زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

«
»

په کابل پروسه کې نه ګډون؛ صلاح الدين څه ثابت کړل؟

وروسته له هغې چې د تيرو څو ورځو په جريان کې کابل خونړيو بريدونو ولړزاوه؛ جمعيت ګوند فرصت ته په کتو غونډه وکړه او په کې د ګوند سرپرست مشر صلاح الدين رباني چې د هيواد د بهرنيو چارو سرپرست وزير هم دی؛ پر حکومت د سياسي اپوزيسيون په څېر توندې نيوکې وکړې. نوموړي د افغانستان په اړه د تيرې ورځې کابل پروسې په غونډه کې ګډون کول هم د جمعيت ګوند خوښې پورې مشروط کړل. همداراز صلاح الدين د هيواد په امنيتي ځواکونو د نيوکې تر څنګ له ولسمشر غني څخه د ملي امنيت د سلاکار محمد حنيف اتمر او د يو شمېر نورو امنيتي چارواکو د ګوښه کولو غوښتنه هم وکړه. ده وویل چې جمعیت ګوند دا غوښتنه د کابل د وروستیو چاودنو په تړاو کړې ده. رباني پر امنیتي ځواکونو نيوکه وکړه، ویې ویل دوی پر اعتراض کوونکو په ډزو د تروریستانو په شان چلند وکړ.

هاخوا بيا ارګ د ملي امنیت د سلاکار او د نورو امنیتي اورګانونو د مشرانو د لېري کولو په اړه د جمعیت ګوند د سرپرست صلاح الدین رباني غوښتنه رد کړه او زياته يې کړه د ملي امنیت سلاکار خپل مسوولیت هیواد ته په خورا ریښتینولۍ ادا کړی او کوي یې. همداراز ارګ رباني او نورو دولتي چارواکو ته وریاده کړې چې باید د مسایلو په وړاندې مسوولانه عمل وکړي.

اوس اساسي پوښتنې دا دي چې:

  • چې صلاح الدين رباني ولې د کابل پروسې په مهمه غونډه کې ګډون د جمعيت خوښې پورې مشروط کړ؟
  • صلاح الدين رباني ولې د ملي امنيت د سلاکار حنيف اتمر د ګوښه کولو غوښتنه وکړه؟
  • او په کابل پروسه غونډه کې د صلاح الدين رباني نه ګډون څه ثابت کړل؟

صلاح الدین رباني چې شاوخوا اووه مياشتې وړاندې ولسي جرګې ترې د هيواد د بهرنيو چارو وزير په توګه د باور رايه واخيستله  او اوس د دغې وزارت سرپرست دی؛ له هماغه وخته يې افغان دولت ته په زړه کې غوټه پيدا شوه. له هماغې ورځې راهيسې يې ډيری ځلونه د حکومت له داخل څخه د حکومت د اپوزيسون په توګه غږ اوچت کړی دی. اوس چې يې د تيرې چهارشنبې له خونړي بريد وروسته پر لاريون کوونکو د ډزو پړه په امنيتي ځواکونو واچوله او پرې يې نيوکه هم همدا فلسفه لري.

خو دا چې نوموړي ولې د کابل پروسې غونډه کې ګډون د جمعيت خوښې پورې مشروط کړ او بيا يې په کې ګډون هم ونه کړ؛ دليل يې هم ياد ګوند ته خپله وفاداري په ډاګه کول او د ګوند د نورو غړو باور تر لاسه کول دي څو ورته وښيې چې نوموړي ته له ملي ګټو هم د ګوند ګټې ډيرې مهمې دي. صلاح الدين ځکه د کابل پروسې په غونډه کې په نه ګډون سره د نورو جمعيتيانو د باور د ترلاسه کولو هڅه کوي چې، په وروستيو کې د جمعيت ګوند په رهبرۍ جنجالونه روان دي او هر سرلاری جمعيتی هڅه کوي څو دغې ګوند ته خپله وفاداري ثابته او راتلونکې رهبري يې ترلاسه کړي. له همدې امله دی چې صلاح الدين رباني هم په کابل پروسه غونډه کې ګډون ونه  کړ.

صلاح الدين ولې د حنيف اتمر د ګوښه کولو غوښتنه کوي؟

دا چې ولې د ښاغلي حنيف اتمر ګوښه کول له حکومته د صلاح الدين اساسي غوښتنه ده؛ يو دليل خو يې همدا د جمعيت ګوند ته د نوموړي لخوا خپله وفاداري ښودل او د جمعيت د مشرتوب لپاره د جمعيت په راتلونکو ټاکنو کې رهبريت ترلاسه کول دي. بل دليل يې دا دی چې ښاغلی محمد حنيف اتمر يو له هغو څېرو څخه دی چې په حکومت کې د اشرف غني کلک ملاتړی بلل کيږي. ښاغلی اتمر د ولسمشر غني خاص او د باور وړ شخص دی. له دندې د نوموړي په ګوښه کولو سره اوس جمعيت ګوند غواړي چې په حکومت کې د اشرف غني ملاتړي او زور کم کړي تر څو د جمعيت د غوښتنو د منلو لپاره پر اشرف غني فشار راوړلی شي. او حنيف اتمر هغه څوک دی چې تر اوسه يې پر غني د جمعيتيانو د فشار په مخنيوي کې غوره رول ادا کړی دی.

په کابل پروسه غونډه کې د رباني نه ګډون څه ثابت کړل؟

د کابل پروسه غونډه چې د افغانستان سولې او امنيت لپاره خورا مهمه وه، په کې د ښاغلي رباني نه ګډون ثابته کړه چې نوموړی د ملي پروسو، سولې او پرمختګ سره مخالفت لري. په غونډه کې نه ګډون وښودله چې نوموړی د ملي ګټو پر ځای ګوندي ګټو ته لومړيتوب ورکوي او هغه څه کوي چې په کې د جمعيت ګوند ګټې نغښتې وي. نوموړي په ښکاره د افغانستان د سولې او پرمختګ سره  مخالفت وکړ، صلاح الدين په ګوته کړه چې دوی او په ټوله کې جمعيت ته ملي ګټې نه بلکې خپلې ګوندي ګټې مهمې او لومړيتوب لري.

د کابل پروسې په اړه د صلاح الدين رباني څرګندونو وښوده چې سوله، ملي ګټې، د ولس غوښتنې، پرمختګ او ملي مسايل ورته ارزښت نه لري او يواځې هغه څه کوي چې د جمعيت په خوښه وي. په ياده غونډه کې د صلاح الدين نه ګډون دا په ډاګه کړه نوموړي ته دا ارزښت لري چې څنګه وکولی شي جمعيت په واک کې پاتې شي. اصلاً د افغانستان د ګوندونو د قانونو له مخې هر ګوند مکلف دی چې ملي ګټې په نظر کې ونيسي خو د جمعيت مشر دا قانون تر پښو لاندې کړ. په دغه غونډه کې نه ګډون او ګډون يې د جمعيت خوښې پورې مشروطولو د نوموړي ګوند نه ملي والی ثابت کړ. د يو دولتي مامور په توګه په دولت نيوکو يې ثابته کړه چې خوري د دولت خو هګۍ د جمعيت لپاره اچوي.

حکومت ته په کار ده چې ژر تر ژره د صلاح الدين رباني پر ځای يو وړ، مسلکي، په ډيپلوماسۍ او سياست پوه شخص، ملي ګټو ته وفاداره او يو داسې شخص چې تر هر څه ورته د ولس غوښتنې او ملي ګټې لومړيتوب ولري؛ د بهرنيو چارو د وزير په توګه ولسي جرګې ته معرفي او نور دغه وزارت د صلاح الدين له انحصاره خلاص کړي.

لیکنه : خوشحال آصفي