وقتی اختلال به قدرت تبدیل می‌شود: چه کسی پس از…

Wahidullah Noorzai Noorzai International Doctrine Academy (NIDA) مقدمه: هرمز؛ میدان سنجش قدرت،…

آلزایمر

آلزایمرم که بیدار می‌شود نمی‌دانم امروز، دیروز است! یا که دیروزم، فردا!!! به…

دوران خونین حفیظ‌الله امین و سرکوب رهبران حزب دموکراتیک خلق…

https://www.youtube.com/watch?v=pxhsNfqSXRE افغانستان پس از قیام ثور؛ دوران خونین حفیظ‌الله امین و…

افغانستان و بحران سیاست‌زدگی؛ جامعه‌ای گرفتار منازعه و محرومیت

 نویسنده: مهرالدین مشید سیاست‌زدگی در افغانستان؛ ریشه‌های ساختاری و پیامدهای انسانی سیاست…

نصیب الله سیماب

*** له پښتو ژبې او پښتني فرهنګ تکړه شاعر، ادبپوه، څېړونکی،…

دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

https://www.youtube.com/watch?v=2d326hWQtcQ&t=12s دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

از فرسایش دولت تا سرایت جنگ: زنجیرهٔ راهبردی بحران در…

Wahidullah Noorzai | Former Senior ANCOP/ANP Officer | Military and…

د سیستمونو ډولونه

نور محمد غفوری د سیستمونو د وېش عمده معیارونه سریزه په تېرو دوو…

سکوت پشتون‌ها در برابر طالبان؛ آتشی زیر خاکستر

 نویسنده: مهرالدین مشید تحلیلی دربارهٔ سکوت سیاسی، نارضایتی اجتماعی و امکان…

کابل چه زمانی می‌تواند ۹۹ درصد آب مورد نیاز خود…

نوشته : کریم پوپل مورخ ۲عقرب ۲۰۲۶ ** پیشنهاد کریم پوپل به…

ژورنالیست یا میکروفونِ خاموش؟

ژورنالیست واقعی نه سخنگوی قدرت، بلکه صدای مردم است؛ کسی…

فوتوریسم ادبی؛ میان توفان انقلاب و هورای فاشیسم

Futurism.   آرام بختیاری فوتوریسم؛ جنبشی ادبی هنری، آینده گرا اعتراضی، و شورشی…

انوره دو بالزاک

هغه د (۱۹)مې پېړۍ د فرانسوي ادبیاتو د مخکښانو په…

سیستم څنګه کار کوي؟

نور محمد غفوری د سیستم د فعالیت څرنګوالی - دوهمه برخه سریزه په…

طالبان، تی‌تی‌پی و چرخش به سوی هند؛ رمز یک رقابت…

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از پرسش‌های مهم و پیچیده در تحولات…

میدان، فشار و خطای پیروزی: چه زمانی هزینه به قدرت…

Wahidullah Noorzai | Noorzai International Doctrine Academy (NIDA) تز مقاله در منازعات…

سیستم څه ته وایي؟

نور محمد غفوری سریزه سیستم (System) د انسان د ژوند، طبیعت، ټولنې،…

آیا زمان همگرایی نیروهای سیاسی افغانستان فرا نرسیده است؟

 نویسنده: مهرالدین مشید از راست و چپ تا طالبان؛ ضرورت توافق…

آته ایسم؛ ضرورت انقلاب و روشنگری است؟

Atheism: خدا ناوری  آرام بختیاری 2600 سال بحث و جدل خونین؛ آته…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواریهای عصر ساسانی

(بخش۳)،علی میرفطروس -«من فرزندِ جامم؛ از آن شیر می‌نوشم  و تا روز رستاخیز،…

«
»

ملامحمدعمر نه وژني مګر د کرزي د مرګ ویره ده

ليکوال او شنونکی: نظرمحمد مطمئن
په کوردننه افغان رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا د دفاع وزارت ويلي دوی ته د ملامحمد عمر مجاهد او لوړ پوړو طالب مشرانو وژل او نیول هدف نه دی.
امریکا يې چارواکو ویلې چې د ۲۰۱۴ ميلادي کال تر پایه د دوي جنګې ماموریت په افغانستان کې پای ته رسيږي او له هغه وروسته به دوی طالب مشران هدف ونه ګرځوي، او نه هم طالب مشران د امریکا دښمنان دي، او هر هغه څوک د ملامحمدعمر په شمول چې د امریکا ګټو ته خطر نه وي، دامریکا له خوابه د نيول کیدو او يا وژل کیدو هدف ونه ګرځي.
له دي سره هم مهاله دا راپورونه هم نشر شول چې د کرزي ژوند ته ګواښ او خطر دی، امریکا هڅه کوي چې د کرزي له پخوانیو ساتونکو سره اړيکې ونیسي، امریکا يانو هڅه کړي چې په کندهار کې د کرزي له ساتونکي سره معامله وکړي، مګر د کرزي ساتونکی يې خبرو ته نه دی چمتو شوی. ویره ده چې امریکا د کرزي له منځه وړلو پلان لري.
که فرض کړو چې ملامحمدعمر آخند او د طالبانو نور مشران د امریکا له پاره له دي وروسته هدف نه دی، آیا په کار ؤ چې هغوئ ورسته له دیارلس کلونو دا ډول يواعلان وکړي چې نه افغان حکومت او نه هم له طالبانو سره پکې همږغې وي.
که رښتیا هم د امريکا هدف د ملامحمد عمر مجاهد او نور طالب مشرانونیول او وژل نه وي؟ بیا نو ولي دلته زموږ پر پاکه خاوره د امریکاد جنګ له پېله تر اوسه پورې تر يولک زیات افغانان ووژل شول؟ ولي تر يونیم لک زیات افغانان زخمیان شول؟ او ولي تر پنځه لکه زیات افغان کورنۍ بې کوره شوې؟
که رښتیا هم امریکا ته نور ملامحمد عمر مجاهد او طالب مشران هدف نه وي، نو بیا ولي يې دهغوئ پر سر لس ميلیونه او تر دي کمې جایزې ايښې دي، او لا هم پر ځای دي، ولي امریکا همهاله د جایزو د لغوه کیدو اعلان هم نه کاؤ؟
که امریکا په خپل اعلان کې ریښتونې وي، ولي يې د ملامحمد عمر مجاهد او طالب مشرانو نومونه له اعلان سره سم د ایف بي آی او ملګرو ملتونو له تورو لسټونو څخه ونه ایستل؟ په کار خو داوه چې ددغه اعلان سره سم يې د تورو لسټونو څخه هم د طالبانو نومونه لیري کړي وای.
که امریکا په خپل اعلان کې ریښتوني وي ، او حتمې ده چې پر دغه پلان به له څو میاشتو راهیسې دوی کار کاؤ بیا ولي دوی په بحرین کې انس حقاني او دهغه سره ملګري حافظ عبدالرشید ونیول، افغان حکومت ته يې تسلیم کړل.
که امریکا وايې چې طالبان ددوی دښمنان نه دي، نو بیا به ترکومه افغانان د ګوانتانامو په بدنام زندان کې ساتي، ولي يې ددغه ډول اعلان سره همهاله د ګوانتانامو افغان بندیانو ازادي هم نه اعلانوله؟
او که امریکا په خپل اعلان کې ريښتونې وي ولي يې د طالبانو اړوند پر سفرونو بندیز لغوه اعلان نه کی؟ ولي يې دقطر دفتر اړوندڅرګندونې ونه کړي؟ ولي يې د طالبانو د رهبري شورا اړوند څه ونه ویل؟ هغه چې امریکا او افغان حکومت يې د کويټې او پېښور شورا په نومونو يادوي،
داچې ویل کيږي امریکا غواړي کرزی له منځه يوسي، همدا خبره هم د کرزی له پاره يو کریډیټ دی، امریکا غواړي چې په کرزي نوره پانګونه هم وکړي، کرزی د افغانانو په سترګو کې هیرو جوړ کړي. همدا خبري امریکايې لوړ پوړو چارواکو د کرزي د حکومت په پاتې يوکال کې کړي وي چې دوی غواړي کرزی په افغانستان کې د دروند او محترم شخصیت په توګه پاتې شي.
داچې کرزي له امریکا سره امنيتې تړون لاسلیک نه کړ، همهغه وخت هم امریکا کولای شول چې د کرزي د وخت د بهرنیو چارو وزیر او يا د کرزي دوخت د امنیت شورا له مشر ښاغلي سپنتا سره دغه بدنام تړون لاسلیک کړي، داهرڅه ددي له پاره چې کرزي ته د غلامي له نوم څخه يو ډول نجات ورکړي، او وښئې چې کرزی لږ اندازه خپلواکې هم لري، ولي تاریخ هیڅ نه هیروي، سمه ده که د انسانانو ذهنونه ژر هیریدل کوي، تاریخ هر څه ثبت کړي او راتلونکې نسلونه به قضاوت کوي.
که امریکا وغواړي هر وخت او هره ګړۍ کرزی له منځه وړلای شي، اړتیا نشته چې دهغه له پخوانيو رخصت شويو ساتونکو څخه مرسته وغواړي، اوس هم دکابل امنیت، د لوړ پوړو چارواکو امنیت او د ارګ شاوخوا امنیت د امریکايې استخباراتو او پوځیانو له خوا کنټرول کيږي، او د کرزي اوسنی کور هم د ارګ سره نږدې د بهرنیو چارو وزارت پر سړک پروت دی.
ډیری راپورونه داسي دي چې دکرزي ورور احمدولي کرزی امریکایانو وواژه، که څه هم طالبانو دهغه پړه پرغاړه واخستله، داسي ویل کيږي چې کرزی هم پر دي ګروهه دی چې ورور يې امریکایانو وژلی دي، امریکايان کولای شي چې کرزي هم په ډیره اساني سره ووژني.
داچې امریکا د پاکستان ولسمشر ضیاء الحق په هواء کې وژلای شي، داچې امریکا اسامه بن لادن شهید کولای شي، داچې امریکا د لیبیا ولسمشر قذافي، داچې امریکا د عراق ولسمشر صدام حسین وژلی شي. آیا ګرانه به وي چې په ددوی له خوا په اشغال شوې افغانستان کې کرزی له منځه یوسي؟
داچې امریکا په بېلابېلو وختونو کې د ځینو هیوادونو الوتکې په هواء کې ويشتلي او بیا چا د لویدلي الوتکې تورباکس هم نه دي پيداکړي، دابه ورته ګرانه وه چې هغه الوتکه يې ویشتلي وای چې کرزی پکې هند او بیا چین ته سفر کاؤ؟
نتیجه:
ویل کيږي چې اوس مهال د ملامحمد عمر مجاهد ځای له پاکستانې، افغان او امریکايې استخباراتو څخه ورک دی، داچې پاکستاني پوځیان او استخبارات په وزیرستان کې کور په کور تلاشي کوي، دا هم يو لوی سوال دی؟ داچې د ملامحمد عمر د وژلو ادعاء کيږي، داچې د ملامحمدعمر پر ځای د طالبانو د بل مشر خبرې کيږي، شنونکي په دي نظر دي چې له همدې لارو نړیوال استخبارات غواړي د ملامحمد عمر په اړه ځانته معلومات ترلاسه کړي.
داچې د کرزي د وژلو او دهغه ژوند ته د ګواښ خبره کيږي، يواځي او يواځي ددي اهدافو له پاره چې هغه او دهغه کورنۍ په افغانستان کې دلاسه ورکړی حثیت بیرته خپل کړي، امریکا ته په تیرو دیارلس کلونو کې د خدمت له امله هغه بیا هم په افغانستان کې محترم او عزتمند سړی پاتي شي، امريکا غواړي کرزی او دهغه کورنۍ د افغانستان په برخلیک کې همیش مهم رول ولري.