خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

د سرپرستۍ دوام؛ متفکر پرله پسې ژمنې ماتوي

په داسې حال کې چې دمګړۍ د هيواد په لوړه او ټیټه کچه  ډېری دولتي ادارې او ولایتونه د سرپرستانو له لوري اداره کیږي، د شريک حکومت مشر غني د دفاع وزارت او د ملي امنیت د ریاست لپاره نوي سرپرستان معرفي کړل. غني د دفاع وزارت د ستر درستیز د ارکان رئيس عبدالله خان د دفاع وزارت د سرپرست په توګه او معصوم ستانکزی د ملي امنیت د عمومي رياست د سرپرست په توګه ټاکل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني نږدې دوه اونۍ وړاندې ملي شورا ته د خبرو پرمهال ژمنه وکړه، چې د ملي امنیت او ملي دفاع وزارت لپاره به نوي نوماندان معرفي کیږي او د سرپرستۍ دود به پای ته رسوي.

ولسمشر غني ملي شورا او ولس ته خپل کړې ژمنه يو ځل بيا هيره کړه او  یوځل بیا يې ملي امنیت او ملي دفاع وزارت لپاره نوي سرپرستان معرفي شول. په داسې حال کې چې د هيواد امنيتي وضعيت ترينګلی دى؛ دوې مهمې امنيتي ادارې (دفاع وزارت او ملي امنيت رياست) د ملي يووالي حکومت له جوړېدو وروسته تر اوسه پورې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي. د افغانستان د اساسي قانون له مخې؛ هيڅ مسوول سرپرست له پنځه څلوېښت ورځو زیات خپل کار ته دوام نه شي ورکولای خو د ملي يووالي حکومت؛ په حکومتي اداراتو کې سرپرستي په يو فرهنګ بدله کړې ده او دا دی د حکومت له تقريباً دوه کلنې دورې وروسته اوس هم د هيواد په کچه دوه مهمو امنيتي بنسټونو ته سرپرستان معرفي شول. دغې چارې نه یوازې په ډیرو دولتي ادارو کې کاري انګېزه له منځه وړې، بلکې حکومتي چارې یې له خنډ اوځنډ سره مخ کړې دي.

اصلاً که په حقوقي بڼه وڅېړل شي، سرپرستان د ادارو په رهبرۍ کې خلاص لاس نه لري او که د ملي يووالي حکومت په اداراتو کې د سرپرستۍ فرهنګ ته د پای ټکی نه ږدي؛ دا بيا د حکومت د مشرانو له لوري د واک د انحصار په معنا دی چې نه غواړي څوکۍ خوشې کړي او بل وړ کس پر دنده وګمارل شي. همداشان د پوځي کارپوهانو په باور په امنیتي سکټور کې د سرپرستۍ دوام د جګړې په میدان کې د افغان ځواکونو پر مورال بده او معکوسه اغېزه کوي. په دولتي اداراتو کې د سرپرستانو د کار دوام تر ډيره باعث شوی چې پر حکومت باندې د ولس باور راکم شي.

د ملي يووالي په نوم د شريک حکومت مشران څه فکر کوي چې آيا په هیواد کې قحط الرجال راغلی او هيڅ داسې څوک نه پيدا کيږي چې په يادو پوسټونو وګمارل شي؟ دوی ښاغلو خو د حکومت د کار په پيل کې ويلې چې په پنځه څلوېښت ورځو کې به پوره مسلکي او د کار اهله کابينه جوړوي. اوس لکه چې په ټول هيواد کې د ولسمشر لپاره په کار پوه، وړ او مسلکي څوک نه پيدا کيږي چې د سرپرستۍ سريال ته همداسې دوام ورکوي او د سرپرستانو پر ځای نور نوي سرپرستان معرفي کوي؟

د ولسمشر له لوري د ملي دفاع وزارت او د ملي امنيت رياست ته نوي نومول شوي سرپرستان؛ نوې څېرې نه دي بلکې دواړو ښاغلو افغان ولس ته خپله ازموينه ورکړې ده. ښاغلی عبدالله خان خو تر دې وړاندې د ستر درستیز د رییس ارکان په توګه دنده ترسره کړې ده؛ که اغېزمن وای نو په خپله تيره دنده کې به يې وړتيا ښودلې وه. همداشان ښاغلي معصوم ستانکزي هم د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر او په وروستيو کې د ملي دفاع د سرپرست وزیر په توګه دنده ترسره کوله. که ښاغلي ستانکزي په سولې عالي شورا کې يا هم په ملي دفاع وزارت کې خپله وړتيا ښودلای وای نو اوس د ملي امنيت د رياست لپاره يې ټاکل توجیه کيدل.

ولسمشر بايد دولتي ادارې او خلک نور له سرپرستانو څخه خلاص کړي، سرپرستان په مسووليت کار نه کوي او نا امني هم له حده ډېره شوې ده، حکومت بايد د امنيت د ټينګښت لپاره جدي هڅې وکړي. هر څومره چې د سرپرستانو موضوع اوږده شي په هماغه کچه په هېواد کې د ناامنيو او بې بندو باريو کچه لوړيږي. ځکه په امنيتي اداراتو کې د سرپرستانو شتون د امنيتي پرسونل په روحيه او مورال منفي اغېز کوي. د هيواد ورځ تر بلې ترينګلي امنيتي حالت ته په کتو د ګډ حکومت ولسمشر بايد د خلکو اندېښتو ته د پای ټکی کيږدي او لکه څنګه چې يې دوه اونۍ وړاندې ملي شورا ته ژمنه ورکړه چې نور به د سرپرستۍ فرهنګ ته د پای ټکی ږدي؛ بايد عملاً لاس په کار شي او ژر تر ژره يادو مهمو امنيتي ادارو ته په کار پوه، وړ او مسلکي نوي کسان وګماري. لکه څرنګه چې په دې وروستيو کې په هېواد کې د ناامنيو کچه لوړه شوې ده نو ګډ حکومت بايد د امنيت د ټينګښت لپاره لازم تدابير ونيسي.

لیکنه : خوشحال آصفي