي پاتې کېدو نښه ده.
په دې سبک کې انځورګر د انسان څېره، بڼه او چاپېریال په قصدي ډول تحریفوي، څو د ظاهري ښکلا پر ځای د دننني درد، اضطراب او وېرې حالت څرګند کړي. د افغان انځورګر هدف دا نه دی چې نړۍ څنګه ښکاري، بلکې دا دی چې هغه نړۍ څنګه احساسوي.
د جګړې، مهاجرت، بې کورۍ او ټولنیز فشار تجربه د افغان هنرمند پر ذهن او احساساتو ژوره اغېزه لري. له همدې امله، د هغه انځورونه د ظاهري واقعیت نه، بلکې د باطني چیغې بڼه غوره کوي. دا چیغه د هغه د وجدان، درد او هیلې بصري ژبه ګرځي.
که موضوع راغونډه کړو نو ویلی شو چې اکسپرسیونیسم په افغانستان کې د هنر یو ژور او معنوي حرکت ګڼل کېږي. دا سبک د افغان هنرمند د رواني، ټولنیز او فلسفي حالت څرګندونه کوي. رنګ، بڼه او کرښه دلته د ښکلا لپاره نه، بلکې د احساس، درد، وېرې او هیلې د انتقال لپاره کارول کېږي.
په همدې توګه، افغان اکسپرسیونیستي انځورونه د یوې جګړه ځپلې ټولنې د دنننیو کړیکو او معنوي اضطرابونو بصري تجسم دی. دا سبک د افغان انسان د احساساتي تاریخ یوه مستنده وینا ده، داسې هنر چې د دردونو له زړه څخه راټوکېږي او د هیلې غږ پکې لا ژوندی پاتې دی.
د افغانستان د انځورګرۍ یوه تر ټولو ځلانده څېره ارواښاد یوسف کهزاد دی.
یوسف کهزاد د افغانستان له لومړنیو مسلکي نقاشانو څخه و. د مینیاتورۍ او کلاسیک سبک ترڅنګ یې مدرن سبکونه هم ازمایلي دي. د هغه کارونه په ایټالیا، آلمان، سوېدن، ډنمارک، هند او امریکا کې نندارې ته وړاندې شوي. په ایټالیا کې یې د نقاشۍ په یوه نړیواله سیالۍ کې لومړی مقام او د سرو زرو مډال ترلاسه کړ. نوموړی د افغانستان د ملي نندارتون له بنسټ ايښودونکو څخه دی. هغه د غلام محمد میمنه ګي نندارتون هم تاسیس کړی و.
کهزاد د تیاتر ډرامه لیکونکی او لوبغاړی هم پاتې شوی. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ثقافت او هنر رییس و (۱۹۶۶م). له ملي رادیو او تلویزیون د فرهنګي پروګرامونو په جوړولو کې یې ونډه لرله. کله نا کله یې د کابل پوهنتون د هنر پوهنځي کې تدریس هم کولو.
یوسف کهزاد شاعر هم و او د هنر او ښکلا په اړه یې ژور فکرونه لرل.
هغه د ملي ګالري مفهوم رامینځته کړ. په نقاشۍ، شعر، ډرامه، کلتور او ښوونه کې یې دوامداره خدمت وکړ. ډېر ځوان هنرمندان یې وروزل. د «د کډوالو لاره» په نوم تابلو د یوسف کهزاد د هغو آثارو له ډلې څخه ده چې د (۱۹۹۲)ز کال وروسته، کله چې هغه له افغانستان څخه مهاجر شو، رامینځته شوی.
دغه تابلو د افغان کډوالو د ستونزو او کړاوونو انځور دی. په دې انځور کې د جګړې له امله بې کوره شوي خلک، د اوږدې لارې، بې وسه ماشومان او ښځې، او د راتلونکي اړوند نا هیلۍ ترسترګو کېږي. یوسف کهزاد د دې تابلو له لارې د افغان کډوالو د درد، مهاجرت او رواني فشارونو عاطفي انځور وړاندې کړی. په دې تابلو کې څرګندې اکسپرسیونیستي ځانګړنې شتون لري، د بېلګې په توګه، تیز او ژور رنګونه چې سور، تور، ژیړ، او تیاره شین رنګونه د داخلي فشار او غم څرګندونه کوي. په څېرو کې اغراق شوی، د خلکو په څېرو کې ژور غم او بې وسۍ لیدل کېږي. د څېرو او بڼو ناسم انډول د رواني فشار او ګډوډۍ څرګندونه کوي.
په رنګونو کې اغراق، د رنګونو بې ځایه کارول د اکسپرسیونیستي تخنیک ښکارندويي کوي. دغه تابلو د یوسف کهزاد د هغو آثارو له ډلې څخه ده چې د اکسپرسیونیسم ځانګړنې لري او د افغان کډوالو د کړاوونو ژور انځور وړاندې کوي. د دې تابلو اصلي انځور دلته نه دی وړاندې شوی، خو تاسو کولی شئ د یوسف کهزاد د نورو آثارو په اړه د ملي ګالري یا د هغه د شخصي ارشیفونو له لارې مالومات ترلاسه کړئ.
د هغه په یو شمېر ادبي نښترونو کې هم د اکسپرسیونیسم نښې او اغېزې شتون لري لکه د «مرواریدهای سیاه» نښیر چې د شعر او نثر ترکیب دی. د دې نښیر مرکزي موضوع، د درد، ویجاړي، بې کوره کېدو، رواني فشارونو، د انسان دنننۍ ترینګلتیا له انځورولو څخه عبارت دی. ددې نښتراکسپرسیونیستي ځانګړنې عبارت دي له ژورو احساساتو، تند او له اغراقه ډک بیانونو، د لغتونو په کارول کې له اغراق څخه کار اخیستل همدارنګه د فرد په دننني حالت تمرکز. یوسف کهزاد د خلکو غم، بې وسي او رواني کړاوونه په خورا ژوره توګه بیانوي. د جګړې، مهاجرت، او بې کوره کېدو عاطفي اغیزې د لوستونکي په زړه کې شدت پیدا کوي. د رنګ او شکل پر ځای په لغاتو کې اغراق کوي او د درد، غم او اضطراب حالتونه په خورا شدیدو تعبیرونو کې وړاندې کوي. لکه د دنننیو چیغو، زړه تنګۍ او ناامیدۍ انځورونه. په اکسپرسیونیستي نقاشۍ کې رنګ او شکل د دننني احساس څرګندونه کوي، چې دلته ژبه د انسان د رواني او عاطفي حالتونو د ښکاره کولو وسیله ده.
مرواریدونه د قیمتي شیانو په څیر د انسان د هیلې او ښکلا سمبول دي، خو په تیاره کې یې ښودل د نهیلۍ او درد څرګندونه کوي او د کلاسیک روایت پر ځای د احساس او رواني حالت وړاندې کول د اثر مرکزي محور جوړوي. دغه نښیر د واقعیت ساده بیان نه کوي، بلکې د درد او احساس شدت په اغراقي ډول وړاندې کوي او لوستونکي د لوستو پر مهال د شخصیتونو داخلي کړاوونه د خپلې تجربې پر بنسټ احساسويوي.
مجسمه جوړونه:
د افغانستان د مجسمه جوړونې معاصر بهیر د هنر د مفهومي او فلسفي تحول څرګندونه کوي. دا بهیر د دودیز ریالیسم له چوکاټ څخه، چې موخه یې د ظاهري واقعیت طبیعي انځورول وو، ورو ورو د اکسپرسیونیستي لیدلوري پر لور تمایل پیداکړ. په دودیز ریالیسم کې د هنرمند هڅه دا وه چې د انسان فزیکي بڼه په دقیقه توګه وښيي، خو د اکسپرسیونیستي روحي تمایل په رامینځته کېدو سره، هنرمندان دې پایلې ته ورسېدل چې هنر یوازې د فزیکي ښکلا نقل نه دی، بلکې د دننني احساس او روح ژباړه هم ده.
دغه بدلون د آلماني اکسپرسیونیست هنرمند ارنست بارلخ (Ernst Barlach) د فلسفې سره موازي دی. بارلخ مجسمه د «روح فزیکي بڼه» بلله، او باور یې درلود چې هنري اثر باید نه یوازې د بدن هندسي جوړښت منعکسوي بلکې د انسان د دنننۍ تجربې او احساساتو انعکاس هم دی. د همدې لیدلوري له مخې، افغان معاصر مجسمه جوړونه هم هڅه کوي چې د انسان د دنننۍ اضطراب، هیلو او معنوي ژورتیا فزیکي تجسم وړاندې کړي. په دې توګه، د افغانستان د مجسمه جوړونې بدلون له ظاهري تقلید څخه د معنوي او فلسفي درک پر لور د هنري شعور د ارتقا نښه ده. دې بهیر نه یوازې د هنري بیان بڼه بدله کړې ده، بلکې د انسان د روح او احساس په اړه یې د افغاني هنرمند مفکوره هم ژوره کړې ده.
سینما او فلم:
په معاصر هنر کې د اکسپرسیونیسم مکتب د واقعیت ښودنې پر ځای د ذهن او روح د نننيو حالتونو د انځورولو هڅه کوي. په افغانستان کې که څه هم سینما نوی بهیر دی، خو وروستیو کلونو کې داسې هنري تمایلات څرګند شوي چې د اکسپرسیونیستي سینما له اصولو سره فکري او بیاني ګډ اړخونه لري. د «کونډې د زوی» سریال یو له هغو معاصرو آثارو څخه دی چې د مجازي واقعیت له لارې د ټولنیز تضادونو او رواني فشار انځور وړاندې کوي.
اکسپرسیونیسم د ریالیسم پر خلاف د انسان د دنننی اضطراب، احساساتي ګډوډۍ او معنوي ژورتیا د بیان مکتب دی. د سینما په ژبه کې دا تمایل د رنګ، رڼا، فضا، د کمرې زاویو او د کرکټرونو د رواني حرکاتو له لارې څرګندېږي. د دې مکتب فلسفي بنسټونه د ارنست بارلخ، ادوارد مونک، او روبرټ وینه په څېر هنرمندانو او فلم جوړونکو په نښترونو کې لیدل کېږي، چې هنر یې د روح فزیکي انځور ګڼلی. د همدې فلسفې له مخې، افغان اکسپرسیونیستي سینما هڅه کوي چې د انسان د دنننیو احساساتو، ټولنیز فشار، او کلتوري ټکر هنري تمثیل وړاندې کړي.
د «کونډې د زوی» سریال تر یوه بریده د اکسپرسیونیستي سینما یوه بیلګه ګڼل کېدای شي. دغه اثر د مجازي واقعیت له لارې د کلي او ښار ترمینځ د ژونديو مفهومونو، دودونو، او ارزښتونو تضادونه څرګندوي. د کلیوالي ساده ګۍ، صداقت او دودیزو اخلاقو مخا مختیا له ښاري چالاکۍ یا بازارتیزۍ، پر مادياتو ډډه لګول او اخلاقي زوال سره د ټولنیزې ترینګلتیا یو ژور انعکاس دی. د سریال په بصري جوړښت کې د رڼا توپیرونه، سمبولیک رنګونه او فکري فضاګانې کارول شوي، څو د کرکټرونو دننني احساسات او ټولنیزه بې ثباتي څرګنده کړي. دغه تخنیکي عناصر د اکسپرسیونیستي سینما هغه ځانګړنې دي چې واقعیت ته د عکاسي پر ځای، د احساس او ذهن تجربه وړاندې کوي.
له فکري اړخه، د کلیوالي او ښاري ژوند ترمینځ دا تضاد د افغاني ټولنې د ارزښتونو د تصادم تمثیل کوي. کلیوالي چاپېریال د عنعنوي اخلاقو، عقیدې او انساني اړیکو استازیتوب کوي، په داسې حال کې چې ښاري فضا د مدرنیزم، ځان محورۍ او اخلاقي زوال نښه ده. د اکسپرسیونیستي لیدلوري له مخې، دا ټکر یوازې ټولنیز نه، بلکې وجودي ترینګلتیا ده. هغه ترینګلتیا چې افغان انسان د هویت، دود، او نوښت ترمینځ ورسره مخ دی.
د هویت، دود او نوښت ترمینځ ترینګلتیا یانې څه؟ معاصر افغان انسان د درې متضادو او په عین حال کې یو بل پورې تړلو ارزښتونو ترمینځ د فکري او وجودي ترینګلتیا سره مخ دی. دا درې عناصر هویت، دود، او نوښت د هغه د فکري جوړښت بنسټ جوړوي، خو هر یو یې د وخت، تاریخ او شرایطو له مخې بېلابېلې غوښتنې لري. هویت د افغان انسان د ځان پېژندنې، تاریخي حافظې او فرهنګي ریښې استازیتوب کوي؛ دا هغه عنصر دی چې د فرد او ټولنې دوام او معنوي ثبات تضمینوي. دود بیا د همدې هویت د دوام وسیله ده، خو کله چې ټولنه د بدلون او عصري فکر له څپو سره مخ شي، دود د ټکر سرچینه ګرځي. ځینې دودیز ارزښتونه د نوې زمانې له فکري ازادیو او ټولنیزو بدلونونو سره سمون نه کوي، نو د انسان وجدان د وفادارۍ او بدلون ترمینځ ایسارېږي. له بلې خوا، نوښت د پرمختګ، ټکنالوژۍ او ازاد فکر غوښتنه کوي، خو د همدې نوښت په لړ کې د فرهنګي ثبات او اخلاقي هویت د ضایع کېدو وېره هم رامینځته کېږي. افغان انسان د یو ذهني او وجودي تضاد تجربه کوي. هغه غواړي خپل تېر ارزښتونه وساتي، خو ورسره دا هم غواړي چې له معاصر تمدن او نوي فکر څخه ګټه واخلي. دا تضاد د معاصر افغاني ادبیاتو، سینما او هنر په ډېرو آثارو کې څرګندېږي، ځکه دا بهیر د فرد د نننۍ جګړې، ټولنیز فشار او معنوي بې ثباتۍ انعکاس دی. دغه ترینګلتیا په اصل کې د یو ملت د فکري بدلون نښه ده، یو داسې بدلون چې د زړو ارزښتونو د ساتنې او د نوې زمانې د منلو ترمینځ د تعادل د موندلو هڅه کوي.
د «کونډې د زوی» سریال ښيي چې د افغانستان سینما ورو ورو د تقلیدي ریالیسم له چوکاټ څخه د اکسپرسیونیستي روح پر لور خوځېږي. دا بدلون د هنري شعور د لوړېدو نښه ده، ځکه اوس فلم د ظاهري واقعیت د نقل پر ځای د انسان د دننني اضطراب او ټولنیزو تضادونو د انځور وسیله ګرځېدلې ده. د مجازي واقعیت کارونه د دې لامل شوې چې افغان سینما د احساس، فلسفې، او ټولنیز فکر یو نوی تعبیر وړاندې کړي. په همدې توګه، افغان اکسپرسیونیستي سینما نه یوازې هنري بدلون، بلکې د افغان انسان د وجودي تجربې نوې ژبه ده.
اکسپرسیونیسم په عکاسۍ کې.
په دې برخه کې غواړم درې اساسي مفهومونو ته ستاسې پام را واړوم:
- اکسپرېسیونیزم
- د جګړې او ټولنیزو ستونزو عکاسي
- د روبرت کاپا فلسفه
اکسپرېسیونیزم یو هنري خوځښت دی، د دې خوځښت بنسټیز اصل دا و چې هنرمند باید د نړۍ واقعي بڼه نه، بلکې د خپل دنننیو احساساتو غبرګون انځور کړي. په دې اساس، رنګ، رڼا، سیوری او څېره د احساس د ژبې په توګه کارېږي، نه د ظاهري ریالیسم د ښودلو لپاره.
ډېری افغان عکاسانو د اکسپرېسیونیسم روح بیان کړی، په دې مانا چې افغان عکاسان د جګړې او ټولنیزو کړکېچونو د انځورولو پر مهال د عکسونو په ظاهري ښکلا تمرکز نه دی کړې، بلکې د درد، وېرې، تاوتریخوالي او بقا د احساساتو بصري بڼه یې وړاندې کړې.
یانې دوی د رڼا او سیوري کارونه له طبیعي منطق سره نه بلکې له احساساتي منطق سره تنظیم کړي یا تنظیموي. دا یو ډول دنننی ریالیسم یا احساساتي حقیقت پالنه ده، داسې یو ریالیسم چې هدف یې د واقعیت ظاهري بڼه نه، بلکې د هغې د دنننی اغیزې او عاطفي فضا څرګندول دي. عکاسي دلته یوازې سند نه دي، بلکې د انسان د روح چیغه ده، یوه غلې کړیکه چې د تصویر په ژبه ویل کېږي. دا د اکسپرېسیونیسم له بنسټیزو اصولو سره سمون لري، چې هنرمند د خپل د ننني درد او اضطراب چیغه د هنر په بڼه وړاندې کوي.
په عکسونو کې رڼا، سیوري او څېرې د احساس له مخې غوره شوي، نه د واقعي ښکلا له مخې. دا جمله د فینومینولوژي له فلسفي لید سره تړاو لري، ځکه فینومینولوژي وايي چې ادراک تل د شعور د تجربې تابع دی.
نو د افغان عکاس لپاره، رڼا یوازې فزیکي پدیده نه ده، بلکې د دننني درد او د معنوي وزن استازیتوب کوي، یو ډول احساساتي سمبولیسم.
افغان عکاسانو په خپلو عکاسیو کې د واقعیت فزیکي ښکلا نه، بلکې د انساني درد ژوره تجربه ښيي. د افغان په عکاسۍ کې لاندې ځانګړنې موندلی شی:
- اکسپرېسیونیستي دي، ځکه احساس ته لومړیتوب ورکوي.
- اېکزیستنشیالیزم ته نږدې دي، ځکه د انسان د وجود، درد او بقا پوښتنې مطرح کوي.
- د اخلاقي هنر یو ډول دی، ځکه هدف یې نه یوازې د ښکلا تولید دی بلکې د احساس راویښول او د وجدان پارول دی.
که موضوع سره راټوله کړو نو ویلی شو چې د افغان جګړه محوره عکاسۍ په روح کې د اکسپرېسیونیسم ژبه فعاله ده؛ هغه ژبه چې د رڼا، سیوري او څېرې په وسیله د انسان د دننني درد، وېرې او بقا د چیغې بصري بڼه وړاندې کوي. دا طرز د روبرت کاپا د احساساتي واقعیت پالنې او د جګړې د انساني تجربې له فلسفې سره ګډ روح لري ، یو داسې هنر چې هدف یې د حقیقت ښودل نه، بلکې د احساس احساسول دي.
د اروپايي مشهور جګړه ییز عکاس رابرت کاپا د عکاسۍ فلسفه ډېره ژوره او له تجربې ډکه وه. هغه نه یوازې تخنیکي عکاس و، بلکې د انسانیت، واقعیت او ریښتیني احساساتو د ښودلو پلوي وو. د هغه تر ټولو پېژندل شوې فلسفي خبرې دا دي:
۱. «که ستا انځورونه یا عکسونه اغېزناک نه دي، نو ته کافي نږدې شوی نه یې». یانې د جګړې عکاسي باید له واټن څخه نه، بلکې له احساساتي او فزیکي نږدېوالي څخه وشي، څو د درد، وېري او انسانیت ریښتینی بُعد څرګند شي.
د «کاپا» د خبرې مانا دا ده چې عکاس باید په فزیکي او عاطفي ډول موضوع ته ځان نږدې کړي. یوازې له لېرې عکس اخیستل احساس نه څرګندوي؛ باید د پېښې په زړه کې واوسې.
۲. ریښتیني ژوند او حقیقت وښیه
«کاپا» باور درلود چې عکاسي باید ریښتینې صحنې او د خلکو رښتینې ستونزې وښيي. هغه د جګړې ښکلا نه ښودله، بلکې د درد، ویرې او انسانیت واقعیتونه یې ثابتول.
۳. د خطر منل، د قوي عکس بیه
«کاپا» د جګړې په لومړۍ کرښه کې حاضر و. ویل یې: « د ښه عکس لپاره کله کله خطر اړین دی». د عکاس جرئت د هغه د فلسفې مهمه برخه وه.
- عکاسي یوازې هنر نه دی، بلکې ژبه ده
عکس د خبرو کولو یوه لاره ده. ښه عکس کولی شي د کلمو پرته پیغام ورسوي. عکاسي د خلکو د احساساتو او کیسو د بیان وسیله ده.
۵. انسانیت ته درناوی
که څه هم هغه جګړه انځوروله، خو هدف یې د انسانانو د درد او قربانۍ درناوی و.
هغه د موضوعاتو انساني اړخ ته ډېره پاملرنه کوله. د «رابرت کاپا» د عکاسۍ فلسفه په لنډه توګه داسې بیانولی شو:
نږدې شه، ریښتیا وښایه، احساس ثبت کړه، خطر ومنه، او د انسانیت درناوی وکړه.
دلته د هغه یو انځور د هغه د شا لید له شننې سره وړاندې کوم.

دا عکس چې د لوېدونکی سرتېری په نوم مشهور دی، د «رابرت کاپا» تر ټولو پېژندل شوی او د جګړې د انځورګرۍ یو تاریخي سمبول بلل کېږي.
اوس به د عکس په اړوند لږه رڼا واچوو، دا عکس په (۱۹۳۶)ز کال، د هسپانیې د کورنۍ جګړې په مهال، د هسپانیې د قرطبې ولایت شاوخوا د فیرن (Cerro Muriano) سیمه کې کې اخیستل شوی. په عکس کې یو جمهوریت پلوه سرتېری لیدل کېږي. نوم یې «فدریکو بورریل گارسیا» دی، خو په دې اړوند بشپړ باور شتون نه لري. سرتېری د جګړې پر مهال د مرمي د لګېدو سره سم پر ځمکه پرېوځي. کاپا همدغه شیبه نیولې او د کامرې بټنه یې وهلې نه مخکې، نه وروسته. د همدې شیبې نیول دغه عکس د «مړینې په شیبه کې» یو حقیقي انځور ګرځولی دی. دا عکس ځکه مشهور شو چې دا لومړی عکس و چې د مرګ شیبه یې ښودله، دا عکاسۍ د زړورتیا، ریښتینولۍ او احساساتو یوه بې ساري بیلګه ده. نړیوالو رسنیو دا عکس خپور کړ او ټولې نړۍ ته یې تکان ورکړه. دا د جګړې د وحشت د ښودلو له ډېر مهمو او ژورو عکسونو څخه شمېرل کېږي.
ځینې خلک وايي چې دا یوه تمثیلي صحنه وه. خو ډېر تاریخپوهان وايي چې جګړه ريښتونې وه او سرتېری په رښتیا ویشتل شوی ول. نن هم دغه بحث شته، خو د تاریخ په کچه یې ارزښت ثابت پاتې شوی دی.
د عکس پیغام دادی چې جګړه یوازې تاکتیک او سیاست نه دی. انساني ژوند، درد او قرباني ده. کاپا غوښتل ووایي: «جګړه نه یوازې د پوځ پر خلاف ده بلکې د انسان پر خلاف هم ده.»
اوس به د افغاني اکسپرسیونیسټي عکاسۍ یوه بېلګه وړاندې کړو:
دا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون د مهال یو عکس دی چې د (۲۰۰۱)ز کال او (۲۰۲۲)ز تر مینځ کلونو کې اخیستل شوی. د عکس دقیق ځای څرګند نه دی خو کېدی شي د ختیځ یا سویلي افغانستان په کومه سیمه کې اخیستل شوی وي.
خو دا یو ریالیسټي عکس دی چې د اکسپرسیونیسم په ژبه هم تشریح کېدای شي. خو لومړی به یې له ریالیستي زاویې څخه په پام کې ونیسو.
ریالیسم د حقیقت وفادار انځور دی. که خطر، وېره او فزیکي حالتونه په واقعیت کې موجود وي، ریالیسم یې په هماغه شان ښيي، بې له کوم اغراقه.
په عکس کې، سرتېري حقیقي دي، د هغوی کړنې او حرکتونه هم حقیقي دي. ناست کسان هم حقیقي دي چې یو تن یې په دې عکس کې سم لیدلی شو. دوی کلیوالي وګړي دي چې په کلیوالي جامه کې په زیات ګومان سره د خپل کور په انګړ کې چې دیوالونه یې له ورایه څرګند دي، د لمر پیتاوي ته ناست دي. دوی په انځور کې د بهرنیو عسکرو په محاصره کې دي او د عسکرو د وسلو میلې د دوی په لور اړوول شوي دي. دوی د کور خټین دېوال ته ناست دي دا هر څه رښتني دي او موږ یې بې له ستونزې په دغه عکس کې وینو. د ناست سړي ویره هم ریښتینې ده، فضا طبیعي ده. دا ټول ریالیسټیک عناصر دي.
خو اکسپرسیونیسم هغه څه ښيي چې روح یې احساسوي، اکسپرسیونیسم ته دا مهمه نه ده چې صحنه په واقعیت کې څنګه ده، بلکې دا مهمه ده چې صحنه په انسان کې څه ډول احساس، فشار، ټکان یا رواني حالت راپاروي. سره ددې چې دا عکس ریالیسټیک دی، خو د احساساتو شدت، د بدن ژبه، د وېرې کچه او د فضا رواني بار داسې دی چې د اکسپرسیونیستي لوست د پاره وړ او مناسب دی.
اوس به وګورو چې په انځور کې کوم عناصر د اکسپرسیونیسم ځانګړنې دي؟
- د احساساتو شدید اغېز
عکس نندارچي ته مستقیم رواني ټکان ورکوي، دا د اکسپرسیونیسم اصل دی.
- د بدن ژبې اغراق شوی احساس ورکوي
د ناست سړي کړوپ حالت چې دېوال ته یې ډډه وهلې، د سرتېرو ګواښجن حالت او حرکتونه، او د ټوپکونو لوری، د نندارچي په ذهن کې د واقعیت اړوند ډېر شدید احساسات رامینځته کوي.
- فضا د ذهن د انعکاس په توګه لوستل کېږي
صحرايي، نابرابر چاپېریال د ګډوډۍ او نا امنۍ احساس ډېر غښتلی کوي، دا اکسپرسیونیستي لوستل دي، نه ریالیسټیک.
- د عکس د دوو قطبونو ترمینځ شکلي او رواني ټکر
یوې خواته ګواښجن عساکر په خطرناکو وسلو سمبال. بل لوري ته بې دفاع ناست کسان، چې د هغوی د بې وسۍاو ډار څرګندونه کوي. دا ټکر د اکسپرسیونیستي ډرامې جوړښت دی، که څه هم صحنه ریالیسټیکه ده.
نو پایله څه ده؟
دا عکس په ماهیت کې ریالیسټیک دی. خو د احساساتو شدت، د بدن ژبه، رواني فضا او داخلي ټکان دومره قوي دی چې اکسپرسیونیستي لوستل یې ممکن او طبیعي ښکاري. په هنر کې دا ډېره عامه خبره ده چې یو اثر ریالیسټیک وي، خو د تفسیر زاویه یې اکسپرسیونیستي وي. یانې موږ د واقعیت صحنه نه بدلوو؛ موږ د هغې احساسي تفسیر کوو.
د اروپایي اکسپرسیونیسم او افغان اکسپرسیونیسم ځانګړنې او توپیرونه:
په اروپایي اکسپرسیونسیم کې فلسفي نهيلي، د دینې عقیدې شتون نه لري او د تمدن ترینګلتیاوې په کې لیدل کېږي خو په افغاني اکسپرسیونیسم کې عرفان، پر خدای باور او عقیده، د انسان بیداري تر سترګو کېږي.( احساس اضطراب، ویره، بې وسۍ درد، امید، مقاومت، تخنیکي تحریف، سیوري، رواني فضا سمبولیسم، معنوي ژورتیا، ملي احساس). موخه د انسان د بې ځایه توب ښودنه د هویت، پایښت او ایمان بیا رغونه. له دې امله ویلی شو چې افغان اکسپرسیونیسم د اروپایي له سیکولر نهيلۍ له فلسفې څخه جلا او توپیر لري، او عرفاني انسانیت او د ټولنیزې بقا فلسفه یې د خپل ځانګړی رنګ بڼه ګرځولی ده. دا ښوونځی په افغانستان کې د احساس د ژور تمثیل او د ملت د فکري مقاومت هنري بڼه ده.
اکسپرسیونیسم په افغانستان کې یوه « وارد شوې ښوونځی» نه، بلکې د انسان د فطري احساس د آزادۍ بڼه ده. افغان هنرمندانو د جګړې، ظلم او معنوي کړاو له تجربې داسې هنري ژبه رامینځته کړې چې د اروپایي اکسپرسیونیسم له فلسفي روح سره ګډه، خو له عرفاني ماناوو ډکه ده. په دې توګه، د افغانستان معاصر هنر د اکسپرسیونیستي ښوونځي د سیمه ایز تطبیق بېسارې بېلګه ده یو داسې هنر چې احساس، ایمان، او فکري بغاوت په یوه بڼه انځوروي.
***
مسعود صاحب ستاسو هلې ځلې په علمي، ادبي او فرهنګي ډګر کې د خورا ستاینې او درنښت وړ دي. تاسو ته په دې لاره کې سترې بریاوې غواړم.
ګران پرهیز صاحب ېوه نړۍ مننه، چې تاسو زما پوښتنو ته بشپړ ځوابونو راکړل.
***
په درنښت او ادبي مینه : انجنیر عبدالقادر مسعود










