به بهانۀ نگاهی به دیوان اشعار نثار احمد " نثاری"

نویسنده: مهرالدین مشید از طفیل عشقری، شایق جمال و حیدری بوریای فقر…

صبح دلاویز 

رسول پویان  رها ازتار شب ها می کند شوق سحرخیزم  شـفـق بـازی…

مغز عارف

دکتر بیژن باران به من بگو قبل از تولد کجا…

زاده هایی از زن ولی دشمنان جان او

وحشیا، ترسی ز روی و موی و آوازم چرا؟ از زنی…

قانون نو طالبان ، تحقیرانسان است

                      نوشته ی : اسماعیل فروغی     قانون نو امربه…

انسان‌زدایی از جامعه افغانستان محکوم است! 

سیامک بهاری درباره فتوای امربه‌معروف رهبر طالبان وزارت امربه‌معروف و نهی‌ازمنکر طالبان،…

چرا می‌نویسم؟

آقای "علی نامو" (بە کُردی: عەلی نامۆ) شاعر کُرد زبان،…

ماموریت طالبان؛ به استهزا کشاندن دین و تبدیل کردن اسلام…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیماران روانی اند و بر روی اعصاب…

             قوم شیخ محمدی افغانستان

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۳ اگست۲۰۲۴ کالنگ دنمارک قوم شیخ محمدی اولاده شیخ…

آنها گفتند و ما دیدیم

آنها گفتند دموکراسی حلال همه مشکلات و مصائب اجتماعی و…

نیفتید درقیدِ افکارواهی!

امین الله مفکر امینی      2024-18-08! گـرصلح وصفــا،بـــرادری و بــرابــری بخواهید هموطـن پس وطن…

تروریست پروری های پاکستان و ایران؛ درس های آموزنده برای…

نویسنده: مهرالدین مشید         پاکستان و ایران دو…

رهبری طالبان، مرده ی در تخته غسل 

عبدالناصر نورزاد  وزیر دفاع طالبان از اعضای این گروه خواست از…

عقل هستی 

رسول پویان  آرزوی دل را بـر لــوح رویـا می کـشم  شکل فریاد…

لیبرالیسم در مهار امپریالیسم

امروزه قدرت های جهانی چون: آمریکا٬ اتحادیه اورپا٬ چین و…

انجماد اجتماعی

موسی فرکیش     بنابر مصروف‌ بودن و تلاش‌ برای پیشرفت شغلی، بیشتر…

تسلیت نامه به مردم مظلوم کشور

سلیمان کبیر نوری     سه سال پوره، از حاکمیت گروه وحشت و…

نگاهی به امر مهم «سلامتی و بهداشتی و درمانی»!

بهرام رحمانی bahram.rehmani@gmail.com  سلامتی واژه‌ای است با تعابیر مختلف که شامل عوامل…

         آرمان وحدت 

دلم خون گشته بر آرمان وحدت سر و جان  تنم  قربان …

سرآغاز چهارمین سال حرمت شکنی ها، نفاق افگنی ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید مانور های طالبان؛ ناموفقیت های مخالفان و رنج…

«
»

دغه  کرښې مې له لندن مېشتو افغانانو سره

پوهاند دوکتور م.ا. زيار

اکسفورډ ۳ دېسېمبر۱۴

د هېوادمشر اشرف غني ته د هرکلي په پلمه کښلې وې، خو د وخت تنگسيا يوازې د افغان سياسي استازي ( سفير) استازي  زموږ د ټولو ورغلولپاره بسنده وبلل شوه.//

د افغان درانه ولسمشر او نورو ښاغلو او اغلو!

که  ښاغلي او اغلې ماته له افغاني دودسره سم  د يوه سپين ږيرې په توگه د استازۍ  اجا زه راکوي، تر هر څه له مخه به د افغان ولس د يوه داسې ټو لمنلي مشر د غوراوي مرغه ښه(مبارکي)ووايم او  غلته يې د را تگ او ليدوکتو هرکلی او مننه وکړم!

په ټول ايمان و باور، دا غوراوی د ډېري ولس  له ځانخبرۍ او نيم ځانخبرۍ راڅڅېږي چې  ښاغلی او منلی اشرف غني د يوه کمساري او نټه (انکار) نه منونکي پو هيال او سياستوال په توگه کولای شي، له ورتپلي جنگ، جنايت او جهله يې تر بل هر افغانه ښه ترا د ژغور و ازادۍ لارې چارې وروسنجوي.

افغان  ولس له تاريخي پلوه هغه رنځور بوډا ته ور ته دی چې له پېړيو پېړيو راهيسې پکې پر لپسې بيلابېلو رنځونوځاله کړې او کرو نيکه بڼه يې را خپله کړې ده، او په دې توگه د يوڅانگيز نه، بلکې د اشرف غني  غوندې څو څانگيز در ملگر  ته اړتيا لري.

ډېر به پرشا نه ځو، د همدغې يوويشتمې پېړۍ  په درشل او بيا په تېر ديارلس کلن تش په نامه دولتي پېر کې افغانستان نه يوازې د حکو متولۍ لږه کۍ ځانگړتياوې راخپلې نه کړای شوې ، بلکې  ترسو ماليا راروسته د نړۍ له روسته پاتې او د اداري فساد له پلوه يو بېسارې هېواد وبلل شو.

که خبره يوازې پر سياسي پوهه وای، ښاغلی حامد کرزی ترې هم بې برخې نه وو، خو په پای کې يې خپله ناکامي ومنله چې يې دهغو ملياردونو اقتصادي مرستو د تس نس(حيف ميل) کېدااو اداري فساد له مخنيوي سره د ((و خوره- مه مره)) هومره د وږو تږو غم وخوري  او پر نړيوال کچ له لوړترينې جنگي ماشينرۍ او زرگونو زرگونو ازمايلو جنگياليو او نورو پوځي- رغاونيزو  مرستو سره، يو پرتليز(نسبي)امنيت  رامنځته کا ندې!

اشرف غني ته په دېرش مېليوني  ټولنه کې دادومره هيلې او اسرې ځکه راټوکېدلې چې د ده زده کړې او ازمايښتونه (تجربې) تر هرڅه له مخه پر سياسي اقتصاد او ټولنپوهنه راټولېږي  او له دې سره د ټو لنې او حکومتولۍ پر ټولنوټيزه (اجتما عي- سيا سي) بېخبنا مقوله. په دې مانا چې ده د بېروت امريکايي پوهنتون له ماستري زده کړو، او د کابل پوهنتون له اسيستانتۍ راهيسې په دغه برخه کې پانگوالي او نا پانگوالي اقتصادي سېستمونه هممهاله تر څېړنې، شننې او پرتلنې لاندې نيولی دی. همدا خبره ده چې په اداري او کادري کړنلارکې د ور تپلو(تنظيمي) برخوالو پر وړاندې د((جهاديت))  پرځای پر ورته څانگيزه وړتيا (مسلکي اهليت) ډېر ټينگار کوي!

په دې توگه  اشرف غني له دومره نړيوال  نوم و نښان سره تر بل هر افغانه ، پر دې  ښه ترا پوهېږي او د دې جوگه دی چې د اقتصادي بېخبنا له سمبالتيا سره چې مخبنا په ځان پسې راکاږي، څنگه د ولږې او ورسره ورسره امنيتي ربړې او ستو نزې هوارې کړي، او هممهاله رښتينی ((افغاني- ملي  يووالی)) ښه ترا پوخ او پيا وړې کاندې!

  مينه او مننه