افغانستان در چهار راۀ رقابت های ژیوپلیتیک و ا ستراتیژی…

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتژیک پاکستان و هند تا عمق…

جنگ های فناورانه وفکری در عصر جدید ، بررسی جایگاه…

مقدمه . إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلا غالِبَ لَكُمْ وَ إِنْ يَخْذُلْكُمْ…

خطر متافیزیگ نادیده گرفته شد

Metaphisiker. آرام بختیاری فلسفه متافیزیک؛ رونق دین، اعتراض سکولاریسم.  نوع تفکر متافیزیکی در…

مرگ چیست؟

برهان الدین « سعیدی »  به روز مرگ چو تابوت من…

وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

«
»

د سیاسي ګوندونو په جوړولو او فعالیت کې د مرام اهمیت او ضرورت

 انسان له اوله په ټولنیز ژوند کې د ګډو موخو لپاره د ډلو، ټولنو او اتحادیو جوړولو ته اړتیا لرلې ده. سیاسي ګوندونه د انسانانو د ګډ ژوند او سیاست د تنظیم له اړتیاوو څخه منځ ته راغلي. که تاریخ ته وکتل شي، د سیاسي ګوندونو جرړې د یونان او روم د لرغونو تمدنونو په زمانه کې موندل کېږي، خو هغه وختونه یوازې د اشرافو او ځانګړو طبقو ډلې وې، د نن ورځې په معنا منظم ګوندونه نه وو.

د ملګرو د موندلو او د ډلو ‌جوړولو د اړتیا په دوام د بورژوازي نظام په دوران کې د دموکراسۍ له ودې سره جوخت د سیاسي ګوندونو د جوړښت ضرورت له پخوا څخه ډیر څرګند شو، تر څو خلک د خپلو سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي غوښتنو له پاره سره یو ځای او یو غږ شي. د معاصر سیاست په تاریخ کې، سیاسي ګوندونه په واقعي او منظم ډول د ۱۷م او ۱۸مې پېړۍ په بهیر کې په اروپا کې منځ ته راغلل. د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې د دموکراسۍ د خپرېدو، د خلکو د رایې د حق پراخېدو، او د کارګري غورځنګونو د غښتلي کېدو په پایله کې سیاسي ګوندونه په نړۍ کې عام شول. اوس سیاسي ګوندونه د هرې ټولنې د سیاسي ژوند خورا مهم رکن ګڼل کېږي. 

زموږ په هېواد کې د امیر امان الله خان د پاچاهۍ په دوره (۱۹۱۹- ۱۹۲۹) کې که څه هم رسمي سیاسي ګوندونه نه وو، خو د اصلاح غوښتونکو او محافظه‌کارو ډلو خوځښتونه موجود وو چې یو له بله سره په دوامدار اخ او ډب کې و. د امان الله خان د اصلاحاتو ملاتړو او د هغه مخالفینو محافظه کارانو هر یوه د یوې ډلې په توګه عمل کاوه. د ظاهرشاه د پاچاهۍ (۱۹۳۳- ۱۹۷۳)م  په دوره کې هم د سیاسي ګوندونو جوړولو ته د دولت له‌خوا په رسمي ډول اجازه نه وه، خو د پوهنتونونو او ځوانانو تر منځ په چټکۍ فکري ډلې جوړېدې. د “ویښ زلمیان” په نوم غورځنګ (۱۹۴۷م) د لومړنیو سیاسي حرکتونو له جملې څخه ګڼل کېږي. په ۱۹۶۵م کال کې د خلق دموکراتیک ګوند د لومړی سراسري مدرن ګوند په حیث جوړ شو چې ورپسې بیا نور کیڼ اړخې، منځوي او ښي اړخي ډیر ګوندونه یو په بل پسې د مختلفو ایدیالونو پر بنسټ جوړ شول. د شاهي رژیم په وروستیو لسو کالونو کې د ګوندونو فعالیتونه، خپرونې، بحثونه، مظاهرې او مټنګونه پراخه شول. کله چې سردار محمد داؤد خان په ۱۹۷۳م کال کې نظامی کودتا وکړه، پادشاهي نظام ته یې د پای ټکی کېښود او تر ۱۹۷۸م کال پورې یې د جمهوري نظام مشري وکړه. ده تر خپلې رهبرۍ لاندې (د ملي غورځنګ) په نوم دولتي رسمي ګوند جوړ کړ. نور ټول ګوندونه یې منع کړل او د لومړي ځل له پاره یې په هېواد کې یو ګوندیز سیستم رامنځته او مسلط کړ. 

خبره به داسې را لنډه کړو چې په افغانستان کې د سیاسي خوځښت لومړنۍ نښې د ۱۹۴۰مو کلونو او رسمي سیاسي ګوندونه د ۱۹۶۰مو کلونو په لسیزه کې منځ ته راغلل چې په اویایمه لسیزه کې او وروسته یې پراختیا وموندله. د ۲۰۰۴م کال د اساسي قانون د ګوندونو جوړولو ته اجازه ورکړه. وروسته له هغې د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام په دوران کې تر ۲۰۲۱م پورې لسګونه ګوندونه ثبت او راجستر شول او لسګونو نورو هم په ټولنه کې په غیر رسمي ډول فعالیت لاره.  

 دا باید په نظر کې ونیسو چې هر ګوند هغه وخت په ټولنه کې ریښتینی او اغیزمن رول لوبولی شي چې یو څرګند او منظم مرام ولري. مرام د ګوند د فکري بنسټونو، موخو، ارزښتونو او تګلارې څرګندونه کوي او د هغه پر بنسټ د ولس باور ترلاسه کېدای شي. د څرګند مرام شتون د سیاسي ګوندونو د جوړښت او فعالیت تر ټولو بنسټیزه اړتیا ده. پرته له مرامه، ګوند د یوې بې‌هدفه ډلې په څېر پاتې کېږي چې د حرکت لوری یې ناڅرګند او بې ثباته وي، ولسي ملاتړ نه شي ترلاسه کولاي او د خپلو موخو په لور په ډاډه او بریالۍ توګه حرکت نه شي کولای. له همدې امله ویلای شو چې مرام د ګوند د بقأ، ولسي ملاتړ، منظم فعالیت او قانوني پېژندنې اساسي او کلیدي وسیله ده.

مرام د سیاسي ګوند او هر بل سازمان د فکر او عمل لاره ټاکي او د هغې په وسیله ټول ګوند او د هغو هر غړي ته معلومېږي چې څه غواړي، ولې یې غواړي، د کومې لارې او په څه ډول یې غواړي او څنګه ځان هدف ته رسولای شي؟ په یو ګوند کې بېلابېل اشخاص او اندونه موجود وي چې افکار یې یو له بله سره تفاوت لري. د مرام له برکته دا ډول بېلابېل فکرونه په یوه ګډ چوکاټ کې راټولېږي. دا چوکاټ د ټولو لپاره یو ګډه تګلاره ټاکي. مرام د دوی د یووالي او ګډ فکر سرچینه ګرځي او د ګډ کار لپاره یو منظم قالب برابروي. ولسونه په هغو ګوندونو پسې د تګ لېوالتیا لري چې واضح او عملي مرام ولري. د ګوند مرام ولس ته څرګندوي چې د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره کوم پروګرامونه او پلانونه لري او د ټولنیز ژوند کومې ستونزې حلوي. په دې توګه د ګوند مرام د هغو د فعالیت د نظم او ترتیب سرچینه وي چې د هغې له مخې د ټولو غړو دریځونه، موخې او د خپلې ډلې او ټولنې په وړاندې مسؤلیتونه ټاکل کېږي. دا د ګوند په کارونو کې د ګډوډۍ مخه نیسي او د منظم فعالیت ضمانت کوي.

ګوندي مرام د ګوند د رسمیت له پاره هم اړین وي. په ډېرو هېوادونو کې د ګوندونو د ثبت او رسمي فعالیت لپاره مرام او اساسنامه اړینه وي. له دې پرته ګوند د قانوني پېژندنې او رسمي فعالیت حق نه شي ترلاسه کولی. ګوندي مرام د ګوند د هویت او ثابت دریځ نښه ده. که رهبران بدل هم شي ، د ګوند مرام هغه ته د دوام او ثبات ضمانت ورکوي او د افرادو له اغېزو پورته پاتې کېږي. که یو ګوند د دولت له خوا منع او یا ناکام او منحل شي او غړي یې یو له بله سره د اړیکو نیولو، بحث کولو او د سازمان د جوړولو امکانات هم ونه لري، په انفرادي توګه او غیر سازماني ډول هم د ګوندي اهدافو د تحقق له پاره فعالیت کولای شي. د مرام پر بنسټ جوړ شوي ګوندونه د خلکو د اړتیاوو او غوښتنو استازولي کوي. هر څوک، پرته له کورنۍ یا قومي تړاو څخه، کولای شي د مرام پر اساس په ګوند کې غړیتوب واخلي او په عملي کارونو کې یې ګډون وکړي.

په لنډ ډول ویلای شو چې مرام د ګوند د جوړېدو، بقا، فعالیت او د ولس د ملاتړ بنسټیز شرط دی. پرته له مرامه، ګوند په یو موقتي، بې نظمه او غیرمؤثر جوړښت او بې هدفه ډله باندې اوړي. مرام د ګوند د بقا، ولسي ملاتړ، منظم فعالیت او قانوني پېژندنې کلیدي وسیله ده. مرام د ګوند د ټولو غړو له پاره ګډ معیار وي. د رهبر او غړو فعالیتونه د مرام په تله کې سنجول کېږي.

د همدې دلایلو پر استناد په اوسنیو حالاتو کې د یوه نوي رښتیني او مدرن سوسیال دموکرات ګوند د جوړولو له پاره هم د نورو ګوندونو په څیر یوه منظم او د ګوندي غړو او ولس له پاره د منلو وړ مرام ته اړتیا شته!

نور محمد غفوري

۱۳/۹/۲۰۲۵م