جامعه دین زده چگونه است؟

عبارت از جامعه می باشد٬ که دیندار از دین٬ چون…

نوای خلقِ غمدیدهء بغلان!

امین الله مفکر امینی       2024-13-05 آسمـان گرفته سخت برما، زمیــــن از سوی…

تنهایی و غربت شناخت نامه ی تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دیگری از تنهایی و غربت روایت تبعید یعنی…

دست یاری 

بر بلای سیل بغلان مبتلا است  ساکنان اش زین مصیبت در…

تجلیل از روزمادردرکشورشاهی هالند

بتاریخ 12می سالجاری درشهرارنهم کشورشاهی هالند محفل باشکوهی ازسوی شوراي…

بجنبید ایکه خود ها، حامییان حقوق بشرخوانید!

امین الله مفکر امینی       2014-13-05! ندانم چطور گویم ویا به تصویر کشمدردوناله…

اینجا بغلان است، آدمیت را سیل برده است!

سیامک بهاری “ما نه غذا داریم، نه آب آشامیدنی، نه سرپناه،…

خشم سیلاب

رسول پویان خانه و باغ و زمین و روستا ویران گشت خـشـم…

 قاضی ی شهر شرف

محمد عالم افتخار مال تاجـر غرق دریا گشـته بود تاجر آنجا محوِ…

خیزش های مردمی نشانه های شکست طلسم وحشت طالبانی

نویسنده: مهرالدین مشید تبعیض، حرمت شکنی و استبداد کار نامه ی…

مادر

ای مادر من فرخ و آباد بمانی پر خنده به لب…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

انتظارم، بوی سیگارهای زر گرفته... و روزهای تلخِ نیمه سوخته میان بغض خاموشت…

جنگ قدرت ها

رسول پویان جنگ قـدرت ها دل زخمین وخونین آورد جـای صلح و…

افراطیت پادزهر خیانت رهبران اسلام سیاسی و یا شکست مبارزات…

نویسنده: مهرالدین مشید علل و عوامل یا چگونگی و چیستی باز…

زبان آریایی یا آریویی چی شد؟

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ——————————— زبان بازتاب خرد آدمی است و انسان…

تعامل 

نور محمد غفوری از چندی به اینطرف در مکالمات و نوشتار…

جمال غمبار

آقای "جمال غمبار"، (به کُردی: جەمال غەمبار) شاعر و نویسنده‌ی…

چین کاوشگری به نیمه تاریک ماه فرستاد

منبع تصویر، GETTY IMAGES ۱۴ اردیبهشت ۱۴۰۳ - ۳ مه ۲۰۲۴ آژانس فضایی…

        تقدیم به ستره محکمه امارت اسلامی افغانستان

معروضه محمد عالم افتخار ولد محمد قاسم دارنده تذکره تابعیت 1401100148058   حضور…

حاکمیت طالبان؛ افزایش بحران و تکانه های بی ثباتی ملی…

نویسنده: مهرالدین مشید استبداد و تبعیض طالبان و به صدا درآمدن…

«
»

شهيد ډاکټر نجيب الله؛ د افغاني تاريخ وياړلې څېره

dr.najib

د افغاني وياړلي تاريخ پاڼې ګواه دي چې پاكستان تل په ښکاره او مرموز ډول په زرګونو افغانان په مستقيم او غيرمستقيم ډول په شهادت ورسول، هر افغان چې په افغانستان كې د پاكستان د ګټو په خلاف اوچت شوى، د نا معلومو عواملو او اشخاصو له خوا وژل شوى. د همدغو وياړلو اشخاصو سرلارشهيد ډاکټر نجيب الله دی چې په مړينه او شهادت يې  ځمکې، اسمان، ملت او خاورو اوښكې تويولې، د ډاکټر صاحب نور ټول ښه صفات که پر ځای پريږدو نو يوازې د افغانانو د سرسخته دښمن (پاکستان) په مقابل کې يي دريځ او پاليسي د افغاني وياړلي تاريخ زرين ټکي دي. ډاكټر نجيب الله د خپلې واكمنۍ پر مهال د پاكستان سره پر جګړې سربېره، د پاكستان يو سر سخته مخالف افغان وو. د تاريخ په پاڼو کې راځي چې پاكستان په افغانستان کې د ډاکټر نجيب الله له مخالفو اشخاصو سره داسي معاهده درلوده چې ډاكټر نجيب الله به په بې عزتۍ سره په شهادت رسوي او كه ژوندى ونيول شو، نو پاكستان ته به سپارل كېږي بيا همداسې وهم شول او د پاکستان تالي څټو د افغانانو د سلو سر (ډاکټر نجيب الله) په خورا بې رحمۍ په شهادت ورسوو.

زمونږ د افغانانو ستره بدبختي دا ده چې دښمن مو پښې راته زمونږ په خپلو لاسونو او تبرونو پرې کوي. که د تاريخ پاڼې مطالعه شې؛ دلته په افغانستان کې د هر هېواد پال او ولس ته ژمن نظام په مقابل کې؛ ولس دښمنه او هېواد دښمنه نظامونو او کړيو بغاوت کړی دی چې بيا زمونږ د سرخوږۍ او اخر د تباهۍ لامل شوې دي. پاکستان تل له دغو ډلو څخه د خپل ځان په ګټه او زمونږ د تباهۍ په موخه ګټه پورته کړې ده او لا يې هم پورته کوي. ځکه د دغو هېواد پلورونکو، ناموس پلورونکو او وجدان پلورونکو ډلو مشران یوازې خپلو شخصي ګټو ته ژمن، خودغرضه او د پيسو مينه وال و او د پيسو په مقابل کې يې د خپل بادار (پاکستان) هر امر پر ځای کړی دی.

په دغو تالي څټو ډلو کې تر ټولو رغنده رول جنګسالارانو لوباوه، دوی ته هېوادپالنه مهمه نه وه، د نظام تخریب او د پردېو په اشاره ېې د افغانستان تباهي غوښتله. د پاکستان پوځ او استخباراتو لکه څنګه چې اوس طالبانو ته امکانات او دستور ورکوي، هغه وخت دوی ته وسلې ورکولې او د ډاکټر نجيب د نظام پر ضد يې بغاوت جوړاوه، دوی که دلته په هر نوم جنګېدل، خو د پاکستان هدف زمونږ د نظام ختمول او دلته د افغانانو تر منځ خپلمنځي جګړې ته زمينه برابرول و.

په ټوله کې ويلای شو چې شهيد ډاکټر نجيب الله يو هېواد پال، ولس ته ژمن، ملې ګټو ته ژمن، په ولس درديدونکی، د هېواد د پرمختګ غوښتونکی او د جنګسالارانو او د پاکستان ضد شخصيت و چې د پاکستاني تالي څټو په وسيله د پاکستان د مکار سياست ښکار شو. نوموړي په هغه وخت کې هم دغه د پاکستان تالي څټي پيژندلي و؛ ځکه خو يې دغو تالي څټو په هغه وخت کې هم په مقابل کې بغاوت وکړ او اوس هم وخت ناوخت خپلې بوينې خولې راخلاصوي. ډاکټر نجيب الله په هغه وخت کې دغو تالي څټو ته خپل افغاني ميړانه ښودلې وه او هماغه اغيز دی چې اوس يې له عکسونو هم ډاريږي.

دوی خو د ډاکټر نجيب الله له شهادت وروسته ولس د سپيڅلي جهاد په نوم دوکه کړ او د جهاد پر ځای يې ملي شتمنۍ چور کړې، تاريخي اثار يې په پاکستان وپلورل او همداشان د وخت پوځي تجهيزات يې د کباړ په نوم له تورخمه ورتېر کړل؛ اوس چې يې ولس ته اصلي څېره په ډاګه شوه او د شهيد ډاکټر نجیب الله د دريځ پلوي شول نو دغو پاکستاني تالي څټو اوس خپل سياسي موقف په خطر کې وليد او خپل ځان ورته په سياسي انزوا کې ګير راښکاره شو نو له ډاره يې په اپلتو ويلو پيل وکړ. دوی اوس داسې اپلتې وايې چې حتی په موټرو کې د ډاکټر نجيب الله د انځورونو د ځړولو سره مخالفت وکړ. دوی ډاريږي چې که ولس ته يې اصلي څېره لا هم څرګنده شي نو خپل سياسي ژوند به له لاسه ورکړي؛ هماغه دی چې په وروستيو کې يو ځل بيا هم خپل تېره څېره خلکو ته ښيې او په زوره په خلکو خپل ځانونه تحميلوي.

شهيد ډاکټر نجيب الله د هېواد اتل، وياړلی او نوميالی بچی دی او تل به يې تاريخ په پوره درناوي او زرينو ټکو نوم يادوي. روح يې ښاد او ياد يې تاند.

لیکنه: خوشحال آصفي