درمراثی قربانییان زمین لرزه ی مشرق زمیـــن !

امین الله مفکرامینی                   2025-02-09! بدیــــــــده اشکِ ماتم و بدل خونم ز لغزشِ…

اشک قلم 

رسول پویان  اشک قلم به صفحـۀ دل ها چکیده است  صد لاله…

استاد عبدالروف بینوا

استاد بینوا د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه ستر…

کودکانی که کودکی نمی‌ کنند

خیابان، خانه بی‌در و پیکر کودکان فراموش‌ شده! فرشید یاسائی *  ما…

بحران هویت ملی؛ ناکامی ملت سازی و به زنجیرکشیده شدن…

نویسنده: مهرالدین مشید نیم قرن مبارزۀ سیاسی و فرهنگی و تبدیل…

سقراط، تیشه‌زنی به ریشه‌‌ی دانایی

دیدگاهی از مکتب دینی-فلسفی من بیش‌ از این نه می‌دانم. در…

خوشحال خان خټک

د ادب او فرهنګ درنو او پتمنو مینه والو! ګڼ شمېر…

اعلامیه در مورد زلزله‌ی مرگبار در ولایت کنر 

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان  با اندوه فراوان و خشم عمیق از…

“طالبان، شطرنج بزرگ و رؤیای اوراسیایی روسیه”

نویسنده: نجیب الله قاریزاده  najeebulla.qarizada1@gmail.com +447887494441 سقوط حکومت غنی در افغانستان و بازگشت…

حکومت‌استبدادی و افراطی طالبان و ساز و برگ‌های استخباراتی و…

 نویسنده: مهرالدین مشید  از استبداد تا شایعه پراگنی؛ ساز و کار…

   امید زنده گی

زنده گی در همه حالات  بسر می آید گاه به تلخی…

از تو جدا نمیشوم 

نوشته نذیر ظفر 08/28/25 از همه گان جدا شوم از تو…

پرسش ۴: ساختار «پرس‌ومان» چگونه از گفت‌وگو به یک نظام…

-خراسان بزرگ دی‌‌روز، دانش‌مند، دانش و سبک کهنی نسبت به…

قهرمان‌پروری‌های احساسی و سقوط افغانستان در چنگال تروریسم

 نویسنده: مهرالدین مشید از اسطوره‌ پردازی های فریبنده تا بحران سیاسی…

پرسش ۵

از مکتب دینی فلسفی من بیش از این نه می‌دانم نقش…

نتیجه گیری از بحث های شبکه های تلویزونی و تحلیل…

بحث های داغ پیرامون این اقدام پاکستان راه افتید ،…

دموکراسي څه شی ده او سوسیال دموکراسي څه ته وايي؟

دا سوال د ډیرو ځوانانو پر مخ کې پروت او…

نام های بیشمار جنبش روشنگری غرب

Helvitius, C.A.(1715-1771) آرام بختیاری مقدمات: اصلاحات، انقلاب، عدالت، و سکولاریسم. روشنگری، جنبش برابری…

توضیحی بر فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان در دفاع از…

نوشته از بصیر دهزاد  ‎فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان در دفاع …

آیا انسان، نسبت به انسان، از ته‌یی دل هم‌دلی دارد؟

پاسخ: محمدعثمان نجیب به نماینده‌‌‌گی از مکتب هم‌دلی!؟؟ شما از موردی پرسان می‌کنید که…

«
»

پاکستان پر ځان خوله لګوي،  يا خپل ساتلي مار ټک ورکړ؟

 

له يوې نسبتاً اوږدې آرامۍ وروسته تيره ورځ د پاکستان په سند آيالت د سیهون په سیمه کې د لال شهباز قلندر زیارت کې برید وشو چې څه د پاسه ۸۰ تنه یې ووژل او له ۲۵۰ تنو يې زيات ټپيان کړل. د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وايي چې د سند برید د جماعت الاحرار ترهګرې ډلې کړی چې په خبره یې افغانستان کې پټنځایونه لري. عزیز د افغانستان د ملي امنيت د شورا سلاکار ښاغلي اتمر ته ویلي هغوی خواشیني دي چې ولې افغان حکومت “د پاکستان له پرلپسې غوښتنو سره بیا هم د دغې ډلې پر ضد اقدام نکوي”. پاکستان له دغه برید ورسوته افغانستان ته تللې لارې او دروازې وتړلې. دا په تيره اونۍ کې لومړی بريد نه دی چې په پاکستان کې ترسره کيږي بلکې له دې وړاندې د سلواغې په ۲۷ مه په قبايلي سيمې مومندو ایجنسۍ کې ځانمرګی بريد وشو چې پنځه تنه په کې ووژل شول، په ورته مهال بل بريد په پېښور کې يوه روغتون ته نېږدې بمي چاودنه وه چې ٢ تنه يې ووژل. همداراز له دغو بريدونو دوی ورځې وړاندې په لاهور ښار کې د ولايتي يا صوبايي اسمبلۍ مخې ته بمي چاودنه شوې وه چې په کې په لسګونو تنو مرګ ژوبله اوښتې وه. همداشان د سلواغې په ۱۹ مه د خېبر پښتونخوا بنو کې د پولیسو پر تاڼې هم ځانمرګی برید شوی و چې لږ تر لږه ۲ پولیسان ‌یې ټپیان کړي ول.

د سند ايالت د لعل شهباز په زيارت کې د بريد پړه داعش او د مومند ايجنسۍ، پيښور او خيبر پښتونخوا بريدونو پړه وسله والو طالبانو او القاعدې په خپلې غاړې اخيستې خو د د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وايي چې د سند برید د جماعت الاحرار ترهګرې ډلې کړی چې په خبره یې افغانستان کې پټنځایونه لري. افغان حکومت يې په غبرګون کې ويلي چې د سند بريد پړه داعش ډلې پر غاړه اخيستې کومې چې په افغانستان کې ډير خونړي بريدونه ترسره کړي دي.

که څه هم پاکستانی لوری ډيری وختونه په پاکستان کې د ترسره شوي بريدونو د پړې ګوته افغانستان ته نيسي خو د سند ايالت په شهباز قلندر زيارت کې د وروستي خونړي بريد په اړه دوه احتماله شتون لري چې ممکن ياد بريد يې ترسره کړی وي.

لومړی: د پاکستان تير سياست او مکارتوب ته په کتو داسې ښکاري چې پاکستان په خپل ځان خوله لګوي. اوس داسې ښکاري چې نه يواځې د شهباز زيارت بريد بلکې په پاکستان کې وروستي بريدونه ټول د هغه هيواد د استخباراتي او پوځي ادارو لخوا پلان شوي او ترسره شوي وي. ځکه د دغه هيواد استخبارات او پوځ يې د خپلو ګټو لپاره خپل ولس په څوـ څو ځلي قرباني کړی دی او اوس هم ډير احتمال شته چې ياد بريدونه د پاکستان د استخباراتي ادارو په غوښتنه ترسره شوی وي. پاکستان ځکه وخت ناوخت پر خپل ولس دغه ډول بريدونه ترسره کوي چې نړي په ځانګړي توګه امریکا ته چې اوس د امريکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بهرنۍ پاليسي جوړولو اداره د ترهګرۍ پر ضد او د پاکستان په اړه پر پاليسۍ جوړولو له سره غور کوي؛ نو پاکستان غواړي دوی ته وښيې چې دوی د ترهګرو ملاتړي نه بلکې د ترهګرۍ قرباني دي. په دې ترتيب به هغه فشارونه چې پر پاکستان وارد شوي او يا واريدېدونکي دي؛ مخنيوی وکړي او يو ځل بيا د امريکا نوې اداره وغولوي.

دويم: پاکستان ته خپل ساتلي مار ټک ورکړ. پاکستان د نړۍ د لسګونو ترهګرو ډلو امن کور او رونځای دی. د دغه هيواد استخبارات او پوځ يې په نورو هيوادونو کې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره د بيلابيلو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي. کله چې د افغانستان په کندهار ولايت کې د متحده عربي اماراتو د سفير او ډيپلوماټانو د وژل کيدو په اړه افغان حکومت کره اسناد متحده عربي اماراتو ته په لاس ورکړل چې ياد بريد په پاکستان کې پلان شوی و نو عربي چارواکو سمدستي له خپل هيواده ګڼ شمېر پاکستاني اتباع وويستل. اوس داسې ښکاري چې متحده عربي امارات له پاکستان د خپل غچ اخيستو په خاطر په دغه هيواد کې د مېشتو ترهګرو ډلو پر مټ دغه وروستي بريدونه پلان کړي وي.

بريد که هر چا کړی وي خو اوس پاکستان ته دا فرصت په لاس ورغی څو یو ځل بیا داسې لوبه وکړي چې نړۍ ته وښیي دغه هېواد پخپله د ترهګرۍ قرباني دی، او بايد چې پرې د فشار راوړلو پر ځای ورسره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې مرسته وشي.

لیکنه : خوشحال آصفي