سور کابل
![](https://mashal.org/media/Khalil.jpg)
سیلاب د سرو وینو نن وړی کابل
بیا یې په سرو وینو لړلی کابل
د کومې خوا دغه بلا راغلله
پرون په ما نن په تا راغلله
دا خدایزه چا په نښه کړي کابل
اوس تور دودنه دې څه نه وینمه
خورې ورې دې تورې تیارې اسمان نه وینمه!
کابله ستا خواته به نه درځمه
دود د بمونو دې خوړلی کابل
دی ړنګیدلی، ژړیدلی و ډیر
نن خو یې بیا بیا دی ژړیولی کابل
نه مې چا ګل نه یې کابل پریښودو
نه يې اشنا نه یې اوربل پریښودو
ورته سپرلی یې خزان کړي کابل
دلته که سل مړه کیږي، هلته که تل مړه کیږي
دا افغانان زمونږه خپل مړه کیږي
ساپيه! څومره د چا دی پوروړی کابل؟
ت. ساپی