جوهر عشق

رسول پویان دلی از جـوهـر عشق آفریدند سری در پیکـر عشق آفریدند سفر…

۱۵ اگستروزی که نه‌تنها جمهوریت؛ بلکه رویاهای یک ملت فرو…

نویسنده: مهرالدین مشید ۱۵ اگست ۲۰۲۱ را نباید صرف به‌عنوان روز…

آیازبان پارسی گویشی مردم کابل و تهران  ویا گویش هزارگی …

نوشته: دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها برخی ماجراجویان…

آسیب شناسی  استقلال افغانستان آن در بعد های سیاسی، اقتصادی،…

نوشته از بصیر دهزاد   روابط بین المللی و تکنالوژی معاصر…

کمدی الاهی یا کمدی انسانی؟ بالزاک و دانته

Balzak, Honore de (1799- 1850) آرام بختیاری بلبشو و شهر فرنگ جامعه…

         پنجساله گی چیره گی تاریکی درافغانستان       

    نوشته ی :اسماعیل فروغی                                                            پنجسال ازفاجعه ی تسلیم دادن…

میرزا تورسون‌زاده شاعر صلح و دوستی تاجیکستان

 برگردان. رحیم کاکایی زویا عثمانووا میهن‌دوستی پرشور که هرگز چیزی را بر…

 افغانستان ؛ در چنبره افراطیت دینی و تندروی قومی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در طول تاریخ معاصر خود، به‌ویژه در…

از دیدگاه علم سیاست !

تلاش و سعی چه به شکل مسلحانه باشد یا غیر…

افغانستان در بن‌بست؛ راه‌های برون‌رفت و چشم‌انداز آیند

نویسنده: مهرالدین مشید فردای افغانستان و چگونگی عبور از وضعیت موجود در…

فرانس مهرینگ؛ تئوریسین ژورنالیست، ژورنالیست صاحبنظر

France Mehring (1846- 1919 ) آرام بختیاری مهرینگ؛ کوشش در راه روشنگری…

افغانستان در آستانه یکخطر وبحران جدید ( تداوم بحران نیم قرنه) 

نوشته از بصیر دهزاد  آغاز جنگ ها و حملات پراگنده گروه…

قرائت های تاریخی و فراتاریخی دینی؛ از بن بست تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در دو سده اخیر، یکی از مهم‌ترین رویکردها…

تضاد دین و حقیقت...!

توهم خدای دین، حقیقتِ بشر را در آزادی او به…

نقدواره پژوهشیِ بر  مفاهیم جمهوری و جمهوریت 

1میرعبدالواحد سادات     از منظر  حقوق اساسی و علوم سیاسی  در راستای :  …

روح و نَفْس چیست؟

برهان الدین « سعیدی»  بادِ نفس مر سینه را ز اندوه…

طبع  شکسته

نوشته نذیر ظفر  2/8/26 ورجینیا  كوچهِ ما پر از گلِ است ،…

تحولات بدخشان؛ نشانه‌های سقوط یا پایان مأموریت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید جرقه‌ای که آتش مقاومت را در سراسر افغانستان…

بردی کربابایف

برگردان . رحیم کاکایی روسلان سمیاشکین نویسنده براستی مردمی و یکی از  بنیان…

ژورنالیست، راوی حقیقت است، نه مبلغ یک روایت

نور محمد غفوری هر حرفه‌ای چارچوب، قواعد، اصول و معیارهای خاص…

«
»

آيارايه ورکونکي پښيمانه دي

                   انجنير سيد عبدالقادر                         ۱۸ ــ ۷ ــ ۲۰۱۴                                                           دټولټاکنو د دواړو پړاونو په تبليغاتي کمپاين کي  دوو کټه ګوریو افغانانو ګډون کړیوو ۰ لومړي کټه ګوري هغه کسان وه ، چی په راتلونکي حاکميت کي یی  دځان او  خپلي ډلي لپاره نامشروع ګټي نغښتي وي ۰ دوهمه کټه ګورۍ هغه کسان وه چی دلنډ وخت له پاره په مزدوري باندي نيول سوي وه ۰ او دنده يي داوه چی دچل او درواغو له لاري ولس تير باسي چی درايي اچوني مرکزونو ته دښه راتلوونکي له پاره ورسي ، او خپله رايه وکاروي ۰ يوشمير سياسي او مدني ډلوهم دخپلو صفوفو دارادو ، برنامو  او دټولني دعيني واقعيتونو څخه په ښکاره سرلغړونه ددې استعماري لوبي په تبليغاتي کمپاين کي په ځانګړي توګه د تحول او تداوم دټيم دکاميابي له پاره په پراخه توګه ګډون کړیوو۰ په دی لوبه  باندی نه يوازي دولس  هغه شمير رايه ورکونکي بلکه  دا سياسي ګوندونه او مدني ټولني هم دنوماند په پچو وعدو او احساساتو باندي وغوليدل ، دوي فکر کاوه هغه څه چی نوماند ددوي سره وعده کړي ده او هم  په خپل تبليغاتي کمپاين کي وايي هم هغسي به کوي ۰ اودا ډلی په دې باندی پوهیدلی چی ولس په تيرو ۱۳ کلونو کي د مصلحتونو او ائيتلافي حکومتونو او دهغوي په زريعه دچور او چپاول څخه په تنګ راغلي دي ، اوددې تر څنګ  دنوماندو په نوو څرګندونو او شعارونوباندی  يی هم باوردرلودی  ۰چه هغوی دواړو نوماندو څو ځله په مختليفو ويناوو کي خپلو پلويانو او رايه ورکونکوته په ښکاره ډول اعلانول چی په هيڅ ډول سره به ائيلافي دولت جوړ نه کړي ۰ دا ددواړو نوماندوورځني شعار ګرځيدلي وو۰دا سياسي ګوندونواومدني ټولنووداسي دوونوماندوته کمپاين کاوه، چی نه يوازي نوماند ان بلکه ددواړو ټيمونو  درهبري  اکثريت غړي د۲۰۰۱ دبن داستعماري کنفرانس ددروازي څخه راوتلي کسان وه ، چی هلته دافغانستان دپلورلو سندونه لاس ليک او تبادله سوي دي ۰ چی په پایله کي يي دځينورسنيو په حواله تر نيم ميليون پوري بي ګناه افغانان شهيدان ، کورونه اوکلي يي په کنډواله تبديل سوي ، اویو شمیر جنايتکاران دلس ګونو او سل ګونو ميليونو ډالرو خاوندان سوي دي ۰ځکه نو اګاه اوپاک  رايه ورکوونکي بايد دافغان ولس څخه دخپلي تير وتني له کبله بخښنه وغواړي ، داځکه چی ددوي داکړنه دملي ګټو سره په تقابل کي قراردرلود ی ۰ ددی ترڅنګ  دنوماندو داستازو له خوا يو پر بل باندي دافغاني کلتور او دکلماتو دعفت څخه ليري د تلويزيوني شبکو له لاري داسي کلمات استعمالیدل چی ليد ونکي يي دډير تعجب سره مخامخ کول ۰ ددوي دا ناندري هغه سرحد ته ورسيدلي ، چی   درايه ورکوونکو هيلی يي دمايوسي سره مخامخ کړی ۰او  دنوماندو اصلي مخي بیاهغه وخت ورايو ورکوونکو ته ښه ښکاره سولي ،چی  د  امريکا د بهرنيو چارو دوزير( امريکايي  ارباب ) په راتګ سره د ورقي بل مخ واوښتی اوډير څه میدان ته راووتل ۰امريکايي ارباب دټولو رايو د بيا کتني او هم دملي وحدت تر نامه لاندي د ائتلافي دولت دجوړيدو  امر ورکړ، او ويلي دي چی دټولټاکنو دوهم پړاو کوم بايلونکي به ونه لري دا ځکه چی ګټونکي به ولس مشر او بايلونکي به صدراعظم ددوي په اصطلاح داجرايه کميټي رئيس وي ۰ او رايه ورکونکي يی مسخره کړل۰اوس نوولس دبهرنيو استعماري او کورنيو لاس پوڅو څخه داسي پوښتنه کوي  ، چی دلومړي پړاو د(۲۰۰ ) او دوهم پړاو د( ۲۵۰ ) سوو افغانانو دشهادت  اصلي عاملين څوک دي ؟ آيا دغه نوماندان نه سي کيدلاي چی ولس يي دمحکمي ميز ته راکش کړي ، چی  د ( ۴۵۰ ) سو پاکو افغانانو ژوند يي د خپل يوه نا مشروع  سياسي تجارت قرباني  کړ  ؟    اوددی پاکو شهيدانو کورني يي دغربت پر ټغرباندي کښينولي ۰ د انوماندو چی ځانونه آزاد او مستقل بلل ، امريکايي ارباب ته يي دتيرو ۱۳ کلونو په څير بيا هم خپل سرونه ټيټ او رايه  ورکونکي يي په لغته ووهل  ،او هغوي يي ديوه انجام سوي کار سره مخامخ کړل ۰په رشتيا سره که دټولټاکنو پروسه د جان کيري دامرسره سمه مخ ته ولاړه سي ، نودراتلونکو دووکلونو له پاره يعني  دامريکايي پوځونو تر وتلو پوري به د افغان ولس حاکميت  دتيرو ۱۳ کلونو څخه لا هم بد هغه کسانو په ولکه کي ولويږي چی دولس له خوا  په لويو بشري او اقتصادي جناياتو باندي متهم دی ۰ دوي به په راتلونکو دوو کلونو کي داسي يو پراخ  اقتصادي جنايات تر سره کړي ، چی تير ۱۳ کلن تاريخ به دخلګو څخه هير کړي ۰ داځکه چی داشغال تر بيرغ لاندي به ددوي دچور او چپاول وروستني دوه کلونه وي ۰په اوس مهال کي  ددوي له نظره  هغه  دولت  چی دتيکنوکراتانو ( غربي غلو ) ،  جهادي  بشري او اقتصادي  جنايتکارانو حاکميت په کښی تمثیل وی دملي وحدت  په نا مه یا دیږی ، دا ځکه چی ددوي دګټو منعکس کوونکي او ولس يرغمل وي  ۰ دنيويارک ټايمز دورځباڼي هغه څرګندوني چی د ري ورځي مخکي ميدان ته راووتلي چی داصلاح او هم پالي ټيم پلويانودټولټاکنو دلومړنيو پايلو څخه وروسته  غوښتل پر ځينو دولتي ودانيو باندي حملي تر سره کړي۰  اویا ددوی دپلویانوله قو له چه  موا زي حکومت به اعلانوی،دا هغه څه دی چه لاس پوڅی واکمنان او ډلي يي نه سي کولاي چی دخپل ارباب له نظره لیري یوه  سرکښي وکړي ۰ ځکه نو دنيو يارک ټايمز خبره يوه تبليغاتي بڼه لري ۰ ګرچی شمالي تلوال په دې هکله يوه پخواني تجربه هم لري ، هغه   په ۲۰۰۱ کال کي کوم وخت چی د( سي آي اي ) يو ټيم دسر ګروپ له لوری د دوستم سره دطالبانو په وړاندي يو ځاي سوو ۰ نومعلم عطا دمزار اوسني واکمن په پنجشير کي د ( ګري شرون، د سی آی ای دګروپ مشر)  تر غوږو ورورسول،چه که زما سره هم د سي آي اي يو ټيم يو ځاي نه سي، نو زه به ددوستم پر قواوو باندي حمله وکړم ۰خو لومړی يي معلم عطا ته  ( ۲۵۰۰۰۰ ) امريکايي ډالره وروليږل خودهغه قناعت حاصل نه سوو  ، وروسته په پنجشير کي امريکايي سرګروپ  ده ته  هم دسي آي اي يو ګروپ وروليږي ۰د ( ماموريت سقوط ،کتاب ، چګونه سي آي اي عمليا ت براندازي طالبان را در افغانستان رهبري کرد ؟ د  کتاب ليکونکي ګري شرون )۰                                                                                                                    دپورتنيو کرښو څخه معلوميږي چی لاس پوڅی په څونه اندازه کوښښ کوي ، چی ځان تر بل ښه وطن پلورونکي وښیی او  دخپلو شخصي او ګروپی  ګټو له پاره دامريکا استخباراتي شبکي ( سي آي اي ) ځان نيژدي کړي ۰ چی دانو افغا ن ولس له پاره ډيردتوهين ځاي دي ، چی جهادي مشرانو يي داسلاميت او افغانيت څخه ليري  وکومو ځايونو ته ځانونه ورسول ۰ دليکني په وروستي برخه کي بايد ووايو ښه به داوي ، چی د هغو سیاسی ګوندونو  او مدنی ټولنورهبریو چی د صفوفو دارادی څخه یی لیری  داشغالی ځواکونو په لوبو کي په يوه او بله بڼه برخه اخستي ده ، صفوف يي بايد په دې حساسو سياسي شيبو کي تعويض او تر پوښتني لاندي  راولي، او په عوض کي يي داسي کسان ځاي ناستي کړی ، چی ملي ګټو ته ژمن او تر اشغال وروسته  په راتلونکی حاکمیتونوکی دخپل سياسي فعاليت له کبله  وکړای سی چه خپل ګوند په حا کمیت کی سهیم او یا دیوه قوی اپوزيسيون په توګه دولس په چوپړ کی ودروي ۰ داسي معلوميږي چه دالوبه شاید د۲۰۱۴ کال تر وروستیو پوري په یوه اوبله بڼه با ندی وغځيږي او وروسته یوه لنډ مهاله اداره رامنځ ته سی ۰ ودې هدف ته د ژر رسيدو له پاره بايد د دپورتنيو سياسي ګوندونو او مدنی ټولنو درهبریو او مستقيلو سیاسي کارپوهانوترمنځ دافغانستان دملی ګټو په نظر کي نيولو سره يو تفاهم رامنځ ته سي ، او ديوه داسي نړيوال کنفرانس دجوړيدو له پاره پرنړيوالو باندي زور واچوي چی ددی  کنفرانس دلاری  دافغانستان داوسنی لانجی سیاسی حل رامنځ ته کړی ۰ او په دی نړيوال کنفرانس کي با ید دجګړي ددواړو اړخونو په ګډون يو شمير محلی پیږندل سوي شخصيتونه ، ملی ګټو ته ژمن (  مستقل سیاسی کارپوهان ، دسیاسی ګوندونو ، مدنی ټولنو ) استازی هم وروبلل سی ، څو په پايله کي يي يوه ريښتينه لنډ مهاله ملی اداره رامنځ ته سي ،  چی دا به هم دنړیوالو او هم افغان ولس په ګټه باندي وي ۰ تمت باالخير