جامعه دین زده چگونه است؟

عبارت از جامعه می باشد٬ که دیندار از دین٬ چون…

نوای خلقِ غمدیدهء بغلان!

امین الله مفکر امینی       2024-13-05 آسمـان گرفته سخت برما، زمیــــن از سوی…

تنهایی و غربت شناخت نامه ی تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دیگری از تنهایی و غربت روایت تبعید یعنی…

دست یاری 

بر بلای سیل بغلان مبتلا است  ساکنان اش زین مصیبت در…

تجلیل از روزمادردرکشورشاهی هالند

بتاریخ 12می سالجاری درشهرارنهم کشورشاهی هالند محفل باشکوهی ازسوی شوراي…

بجنبید ایکه خود ها، حامییان حقوق بشرخوانید!

امین الله مفکر امینی       2014-13-05! ندانم چطور گویم ویا به تصویر کشمدردوناله…

اینجا بغلان است، آدمیت را سیل برده است!

سیامک بهاری “ما نه غذا داریم، نه آب آشامیدنی، نه سرپناه،…

خشم سیلاب

رسول پویان خانه و باغ و زمین و روستا ویران گشت خـشـم…

 قاضی ی شهر شرف

محمد عالم افتخار مال تاجـر غرق دریا گشـته بود تاجر آنجا محوِ…

خیزش های مردمی نشانه های شکست طلسم وحشت طالبانی

نویسنده: مهرالدین مشید تبعیض، حرمت شکنی و استبداد کار نامه ی…

مادر

ای مادر من فرخ و آباد بمانی پر خنده به لب…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

انتظارم، بوی سیگارهای زر گرفته... و روزهای تلخِ نیمه سوخته میان بغض خاموشت…

جنگ قدرت ها

رسول پویان جنگ قـدرت ها دل زخمین وخونین آورد جـای صلح و…

افراطیت پادزهر خیانت رهبران اسلام سیاسی و یا شکست مبارزات…

نویسنده: مهرالدین مشید علل و عوامل یا چگونگی و چیستی باز…

زبان آریایی یا آریویی چی شد؟

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ——————————— زبان بازتاب خرد آدمی است و انسان…

تعامل 

نور محمد غفوری از چندی به اینطرف در مکالمات و نوشتار…

جمال غمبار

آقای "جمال غمبار"، (به کُردی: جەمال غەمبار) شاعر و نویسنده‌ی…

چین کاوشگری به نیمه تاریک ماه فرستاد

منبع تصویر، GETTY IMAGES ۱۴ اردیبهشت ۱۴۰۳ - ۳ مه ۲۰۲۴ آژانس فضایی…

        تقدیم به ستره محکمه امارت اسلامی افغانستان

معروضه محمد عالم افتخار ولد محمد قاسم دارنده تذکره تابعیت 1401100148058   حضور…

حاکمیت طالبان؛ افزایش بحران و تکانه های بی ثباتی ملی…

نویسنده: مهرالدین مشید استبداد و تبعیض طالبان و به صدا درآمدن…

«
»

راځئ چې ټول په واحد چتر کې راټول شو!

نور محمد غفوری

دا ډیره موده کیږي چې وطنپال افغانان په انټرنیټي ګروپونو کې سره راټولیږی او غواړي چې له کړکیچن حالت څخه د د ګران هیواد په خلاصون او د ولس د ژوند په سمون کې برخه واخلي، خو په تأسف سره چې ډیر لا په دې چاره کې بریالی نه دي. د مختلفو ګروپونو جوړول افغانان تر واحد چتر لاندې راوړو پر ځای په وړو وړو ګروپونو ویشي. ددې اړتیا ده چې عملاً د سراسری واحد آدرس او د هیواد په کچه د ملی سترې اجماع د جوړولو کار له یوه ځایه پیل شي.   

زموږ جنګ ځپلی او وروسته ساتل شوی هېواد- ګران افغانستان، د تاریخ په اوږدو او په تیره بیا په وروستیو پنځوسو کلونو کې د نړۍ د زبرځواکونو د سیالیو او نیابتي جګړو قرباني شوی چې افغانان د خپل هیواد او ملت د برخلیک له ټاکلو، د بشر د اساسي حقوقو د تأمین او د خلکو د ژوندانه د شرایطو د ښېګڼې له پاره د آزاد تصمیم له نیولو څخه محروم دي.

په دې سختو او نه زغمیدونکو شرايطو کې د هر افغان او د هر افغاني انجمن، سياسي او فرهنګي ډلې اخلاقي ملي، ديني او بشري حق او دنده ده چې د ګران افغانستان د خلکو خدمت او د وطن د آبادۍ له پاره کار وکړي. په ټولو افغانانو دا فرض ده چې له تاريخي ننګونو څخه د خپل هېواد د خلاصون لاره ومومي او د حالاتو د ښه والي، د ملت د ژغورلو او وطن د آبادۍ لپاره چټک عملي ګامونه واخلي.

 موږ ټول پوهیږو چې په اوسني وضعیت کې د هېواد په عملي سیاسي صحنه کې داسې قوي سازمان او جوړښت نشته چې په یوازې سر د وطن سترې او تاریخي ستونزې هوارې کړای شي. د دې حقیقت په درک کولو سره ډیر سیاسي، ټولنیز او کلتوري بنسټونه او د مستقبل غمخواره قومي شوراګانې د ځواکمن اتحاد او ایتلاف او یا د ټول شموله ملي خوځښت او سراسري جنبش د جوړولو لپاره کار کوي. له نېکه مرغه د دوی د فعالیت په پایله کې یو شمیر اغیزمن ائتلافونه هم رامنځته شوي دي. اوس ددې ضرورت دی چې د سترو ملی ستونځو د حل له پاره ستره ملی اجماع جوړه شي. داسې ملی اجماع چې په هغو کې هر وطنپال اجتماعي- سیاسي جوړښت او اغیزمن ملی شخصیتونو ځپل ځانونه او ارمانونه ووینی. ټول د خپل استقلالیت له ساتلو سره سره یو له بله د متساوی الحقوقه غړو په څیر کار وکړي.

 زموږ د ملت په وړاندې داسې لویې ستونځې شته چې حل یې د ټولو وطنوالو په ګډون ملی مبارزې ته اړتیا لري. د مثال په توګه هغه بنسټیز اهداف چې زموږ د ټول ملت تر مخ پراته او په وړاندې یې د ټولو افغانانو ملي مبارزې ته ضرورت دی- د سیاسي خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ساتل او د ولس په اراده د باثباته اسلامي ملي دولت جوړول دی. په هېواد کې د پایداره سیاسي جوړښت له پاره د مدون اساسي قانون شتون ضرور دی چې په سیوري کې یې د حکومت بهرنۍ تګلاره معلومه او ولس ته په اقتصادی فعالیتونو کې آزادي ورکړي.

د داسې لوی جنبش او د سترې ملي اجماع د جوړولو له پاره باید له یوه ځایه په عملی کار لاس پورې شي. د نظرونو د وړاندې کولو او په ګروپونو کې د مقالو د لیکلو تر څنګ باید د سترې ملی اجماع د جوړولو له پاره عملی اقدام ته لاس واچول شي. د همدې هدف د تر سره کولوپه خاطر د یو شمیر ټولنیزو- سیاسي جوړښتونو لخوا د (سترې ملي اجماع)  د جوړولو د کار د پیل له پاره یو کمیسیون جوړ دی. هغه سیاسي ټولنیز ائتلافونه، جوړښتونه او مستقل شخصیتونه چې غواړي د افغانستان د سترې ملي اجماع په جوړولو کې عملاً برخه واخلي، په مهربانۍ سره کولای شي چې د سترې ملی اجماع د چارو د سمون له کمیسیون سره مستقیمې اړیکې ونیسي تر څو د ائتلافونو، جبهو، سازمانونو، ګوندونو او مستقلو متنفذو شخصیتونو تر منځ  ډیالوګ او مذاکره پیل شي.

دا ډیر خو واړه واړه ګروپونه زموږ انرژی سره ویشي. ښه داده چې د وېن د خدمت او د وېنوالو د ژوند د سمون له پاره زر تر زره یو بل ته د اتحاد او اتفاق لاسونه ورکړو.   

 د کار د پیل او آسانتیا له پاره د افغانستان د سترې ملي اجماع د چارو د په خاطر په لاندې پته اړیکې نیولای شو:

د اړيکې شمېره: 0031685227780

بریښنالیک  gnuafghanistan@gmail.com

د سیاسي ټولنیزو فعالینو د تماس او مذاکراتو د پیل په هیله!