خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

دمیړوخرپ اویاترپ داګزاودامیدان

وایې ملانصرالدین ته کوم یوه کلیوال سړي لیک راووړاوورته ویې ویل چې ملاصیب دالیک راته ولوله ملا عینکې پرسترګوکړې اولیک یې مخې ته ونیوسملاسي یې سروخوځاوه وویل چې داپه یوه نا اشنا ژبه لیکل شوی دی دالیک نه شم لوستلی. کلیوال سړي ورته وویل په دادومره غټه پګړۍ چې په سردې ده ته یو لیک هم نه شې لوستلی؟
ملاصیب سملاسي خپله پګړۍ دکلیوال پرسر ورکیښوده ورته ویې ویل که په غټه پګړۍ وي نودادی ته یې پخپله ولوله.
داڅوکاله کییږي چې افغاني مشرانوکالیواولباس ته زور ورکړی دی هسې انګیري چې درنښت اوپه خلکوکې ځان منل په لباس پوري تړلی دی چاپه درجنو.درجنورنګارنګ چپنې اوقره قلۍ زړي کړي ان چې دکرزي صاحب یوه چپنه دلندن نړیوال موزیم ته هم لاره ومونده ځینو بیا ګرد اولوغونډي سپین،خړ،نصواري،تور،نخودي رنګارنګ پاکلونه پرسروي چا کږه اوچاله کبره په ټنډه ایښي وي څوک بیاډول،ډول وریښمیني لنګۍ ورسره وریښمیني خولۍ ،جګې ټپۍ اوټوپونه پرسروي.
داځلې ولس مشر اشرف غني دولسي جرګې اومشرانوجرګې په ګډه غونډه اوداتوغوایانودشرغوبل لمانځغونډه کې دتیره وال ټوپ سره نیغه شمله پري ایښي وه په زړه پوري داچې کله به یې په تودواحساساتواوغوسه خبرې کولې په تالار کې ناستوګډونوالو دچک چکو په کړسهارکې به دولس مشرنیغه شمله هم خوزیده.زما موخه په داسې ستروغونډوکې خپل ایډیال اوسیاسي تفکر اواندیښنې په بلاغت اووضاحت سره بیانول دي داسې حرکات اوسکنات چې ناست برخه وال هرومرو چکچکې ووهي لکه چې ځیني غوړه مالان په کې تخصص لري دوینا اصلي اواهم ټکي په کې ورک شي.چیغي وهل له ناورین وروسته هیڅ درد نه دوا کوي په وطن کې ناخوالې،نادودې اوغمیزي دومره ډیرې اوپراخې شوي دي چې د کاواکه اوترینګلي حالت کابوکول اوامن رامنځته کول سالم،جدي تدبراوکلک تحکم غواړي.وایې چې دامیر عبدالرحمن دواکمنی په دوران په اندړوکې یوملا چې بوډاشوی هم ودعبدالرحمن سره سخته دوښمني درلوده اوهغه به یې په سختو ټکو غانده اومیرغضب یې باله.عبدالرحمن پخپل سخت اوجدي دسپلین کې لادمیرغضب نه هم څو ګوتې پورته واوپه دې ډول یې پیاوړی اوغښتلی ځواکمن مرکزي دولت رامنځته کړی و.خبره دملاپه اړه ده چې په ښکاره یې په هرځای کې دعبدالرحمن پرضدویناوې کولې .امیر عبدالرحمن ډیرې هلې ځلې وکړې چې ملاصیب ونیسي اوسزا ورکړي خوویې نه شوای کړای خوملادبوډاتوب اوزړښت له کبله پخپل طبیعي مرګ ومړاوجنازه یې خاوروته وسپارل شوه امیرعبدالرحمن دملاصیب له مرګه خبرشواودهغه دمقبرې دځای ځای ګي دمعلومولولپاره یې جاسوسان ولیږل په پوښتنه پلټنه یې دمتوفی ملا صیب مړستون پیدا اوپه نښه کړکله چې جاسوسان دامیرعبدالرحمن حضور ته راغلل دملا دمقبرې په اړه یې راپوروړاندې کړ.
څه موده وروسته یې بله ډله ولیږله اوجدي دستوریې ورکړچې دملاصیب مړۍ له قبره راوباسي اوویې سوزوې دعبدالرحمن حرفوي جلادانواواستازودامیر ورکړشوی دستورپلی کړدملاجسد یې داورپه لمبوکې خاورې ایرې کړ.یوچا له امیره وپوښتل چې دمړي له سزا دې موخه څه ده؟ امیر ورته وویل چې په دغه سزا نور ملایان ویروم چې زما له دوښمنی لاس په سراوعبرت واخلي.بله موخه مې داده چې دنوموړی ملا دقیامت په ورځ په روغ بدن له قبره راپورته نه شي اودالله پاک حضورته شکایت ونه کړي. عجیبه لاداده چې همدغه میرغضب امیرته چې ډیری هزاره جات یې قتل عام اوکافرستان یې نورستان کړدهغه وخت ملایانو،حضراتواوسیدانود ضیا الملت والدین لقب ورکړ.امیر دخپل ځان دوښمن ته لا په قبر کې سزا ورکوله نو هغه جنایتکاران،لوټماران اوسخت زړي ترهګرچې دپنجاب اواستکبار په دستوراوډالرو افغان مظلوم ،مسلمان اوبې وزله ولس وژني کور،کلی،حجره،دیره ښوونځۍ،پوهنتون،ټولګټي تاسیسات ورانوي په ماشوم،تورږیري،سپین ږیري ،سپین سري اوتنکیوماشومانوپه پستوستونوچاړې اوتوري راکاږي اوډله ییزي وژنې رامنځته کوي د داسي خدای دوښمنه اواسلام دوښمنه ځناوروپه وړاندې داشد مجازات پرته بله سزانه شته په دې هکله عدلي قوانین اوشرعي احکام پوره صراحت لري مجرم اوغیرمجرم باید واقعا تفکیک شي هسې نه چې په وچوپسې لمده هم وسوزوي دطالب اویادترهرګرپه پلمه کلي اوبانډې ورانې اوبې ګناه ولسونه په بې رحمی اوقساوت ووژل شي له بده مرغه ورته عملیات زیاتره دپښتنوپه کلیوالواوبې وزله سیموکې دکورنیواوبهرنیووسله والو ځواکونوله خواترسره شوي اوزړه بوږنوونکي ناتارونه اوخونړۍ غمیزي یې رامنځت کړي دي چې داهم نه بښونکی جنایت اومرتکبین یې باید دعدالت منګولوته وسپارل شي.
ترهګراودهغوځالې اوروزنځایونه هرچاته ښکاره اوتثبیت دي خوسزا زموږبې وسه اوغریب ولس اوکلیوال ویني چې دارذیلانه اونامردانه لوبه دپښتنوپرضد روانه ده اوپلان شوي جنوساید توطیه ده.
زما په اند په غټه پګړۍ کې دولس مشرغوږکڼونکي چیغي هیڅ درد اوټپ نه دواکوي اوکه بیا غوسه ناکې چیغې اغیزمنې وي هغه یې باید په خوراجسارت دجان کیري دخصمانه وساطت اوخپل سري تحکم په وړاندې ایستلي وه .افغان کړیدلی اوغمیدلی ولس ملي تدبر،سلیم تعقل اوعملي هاندوهڅوته اړتیا لري نه غورو،پرواوتش هوایي ډزوته.وګوروچې داځل دپاکستان په وړاندې زموږدوه سري اوکه دوه کیري مشران څه کوي.
ګل سوری،سوری کړم له اغزونه څه ګیله ده
خپل په اورووسوم له پردونه څه ګیله ده
دسولې دټینګښت په هیله
ب/اکبري
۲۸/۴/۲۰۱۶