خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

حکومته ..! کور وساته همسايه غل مه نيسه

پښتو متل دی چې وايې «کور وساته همسايه غل مه نيسه»، اوس په افغانستان کې همدا قصه روانه ده، حکومت، شنونکي او ولس د  پاکستان، ايران، چين، روسيه او نورو هيوادونو لخوا وسله والو طالبانو ته د وسلې پر ورکړه باندې نيوکې کوي خو اوس په خپله حکومت او د حکومت نيږدې ستراتيژيک دوستان دا چاره ترسره کوي. د راپورونو پر اساس تيره ورځ د ارزګان په ګيزاب کې د ملي اردو الوتکو په تيروتنه وسله والو طالبانو ته زرګونه ميله وسلې، مرمۍ او خوراکي توکي غورځولي دي. د ګیزاب د نارامې ولسوالۍ ولسوال حاجي خوشحال پر وينا، د افغانستان د ملي اردو د هوايي ځواک پېلوټانو د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې کې ۲۵ زره مرمۍ اچولي دي. په اروزګان کې د ملي اردو چارواکو په دې اړه بې خبري ښودلې ده. خو د افغانستان په جنوب لوېدیځ کې د اتل قول اردو قوماندان جنرال غلام حضرت کاکړ دا خبره رد کړه، ویې ویل چې دا کار نه دی شوی.

که څه هم چارواکي وايې چې دا کار په سهواً ترسره شوی دی خو جرم، جرم دی که هغه قصدي وي او يا سهواً. وسله والو مخالفانو ته وسلې او مهمات غورځول نوې خبره نه ده بلکې له وړاندې همدا شکونه موجود دي چې په افغانستان کې د وسله والو شمير د افغان او ناټو امنيتي ځواکونو د شمير په پرتله څو چنده کم دی، خو دا چې ولې دا وسله وال په بشپړ ډول نه ځپل کيږي؛ علت يې همدا دی چې دوی کورني او بهرني ملاتړ کوونکي لري چې په راز ـ راز وسلو او مهماتو يې سمبالوي. څو ورځې وړاندې د ملګر ملتونو کارپوهانو ويلي چې په افغانستان کې ۴٥٠٠٠ وسله وال یاغیان موجود دي چې ۲۰ یا ۲۵ په سلو کې یې بهرنیان دي. په داسې حال کې چې د افغان امنيتي ځواکونو شمير له له درې نيم لکو زيات دی او همداشان بهرني ځواکونه هم په مستقيم ډول په جنګ کې ښکيل دي. نو پوښتنه دا پيدا کيږي چې ولې د بهرني امنيتي ځواک تر څنګ درې نيمه لکه افغان امنيتي ځواک دا ۴۵۰۰۰ وسله وال جنګيالي نشي ختمولی؟

ځواب روښانه دی. دلته له بوسو لاندې اوبه وړل کيږي، دلته په حکومت کې دننه او بهر داسې يوه ډله شته چې وسله وال پړسوي، دلته د حکومت کورني غله شته دي، او دلته په حکومت کې دننه د وسله والو ملاتړ کوونکي شته. دلته په حکومت کې د مافيا يوه داسې ډله فعاله ده چې په لوی لاس وسله والو ته پوستې پرته له مقاومته خوشې کوي، دلته د مافيا يوه داسې ډله شته چې په لوی لاس د ملي اردو پر ځای وسله والو طالبانو ته وسلې غورځوي، دلته يوه داسې ډله فعاله ده چې د تکتيکي شاتګ په نوم سيمې وسله والو ته پريږدي او په ټوله کې په حکومت کې يوه داسې ډله شتون لري چې په لوی لاس او قصدي توګه غواړي د حکومت د ټينګښت ستنې ونړوي او نسکور يې کړي. حکومت بايد خپل کور وساتي او همسايه دې غل نه نيسي. حکومت ته په کار دي چې لومړی خپله  دا کورنۍ د غلو ډله ونيسي او بيا په نورو هيوادونو نيوکې وکړي چې ولې وسله والو ته وسلې  او مهمات ورکوي.

په ډیری پيښو کې ليدل شوي چې له وسله والو مخالفانو سره هغې وسلې دي چې هغه له افغان او بهرني امنيتي ځواک سره شتون لري. وسله وال دا وسلې له کومه کوي؟

څوک يې ورکوي او له چا يې اخلي؟

جنګ ولې ورځ بلې اږديږي؟

دا څنګه وسله وال دي چې له لسيزو راهيسي يې جنګ روان کړی دی خو وسله او مهمات يې خلاص نه شول؟

آيا ملاتړي يې يوازې بهرني هيوادونه دي او که په کور دننه هم خواخوږي لري؟

دا ټولې هغه پوښتنې دي چې مستقيماً حکومت او نظام ته راجع دي، حکومت بايد چوپ پاتې نه شي او د ارزګان د پيښې اړوند دقيقې پلټنې وکړي څو معلوم کړي چې په کور دننه د وسله والو خواخوږي څوک دي چې په لوی لاس ورته وسله ورکوي، سيمې پريږدې او پوستې ورته پرته له مقاومته تسليموي.

لیکنه : خوشحال آصفي