دوردګو ولایت ځوان نسل ته یو پیغام

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن د سپتامبر ۱۵مه ۲۰۱۶ کال .
ځوان هغه دی چې د ځوان فکر خاوند وی نه هغه چې د اوهامو په دام بند وی
سل ځوانان د د هغو زاړه قربان شي چې خاوند دنوی خوند او نوی رنګ وي
ځوانان د هیواد نیمایی نفوس جوړوی او د وردګو ځوان نسل نسبت د نورو ولایتو ځوانانو ته ډیر لایق ، تحصیل کرده او زیار ایستونکی دی ، خو نن سبا وینم چې لومړۍ مقام د ځوانانو په منځ کې د هزاره ملیت ځوانانو تر لاسه کړۍ دی ، چې دا هم دوطن یو افتخار بولم ، ځوانان کولای شي د هر ولایت د خلکو د ژوند سطحې ته تغیر ورکولای شی ، تر اوسه هغه څه چې ځوان نسل نه دی تر سره کړی عبارت دی له :::
۱ – دکلیو او ولسوالیو د خلکو په منځ کې ځوانانو خپله وظیفه نه ده تر سره کړې ، مثلا یوه شاګرد یا یوه محصل یا یوه دولتی مامور ( خپله مور او پلار یا تره یا کوم یو بل ) کلیوال وطندار چی بیسیواده وو نه دی باسیواده کړۍ ، په داسې حال کې چې ځوانانو که دغه ۱۵ کاله د ځپلو کورنیو بیسیوادان باسیواده کړی وای نن به په وردګو یانورو ولایتو کی یو بیسیواده هم شتون نه درلودلو ، دولت هم دلته ډیره ناغیړی کړی ده ځکه دولت د کلیو ملانو او په کلیو کی مامورینو ، محصلینو او باسیواده کسانو ته وظیفه نه وه سپارلی چی هر باسیواده باید د کلی دری نفره باسیواده کړی او ملانو ته اقلا د میاشتې ۵۰۰۰ افغانیو معاش تعین او دغه وظیفه تر سره کړی ، زه سر له ننه د وردګو ځوانانو ته د باسیوادی دنده ور سپارم او پیشنهاد کوم چې هر ځوان باید دوه یا دری نفره ددریو کالو په موده کی باسیواده کړی .
۲ – د افغانستان دخلکو له پاره ډیره مهمه او ډیره قوی وسله د پوهاوی ( تحصیل ) او سیواد زده کول دی ، هر څومره چی ولسونه باسیواده شی هغومره ددوی شعور او فکر تغیر کوی او همیشه د جهل او نادانۍ څخه ځانونه ساتي ، زما عقیده داده چې زما وطنداران وردګ د یوه سره دغه مهمه وسله تر لاسه کړی ، ګویا د سیواد له نعمته برخورداره شی او همیشه د تاریخی دشمنانو رنګ ، رنګ نیرنګونه او توطیی شنډی کا او نور هیڅکله د تبلیغیانو او منافقو دیوبندی ملانو ( د پاکستان –ایران او عربانو )، تر تبلیغاتو لاندې را نه شی ، بله مهمه خبره داده چې د وردګو ځوانان ، سپین ګیري او لویان په خپلو کلیو کی یوه بیګانه ، حتی د نورو ولایتو ( مجاهدینو – طالبانو – داعشیانو ) ته د ورځي یا شپي تیرولو اجازه ور نه کړی او هر ګز ېې فریب ونه خوری ، زموږ ځوانان باید په خپله د ژوند ټولي لاری او چارې سمبال او اداره کړي ، ځکه زموږ د ځوانانو استعدادونه تر بل هر چا نه لوړ او ډیر ښه دی د هر کلی ملک – ملا – مولوی – سپین یرۍ – خان – مشران وظیفه لری چی د خپل کلی امنیت وساتی او یو بیګانه ته په کلی کی د تبلیغ او تحریکاتو اجازه ور نه کړی .
۳ – زموږ دوردګو ولایت معارف او تحصیلی ادارو ته پیشنهاد کوم تر څو د هغو طلابو او محصیلینو چې دوی اول نمره یا دوهم او دریم نمره دی ، یا ددوی په منځ کې مخترعین ، نوښتګر او مبتکر ځوانان وی دهغوی له پاره یوه علیحده فاکولته یا یو علیحده کالج خلاص کړی او دغه محصلین د لیلېې په ډول هلته د ډیرو نورو امتیازاتو په لرلو سره ونازوی او ورته ( مدرن لابراتوارونه – تجربه ځایونه – ورکشاپونه او مواد ېې ) برابر کړی تر څو مخترعین هلته خپلې تجربی او کارونه عملی کړی ، ډیره هڅه وکړی تر څو په دفاعی برخو کی تجسس او پلټنه وکړي او د وسله وال پوځ له پاره مهي وسلی او محاربوی تخنیک اختراع او دولت ته د هغو دتولید موضوعات پیشنهاد کړی .
۴ – دوردګو ځوانان باید په ولسوالیو او ولایت کی او خاصتا د کابل په شهر کی د امنیتی وضعی د تغیر – د صلحی د راوستو – د اقتصادی پرمختیا او د پروژو د اولیتو او د هغو د شروع کولو پیشنهاد دولت او ریاست اجرایه ته پیشنهاد کړی ، زموږ ځوانان او سپين ګیری باید دیوه نمونه ولایت په حیث د صلحی په راوستلو کی سرغنه او نمونه شی ، مه پریږدی هغه ځوانان چی ددشمنانو په لیکو کی ځانونه شامل یا راجستر کړی ، کوشش وکړی ځوانان د جنګ – بم ګذارۍ – انتحاري – او لارو نیولو او قطارو ته اور ور اچولو نه ځانونه وژغوری او دیوه با فرهنګه ، مترقی ، وطن پرست ، تحصیل کرده ، پوه ، اصیل افغان او د ( محمد جان خان – کریم خان – وزیر غلامحمد خان – ملا مشک عالم )غوتنه لوی تاریخی او د افتخاره ډګ نامونه وګټۍ ، کوشش وکړی چې د وردګو ولایت په ظرف د یوه کال کی د نمونه ، صلح امیز ، متمدنه ، بافرهنګه او باسیواده ، مخترعینو او نوښتګرو ځوانانو په موجودیت سره د افغانستان نورو ولایتو او د نړی خلکو ته معرفی کړی ، هلته به موږ لوی ویاړ ولرو ، زموږ ملان او مولیان او لوی سپین ګیری او مشران باید د ځوانانو د تشویق له پاره په هر کلی او ولسوالۍ کی دوی تشویق او حمایت کړي .
۵ – کوشش وکړۍ زموږ د تحصیل یافته – متخصصو – پاکو – وطنپرستانو له جملی نه که په خارج کی دی یا په داخل کی یوه نفر د راتلونکی ریس جمهور په حیث معرفی او حمایت کړۍ او د افغانستان ټولو خلکو ته په پورتنیو کارو خپل عزم او اراده تمثیل کړۍ ، زما په نظر ډیر ښه کاندید به د ( رحمت الله نبیل کاندیداتوری وی ) ، نو که مو خوښه وی دغه لیک هر چیرته چې څوک پیژنۍ واستوۍ یا ېې شیر کړی ، الله پاک مو په دغه مقدس ستر جهاد کی بریالی کړه ، امین .