خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

دستراتیژۍ د ادامی له نهو برخو څخه یوه برخه ده

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک ، لندن د اکتوبر دریه ۲۰۱۶ کال

جنګ څه ته وایی ::: موضوع ډیره پخوا په سایټوکې ما نشر کړی وه ، خو نن ېې د ځوان نسل له پاره بیا نشر ته سپارم ځکه نن وضعیت اجابوی چې زموږ ځوانان یو ځلې بیا دغو موضوع ته توجه وکړي.

دسیاست په مخ بیولو ته په بله شیوه جنګ وايي ، ګویا جنګ په خپله یو ډول سیاست دی ، کله چې سیاست ناکامیژي د هغو په مخ بیولو ته یا ادامي ته جنګ وايي، او زور آوران دزوره کار اخلي او هرکله چې په جنګ کې بریالی شول بیرته سیاست ته رجوع کوي او طرف مقابل یعنی ضعیف یا ماتې خوړلۍ طرف خبرو او تسلیمۍ ته او هرډول معاهدې یا قرارداد ته مجبوروی لکه انګریزانو چې دغه کارونه په موږ په طول دتاریخ کې کړي یا په صدام حسین یا په لیبیا یا امریکا په افغانانو همدا نن اخته ده او کوی ېې ، دغه ټول دجنګ او سیاست ادامه ده او دغه کار په پاکستان د جنرال ټیکه خان په تسلیمیدو سره دهندوستان قهرمان پوځ او حکومت له خوانه هم تحمیل  او عملی شوو .

ډیر ګټه وړ جنګ هغه دی چې د هیوادو نه بهر د دشمن په خاوره کې اجراکیژي لکه نن چې غرب زموږ خاورې ته جنګ را وړۍاو زموږ له پاره دغه ډول جنګ چې زموږ د دروازو تر شاه دوام لري خونین ترین او زشترین ، وحشي ترین ، خونین ترین ، جنایتکارترین ، چپاولګرترین ، جنګ بلل کیژي.

د ستراتیژۍ ډولونه : –

اول : –  د رخنې یا درز یا شق ستراتیژي ::-   دغه ستراتیژي په سیاسي – اقتصادي – نظامی – اجتماعی  برخوکې تر سره کیژي.

یو سیاست مدار ، یو ریس جمهور ، یو وزیر دفاع ، یو قوماندان د قطعی ، ځان ته هدف تعینوي او دهغو هدف د لاس ته راوړلو په خاطردهغو هیواد خلک – یا منطقی خلک – یا یو قوم – یا یو ملت ، د ځان طرفداران په رفاقت ،یا په مهمانیو ، یا په پیسو ، یا په نورو ناروا کارو ، یا په تهدید د ځان پلویان کوي او بیا په کلي- شهر – ولایت او هیواد کې د ننه په حساب د ( تقسیم کړه تفرقه واچوه حکومت وکړه ) تیوري تطبیقوي او هر هغه بل لورۍ یا مقابل طرف چې دهغو را څملول یا مغلوبول دده هدف دی په دغو ډول را څملوي ، نن هم په انتخاباتي کمپاین کې د ریاست جمهور د ټاکلو د پاره ددغو شق ستراتیژۍ نه استفاده کیژي په دغو ډول ستراتیژۍ کې هیڅ دول معاملې ته باید اشرف غني احمد زۍ تن نه وۍ ورکړي  یعنی تسلیم شوۍ نهوای  لکه ده چی ویل ماشرکت سهامی نمی سازیم ، خو ډیر ژر ېې جوړ کړو ، او رسما ېې صرف د مقام په خاطر ننګینه معامله وکړه ، شق یا درز ېې قصدی په هیواد کی را منځ ته کړو چې دوه کاله دواړه ( ع او غ ) نه سره جوړیژي ،اوس دواړه سیاست مداران خرڅ شوی او ګوډاګیان شمیرل کیژي  .

یو بل مثال لکه طالبانو چې ويل که زموږ نه طرفدارۍ کوۍ نو تاسې موږ غونته یاست او سپین یاست که موږ نه تاییدوۍ نو تاسې زموږ مخالفین یاست یعنی تور یاست ،په افغانستان کې شعله یانو همیشه د شق له تیورۍ نه استفاده کوله ،د شق په ستراتیژۍ کې نړۍ دوه رنګه ( تور او سپین ) نه لري بلکه نړي ( توره او سپینه ده ) دغه تیورۍ ته ماویستانو دومره انکشاف ورکړۍ او تبلیغوي ېې چې په هیڅ وجه د صلحې او اشتې لاره هلته نه پاتې کیژي ، د ټولو ستراتیژیو اساسي هدف دادی چې د مقابل طرف په روحیاتو کې ویره او ترس ایجاد کا ، مثلا طالبانو ویل هیڅوک تلویزیون نه شي کتلای او اوریدلای ولو که هلته دقران پاک تلات هم کیدو ، ځکه دوی ته عکس – دیوه چا شودل د تلویزیون په پرده حرام وو او بیا دوی فکرکولو چې شاید وروسته له ختم دقران څخه دوی نور سکس یا فرنو ګرافی فیلمونه وویني.

د جنګ په وخت کې قوماندانان مخکي له شروع د جنګه خپلو مادونانو ته د ( که ) کلمه په خبروکې نه استعمالوي بلکه وايي ( ازبین رفتن شما در جنګ افتخار افرین است زیرا شما شهید می شوید وراسا به جنت می روید)  وبرعکس مرګ صفوف دشمن ذلت بار وننګین است وبه دوزخ می روند ،په اطلاعاتی برخو کې ،  ددشمن په صفوف کې دشق مساله ډیره مهمه ده ځکه موږ دهغو د  روش نه په آینده کې دیره استفاده کوو

 زموږ په هیواد کې دشق له تیورۍ نه استفاده مثلا دکتور عبدالله عبدالله د اشرف غني سره په کمپاین کې څو واري تکرار کړل چې ما به هیچ نوع معامله حاضر نیستیم ونمی شویم ، درحال که به خاطر صدارت معامله کرد و از انتخابات بردګی خود نیز تیر شد و باز دکتور عبدالله عبدالله د طالبانو په ضد تبلیغاتی کمپاین کې دشق دغه درامه دکابل په شهر کې عملی کړې وه ( ده ویل زموږ دجمیعت اسلامی قهرمان۵۰۰ ایزه دله چریکان شهر ته ننوتلي تر څو د طالبانو په مورچلو حملې وکړي او د طالبانو مورال خراب کړي ، اما دده اصلی هدف دا وو چې چریکانو د مسعود د طرفدارانو کورونه تلاشي کول او ځنې ېې وژل ، ځکه یو تعدا د مسعود طرفداران  له ویرې یو تعداد  دپیسوپه مقابل کې طالبانو ته تسلیم شوي وو اود طالبانو په ضد  نه جنګیدل او یو تعداد ېې خپلو نورو دشمال ټلوالې مجاهدینو ته تبلیغ کولو چې حتما زموږ سره وتښتۍ ډیر زیات ېې وهڅول چې دکابل نه ووزي او مخ په شمالي عقب نشیني وکړه چې د جنرال رازق په خبره دیوه ملا دادالله د ویرې تر کولاب هم تیر شول ، او ددوی جنګی روحیه د طالبانو په وړاندې چې جنګ ته ادامه ورکړي نا کامه شوه ، ځکه د طالبانو شق نسبت جمیعت ته قوي وو طالبانو ویل ( جمیعت یان او مجاهدین غله – چپاولګران – رشوت خواره او مسلمانان نه دي او د افغانستان خلک ېې تر پزي را وستلی دی ) او په رشتیا  خلک دجمیعت نه تر پزې راغلي وو لکه همدا نن چی خلک د ددوی نه تر پزې را غلی او ډیره لری نه ده چی بیا د طالبانو او حکمتیار په رحبرۍ دوی دا وار تر ایران او امریکا تیر شی ، ما ته د احمد شاه مسعود تیښته او په مجموع کی د ټولو مجاهدینو درهبرانو تیښته معلومه ده ، استاد سیاف هسي برباډې وهی چی ما پیروزشده ګان و فلان وبیست مدان هستیم ډیر ژر به د طالبانو په راتګ سره یو نوۍ نظم ټینګیژي زه عقیده لرم چی دغه کار کیژي ، ځکه په خپله د پنجشیر او شمالی سیاست مدارانو ډیره لنډه منډه وکړه او ډیر ناکاره او غلط سیاست ېې غوره کړو او داسې نا جایزه دزور او توپک دخولې نه ېې کارونه وکړل چې ډیر ژر به یا ووژل شی یا به محکمو ته حواله شی او جایدادونه به ېې ملی شی ، داتقدیر دی نه بدلیژي ؟؟؟  او خلک مخصوصا پشتانه ۹۹٪ ورنه ناراضه او ورسره مخالف دی.

بل مثال د ترکي او امین په دوران کې یو وارې د کابل په شهر کې په مجموعی ډول د شپې لخوانه د ( ا لله اکبر – نعره تکبیر ) اواز  په کوڅو – جوماتو – او دکورو د بامو د سره دلوډ سپیکرو په ذریعه  د نیم ساعت له پاره خپور شوو ، ډیر خلک نه پوهیدل چې دا څوک دی – د کومې ایدیالوژۍ طرفداران دی – هدف ېې څه دی – څوک ېې تر شا ولاړ دی ، دایو خطرناک شق وو ، دغو ډول شق ته غریزه يي شق هم وايي ، غریزوي په معني د دې دی چې بې شعوره لکه د کارګانو په سیل کې چې په یوه پټي که ناست وې ناببره یو کارګه ( کغ ) وهي او پورته کیژی دغه نور د کارګانو سیل هم بیدون له دې نه چې فکر وکړي او علت معلوم کړي چې ولې هغو یوه کارګه ( کغ ) وهل ، بیدون له تصوره او فکره دیوه سره ټول الوزي او (کغ ) نارې وهي ، ټول عمر مجاهدینو د الله اکبر او نعره تکبیر ناري بی سنجسه او بیدون له منطقه وهلی دی ، یوه کارګه (کغ وهل ) مرګ به حامد کرزۍ نورو هم دیوه سره وویل مرګ به کرزۍ ، یوه هم فکر ونه کړو چی ولې ، کرزي خو اقلا ډیر مثبت کارونه کړی ، ولې دهغو هرڅه نادیده وشمیرل شی ، اوس ېې نتیجه ګوره چې جنرال رزاق او د ولایتو خلک راپورته شوی او څه وایی ؟؟

یا لکه خمیني چې ویل( من به پوز حکومت فعلی می زنم) ما امدیم که حکومت بسازیم ولې نه ګفت ( اګر )حکومت سابق به ما تسلیم شود ما انها را عفوه می کنیم ویا باانها سازش می کنیم.

 ولي جنګونه پیښېژي

 هر کله چې سیاست مداران یا حکومتونه په خپلو سیاستوکې ناکام شي نو بیا مخه جنګ ته کوي او په زور خپله اراده په دشمنانو تحمیلوي ،دنړۍ خورا لوی قهرمانان جنګ رامنځ ته کړي دی ، انسانان همیشه خپل غرور – عزت – لوړتیا او شخصیت د جنګ په ګټلو کې شمیري ډیر نژدې تاریخ ته ځیر شۍ ( یهودانو ) د مصر او سوريي دوه لوی قدرتونه په ۱۹۶۷ کې په ګونډو کړل ، علت ېې دا وو چې یهودان ډیر متعهد – با اراده – مصمم – او قوي خلک وو او ډیر زیات مبتکرین د ژوند په ټولو برخو کې لري همدا رنګه انګریزانو د نړۍ هیوادونه یو پر بل پسې اشغال کړل او د دوی په مستعمرو کې لمر نه لویدو ،او د انګریزانو ښه تاکتیک هم داوو چې جنګ ېې ددشمن په خاوره کې عملي کولو لکه نن په افغانستان کې ( هر څه زمو تخریبیژي – لوټ کیژي –  دواړو طرفو ته افغانان وژل کیژي – نوې وسلي او محاربوی تخنیک ازمایل کیژي زموږ هیواد د شرق او غرب دوسلو دازمایشو پولیګون دی – زموږ خلک ورته لکه اجیر او نوکرخدمت  کوي – تطمع کوي ېې – او هر څه چې لرو دوی ېې نر غونته خپل هیواد ته وړي ، یورانیم ، لیتیم ، قیمتی ډبری ، چرس ، هیرویین ، تریاک ، انتیک باب ، وغیره )  څوک ېې مخه نه شي نیولای لوی هیوادونه او ملتونه هغو ته وايي چې مخکې له مخکې خپل هیواد او خلک (  ددشمن په اهدافو – تاکتیکو – توطیو – محاربوی تخنیک – لوژستیکي زخایرو –  د دشمن دسربازانو په مورال او معنویاتوّ  خبر کړي او مخکې له حملې هر څه خنثي کړي ) ، چې متاسفانه زموږ حکومت او زموږ خلک او زموږ وسله وال پوځ وزیران چې یو هم متخصص – تحصیل کرده او وطن پرستان نه دی او دوطن پرستی روحیه او خصلت او سویه نه لري او باید زده ېې کا او ځانونه اماده کا.

دهندوستان میړنۍ صدراعظمی اندرا ګاندي  ویل ( هندوستان یو غریب او بې حماېې هیواد وو او تل دزور آورانو له خوا نه اشغالیدو او خلکو ېې په اسارت – ظلم – ترور – وحشت – فقر – بې اتفاقۍ – بیسیوادۍ کې ژوند کولو ، خو نن موږ چې د مدرني تخنالوجۍ خاوندان یو – موږ اتومی وسله لرو – او پوه باسیواد خلک لرو ډیر مدرن او پیاوړۍ وسله وال قووت لرو لکه چې جنرال تیکه خان د پاکستان مشهور جنرال د ۲۳۰۰۰ کمو زیاتو سربازانو او افسرانو په شمول د بنګله دیش په سر جنګ کې موږ تسلیمۍ ته وادار کړو همدا وجه ده چې موږ دنړۍ یو برجسته قدرت یو او هیڅوک په موږ حمله نه شي کولای او زموږ افسرانود جنګ شکلونه او مهارتونه ډیر ښه زده کړي دی او زه لیکونکۍ هم د شاهد په ډول وایم چې هند نن یو عظیم قوت دی هم په نظامی برخه کې او هم په اقتصادی او کلتوری برخو کې ځکه ما هم په هندوستان کې ارکانحربي اخیستې ده او دهغو هیواد بریاوې می عملا لیدلې دي او سبب د ټولو بریالیتوبو دهندوستان زعامت وو افغانانو تر ننه زعامت مخصوصا دجهاد په ۳۸ کالو کې هیڅ نه درلودلو امید واره یم په راتلونکو انتخاباتوکې یو اصیل افغان – وطن پرست افغان – تحصیل کرده افغان – با تجربه افغان – غیر مجاهد افغان – داسې افغان وټاکۍ چې متعصب نه وي – رشوت خور نه وي او لاسونه ېې په وینو سره نه وي