به بهانۀ نگاهی به دیوان اشعار نثار احمد " نثاری"

نویسنده: مهرالدین مشید از طفیل عشقری، شایق جمال و حیدری بوریای فقر…

صبح دلاویز 

رسول پویان  رها ازتار شب ها می کند شوق سحرخیزم  شـفـق بـازی…

مغز عارف

دکتر بیژن باران به من بگو قبل از تولد کجا…

زاده هایی از زن ولی دشمنان جان او

وحشیا، ترسی ز روی و موی و آوازم چرا؟ از زنی…

قانون نو طالبان ، تحقیرانسان است

                      نوشته ی : اسماعیل فروغی     قانون نو امربه…

انسان‌زدایی از جامعه افغانستان محکوم است! 

سیامک بهاری درباره فتوای امربه‌معروف رهبر طالبان وزارت امربه‌معروف و نهی‌ازمنکر طالبان،…

چرا می‌نویسم؟

آقای "علی نامو" (بە کُردی: عەلی نامۆ) شاعر کُرد زبان،…

ماموریت طالبان؛ به استهزا کشاندن دین و تبدیل کردن اسلام…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیماران روانی اند و بر روی اعصاب…

             قوم شیخ محمدی افغانستان

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۳ اگست۲۰۲۴ کالنگ دنمارک قوم شیخ محمدی اولاده شیخ…

آنها گفتند و ما دیدیم

آنها گفتند دموکراسی حلال همه مشکلات و مصائب اجتماعی و…

نیفتید درقیدِ افکارواهی!

امین الله مفکر امینی      2024-18-08! گـرصلح وصفــا،بـــرادری و بــرابــری بخواهید هموطـن پس وطن…

تروریست پروری های پاکستان و ایران؛ درس های آموزنده برای…

نویسنده: مهرالدین مشید         پاکستان و ایران دو…

رهبری طالبان، مرده ی در تخته غسل 

عبدالناصر نورزاد  وزیر دفاع طالبان از اعضای این گروه خواست از…

عقل هستی 

رسول پویان  آرزوی دل را بـر لــوح رویـا می کـشم  شکل فریاد…

لیبرالیسم در مهار امپریالیسم

امروزه قدرت های جهانی چون: آمریکا٬ اتحادیه اورپا٬ چین و…

انجماد اجتماعی

موسی فرکیش     بنابر مصروف‌ بودن و تلاش‌ برای پیشرفت شغلی، بیشتر…

تسلیت نامه به مردم مظلوم کشور

سلیمان کبیر نوری     سه سال پوره، از حاکمیت گروه وحشت و…

نگاهی به امر مهم «سلامتی و بهداشتی و درمانی»!

بهرام رحمانی bahram.rehmani@gmail.com  سلامتی واژه‌ای است با تعابیر مختلف که شامل عوامل…

         آرمان وحدت 

دلم خون گشته بر آرمان وحدت سر و جان  تنم  قربان …

سرآغاز چهارمین سال حرمت شکنی ها، نفاق افگنی ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید مانور های طالبان؛ ناموفقیت های مخالفان و رنج…

«
»

د عبدالله د خونړۍ ډلې تازه فجایع

         

د جون په ۲۷ مه د ډبل عبدالله ډلې،مخکې له مخکې افغانستان کې د ۱۳۹۳ کال دټولټاکنو د پایلو د نه منلوپه اړه، کابل کې لاریون وکړ. دوی په دې لاریون کې تر هر څه مخکې ګډوډۍ جوړه کړهاو عامه نظم يي ویجاړکړ.روسته يي ولسي وګړيووهل او د ټاکنو کمیسیونو او دولتمشر کرزي ته يي په سپکو سپورو او کنځلو سربېره کابلیان لوټ کړل او تالان يی ګډ کړ. خو له دې ټولو سره سره يی یو بل لوی او ستر فرهنګي او ملي جنایت هم ترسره کړ!

دوی لومړید لاریون په اعلانونو کې د پښتونستان واټ له نوم سره کرکه وښوده او دا واټ يي د پښتونستان پرځای د ( فواره آب) په نوم یاد کړ. روسته يي د پښتونستان واټ لیکدړه ( لوحه ) له خپل ځایه راوییستله ، ترپښو لاندې يی کړه، هغه يي ماته کړه او بیايي وړاندې وغورځوله!

باید ددې یادونه وکړو چې د پښتونستان واټ او په دې نوم لیکدړه، له تېرو ۶۰ کلونو راهیسې شتون لري او په ټولو حالاتو کې دا لیکدړه ولاړه ده.

نظارشورا په دې جنایت او ملي خیانت، نه یوازې د پاکستان د ای ایس ای پخواني مشر جنرال حمیدګل  او د هغه هیواد پوځیان خوشحاله کړل، بلکې پنجاب ته يی شین څراغ وځلاوه، که چیری ډبل عبدالله په ټاکنو کې بریالی شي، د هغه هیواد د خوښۍ لپاره به ډېر داسې نور څه ترسره کړي.

عبدالله لا مخکې د ټولټاکنو په کمپاین کې د پنجاب د ملاتړ او پیرزوینې په موخه، هغه هیواد ته د ډیورنډ د تپلې اواستعماري کرښې د منلو سیګنالونه ورکړي وو.

څه مهال وړاندې، د پاکستان د ای ایس ای پخواني مشر جنرال حمیدګل خپل استوګنځي لاهور کې د فرانس پریس خبري اژانس سره یوه مرکه کېویلي وو« افغانستان کې سولې ته یو جنګیالی پکار دی نه یو اکاډیمیک او علمی شخصیت. عبدالله په جګړو کې برخه اخیستې او د طالبانو پرضد یې مقاومت کړی، بلخوا یې له طالبانو سره د خبرو لپاره سخت شرطونه ایښی، همداراز عبدالله د شمال د تاجکانو له ملاتړه برخمن دی خو د ده برعکس اشرف غنی د اکثریت افغانانو او طالبانو په شان په خټه پښتون دی. ده د بلې پوښتنې په ځواب کې ویلي وو: که هدف سوله وی او باید هم وی، نو په افغانستان کې د سولې لپاره عبدالله خورا زیات امتیازونه لری. د عبدالله ملګری هم جنګیالی دی او هغه بیا خپل لومړی مرستیال محمد خان او محمد محقق ته اشاره وکړه. تاند»

پورته څرګندونې  ښۍ، په سیمه کې د افغانستان د هر سیال او حریف هیواد په پرتله، پنجاب نه یوازې د افغانانو د ملي ګټو او ارزښتونو د لوټ لپاره د عبدالله خونړۍ ډلې ته سترګې نیولي، بلکې پنجاب ددې ډلې په زیږون، پیاوړتیا او تریننګ کې د مرستې په بدل کې،خپل پوراو دین ګڼي چې راتلونکې کې به دا ډله د پنجاب پر محور لوبیږي!.

په دې لامل هم په ټاکنو کې د ډبل عبدالله بریالیتوب لکه څنګه چې جنرال حمیدګل يي په مرکه کې ښېګڼې بیانوي، د افغانستان په اړه د پاکستان په بهرنۍ پالیسې کې ځانګړی ځای لري او هغې ته يي له هرخوا سترګې نیولې دي.

د ټاکنو په درشل کې په کونړ ولایت توغندیز بریدونه، په نورستان او غزني کې د مخپټو ترهګرو ظهور او راوروسته په هلمند کې پر ولسونو او دولتي بنسټونو او امنیتي اورګانونو برید لکه په ۱۹۸۹ کال پر جلال اباد جبهه یز یرغل، هیڅکله یوله بله جلا پېښې نه دي!

پر یوه وخت پرهلمند د پنجاب روستی یرغل  او د ټاکنو د پایلو په اړه د عبداللهډلې غوبل، دواړه د یوې توطيي بېلا بېل مخونه دي.

پنجاب، پر افغان خاوره د افغانانو د ملي واکمنۍ  د مخنیوي، د پاکستان په دننه د پښتنو د ملي غورځنګ د ځپلو او په سیمه یزه پالیسو او سیاسي لوبو کې د ډیورنډ د تپلې کرښې په بره غاړه،د عبدالله ډلې ته د یوې کارنده وسلې پتوګه ګوري.

د عبدالله ډله هم چې په کور دننه ملي او ولسي ملاتړ نلري او افغانانو په تېره بیا په روستیو ټاکنو کې د تل پشان هغې ته شا واړوله او هغه يي رد کړه، د افغانستان په سیاستونو کې د واک او ځواک لپاره، د پاکستان او ایران لورنو او پیرزوینو ته سترګې نیولي دي!

د عبدالله د خونړۍ او ویجاړګرې ډلې په وړاندې د کابلیانو نننی غبرګون هم د کلک پاموړ دی. کابلیان چې په ۹۰ لسیزه کې يي ددې خونړۍ ډلې د واک د انحصار په جګړو کې ۷۰ زره اوسیدونکي له لاسه ورکړی او کابل ښار يي لوټ کړی او وران کړی، له افغان دولت غواړي چې بیا د کابلیانو له وژلو او د کابلښار له ویجاړۍ څخه ددې خونړۍ ډلې د لاسونو په لنډولو کې وخت له لاسه ورنه کړي!

دولت د هر ډول ګډوډۍ د مخنیوي او د عامه نظم د ساتنې مسئول دی!

دولت په ټاکنو کې د افغانانو د کارشویو رڼو رایو پر بنست، د واک سوله یز لیږد، دنده پرغاړه لري!

د ۲۰۱۴ کال د جون ۲۷ مه

سرلوڅ مرادزی