خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

پاکستان به د طالبانو نوی مشر ټاکې؛ خو څوک ؟

په داسې حال کې چې افغان حکومت او امريکا وايي چې د طالبانو مشر، ملا اختر محمد منصور، د شنبې په ورځ د پاکستان په خاورې کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو؛ خو پاکستان او وسله وال طالبان د ملا منصور وژل کيدل نه تايدوي.

طالبان خو ځکه د ملا منصور وژل کيدل نه تايدوي چې پر ليکو او وسله والو يې منفي اغيز ونه ښندي خو دا چې ولې پاکستان د ملا منصور وژنه نه تايدوي ښايې ددې لپاره وي چې پر نړيواله کچه يې بيا نوم د ترهګرو ساتونکی ثابت نه شي او همداشان استخباراتي اداره (آی ايس آی) يې يوه ناخبره او د استخباراتي معلوماتو له مخې کمزورې ثابت نه شي. ځکه دا لومړی ځل نه دی چې طالب لوړپوړي مشران په پاکستان کې په نښه کيږي بلکې له دې وړاندې په ایبټ آباد کې د القاعده مشر اسامه بن لادن ، په کراچۍ ښار کې د ملا عمر مړینه او اوس په بلوچستان کې د ملا منصور وژل کېدل دا په ډاګه کوي چې پاکستان د ترهګرو ملاتړی، پناه ورکوونکی او روزونکی هيواد دی.

دا چې د ملا منصور د وژنې سره به د وسله والو طالبانو په پاليسي، نظرياتو او جنګي تاکتيک کې بدلون راشي او که نه؛ دا به وروسته څرګنده شي خو پوښتنه دا ده چې له دې وروسته به يې مشري څوک په غاړه اخلي؟ د ملا منصور د مرستيالانو له جملې څخه شيخ مولوی هیبت الله آخوندزاده او که سراج الدين حقاني؟  نوی مشر به يې لکه د تير په څېر بيا هم پاکستان ټاکي او که بيا به يې هم پر ټاکلو د طالبانو تر منځ ناندرۍ روانې وي؟

د راپورونو پر اساس حقاني شبکه، چې له القاعده شبکې او طالبانو سره نږدې اړيکې لري، د افغان طالبانو يو له تر ټولو زیاتې فعاله ډلې ګڼل کېږي، چې افغان دولت او نړۍ يې اوس هم د پاکستان څارګرې ادارې پر ملاتړ تورنوي، خو پاکستان بیا دا نه مني. دلته ځينې نور څو لاملونه هم شتون لري چې دا احتمال زياتوي چې ګويا د ملا منصور تر وژل کیدا وروسته به د دغې ډلې مشري به د ملا منصور مرستيال سراج الدين حقاني پر غاړه واخلي.

لومړی : دا چې د حقاني شبکې پخوانی مشر جلال الدين حقاني د پخواني شوروي يرغل پر وړاندې د جهاد پر مهال د افغان مجاهدينو له مهمو مشرانو څخه نو ويلای شو چې دغه ډله په طالبانو کې له پخوا راهيسې پراخ نفوذ لري او طالبان او پاکستان هم همدا غواړي چې داسې څوک د طالبانو مشري په غاړه واخلي چې ټول پرې راټول شي.

دويم : په افغنستان کې تر ډيره د ترسره شويو ځانمرګو او موټر بم چاودونو پړه په حقاني شبکه اچول کيږي او د معلوماتو له مخې دغه ډله د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمو کې زيات فعاليت لري. هر کله چې په افغانستان کې خونړي ځانمرګي او موټربم چاوندې شوې دي؛ تر ډيره ويل کيږي چې د له ډيورنډه هاخوا په پاکستان کې طرحه شوي دي نو ويلای شو چې د افغانستان په بربادۍ کې لوی لاس د پاکستان دی او پاکستان دغه بربادي د حقاني شبکې پر مټ کوي. ځکه حقاني شبکه د اسلام آباد لپاره يوه «ستراتيزيکي وسيله ده» چي له هغي څخه په استفادي سره غواړي د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کې امنيت وګواښي. دغه شبکه د پاکستان د بشپړ کنټرول او حاکميت لاندې ده نو په پوره ډاډ سره ويلای شو چې پاکستان به د طالبانو نوی مشر سراج الدين حقاني وټاکي.

دريم : حقاني شبکه د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمو کې يوه جګړه ماره پوځي ډله ده چې د ناټو، امريکا او افغان دولت پر وړاندې عمليات پلانوي چې په افغانستان کې د طالبانو لوی اهداف هم همدا دي. بل لور ته ويل کيږي حقاني شبکه له طالبانو سره ډېرې نږدې اړيکي لري نو همدا د دې لامل کيږي چې نوي مشري يې هم سراج الدين حقاني پر غاړه واخلي.

دا مهمه نه ده چې د ملا منصور تر وژل کيدو وروسته د طالبانو مشري څوک کوي؛ مهمه دا ده چې افغان دولت له دغې فرصته څنګه ګټه اخيستلای شي.

لیکنه : خوشحال آصفي