خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

ميراثي حکومتولي؛ دلته قحط الرجال راغلی

هسې خو هم افغانستان د نادراتو هيواد دی. يو له دغو نادراتو دا ده چې حکومتولي په کې ميراثي پاتې ده. دا ميراثي حکومتولي په د دولت په ډيری برخو او ارګانونو کې شتون لري. په داسې حال کې چې  ورځ تر بلې د امنيت خرابوالی، اقتصادي ځوړ، اداري فساد، د ځوانانو او په ځانګړې توګه د لوستو کسانو بې روزګاري په افغانستان کې د ولس اساسي ستونزې دي؛ بله بدبختي يعنې په امتيازاتو د رهبرانو ناندرۍ هم پوره اوج ته رسېدلي دي. لا مو هم په دولتي دستګاه کې ميراثي حکومتولي حاکمه ده. دلته په افغانستان کې يواځې څو کورنۍ او سياسي ګوندونه په واک کې تل په واک کې پاتې شوي دي او ټول ولس يې انحصار کړی دی. دلته په افغانستان کې د دغې ميراثي حکومتولۍ بېلګې ډيرې زياتې دي. د دولت په کابو هر ارګان کې شتون لري. يو د هغو له جملې څخه د سولې په شورا کې واک ميراثي کيدل دي.

په داسې حال کې چې د سولي عالي شورا مشر پیرسید احمد ګیلاني د فاتحې مراسم لا خلاص نه دي؛ اوس د سولې عالي شورا د نوي مشرتابه په ټاکلو سياسي ناندرۍ روانې دي. د دغې شورا د پخواني مشر برهان الدين رباني له مړيني وروسته هم د يادې شورا په رياست باندې د سياسي کړيو او ګوندونو ناندرۍ روانې وي او اوس له پير سيداحمد ګيلاني له مړيني وروسته هم ويل کيږي چې چنې وهل شروع شوي دي. ځيني داسې راپورونه شتون لري چې ولسمشر غني او په کابل کي د بریتانیا سفارت هڅه کوي چي د سولي عالي شورا د مشرتابه لپاره د پیرسید احمد ګیلانی زوی حامد ګیلاني د دې شورا مشر وټاکل شي. خو په ورته مهال بيا څينې سرچيني وايې چې د بریتانیا سفارت او د ولسمشر غني د دې هڅي سره اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله او د استاد سیاف په ګډون د شمال ټلوالي اکثریت مشرانو مخالفت کړی دی.

له دې وړاندې د سولې شورا د پخواني مشر برهان الدين رباني له مړيني وروسته د هغه زوی صلاح الدين رباني په ميراثي توګه د شورا مشري په غاړه واخيسته. نوموړي د ١٣٩١ لمريز کال د وري په ٢٦مه وروسته له هغه د پخواني ولسمشر له خوا د سولې عالي شورا د مشر په توګه مقرر شو چې تر دې وړاندې يې پلار دا دنده ترسره کوله او د ١٣٩٠ کال د وږې په ٢٩مه په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو. صلاح الدين رباني د ١٣٩٣ کلا د سلواغې تر ٨مې نېټې پورې ددې شورا مشر و او وروسته د بهرنيو چارو د وزير په توګه مقرر شو چې اوس هم د ياد وزارت سرپرست وزير دی.

اصلاً د اداري حقونو له مخې هيڅوک نشي کولی چې په ميراثي توګه خپل او خپلوان په پوستونو وګماري، ځکه چې ميراث د مدني او خصوصي حقوقو موضوع ده او په هغو کسانو پورې اړه لري چې یو له بل سره په ملکيتونو او ميراث کې شريکان وي، خو په ميراثي ډول د پوسټونو وړل د عمومي حقوقو موضوع ده چې په ميراث پورې اړيکه نه لري. خو پوښتنه دلته پيدا کيږي چې په افغانستان کې حکومتولي ولي ميراثي ده؟ آيا دلته د پوهو او د لوړو زده کړو درلودونکو کسانو قحط الرجال راغلی دی؟

ځواب روښانه دی چې په افغانستان کې واک د مسوليت پر ځای امتياز ګڼل کيږي او هر څوک په دې هڅه کې دی څو په لاس ورغلی امتياز يې له لاس نه ونه وځي. دلته د څوکۍ او واک خوند ډیر زيات دی. يو ځل که په څوکۍ څوک کېني بيا يې پاڅيدل ډير وختونه غواړي. دلته له هرې نشې د واک د څوکۍ نشه خوندوره او دوامداره ده. همدا علت دی چې په څوکيو ناست ښاغلي مو نور د څوکيو روږدي شوي دي او په همدې خاطر هڅه کوي چې د خپلې واکمنۍ پر مهال خپل زوی، لور، ورور، خوريې، ماما، کاکا او بل خپلوان خپل ځايناستی وټاکي.

له بده مرغه چې دلته په افغانستان کې زده کړه او سواد په ترلاسه کولو باندې ډيری وختونه خلک پښيمانه کيږي. ځکه هغوی چې تر ماسټرۍ ا و دوکتورا کچې زده کړې لري څوک يې هلته د يوې وظيفې د انټروۍ لپاره هم نه غواړي او هغوی چې په دولت کې څوکۍ لري نو اولادونه  او د کورنۍ غړي يې حتی که واړه، بې تجربې او نامسلکي هم وي؛ په لويو څوکيو مقرريږي. که خدای مکړه حالات همداسې دوام وکړي، فساد به زيات شي، د زده کړو او متخصص افرادو تر منځ به ناهيلي زياته شي او د کډوالۍ ستونزه به ورځ تر بلې زياته شي.

لیکنه : خوشحال آصفي