خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

د اوښکو باران

کوچنی ورور مې د سلگیو په باران کې په منډو منډو له بهره کورته راننوت!

مورجانې مې په خورا خواخوږي او مینې خوا ته راوړندې کړ، ویې ویل: ځویه (زویه) ولې ژاړې؟
چا در سره جنګ کړی؟

چا وهلی یې؟ 

ولې زړګیه!

داسې په چغو چغو ژاړې؟ موردې له تا کُربان شي.

ورورکي مې ښه زړه تش کړ، او بیا یې وویل چې: هغه د ګاوڼډي ځوئ سره مې د چرګ ورون ولید او تری ومې غوښت؛ هغه د یوې ډیرې مهربانې کورنۍ نه و؛ سمه درنه څپیړه یې راکړه، سر مې تاو شو او په سترګو مې توره شپه شوه، نور یې د کور په لور منډه کړه.

د مور په سترګو کې می اوښکو لارې جوړې کړې او له ننګه یې وویل؛: خیر دی؛ ځویه ماما ته به دې ووایم چې راتلونکې ورځ درته پوره چرګ راوړي. ورور مې ددې خبرې په اورید څه دمه شو.
مورکۍ  په خندا شوه او هغه یې خوا ته نژدي کړ؛ وویې ویل:

ائ ځوی جانه!

 نن به درته هګۍ پخې کړم او بیا بله ورځ به درته چرګ پوخ کړم.

زمونږ په کور کې فقط دوه هګۍ وي. ورور مې اوس هګۍ غوښتې. هغه ولاړه او پنځوس روپۍ چې پرون باباجان ورکړې وې له همیانۍ را واخیستې او را یې کړي؛ چې یو کیلو غوړي راوړه او هټیوال ته ووایه چې مونږ دلته نږدې د هټۍ تر څنګ اوسو، انشالله باقې روپۍ به بیا درکړو.

له کوره راووتم او د هټۍ په لوري روان شوم، سخت مایوسیت او خواشینۍ په مخه کړی وم؛ چې زه او ورور مې ولې داسې د یتیمۍ ظالمې څپړې په خورا کچه عمر کې وهلي یو. حال دا چې زه خو لږ پوهیدم؛ خو هغه کوچنی عبدالله بیا په هیڅ هم نه و خبر، صرف خوړل، څښل او ساعتری یي زده و او بس.

دهمدې فکرونو او ننګونو د څپو په ملتیا هټۍ ته ورسیدم او له هټیوال مې د غوړو پاکټ را واخیست او پنځوس افغانۍ مې ورکړې او ورته مې وویل چې مونږ ستا ترچم پراته یو باقې پیسې به بیا درکړم. هټیوال وپوښتل چې پلار دې څه نومیږی او څه دنده لري؟ که تا پیسې رانکړې نو بیا به دې له پلاره څخه وغواړم. نور نو د مایوسۍ او بې وسۍ وريځې ځما د مخ پر مځکې داسې مظلومانه باران پیل کړ، چې اوښکې مې بې اختیاره بهیدلې. 

هټیوال هک پک شو او یې ویل: چې ما خو تا ته داسې څه ندي ویلي چې ګواکې ستاسو احساسات مې پارولي وي، ما وویل چی نه کاکا تاسو په حق یاست، تاسو باید دا پوښته کړې وای او ما د دې پوښتنې انتظار درلود؛ خو له بده مرغه ځما پلار نشته!

هغه د ګلیو په باران او په خورا مظلومتیا شهید شو دی. هټیوال چې په زړه نازک او نرم بریښیده، د لوړې عاطفې او ستر انساني احساس درلودنکی شخصیت وه سخت یې وژړل او ځما په سر یې د شفقت او ترحم لاس کش کړ او وې ویل: چې خیر دی بچیه!

دا غوړي همداسي یوسه او کله ناکله چې پیسې درسره نه وې راځه سودا وړه؛ څه وخت دې چې پیسې پیدا کولې نو راوړې. له دوکانه راسره راووت په سر یې راته لاس راکش کړ او رخصت یې کړم خو ما لا څو ګامه نه وه اخیستي چې چيغي مې ترغوږو شوې چې مخ مې ورواړه هغه  د شفقت او د مهربانۍ دنګه ونه چې تر اوسه یې هغه د مینې ډک الفاظ او منوره څیره زما په ذهن کې څرخیدله د نامردو او مزدورو لخوا په بیرحمۍ سره شهید شو. په خپلو ګنهګارو سترګو مې د هغه ښکلی بشره ولیده چې همالته په خپلو وینه کې پروت و تا به ویل چې د وینو په حمام کې ارام ویده دی. دیخوا مې دوکان ته سترګې خښی کړي هغوي له دوکان څخه پیسې واخستي؛ په چټکي سره له دوکان څخه ووتل او موټر سیکل یې په مخامخ کوڅه بوت.  


لیکوال: پوهیالی خلیل الله توحیدیار صافی