دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

ترجمه‌ی شعرهابی از دریا هورامی

بانو "دریا هورامی" (به کُردی: دەریا هەورامی) شاعر، دوبلور و…

تلویزیون حقوق ناشر یک اندیشه ملی و روشنگری 

نوشته از بصیر دهزاد  تلویزیون حقوق در پنجشنبه آینده،  ۱۱ جولای، …

افراطیت دینی و دین ستیزی دو روی یک سکه ی…

نویسنده: مهرالدین مشید در حاشیه ی بحث های دگر اندیشان افراط گرایی…

د مدني ټولنې په اړه په ساده ژبه څو خبرې

 زموږ په ګران هېواد افغانستان کې دا ډیر کلونه او…

«
»

ثمر ته رسیدونکی باغ؛ طالبانو  ته د ساتنې اړتیا

ملا عبدالسلام “ضعیف”

په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر

زه کله هم د دې هڅه نه کوم چې د طالبانو په سیاسي لیدلوري کې ورګډ او یا ورباندي داسي انتقاد ونیسم چې زه په هغه انتقاد سره ځان ته د طالبانو سیاسي چارو کې د مداخلې حق ورکړم؛ ځکه زه اوس د هغه کاروان سره په سیاسي پریکړو کې، چې د ژوند په دغه حساس پړاو کې په کومه طریقه مزل کوي، ګډون او برخه نه لرم، او نه هم د طالبانو د هغو تګلارو څخه معلومات لرم چې د دغه مزل د لارې پیروي کوي. زه د هغه حساسیتونوڅخه پوره معلومات هم نه لرم چې د دغه اغزن پېچومي په وړاندې پراته دي، خو دا ویلی سم چې په رښتیا سره دا اوږده مبارزه ډیره ستونزمنه او پېچلي وه، او کابو کول یې ساده او اسانه کار نه دی.
زه د دغه کاروان د یوه پخواني غړي، د هیواد د خواخوږي او د سولي د یوه ملاتړي په توګه، هیواد او خلکو ته د خیر په نیت ځان مسؤل ګڼم چې حد اقل د خیر هغه خبره چې زه یې درک کولای سم، یا یې تجربه لرم، د مسؤلیت له درک سره یې هڅه وکړم، او کله نا کله که څوک وغواړي، زما د پوهې، تجربې او معلوماتو مطابق د خیر مشوره ور سره شریکه کړم.
زه د یو مسلمان او افغان په توګه غواړم او هیله لرم چې د رښتیني سولې شاهد و اوسم، د همدې له پاره زما لید لوری او حل لاره په لاندې ډول ده:
څنګه چې په ۲۰۰۱ ز کال کې د طالبانو د اسلامي امارت نظام د لویدیځ زبرځواکو په اشر او د امریکا په مشرۍ د یوي سازشي او کاذبې داعیې په مدعی په زور ونړیدی، دا هغه حقیقت دی چې جنګ ور څخه سرچینه اخیستي ده، او د اور لمبې یې تر اوسه هم بیچاره او بې دفاع افغانان په یو او بل نامه سوزوي، لا هم دا لړۍ د امریکا په مشرۍ په خونړۍ توګه دوام لري، اړینه ده چې د همدغي سرچینې سره د اعتماد، حساب او قوي ضمانت په باور دا لړۍ ودریږي، تر څو دغه پړاو یو مثبت مرحلې ته رسیدلی نه وي، هیڅوک د هر ډول هڅو د نتیجو او بریا پایله نسي تضمینولای، په دغه مرحله کې امریکا او طالبان د مخامخ مذاکراتو نتیجه کې داعتماد او باورحالت ته، د قوي تضمین په لرلو سره دحل لارې په نښه کولای سي، دا د طالبانو حق دی چې د راتلونکي له پاره، تر څو چې ملي اوسیاسي مرحلې ته په عملي توګه داخلیږي، د عدم مداخلت، د خنډونو دلیري کولو، د سیاسي ادرس په لرلو او رښتوني ملي اقتدار په اړه ډاډ ترلاسه کړي، او له هغه ورسته بیا په بشپړ ډاډ او قوت سره دوېمې مرحلې ته ور ننوزي.
طالبانو ته په کار ده چې دغه لوی هدف ته د رسیدو په لاره کې ځیني مرحلې په پام کې ونیسي:
الف: هغه مذاکراتي ډله چې مشرتابه ته د اعتماد وړ او د پوره صلاحیت لرونکي وي، هغوی ته د مشرتابه له خوا، په مذاکراتو کې سرې کرښې وټاکل سي، ځکه په هره مسئله او خبره کې مشوره او نه صلاحیت درلودل، دا رنګه پرته له دې مذاکراتي ډلې؛ د ځینو نورو غیر ضروري مشورې، هغه څه دي چې هم دریځ ته تاوان رسوي، هم پرمختګ ټکنی کوي او هم د مذاکراتو پروسه اوږدوي.
ب: په مذاکراتي ډله کې شاملو اعضاوو ته دي زمینه برابره سي چې د مذاکراتو ټاکلي ځای ته د خپلو کورنیو سره یو ځای ولاړ سي، ترڅو ذهناً ارام او پریکړې په پوره صلاحیت او سړو مغزو ، پرته د کوم چا او لوري د فشار او مداخلې وکولای سي.
ج: په اوله مرحله کې، تر څو طالبان او امریکا د تصویب مرحلې ته رسیږي، هیچا ته دې د مداخلي حق نه ورکول کیږي، تر څو مذاکرات په سم ډول او بریا سره پر مخ ولاړ او د سیمې هیوادونو له منفي رقابت څخه په امن کې پاته سي، ځکه ټوله سېمه او په ځانګړي ډول ګاونډي هیوادونه کوشش کوي چې په خپله ګټه د مذاکراتو له جریان څخه استفاده وکړي.
د: دا چې د هیواد په دننه او د باندي کې ټول هیواد وال منتظر او ځینې کسان د امریکایې او ناټو قواوو د وتلو وروسته د داخلي ناورین څخه اندیښنه لري، پکار ده چې د افغاني تفاهم سلسله چې د مسکو د غونډې څخه یې پېل سوی؛ بشپړه او دوامداره کړي، تر څو د خلکو اندیښنو ته جواب او د افغانانو خپلمنځي سیاسي جوړ جاړي ته لاره هواره سي.
پاملرنه:
ښه به دا وي که د ملکي تلفاتو، د بندیانو د ضرورتونو او انساني حقونو له پاره، د پرمختیایې پروژو او ملي تأسیساتو د ساتنې، د روغتیایې اړتیاوو او نورو ملکي خدمتونو لپاره، هراړخیز او واکمن کمیسون جوړ سوی وای، تر څو په یو ډول سره د جنګ سرې لمبې را کمې، اړمن او محروم خلک د خپلو حقونو څخه برخمن سي.
همدارنګه ښه به وي که پر داسي طرحه فکر وسي چې د سیاسي قُوې مرکزیت په هیواد کې دننه ځای په ځای سي،که دا کار شونی سي، کیدای سي دغه کرونده (فصل) چې میوه یې تقریباً پخېدو ته ډیره نږدي سوې ده، د غیرمترقبه افتونو څخه په ښه طریقه سره خوندي وساتل سي.
پایله:
زه په دې عقیده یم چې اوس مهال د سولې او سیاسي نوښت ګین (توپ) د طالبانو خواته پروت دی، هیواد وال او نړیوال ټول ورته منتظر دي چې دوی به دا ګین څنګه خپل هدف (ګُول) ته ورسوې.
د طالبانو تر ټولو لویه بریا به دا وي چې په ډیر حکیمانه تدبیر سره هم راغلي یرغلګر له هیواده وباسي او هم د مظلومو افغانانو روانه او بهیدونکي وینه ودرول سي، که دغه هدف ته په تحمُل او ښه تدبیر سره ورسېدل، هم به یې د خپلې اوږدې او سختې مبارزې ثمره لاس ته راوړي وي او هم به یې تاریخي ویاړ د تل له پاره ساتلی وي. 
د سوکاله او خپلواک افغانستان په هیله