توهم برتری و بازی قدرت

«جستاری در خودبزرگ‌ بینی و بازی‌های پنهان برتری» تهیه و تدوین…

بالیستیک چی‌ست؟

چرا این واژه‌ی صفت را به جای نام اصلی کار…

طالبان؛ پیامد فساد ساختاری و سازمان یافته حکومت‌های کرزی و…

نویسننده: مهرالدین مشید از امید تا انحطاط؛ فساد ساختاری و بازگشت…

قلۀ پیروزی

از قلـب خراسـان کهـن آمده ام با یعـقوب لیث و تهمتن…

بخاطر انفاذ قانون اساسی به مثابه شاه کلید نجات افغانستان

اعلامیه و فراخوان ملی بنام خداوند حق و عدالت با اتکا بر…

 لیبرالیسم، جنبش روشنگری، و نبوغ جان لاک

john locke (1632- 1704) آرام بختیاری جان لاک ؛ آغاز تئوری تقسیم…

از ترور میر اکبر خیبر تا کودتای ثور؛ بهای سنگین…

نویسننده: مهرالدین مشید تروریکه هنوز هم مردم افغانستان بهای آن را…

با عاشقان وعارفان همصحبت!

امین الله مفکر امینی                     2026-19-04! دل منــــــور میکـــند صحبت بـــا اهلـی عشق…

اهمیت و ضرورت آسیب شناسی تاریخی ، برای امروز و فردا های…

نوشته از بصیر دهزاد   این  مقاله که در کنفرانس علمی انجمن سراسری حقوقدانان…

داستایفسکی شوروی: داستایفسکی در فرهنگ، ایدئولوژی و فلسفه شوروی

 برگردان . رحیم کاکایی سه گفتار در واکاوی جایگاه داستایفسکی، نویسنده…

در مرز سایه و روشنایی انسان

 « از عشق تا خشونت ؛ سفربه درون انسان » تهیه…

نظم نوین

رسول پویان سازش به دشمنان وحشی ننگ است افـتــادن پا بـه پنجـۀ…

از  روح الله خمینی تا هبت الله؛ دو گلوله، دو…

نویسنده: مهرالدین مشید هبت الله گلوله ای از اعماق تاریخ؛ اما…

اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

«
»

د ښاغلي صفرخواریکښ نوي چاپ شوي کتابونه !

زیری، زیری  او بیا هم زیری :

د ادب او فرهنګ درنو مینه والو !

د پښتو ادب او ژبې ستر خدمتګار، منلی او دروند شخصیت ښاغلی محمد صفر خواریکښ هغه  تکړه لیکوال، ژمن او مسلکي ژورنالیست، نامتو لیکوال او تکړه ژباړونکې،  نوشتګراو مخکښ ادیب او شاعر دی، چې پر خپلو ګټورو او اغیزمنو آثارو یې د علم ، ادب او فرهنګ ډګر تازه، ښیرازه او توود ساتلی دی.  

ګران خواریکښ صاحب په ټوله مهرباني سره ماته  خپل نوي چاپ شوي کتابونه (شعري ټولګه د هیلو کر، شعري ټولګه پردیسې څړیکې او د ټولې نړۍ متلونه له دوه سوه ژبو څخه له پنځه زره کلونو راهیسې (۹۰۰۰) نه زره متلونه او ګړنې) چې په ډیر ښکلي دیزاین او صحافت سره چاپ شوي دي ماته له سویدن څخه په پوست کې پرخپل ځانکړي لګښت هالند ته راولیژل. زه له خپل ګران دوست ښاغلي محمدصفر خواریکښ څخه  د زړه له کومې مننه کوم.

کله چې ما د ده دا ګټور آثار په ډیره مینه او پاملرنې سره ولوستل، نو ماته دا احساس پیدا شو چې زه باید یو څه پرې ولیکم.

په رښتیا سره چې په دغو اغیزمنو آثارو کې نوموړي خپل وطني او ملي خیالونه او فکرونه، انساني ولولې، جذبات او احساسات، ښکلاییز ذوق، ادبي ظرافتونه، هنري او اخلاقي مینه، د ټولنیزژوند دردونه، نیمګړتیاوې او ستونزې ، ملي فکر، اصلاحي، انتقادي او روزنیز پیغامونه ، کلتوري او معنوي ارزښتونه ، تخلیقي ځواک، په ډیر ښکلي او ظریفانه بڼه داسې انځور کړې دي چې په لوستلو یې لوستونکي تر خپل ژور اغیز لاندې راولي او د دوی معنوي، روحي او هنري ذوق پرې خړوبوي.

په دې کې شک نه شته چې د نړۍ د لویانو او مشرانو په لنډو او تلپاتو خبرو کې او په پښتو متلونو، لنډۍ او غوره شعرونو کې داسې اغیزناکې او ګټورې خبرې شته ، چې تاثیر یې تر یو کتاب هم زیاتره دی.

متلونه او نقلونه د هرې ژبې یوه لویه او خوندوره ادبي برخه ده، او د پښتو ژبې په شفاهي اولسي ادب یا فولکلور کې غوره او په زړه پورې بډایه زیرمه او شتمني ده.

د یادونې وړ ګڼم د ښاغلي خواریکښ د ټولو آثارو تر څنګ  یو ګټور ژباړلی اثرچې ( د ټولې نړۍ متلونه) په نامه یادیږي هغه نوښتګر اثر دی، چې ده له دنمارکي ژبې څخه په پښتو ژبې ژباړلی دی، چې د ده دا هاندوهڅه د خورا ستاینې او درنښت وړ ده.

دی وایي : (( په دې کتاب کې (۹۰۰۰) نه زره نوي او زاړه په زړه پورې متلونه او مقولې د نړۍ له دوه سوو نه زیاتو هیوادونو او ژبو څخه له آیسلینډ نه ترنوي زیلانډ او له چین نه تر امریکا پورې راټول او ډنمارکي ته ژباړل شوي دي.ډیر پخواني یې څلور- پنځه زره کاله زاړه او ډیر نوي یې د شلمې پیړۍ دي. په دغو ټکیو په پوهیدو سره راته سملاسي دا فکر پیدا شو چې له لوستلو سره غبرګ یې خپلې خوږې پښتو ژبې ته هم وژباړم او په دې توګه د خپل پښتون ولس او پښتو ژبې مینه والو په تندې ماتولو کې خپله پازه تر سره کړم.))

ښاغلي خواریکښ صاحب د دغه خپل څیړنیز، نوښتګر او ارزښتمن ژباړلی اثر په وسیله د پښتو ژبې او ادب پانګه درنه او بډایه کړې او د پښتو ادب بڼ ته یې ښکلا او ځلا وربښلې ده .  ده ټول خپل ویاړلی ژوند د خپلې ملي ژبې اوادب خدمت ته ځانګړې کړې دی، او په دې لاره کې یې ستر او ګټور خدمتونه ترسره کړې دي چې زموږ هیوادوال  او د ادب مینه وال به یې هیڅکله هم له یاده ونه باسي.

د ښاغلي خواریکښ صاحب ټول آثار خو په تیره بیا دا نوموړي آثار زموږ د هیواد په سیاسي، ټولنیز، ادبي اوفرهنګي ډګر کې لکه د نورو لیکوالو اثارو په څیر، هغه اغیزمن، ګټور او ارزښتمن اثار دي، چې په څو واره لوستلو ارزي.

د ښاغلي خواریکښ د علمي ، ادبي او فرهنګي شخصیت د پوره پیژندګلوي په تړاو ما له ده سره یوه ادبي مرکه جوړه کړې ده چې ډیر زر به تاسو د ادب مینه والو ته وړاندې شي.

ښاغلی خواریکښ ډیر دروند، مهربان، مینه ناک، پاک او سپیڅلې انسان،  زړه سواندی، د لوی زغم او سپیڅلي احساس خاوند  او خوا خوږې انسان دی. د وطن سره او د هیوادوالو سره د انسان او انساني کرامت سره سپیڅلې مینه او محبت لري.

زه ښاغلي صفرخواریکښ ته د دې ګټورو اثارو د چاپولو له کبله مبارکي وړاندې کوم اود ده دلا نورو بریوو، غوړیدو او اغیزمنو هستونو په هیله یم.

په ډیره مینه او مننه : انجنیرعبدالقادرمسعود