جامعه دین زده چگونه است؟

عبارت از جامعه می باشد٬ که دیندار از دین٬ چون…

نوای خلقِ غمدیدهء بغلان!

امین الله مفکر امینی       2024-13-05 آسمـان گرفته سخت برما، زمیــــن از سوی…

تنهایی و غربت شناخت نامه ی تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دیگری از تنهایی و غربت روایت تبعید یعنی…

دست یاری 

بر بلای سیل بغلان مبتلا است  ساکنان اش زین مصیبت در…

تجلیل از روزمادردرکشورشاهی هالند

بتاریخ 12می سالجاری درشهرارنهم کشورشاهی هالند محفل باشکوهی ازسوی شوراي…

بجنبید ایکه خود ها، حامییان حقوق بشرخوانید!

امین الله مفکر امینی       2014-13-05! ندانم چطور گویم ویا به تصویر کشمدردوناله…

اینجا بغلان است، آدمیت را سیل برده است!

سیامک بهاری “ما نه غذا داریم، نه آب آشامیدنی، نه سرپناه،…

خشم سیلاب

رسول پویان خانه و باغ و زمین و روستا ویران گشت خـشـم…

 قاضی ی شهر شرف

محمد عالم افتخار مال تاجـر غرق دریا گشـته بود تاجر آنجا محوِ…

خیزش های مردمی نشانه های شکست طلسم وحشت طالبانی

نویسنده: مهرالدین مشید تبعیض، حرمت شکنی و استبداد کار نامه ی…

مادر

ای مادر من فرخ و آباد بمانی پر خنده به لب…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

انتظارم، بوی سیگارهای زر گرفته... و روزهای تلخِ نیمه سوخته میان بغض خاموشت…

جنگ قدرت ها

رسول پویان جنگ قـدرت ها دل زخمین وخونین آورد جـای صلح و…

افراطیت پادزهر خیانت رهبران اسلام سیاسی و یا شکست مبارزات…

نویسنده: مهرالدین مشید علل و عوامل یا چگونگی و چیستی باز…

زبان آریایی یا آریویی چی شد؟

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ——————————— زبان بازتاب خرد آدمی است و انسان…

تعامل 

نور محمد غفوری از چندی به اینطرف در مکالمات و نوشتار…

جمال غمبار

آقای "جمال غمبار"، (به کُردی: جەمال غەمبار) شاعر و نویسنده‌ی…

چین کاوشگری به نیمه تاریک ماه فرستاد

منبع تصویر، GETTY IMAGES ۱۴ اردیبهشت ۱۴۰۳ - ۳ مه ۲۰۲۴ آژانس فضایی…

        تقدیم به ستره محکمه امارت اسلامی افغانستان

معروضه محمد عالم افتخار ولد محمد قاسم دارنده تذکره تابعیت 1401100148058   حضور…

حاکمیت طالبان؛ افزایش بحران و تکانه های بی ثباتی ملی…

نویسنده: مهرالدین مشید استبداد و تبعیض طالبان و به صدا درآمدن…

«
»

د قطر ورا او د سولې ډولۍ 

ښکاري،چې د افغانستان د سولې خبرې نوې او حساس پړاو ته ور دننه شوې دي او د سولې مثلث(امریکا،طالبان او افغان حکومت) غواړي یو بل ته د سولې په راوستو کې اوږه ورکړي.د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو اووم پړاو پیل،د سولې په چارو کې د دولت وزارت بست رامنځته کېدل او د سولې عالي شورا خوشبیني یې واضح مثالونه دي،چې د سولې د راتلو زېری راکوي.د قطر غونده په داسې حال کې پیل شوی،چې خلک،شنونکي او حکومت ورته خوشبین ښکاري او هر یو خپل نظرونه وړاندې کوي.
اتلس کاله کېږي،چې افغانان د سولې ډولۍ ته سترګې په لاره دي،خو له دې کیسې د ګلمرجان واده جوړ شوی.

تمه ده،چې په دې پړاو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال وېش او دې تضمین باندې،چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو په ځانګړي توګه امریکا پر ضد نه کارول کېږي،خبرې وشي.

ارګ هم د پخوا په پرتله دا ځل خوشبین ښکاري او بین الافغاني خبرو د احتمالي پیل لپاره یې عبدالسلام رحیمي چې وړاندې تر دې له طالبانو سره د حکومت د مرکچي پلاوي مشر ټاکل شوی و؛ د سولې په چارو کې د دولت د وزیر په توګه وګمارلو او دا ښيي،چې حکومت هم ورو،ورو د امریکا او طالبانو مذاکراتو ته ور دننه کېږي.
د سولې عالي شورا هم د تل په څېر تمه لري،چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اووم پړاو به بین الافغاني خبرو ته لاره هواره کړي.

دا ځل امریکاییان هم په خپل عمل کې جدي ښکاري او دا ټکی کابل ته د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د سفر پر مهال د هغه په خبرو کې مطرح شو،چې سولې ته باید لومړیتوب ورکړل شي؛ ترڅنګ یې په کابل کې استوګن امریکايي سفیر جان بس هم د ده خبره تکرار کړه، تازه مورد یې بیا د یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي خبره ده چې ویلې یې دي دواړه لوري د هیلو رښتینی احساس لري.

د تېرو ځلونو برعکس دا ځل په حکومت کې د ننه هم په دې اړه د نظر یووالی احساسېږي او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ رسمي خبرو پیلېدو ته هیله من دي.
خو د هیله مندیو ترڅنګ؛ له دې خبرو د نهیلیو آواز هم راځي، د ناټو لوړپوړی ملکي استازی نیکولاس کې وايي له سپټمبر نه وړاندې یوې هوکړې ته د رسېدلو لپاره وخت ډېر کم دی.

خلک هم دا اندېښنه لري،چې ممکن طالبانو ته ډېر امتیازات ومنل شي او د راتلو لاره به ورته داسې هواره شي،چې ښايي اوسنی وضعیت د اویایمې لسیزې سناریو تکرار ته چمتو کړي،ځکه په افغانستان کې د ننه د جګړې د بندېدو تضمین لا تر اوسه مطرح شوی ندی او نه هم پر وسله والو طالبانو دا باور ډېر آسان دی،چې سولې ته خپله ژمنتیا ثابته کړي.

د سولې په برخه کې د حکومت پر کړنو هم تل نیوکه او د شک په سترګه ورته کتل کېږي،خو د سولې عالي شورا ترڅنګ د سولې په چارو کې د دولت وزارت بست تشکیل او پاکستان ته د ولسمشر اشرف غني سفر د حکومت ښه نیت ښيي؛دا چې وضعیت بل ډول دی، هغه نو د افغان حکومت له وسعې وتلې خبره ده.سره له ټولو ناخوالو او اندېښنو بیا هم په ټوله کې وروستي کوښښونه دا زېری له ځانه سره لري،چې امریکا،د سیمې هېوادونه او نړیواله ټولنه دې پایلې ته رسېدلي؛څو په افغانستان کې ثبات رامنځته او بین الافغاني خبرې پیل شی.

شنونکي په دې باور دي،چې د طالب بندیانو د خوشې کولو نیت، مسکو او اسلام آباد ته د افغان سیاسیونو او ولسمشر غني سفرونه او د سولې په برخه کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سفرونه؛ ټول تر ډېره بریده د سولې د بهیر د لا چټکوالي سره تړاو لري او هیله ده،چې اووم پړاو خبرو کې به یې پایله جوته شي.
د سولې په برخه کې سره له ټولو لوړو او ژورو؛ خلک تمه لري،چې د قطر ورا وکولای شي د سولې ډولۍ افغانستان ته راولېږي،د بهرنیو لاسوهنې په افغانستان کې بندې شي او په جګړه کې ښکیل افغان لوري د سولې پر دسترخوان سره کښېني.

لیکنه : خوشحال آصفي