آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

«
»

د بشر سعادت په څه کې دی؟

لیکوال : دکتور محمد سعید «سعید افغانی »

 

ګران لوستونکي به د دې پوښتنې  د ځواب د پاره هریو ځانله  څه په خیال کښې لري.
هو: د پوهانو فکر یو وخت داسې مرتبې ته رسیـږي چه واړه واړه شیانو ته اهمیت نه ورکوي او په تدریجي صورت سره د کور ځېنې  کلي ته اود کلي ځېنې قرئې ته اود قرئې  ځېنې علاقې ته او د علاقې ځېنی سمت ته اود سمت ځېنې مملکت او وطن ته اود وطن ځېنې نړۍ او دنیا ته د فکر وړانگې او پلوشې خپروي او د دنیا اصلاح، اتحاد، ترقي او آرامي د نظر لاندې راولي.

دارنگه افکار د هغو اشخاصو په نصیب کیږي کوم چه د دوی اصلاحي سیر او حرکت ځېنې د ښې تربیې په مرسته مخ په انسانیت روان وي.
په یاد لرئ کوم هغه وطن او ټولنه اوجامعه چه هلته پوهان خپل مسئولیت پیژني په داسې ټولنه، جامعه او وطن کښې خلک ډیر د روښانه احساساتو خاوندان وي، دعمل اوعامل اساس او بنیاد ئې او د حیات او ژوند ثانئ او دقیقې ئې ټول  داصلاحي افکارو او د بشرد سعادت د تارونو ځېنې پوده  او تنسته سازوي.
شک نه شته چه که نن په دنیا کې له یوې  خوا سخت زور او ظلم د سیاست په طلسمي پرده کښې رنګا رنګ چلونه او چا نسونه روان دي لیکن له بلې خوا  آه او فریادونه شته او د بشر د حقوقو او د آزادۍ، آرامۍ او سعادت د پاره ئې خبرې اترې اوریدل کیږي.
که څه هم په زړونو کښې به هر څه وي او افکار به د حرص به مرض علیل وي، لیکن حقیقت دا دی چه ځېنې خلک د بشر د سعادت آوازونه هم پورته کوي  او داهم ده چه په دې آوازونو کښې د دنیا مصلح سیاسیون تبصرې کوي او په تبصرو سره پوشیده او مرموزه اسرار او اعراض کشفوي او وائي چه په دا خبرې کښې دا مقصد دی او په دا کښې دا.  

باید ووایم چه نن په دنیا کښې له یوې خوا سخت روحي امراض او اجتماعی مفاسد لیدل کیږي او له بلې خوا د پوهانو هلې او ځلې قابل ترحم معلومیږي.
بیا هم نا امیدي په کار نده او دومره باید مأیوسه نشو چه د بشر د سعادت د پاره به هیڅ نکړو او دا ځکه چه قدرت د هر انسان به خټه او سرشت کښې متضادې قواوې تخلیق کړې دي.
هو! بخل، حسد، حرص، کینه ، ظلم، تعدي، غدر، خیانت او داسې نور علمي، اخلاقي، اجتماعي، ادبي، او سیاسي مفاسد او خطاوې که د حضرت انسان ځېنې ترشح  او بروز کوي، لکن رښتیا خبره داده چه په  همدا  انسان کښې دا ځواک، قوت، طاقت او صفت هم شته چه د عاجزانو سره مرسته کوي او دخپل لاس کټه او حاصل د خلکو په رفاه او آسایش کښې مصرفوي او د خلکو د خطاوو ځېنی عفوه لري او دعفوې ځېنې وروسته بیا په صاف زړه محبت او خدمت کوي.
همدا انسان دی چه د انسان د پاره ئې علمي، اخلاقي، اجتماعي، ادبي او سیاسي لیارې او پانگې پیدا کړي او د تمدن او د اجتماع په برکت ئې انسان د وحشت او بربریت ځېنې خلاص او په علمي، فني، زراعتي او اقتصادي چار و سره ئې د حیات په مستریحو مراحلو او مراتبو پوه او خبر کړو.
مقصد دا چه که څه هم په انسان کښې منفي قواوې شته او دا منفي قواوې کله شدت او غلیان لري او د دنیا هوا تاریکوي، لیکن د انسان سره لکه چه مخکې مو وویلې،  دا قوت او طاقت هم شته چه د مثبتو قواو په برکت د حیات فضاء صافـوي او د بشر د سعادت د پاره خدمت کوي.
زما په عقیده چې دبشر حقیقي سعادت به هلته حاصل شي چې مادیت او روحانیت تعادلي رنګ قبول کړي.

ځکه دا فکر غلطه  دی چې دنیا یوازې د مادیت په اساس قائمه ده او هرڅه به په همدې کښې دي چه مادي شیان لوړ شي.  

همدا رنګه دا هم صحیح نه ده چه په د نیا کښې به یوازې روحانیت د حیات اساس وي نه بلکه باید دا دواړه په تعادل سره صورت او اساس پیدا کړي.

نو پدې اساس د دنیا پوهان دې د مادیت او روحانیت د تعادل د پاره خدمت وکړي او د روحي او نفسي مهمو امراضو دې په ښه شان سره علاج او اجتماعي لیارښونې وکړي.

 

یاددونه :

دغه لیکنه دخدابخښلی دکتور محمد سعید «سعیدافغانی »«دنجات اوکامیابي لیاره دعلم او فلسفې له پلوه  ! » دکتاب څخه اخستل شوی ده .(کال:1354 هجری شمسی )
ترتیب کونکی : امین الدین سعیدی – سعید افغانی