آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

«
»

پاکستان لوبه کوي؛ د راکټي بريدونو تر شا پټ حقيقت

 

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايې چې له تيرې جمعې ورځې راهيسې د پاکستاني مليشو لخوا په افغان خاورې په لعلپورې ولسوالۍ کې په سلګونو راکټونه وارول شوي دي. چارواکي زیاتوي، چې تر دا مهاله په لعلپورې ولسوالۍ د ۴ سوو څخه زیات توغندي را توغول شوي، چې له امله یې د  ۳ سوو څخه زیاتې کورنۍ بې ځایه شوي او څلور ګلالي کوچني ماشومان ټپیان شوي دي. لعلپوره يواځې نه ده چې پرې د پاکستاني مليشو راکټي بريدونه دوام لري بلکې د لعلپورې سره هم مهاله د کونړ پر یو شمېر سیمو هم پاکستانیو ځواکونو توغندیز بریدونه پیل کړي دي. د کونړ چارواکي وايي، له تېرې جمعې راهیسې له دوو سوو ډېر توپونه د سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو په ځینو سیمو لګېدلي او لا هم دغه بریدونه دوام لري. په ورته مهال د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، افغان امنیتي ځواکونه د خپلې خاورې دفاع له پاره د تیارسئ په حال کې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان په ډيرې بې شرمۍ پر افغان خاورې راکټي بريدونه کوي بلکې څو مياشتې وړاندې هم د ننګرهار په لعلپورې او ګوشتې ولسواليو راکټي بريدونه شوي و چې له امله يې يو سرحدي پوليس شهيد شوى او دوه نور ژوبل شوي و. همداراز په تيرو کلونو کې په کونړ، نورستان، ننګرهار، خوست او ځينو نورو سيمو کې هم د پاکستاني مليشو لخوا راکټي بريدونه ترسره شوي دي.

د راکټي بريدونو تر شا پټه موخه

که څه هم پر افغان خاورې د پاکستان لخوا راکټي بريدونه نوې خبره نه ده خو د اوسنيو راکټي بريدونو تر شا يې موخه نوې ده. په ټوله کې پاکستان د دوه موخو لپاره په ننګرهار راکټي بريدونه پيل کړي دي.

لومړی: په تازه کې د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې د پاکستان راکټي بريدونه په داسې مهال توغول کيږي چې په وروستيو کې افغان حکومت د ننګرهار په يو شمير سيمو کې د شاهين ۲۵ په نوم د داعش ترهګرې ډلې د ځپلو لپاره پوځي عمليات پيل کړي دي. تير کال په ورته عملیاتو کې داعش ډلې ته پراخ د سر او مال زيانونه اوختي و. اوس پاکستان هڅه کوي چې د داعش پر ضد دافغان حکومت عمليات له خنډ سره مخامخ کړي نو ځکه يې راکټي بريدونو ته مخه کړې ده.

دويم: دلته په افغانستان کې معمولاً د ژمي پر مهال جګړه سړيږي او د نوي کال په پسرلي کې بيا د وسله والو بريدونه زور اخلي. نو اوس مهال پاکستان هم هڅه کوي چې په ننګرهار کې د راکټي بريدونو په ترسره کولو سره افغان حکومت د هيواد په شمال او جنوب کې د طالبانو د پسرلني عملياتو د مخنيوي څخه غافله او ټوله پاملرنه يې ختيځ ننګرهار ولايت ته واړوي. په ننګرهار کې له راکټي بريدونو څخه د پاکستان موخه د حکومت پام ختيځ ته اړول او له جنوب او شمال څخه غافله کول دي چې پاکستان وتوانيږي د پسرلنۍ جګړې لپاره د طالبانو تجهيز وکړي او د نوي کال د جګړو پلانونه او نقشې ورکړې.

د حکومت مسوليت

اوسمهال افغان حکومت د پاکستان د راکېټي بریدونو د درېدو لپاره هڅې پيل شوي دي. حکومت هڅه کوي چې یاده ستونزه په مرکز کې د دیپلوماتیکو لارو چارو څخه حل شي. خو په تير کې د افغان حکومت او پاکستان تر منځ د شخړو حل لپاره ډيپلوماټيکو هڅو ته په کتو داسې نه بريښي چې پر افغان خاورې د پاکستاني بريدونو حل دې په ډيپلوماټيکو لارو چارو وشي. اوس حکومت ته د بلمثل عمل او يا په اعتراضي توګه په افغانستان کې د پاکستان د سفارت د تړلو لاره پاتې ده. حکومت بايد دا ځل پاکستان ته خپل سخت اعتراض وړاندې کړي او که بيا هم بريدونو دوام پيدا کړ نو بيا دې له پاکستان سره هر ډول اړيکې پرې کړي.

د امريکا مسوليت

د افغانستان او امريکا تر منځ د شوې امنيتي هوکړه ليک له مخې بايد له افغانستانه د دفاع په خاطر پاکستان ته ګواښ وکړي او عملاً لاس په کار شي. امريکا د افغانستان ستراتيژيک ملګری هيواد او ورسره د شوې امنيتي هوکړې له مخې امریکا مکلفه ده چې پر افغان خاورې د پردي د تيري په مقابل کې امريکا له افغان لوري سره ودريږي او په ګډه راپيښ شوی ګواښ له منځه يوسي. امريکا بايد له افغانستان سره د شوي امنيتي هوکړه ليک ته د ژمنتيا په خاطر پر افغان خاورې د پاکستاني بريدونو ځواب ورکړي.

لیکنه : خوشحال آصفي