آیا محمد اشرف غني د بیا راڅرګندېدو په درشل کې دی؟
نور محمد غفوری
لنډیز
د ۲۰۲۱م کال د اګست له سیاسي بدلون وروسته د افغانستان سیاسي فضا له بېثباتۍ، د بدیل له نهموجودیت، او ژور ستراتیژیک تشویش سره مخ ده. په دې ګډوډ وضعیت کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني تازه څرګندونې یو ځل بیا د هغه د احتمالي بیا راڅرګندېدو بحث ژوندی کړی دی. دا مقاله د دغې پوښتنې د ځواب لپاره قضیه د درېیو اساسي زاویو له مخې علمي ارزوي:
۱. د غني خبرې، سیاسي مشروعیت او موقعیت؛
۲. د طالبانو، پاکستان او سیمهییزو لوبغاړو محاسبات؛ او
۳.د نړیوال فشار، د طالب ضد جریانونو او احتمالي بدیل جوړونې عوامل.
تحلیل ښيي چې نه غني د واک د بیا نیولو لپاره عملي بستر لري، نه طالبان د هغه بېرته ستنېدو ته لیواله دي، خو په عین حال کې نوموړی هڅه کوي خپل نوم د احتمالي سیاسي نظم د فکري یا سمبولیک محور په توګه ژوندی وساتي.
۱. سریزه
په تبعید کې سیاست کول د هغو رهبرانو ځانګړنه ده چې واک له لاسه ورکوي، خو د سیاسي نقش د دوام هڅه نه پرېږدي. د افغانستان په معاصر تاریخ کې دا یوه تکرارېدونکې پدیده ده؛ له امانالله خان نیولې د جهادي تنظیمونو تر مشرانو پورې، ټولو د بهرنیو مرکزونو له لارې د سیاست کولو سلسله تجربه کړې ده. د اشرف غني تازه پیغامونه هم په همدې معادله کې ځای نیسي او پوښتنه راپورته کوي چې ایا نوموړی غواړي یو ځل بیا په عمل کې د سیاست پر ډګر راڅرګند شي؟
د ځینو معتبرو رسنیو- په ځانګړي ډول د ۸صبح تحلیلي څېړنو- له مخې د غني وروستۍ څرګندونې په دریو بېلابېلو سناریوګانو تعبیرېږي:
۱. ښايي غواړي، طالبانو ته یو ډول مشروعیتبخښونکی دریځ ولري؛
۲. یا ممکن د پاکستان د احتمالي ستراتیژیکې وسیلې په توګه مطرح شي؛
۳ او یا د طالبانو د مخالفو ګروپونو د یووالي د محور په توګه ځان وړاندې کړي.
دا مقاله په بېطرفه او علمي تحلیل سره همدا درې ګونې دعواوې ارزوي.
۲. د غني سیاسي مشروعیت او د بیا راتګ امکانات
۲.۱. مشروعیتي بحران او د روایت جګړه
پخوانی ولسمشر اشرف غني د ۲۰۲۱ کال له سقوط سره د پخوانی مشروعیتی کمبود پر سر، له یوه بل ژور مشروعیتي بحران سره هم مخامخ شو. د طالبانو پر وړاندې د نظام د چټک سقوط، له ارګ څخه د نوموړي وتل، او د پوځ د مقاومت نشتوالی تر ټولو جنجالي ټکي دي. خو دا بحران دوه اړخونه لري: سیاسي مشروعیت او ټولنیز محبوبیت.
1. سیاسي مشروعیت
د اشرف غني سیاسي مشروعیت په هغه قشرونو کې چې د ښاري منځنۍ طبقې، غیرپښتنو قومونو او جمهوریتپالو اصلاح غوښتونکو حلقو استازیتوب کوي؛ تر ډېره زیانمن شوی و. پخپل لاس کې د واک بیحده تمرکز، د سیاسي مشارکت د محدودولو تګلاره، د ټول ټاکنو د شفافیت پر سر شخړې، او د حکومت په وروستیو کلونو کې پراخه ادارې بېثباتي د دې سبب شول چې په دغو قشرونو کې د هغه پر سیاسي اعتبار شکونه زیات شي. په ځانګړي ډول د ۲۰۱۹م کال د انتخاباتي کړکېچ پر مهال، د دوهګوني حکومت اعلان د جمهوریت د مشروعیت ادعاوې خورا کمزورې کړې او د سیاسي اعتماد ټینګښت یې لا ستونزمن کړ. د سیاستپوهنې له نظره، کله چې د مشروعیت سرچینې (ټاکنې، مشارکت، او حساب ورکونه) په یوه نظام کې متزلزل شي، رهبر د ټولنیز قرارداد هغه برخه له لاسه ورکوي چې د واک د دوام بنسټ جوړوي.
له بلې خوا، د نشنلیزم د ځینو نرمو بڼو سره د غني فکري تړاو د هغه د حکومتي ګمارنو او پالسیو په تعبیر کې داسې تفهیم شو چې ګواکې واک ته یې قومي تمرکز ورکړی دی؛ دا برداشت په غیرپښتنو ټولنو، په ځانګړي ډول د شمال او مرکزي ولایتونو په سیاسي حلقو کې شدیده نارضایتي راوپاروله. حتی هغه اصلاحپال ښاري قشرونه چې په ۲۰۱۴م کال کې یې غني د تخنیکي ـ اداري اصلاحاتو سمبول باله، وروسته په دې باور شول چې د واک د تمرکز سیاست د جمهوریت د پلورالیزم له اصولو سره په ټکر کې دی. دا ټول عوامل سره یوځای د هغه د سیاسي مشروعیت د سړښت یا کمزورۍ له مهمو محرکاتو څخه وو.
2. ټولنیز محبوبیت
د غني ټولنیز محبوبیت په قومي او تاریخي جغرافیاوو کې په خورا متفاوت ډول درک شوی. په یو شمېر پښتني سیمو، په تېره بیا په ختیځو او جنوبي ولایتونو کې، د هغه په اړه د خلکو چلند په څرګند ډول د کرزي، رباني او یا نورو سیاسی او تنظیمی مشرانو سره توپیر لري. په دې سیمو کې د غني په اړه یو ډول نرم تاریخي برداشت موجود و، چې د هغه د قومي تعلق او د ډیورنډ کرښې، هویت او ملي حاکمیت په اړه د هغه د ژبې د سختۍ او لږ تر لږه د ظاهري څرګندولو له امله تقویه شوی و. خو د شمالي ولایتونو، مرکزي سیمو او ځانګړي تاجک، هزاره او ازبک ټولنو په سیاسي حافظه کې د غني تصویر د دولت جوړونې له هغې بڼې سره تړل کېږي چې له دوی سره یې د اعتماد ګډه فضا نه لرله.
۲.۲. د بیا راګرځېدو لپاره عملي فکتورونه
د سیاسي علومو له نظره که موضوع وڅیړو، نو لاندې درې شرطونه د بیا راګرځېدو لپاره ضروري دي:
- منظم تشکیلات– غني د ۲۰۲۱ کال وروسته هېڅ منظم سیاسی تشکیلات نه دي اعلان کړي او نه کوم متحد ټیم لري.
- سیاسي طرحه– تر اوسه یې یوازې عمومي مفاهیم لکه “ملي اجماع” او “بدیل نظم” یاد کړي، خو تفصیلي نقشه یې نده وړاندې کړې.
- ایلیت یا اشرافی ملاتړ – د جمهوریت ډېری مشران د غني پر تګلوری سخت انتقاد لري؛ که څه هم ځینې لکه امرالله صالح لا تر اوسه د هغه د نیت په اړه، تر لومړي عاجل عکس العمل وروسته، نرم دریځ لري.
د دې له مخې، په لنډه یادولای شو چې غني د ځواک د بیا نیولو لپاره نه د شروطو بشپړه مجموعه لري او نه د هغې تمایل ښکاره دی.
۳. طالبان، سیمهییز سیاست او د غني د ستنېدو ناممکنیت
۳.۱. طالبان د غني سره د هیڅ ډول تعامل اړتیا نه لري
طالبان د خپل واک د ارزښت مشروعیت په بشپړ ډول له نظامي فتحې څخه اخلي، نه له سیاسي تسلسل څخه. په تیره بیا چې د غنی سیاسی تسلسل د کرزی د حکومت او د بن د کنفرانس د پریکړو دوام دی او دا د طالبانو عقیدوی او سیاسی مشروعیت ته ګټه نه، بلکې زیان رسوي. د طالبانو د روایت درې ټکي د غني بېرته راتګ ناممکن کوي:
۳.۱.۱ د جمهوري نظام د سقوط اساسي عامل په جګړه کې د طالبانو “فتح” ده. امریکا یې د نظامي بریاوو په پایله کې مذاکرې او د دوحې د سولې معاهدې ته مجبوره کړه. طالبان هغه وخت کابل ته ور ننوتل چې د جمهوریت نظام ماته خوړلې، له د ننه پاشل شوی، مشران یې تښتیدلي او د نظام مشروعیت څه چې پخپله د حاکمیت موجودیت یې لا نه ؤ.
۳.۱.۲. د پخواني رژیم د مشر بیا منل د داخلي سختدرېځو له نظره د امارت د مشروعیت د کمېدو معنا لري؛ د پخواني رژیم له فسادګرو مشرانو سره د تعامل او احتمالي تفاهم بهیر به د طالبانو دا اوسنۍ مشروعیت او محبوبیت هم په ځمکه وولي؛ د تحریک تر منځ به اختلاف ته لمن ووهي، په حکومتي چارو کې د پخواني جمهوریت مامورین به د طالبانو د ناکامۍ دسیسو ته لاس واچوي او په ټولنه کې به انقطاب، نفرتونه او منفی تبلیغات رامنځته او لا ډیر شي.
۳.۱.۳ تر اوسه طالبان په نړیواله کچه د تعامل اړتیا په خپلواکه توګه پرمخ وړي او د کوم سیاسي شریک اړتیا نه احساسوي. که دوی د داخلي او یا نړیوالو شرایطو له کبله د سیاسی شریک موجودیت ته اړتیا احساس کړي، په ټولنه کې ډیر داسې ځواکونه موندلای شي چې د پخواني د شر او فساد د رژیم په ګناهونو کې شریک نه دي؛ طالبان د شړیدلی فاسد نظام د سویو او دسیسه ګرو مهرو سره د شراکت ټکي او د یوځای کار کولو متقاطع نقاط نه لري.
۳.۲. پاکستان او د بدیل جوړونې احتمال
په پاکستان کې اوس دوې غوره اندیښنې را پورته شوی دی چې یوه یې د پاکستان له ولکې څخه بهر د طالبانو مستقل فعالیت او بله یې د هندوستان خواته د طالبانو د نږدېوالي احتمال دی. له همدې کبله ممکن اسلاماباد د طالبانو له پاره د بدیل فشار مېکانیزمونه وپلټي. خو په دې اړوند هم د غنی د انتخاب په لار کې درې غوره محدودیتونه شته:
۳.۲.۱. پاکستاني پوځ له غني سره د اوږدمهاله باور له کمښت سره مخ دی.
پاکستاني پوځ له اشرف غني سره د اوږدې مودې راهیسې د باور له جدي کمښت سره مخ و. د غني د حکومت پر مهال اسلاماباد داسې انګېرله چې کابل د پاکستان د ستراتیژیکو حساسیتونو په ځانګړي ډول د هند – پاکستان رقابت په برخه کې د اسلاماباد د امنیتي اندېښنو په درک کې ناکام دی. که څه هم پاکستان د افغانستان له ډېرو رهبرانو سره محاسباتي اړیکې ساتلې دي، خو د غني پر اراده، ګامونو او سیمهییزو اړیکو یې په دوامداره توګه شک درلودلی او هغه یې د یوې غیر قابل اعتماد او غیرقابل پیشبینۍ سیاسي څېرې په توګه څاره او ارزیابی کاوه.
۳.۲.۲ غني له هندي شبکو سره اړیکې لرلې، چې اسلاماباد ته حساس دي.
اشرف غني د خپلې ولسمشرۍ له پیله تر پایه په بېلابېلو بڼو د هند له سیاسي، اقتصادي او امنیتي شبکو سره نږدې اړیکې لرلې. د جمهوریت په وخت کې هند د افغانستان د دولت جوړونې ډیر ستر ملګری و، او غني د دې ملاتړ نه یوازې د پراختیايي پروژو لپاره کاراوه، بلکې په سیمهییز سیاست کې د توازن د وسیلې په توګه یې هم ترې کار اخیست. دا پیوستون د اسلاماباد لپاره خورا حساس دی، ځکه پاکستان افغانستان د خپلې امنیتي ساحې برخه ګڼي، او هر ډول هندي حضور یې د خپلې ملي امنیتي محاسبې په مستقیم خطر بدلېږي. د دې له امله، هغه کسان چې اسلاماباد د بدیل په توګه ارزوي، معمولاً باید په سیمهییزه معادله کې د هند له نفوذ څخه لرې وګڼل شي ـ یو شرط چې غني ورسره په بشپړ ډول سمون نه خوري.
۳.۲.۳ په پاکستان کې د ننه د طالبانو د پټ فعالیت امکانات او د غنی پرمخ ستونزې
که اسلاماباد د طالبانو پر ضد د یوه احتمالي بدیل په توګه اشرف غني ته زمینه برابره کړي یا هغه تقویه کړي، دا کار ورته ډیر ستونځمن تمامیږي. دا به د طالبانو له نظره د “دښمنۍ لوڅ اعلان” او د پاکستان لخوا د شړیدلی جمهوریت ننګه وګڼل شي. د طالبانو د فکري جوړښت، سازماني منطق او استخباراتي حساسیتونو په نظر، په پاکستان کې د یوه سیاسي بدیل پرورش کول هغه “سرې کرښې” دي چې تېریدل یې د افغانستان د اسلامي امارت لخوا د مستقیم عکسالعمل خطرونه لري. د دې خطرونو ځینې مهم اړخونه داسې یادولای شو:
الف: د سرحدي ناامنیو زیاتوالی، خصوصا دا چې پاکستان ادعا کوی چې د افغانستان د طالبانو او د پاکستاني تحریک طالبان (TTP) ترمنځ د اړیکو شبکه بشپړه نه ده پرې شوې، نو طالبان په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او نورو سیمو کې ناامني زیاتولای شي.
ب: د افغانستان طالبان د ISI هر ډول “بدیل جوړونې” ته د استخباراتي تجاوز په سترګه ګوري. که غني د یوې نوې جبهې د سمبول په توګه مطرح شي، طالبان به هڅه وکړي چې په پاکستان کې د انتقامي وسایلو په توګه خپلې شبکې فعالې کړي. دا دوه اړخیزه متخاصماستخباراتي فعالیتونه د سیمي امنیت زیانمنوی،د پاکستان ثبات هم له منځه وړي او پاکستان د اوږدمهاله داخلي فرسایشی جګړو خوا ته بیایي.
ج: که پاکستان غني په بدیل بدل کړي، طالبان به ممکن څو ستراتیژیک ګامونه واخلي؛ په زغرده د افغانستان د اسلامی امارت د جیوپولیټیک لوري بدلول، هند ته لا په چټکۍ نږدې کیدل، د ایران او ترکیې سره امنیتي-اقتصادي تړونونه پراخول او حتی له چین سره د پاکستان په اړیکو کې زیان راوستل. په سیمه کې د طالبانو د عمل وړ کارتونه ډېر نه دي، خو هغه کارتونه چې لري، اسلاماباد ته د فشار رښتینې سرچینې ګرځېدای شي.
په لنډه توګه، د طالبانو سره رسمي دښمنۍ ته دوام ورکول د پاکستان لپاره جیوپولیټیکي او اقتصادي زیانونه لري چې د دوو لسیزو جګړو په پرتله به هم ورته درانه تمام شي. دا اسلاماباد مجبوروي چې د هر احتمالي بدیل په انتخاب کې زیات احتیاط وکړي. نو د پاکستان لپاره غني یوازې یو تاکتیکي کارت کېدای شي، نه یو ستراتیژیک بدیل.
۴. نړیوال سیاست، فشارونه او د بدیل اړتیا
۴.۱. نړیوال قدرتونه څه غواړي؟
امریکا، اروپا، هند او سیمهییز قدرتونه درې هدفونه لري:
- د ترهګرۍ مخنیوی
- د مهاجرت مدیریت
- د بشري حقونو د بدترکېدو د مخنیوي په خاطر په طالبانو باندې د محدود فشار ساتل
مګر دوی د نظام د بدلون لپاره نه قوي متحدین لري، نه یو منظم بدیل. همدا دلیل دی چې تر اوسه هیڅ نړیوال قدرت د غني، مقاومت، یا جمهوریتیانو په محور د بدیل جوړولو واضح طرحه نده اعلان کړې. بر عکس د امریکا د پخواني دیپلومات زلمي خلیلزاد څرګندونې هم دا خبره تاییدوي چې واشنګټن د پخوانیو جنګسالارانو د بیا واکمنۍ لپاره نظامي لاسوهنه نه کوي.
۴.۲. د بدیل جوړونې داخلي خنډونه
که غني د طالب ضد اجماع د محور رول غواړي، له دغو ستونزو سره مخ دی:
- د مقاومت جبهه د هغه د تېر سیاست سخت منتقد دی؛
- جمهوریتي سیاستوال په څلورو ټوټو وېشل شوي؛
- د قومي محورونو تر منځ اعتماد کم شوی؛
- د بدیل جوړونې لپاره مالی منابع محدود دي.
نو د بیل بدیل جوړول به د یو واحد شخص پر ځای د متعددو مرکزونو د یوې پراخې اجماع غوښتنه وکړي.
۵. پایله
اشرف غني په عملي توګه د واک د بیا نیولو په کمین کې نه ښکاري. نه تشکیلات لري، نه داخلي اجماع، نه سیمهییز باور، نه د مالي او تنظیمي ځواک بنسټ. طالبان د هغه ستنېدل د خپل مشروعیت لپاره زیان ګڼي، او پاکستان د هغه ملاتړ د ستراتېژیک بدیل په توګه نه شي منلی.
سره له دې، غني هڅه کوي د احتمالي سیاسي بدیل د فکري یا تنظیمي محور په توګه خپل نوم ژوندی وساتي. که راتلونکو میاشتو کې هغه له ټیکنوکراتانو، جمهوریتي پاتې جریانونو او معتدلو مقاومتګرو سره د اجماع خبرې پیل کړي، ممکن د ده رول له له جلاوطنه ولسمشر څخه د احتمالي ائتلافي مشر په لور شکل بدل کړي. خو دا به د وخت، شرایطو او سیمهییزو تحولاتو تابع وي.
نور محمد غفوری













