کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

ترجمه‌ی شعرهابی از دریا هورامی

بانو "دریا هورامی" (به کُردی: دەریا هەورامی) شاعر، دوبلور و…

تلویزیون حقوق ناشر یک اندیشه ملی و روشنگری 

نوشته از بصیر دهزاد  تلویزیون حقوق در پنجشنبه آینده،  ۱۱ جولای، …

افراطیت دینی و دین ستیزی دو روی یک سکه ی…

نویسنده: مهرالدین مشید در حاشیه ی بحث های دگر اندیشان افراط گرایی…

د مدني ټولنې په اړه په ساده ژبه څو خبرې

 زموږ په ګران هېواد افغانستان کې دا ډیر کلونه او…

از پا افتادگان دور جمهوریت

در خارج چه میگویند ؟ انهاا طوری سخن میرانند که افغانستان…

«
»

په اوسنیو شرایطو کې افغانانو ته څه په کار دي ؟

قدر منو او معززو هيوادوالو، لکه څرنګه چه ټول پوهیږو، د ډیموکراسې اصطلاح زموږ ترمینځ ښه ونه چلیده او نه مو ورباندې سرونه  خلاص شول یا خو دا ژبه په غلطو لارو او سیاستونو عملې شوه او یا خو دا چه زموږ د مرض دوا اصلاً نه وه، ځکه ديموکراسي په افغانستان کي د افغانانو له پاره بايد د هضم وړ وي او زموږ د خلکو عقايد ، رسوم ، عنعنات او خاصتا زموږ په ديني او شرعي احکامو غلطه او ناوړه اغيزه و نه کړي ، که نه نو حکومتونو ورته ډیرې منډې ترړي وکړي  او ډير مصارف ورته وشول خو بر عکس تاوانونه يي بعضي کسانو ته هم ورسول  چي  بل آخره کومه  مثبته نتیجه یې ورنکړه.
په هر حال چه ونه شوه خو ونه شوه، راځې نور ددې لاري او خصوصاً  په ناکامه لار تګ بند کړو، یو نوې فکر وکړو او د وخت  او شرايطو سره سم خپلو ملي، اسلامي او انساني ارزښتونو ته په کتلو یو داسې ستراتیژي یا لاره غوره کړو چه ټول په کښې ځانونه ووینې او د زړه له اخلاصه ورکې ورګډ شي.
که په ځيره موجوده په اصطلاح سیاسي مشرانو ته وګورو او تر کومه چه ددوې پټې او ښکاره خبرې اورو، نو دا ټول هسې اوتې بوتې او د وخت ضیاع ده ، که ورته منتظر او لاس تر زنې کښینو خداې ناخواسته یو ځل بیا د نوي یمي لسیزي په شان د یوې سترې غمیزې سره مخ نشو او بیا د تیر په څیر ددنیاوالو له پامه ونه غورځو چه بیا راپورته کیدل شاید ډیر کلونه ونیسي.
زما او زما په شان یو شمیر ډیر سپین ږیري او باتجربه کدرونه چه د خپل هیواد ډیرې تودې او سړې يي لیدلي، په وار وار لويدلي یو، ځوریدلي یو او دهجرت او دربه درې خورا سختې ورځې مو تر سر تیري کړي دي، دې نتیجې ته رسیدلي یو چه په اوسنیو حالاتو کې یوازینې متفاوته، امیدبخشه او د حساب وړ نوي اميد بښونکي  خبره او غږ د سیاست ډګر ته د سيد نورالله جليلي راوتل دي  .
نوموړي په لنډه موده کې داسې مفاهیم او  موضوعات مطرح کړل کوم چی د اکثریت افغانانو د پام وړ وګرزيدل حتی هغو خلکو چه دده د ظاهر او دریشي سره هم نه وو جوړ، دده خبرو ته غوږ کیښود او متوجه شول چه ښاغلې جلیلي د وطن له پاره یوه خاصه انګیزه او د وطن سره خاصه مينه لري او غږ یې د نورو ټولو غږونو سره متفاوته او امید بخشه دې، حتې طالبان چه تر ټولو سخت دریځه او نه پخلا کیونکی ډله ده ډاکټر جلیلي ته لاس په غاښ شول او دده ملاتړ ئې وکړ.
نو ددي ځوان، روشنفکره، بادرده او خصوصاً با انرژې سیاسې مشر خبرو ته باید په ګډه غوږ کیږدو او دا ومنو چه هغه محور چه موږ ټولو ته په فعلي شرایطو کې د منلو او اعتماد وړ دې او کولاې شي چه موږ ټول په یو واحد فکر راجمع کړي هغه فقط ډاکټر سیدنورالله جلیلي دې اوبس.
ډاکټر سیدنورالله جلیلي هغه څوک دې چه خپل ټول عمر یې په افغانستان کې تیر کړې او حتې په سختو کورنیو جنګونو او سختو شیبو کی یې هم خپل هیواد نه دې پری ایښې ، خارجي ښځه او پاسپورت نلري، د کوم هیواد د جاسوسې تور ورباندې نشته، حلیم او پوه مسلمان او د ساداتو له منورې کورنې څخه دې لاس يي په رشوت او د خلکو په وينو ککړ نه دي ، په دیني او عصري علومو سمبال دې، د هیڅ سیاسي ګوند غړیتوب نه لري، پوره زحمتکشه او په کاروبار پوه دې، ډارن نه دې او د هر ډول مسوليت جوګه دي  د وطن او خلکو لپاره د خطر منلو ته تیار دې.
راځې د موُقت ولسمشر په توګه دغو نوي ځوان ته د کار زمينه مساعده کړو او ټول په یو غږ د یو سرلوړي او سوکاله افغانستان په هیله دده ترشا ودریږو او خپل مسولُیت د خپل راتلونکې نسل په وړاندې ترسره کړو چي هغه د سياست ډګر ته د ډاکټرسیدنورالله جلیلي راوتل دي.