آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

«
»

اعتراض کوونکي؛ د خلکو استازي که دښمنان؟

د تيرې اونۍ له مرګونو بريدونو وروسته اوس د کابل ښار په ځینو مهمو څلور لارو کې د اعتراض کوونکو په نوم د لطيف پدرام او احمد ضيا مسعود کسانو د اعتراض په دود خیمې درولي او وايي، تر څو چې د پلازمېنې د وروستیو خونړیو حملو په مخنیوي کې د پاتې راتلو او د تېرې جمعې په ورځ پر لاريون کوونکو د ډزو په خاطر ولسمشر، د ملي امنیت سلاکار، د کابل د ګارنیزیون مشر او نور چارواکي برطرفه شوي نه وي، له اعتراضه لاس نه اخلي. که څه هم د کابل په ۵ برخو کې خیمې درول شوي خو په هره خیمه کې د ناستو کسانو شمېر تر ۵ کسانو نه اوړي.

اعتراض کوونکو، چې د احمد ضیا مسعود او لطیف پدرام په شان کسان یې مشري کوي، خپل اعتراض ته قومي بڼه ورکړې او په حکومت کې له ولسمشر نيولی يواځې د ځانګړي قوم مشرانو د استعفا غوښتنه کوي. دغو اعتراض کوونکو د دې تر څنګ چې د کابل ښار ۷ ميليونه اوسيدونکو ژوند يې له کړاو سره مخ کړی دی؛ د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو د معلوماتو له مخې يې  خصوصي سکتور ته هم ۱۴ میلیون ډالره زیان اړولی دی. دغه راز مرستنديو ادارو هم ګواښ کړی، چې که وضعيت په همدې ډول دوام مومي، دوی به خپل مرستندويه پروګرامونه وځنډوي.

بل لور ته حکومت هم د مدني حرکتونو په نوم هغو کسانو ته چې د کابل ښار په واټونو کې يې خيمې درولې او د ښاريانو عادي ژوند يې مختل کړی خبردارۍ ورکړی، چې خپلې خيمې ټولې او لارې د ټرافيکو پر مخ پرانيزي. د حکومت له لوري معترضينو ته په ابلاغيه کې ويل شوي، چې د ولسمشر په حکم لويه څارنوالي د تېرې جمعې ورځې په لاريون کې پر معترضينو د ډزو موضوع څېړي او له معترضينو غوښتل شوي، چې د لويې څارنوالۍ پلټونکي پلاوي ته خپل استازي ور وپېژني. حکومت ويلي، معترضين دې له سړکونو خپلې خيمې ټولې کړي او که داسې ونه کړي، نو دوی به د خلکو د امنيت د ټينګښت په موخه لاس پر کار شي او له معترضينو سره به قانوني چلند وکړي.

په داسې حال کې چې د حکومت په وېنا لويه څارنوالي د تېرې جمعې ورځې په لاريون کې پر معترضينو د ډزو موضوع څېړي او له معترضينو غوښتل شوي، چې د لويې څارنوالۍ پلټونکي پلاوي ته خپل استازي ور وپېژني؛ نو بيا خېمې نور د څه لپاره درول کيږي او ولې په لوی لاس له ۷ ميليونه کابل ښاريانو سره دښمني کيږي او ورځنی ژوند يې تريخ کيږي؟

څو تنو محدودو له حکومته شړل شويو څېرو لکه احمد ضيا مسعود او لطيف پدرام او د دوی ډلو ټپلو، ولې ۷ ميليونه کابل ښاريان انحصار کړي او ژوند يې تريخ کوي؟

که د ضيامسعود او پدرام موخه د ولسمشر او اجرايه رياست استعفا وي، نو دا خو له امکان څخه ډيره ليرې خبره ده چې له ملي يووالي حکومته د نړيوالې ټولنې او اکثريت افغان ولس ملاتړ په شتون کې دې ضيا مسعود او پدرام خپلو موخو ته ورسيږي. ځکه نړيواله ټولنه په غوڅ اکثريت د اوسني حکومت ملاتړ لري او همداشان د افغانستان اکثريت ولس له احتمالي بدترو حالاتو څخه په اوسنيو بدو حالاتو خوښ دی. اکثريت ولس نه غواړي چې د ضيا مسعود او لطيف پدرام په شان منفورو څېرو ملاتړ وکړي او د حکومت په راپرځولو کې ورسره همکاري وکړي.

اصلاً د ولسمشر يا اجرايه رياست استعفا د ستونزو د حل لار نه ده او که داسې وشي نو پرته له شکه چې حالات به له بدو بدتر شي او د همدغو پلورل شويو څېرو چې د کابل ښار ۷ ميليونه نفوس يې منحصر نيولی دی؛ له امله به په هيواد کې کورنۍ جګړه پېل او ولس به يو ځل بيا د نفاق په لمبو کې وسوځي.

اصلاً د ضيا مسعود او لطيف پدرام په شان په ولس کې منفور شوې څېرې څوک ولس په خپلې استازولۍ نشي نيولی. ښه بېلګه يې له حکومتي دندې د ضيا مسعود له ګوښه کولو وروسته د نوموړي لاريون و چې ټول ديرش کسان په کې نه و راټول شوي. همدارنګه په اوسنيو درول شويو خېمو کې يې هم په شمار پنځه ـ پنځه نفره شتون نه لري. نو دا ډيره ليرې خبره ده چې په دغه ډول اعتراضونو دې پدرام او مسعود خپلو شومو موخو ته ورسيږي. دوی يواځې هماغه پېسې هضمول غواړي چې د حکومت پر ضد د همدغو اعتراضونو د ترسره کولو لپاره دوي ته د پاکستان او ايران سفارتونو لخوا ورکړل شوي دي.

لهذا څو محدودې څېرې دې د ۷ ميليونه کابل ښاريانو او په ټوله کې د ټول افغان ولس حوصله نه ازمويې. که چيري د ولس د صبر کاسه ډکه شوه نو بيا به دغه پلورل شوې څېرې د ايران او پاکستان سفارتونو کې خو څه چې آن د ځمکې لاندې به هم خلاص نه شي.

لیکنه : خوشحال آصفي