خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

سوچه خیال او تصور

د مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغاني » لیکنه

د هر څه نه اول باید د خیال او تصور هڅی او هیلی پاکی او سوچه شی ؛ ځکه تر څو خپل خیالات او تصورات پاک، سوچه او اداره  نه کړو امکان نه لری چی اصلاحی  په زړه  پوری قدم  پورته شي .

افسوس : زمونږ ماحول که څه هم مونږ نه پریږدی چی خیالات او تصورات د عالي اهدافو په مدار و څرخوو ،  مګر؛  بیاهم  د قوي مبارزانو ، ملي  رهبرانو او سترو شخصیتونو عادت دی چی د هرڅه څخه اول  خپل پاک او عالي  اهداف وټاکی او بیا ورته د رسیدو له امله نقشه او پلان جوړوی ،  او د هغی په مطابق سوچه خیال او تصور کوي او په ممکنه اندازی د کار او عمل په خوا پاڅیږی او اقدام کوي.

ملګرو !!!  په یاد ولری چی  ډیر خلک  له همدغه ځایه ناکامیږی چی  په خیال  او تصور کښی ئی  موضوعات مغشوشه وي .  ټاکلی او کوټلی اهداف ورسره نه وي او یا هغو ته د رسیدوله امله ښه نقشه او پلان  نشی  ترتیبولی.

مونږ  اکثر د تش خیال او وچ  تصور څخه تعبیر کوو او عملي  حساب مو په نظر کښی  نه وي او د تخنیک په تطبیقی  برخه کښی  مو نواقص موجود  وي .

مونږ زیات خوښیږو او هوسیږو چی هدف ته رسیږو او په دغه مسیر او حرکت کښی ډیر څه وایو او په خبرو زور اچوو! خو افسوس چی د دی تریخ حقیقت سره مواجه یو چی د عمل او تطبیق په ساحه  کښی اقلأ  د قدم پورته کولو توان او قدرت هم نه لرو او څه مو دلاسه پوره نه  دی .

مونږ ډیر مهم کیدونکی کارونه نه کوو او راته واړه ښکاری!  حال دا چی واړه کارونه د لویو کارونو د کولو لپاره زمینه برابروي او په تدریجي  ډول کوی شو چی لوړو اهدافو ته هم ځان  ورسوو .

مونږ اکثر د خیال او تصور د نه تزکی او اداری په  آخر د وسواس  سره مخامخ  کیږو او دا وسواس زمونږ  د تشویش  موجب ګرځي ! حال  دا چی  ښه سنجول  وسواس نه مني ، او د تشویش  بوی نه پریږدي .

مونږ په خیال او تصور کښی  د عاجزانو او بیچاره ګانو  سره تمایل  نه لرو !  نو ځکه  ورسره ښه رویه او معامله نه کوو ، حال دا چی د عاجزانو او بیچاره ګانو سره ښه رویه او معامله کول  د ژوند ټولی لانجی او غوټی  حل او خلاصوی او د موفقیت او سعادت یوازنی لیاره  ده .

زمونږ خیال او تصور اکثر په هوا او هوس اتکا لری ! همدا  وجه  ده چی کله بی مورده  او بی موقع تمایلونه لرو  او ناروا هوسونه  هم کوو او که نه چیری زمونږ خیال او تصور په دقت ، تحلیل ، تدبیر او واقعیت روان وي نو بی مورده او بی موقع تمایلونه به مونه  درلودل  او ناروا  هوسونه  به مو نه کولی ؛  نتیجه به داوه چی  کامیابي او بریالیتوب چانس به  مو زیات وی .

مونږ  اکثرآ په خیال او تصور کښی  خپلو نواقصو او نیمګړتیاو ته ښه  نه متوجه  کیږو او حتی خپل عیب له ځانه هم  پټول غواړو !  او که  چیری مونږ  په خیال او تصور کښی  اول د تزکي  او تصفيی  حرکت له ځانه  نه  شروع کړو ،  ډیر ښه  کیدی شي  چی  د عمومي اصلاحاتو لپاره  معقوله لیاره او ګودر پیدا کړو.  

مونږ په خیال او تصور کښی  د ناکامی له تعبیره ډاریږو  او په دی حقیقت  مو سر نه دی خلاص کړی چی پاکو اهدافو ته د رسیدو لپاره  باید په سلهاو وارو ناکامی و منوو او بیا بیا هم مایوسه نه او سوو خپله حوصیله او متانت له لاسه ورنه کړو؛  ترڅو د خیال او تصور د سوچه تعبیر سره  مخامخ ‎ او د  شو او عملي  صحنو لوبی مو د عمومي منفعت د تا مینولو لپاره  بنیادي خدمت وکړی شی .

پس :  باید اولآ تطهیر فکر؛ بعد از آن تعمیر فکر !!!

زما مطلب دادی چی د اجتماعاتو د جوړولو لپاره د هر څه نه  اول باید د خلکو د فکر د پاکی او تطهیر عملیه ښه تر سره  شي ؛  تر څو د اجتماعي رهبرانو د مترقي  روزنی لپاره ، زمینه برابره  شي .

****

سعید افغاني

۱۳۵۴ هجري شمسي  ـ  کال

کابل ـ  خیرخانه مینه

ترتیب کوونکی  :  برهان الدین « سعیدی »