خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

کابل؛ بې پوښتنې ښار

خلک له نورو ولاياتو په دې موخه کابل ته کډه کيږي چې دا د هيواد پلازمينه ده او ګويا د نورو ولايتونو په پرتله به يې دلته د آرام ژوند ساه واخلي. خو په وروستيو کې په پلازمېنې کې د ناامنیو زیاتوالي کابل ښاریان اندېښمن کړي دي. زور زیاتی، د مبایلونو تښتول او نورې غلاوې په دغه ښار کې معمولې پېښې دي، وسله والې شوکې او مرموزې وژنې، هغه موارد دي، چې ډېر خلک یې شاهدان او قربانیان دي.

په دغو ورځو کې د ناپېژاندو وسله ‎والو فعالیتونو او مرموزو وژنو په پلازمېنه کې ډېری کورنۍ د ویر په ټغر کېنولي دي، په وروستۍ پېښه کې ناپېژاندو وسله‎ والو د اباسين ځاځي په نوم تنکی ديارلس کلن کوچنی له ژونده بې برخې کړ او کورنۍ يې ورته د وير په ټغر کينوله. له دې څه موده  وړاندې د افغانستان د قاضی القضات پلار هم نا معلومو وسله والو تښتولی و چې وروسته افغان امنیتي ځواکونو د عمیلیاتو په ترڅ کې راخوشې کړ.

ويل کيږي چې کابل ښار کې ۱۷ امنیتي حوزي او نور امنیتي قطعات د ښار د امنیت د ټیګښت په موخه ځای پر ځای شوي دي او په څوارلسګونو ولسوالیو کې هره ولسوالۍ د جلا امنیه قوماندانۍ درلودنکی ده چې په ټولیزه توګه دغه د کابل د امنیه قوماندانۍ تر اغیز لاندې دي چې د امنیت د ټینګښت او د قانون د تنفذ د پاره په محلاتو کې په دنده بوخت دی؛ نو پوښتنه دا پيدا کيږي چې ولې د هيواد په پلازمينه کې سره د دې چې اووه لس امنيتي حوزې هم او ځای پر ځای امنيتي کمربندونه شتون لري ولې د دې زمينه برابره شي چې يو څوک دې اختطاف شي، يو څوک دې په مرموز ډول ووژل شي او په رڼا ورځ دې د يو چا کور او دوکان ووهل شي؟

آيا امنيتي ځواکونه مو د دغو غلو او اختطافچيانو د مخنيوي توان نه لري او که دوی هم ورسره لاس لري؟ بله ستونزه دا ده چې لومړی خو غل، ډاکو، قاتل او اختطافچي نه نيول کيږي خو که ونيول شي نو بيا پرته له قانوني مجازات کيدلو، ډير ژر خلاصيږي او بيرته خپل کار ته دوام ورکوي. له بده مرغه چې د دغه ډول قضيو تر شاه د پټو لويو لاسونو ملاتړ شتون لري او په دغو پټو لاسونو کې د سيمي زورواکي شامل دي چې له خپل قدرته ناوړه ګټه پورته کوي او د غلو او اختطافچيانو ملاتړ کوي.

دغه غله، داړه ماران او اختطافچيان خو څه پيريان نه دي چې څوک يې ونه ويني او د ښار منځ کې دې وسله والې غلاوې او انسان تښتونې ترسره کړي؛ دوی له تورو ښيښو لرونکو موټرو څخه ، له بې نمبر پليټه موټرو څخه او د کورنۍ د غړي له دولتي اسلحې څخه په استفادې د ښار په منځ کې په رڼا ورځ جنايات ترسره کوي.

د خلاصون لارې

  • په مهمو امنیتي څوکیو بايد وړ مسلکي کسان وګمارل شي او د ښار د امنيت د لا ټينګښت په موخه بايد زاړه بې کفايته چارواکي ګوښه او څارنوالۍ ته وروپيژندل شي
  • د مجرمانو لپاره بايد سخته سزا لکه عمر بند او د علني اعدام سزا وټاکل شي او د جزا حکم پرې بايد ژر تر ژره تطبيق او عملي شي څو د نورو لپاره د عبرت درس وګرځي.
  • په کابل ښار کې له لنډغرو او غير مسوله وسله والو بايد وسلې راټولې شي.
  • امنيتي ارګانونه بايد د هغه چا په اړه څېړنې ترسره او دقيق معلومات ترلاسه کړي چې ورته د وسلې د کارولو جواز ورکول کيږي. امنيتي ارګانونه بايد ډاډ ترلاسه کړي چې هغه چا ته چې د وسلې د کارولو جواز ورکوي؛ له خپلې وسلې ناقانونه ګټه نه اخلي او له غلو او اختطافچيانو سره لاس نه لري.
  • امنيتي ځواکونه بايد له موټرو څخه غير قانوني نمبر پليټونه راټول او همداراز د موټرونو تورې ښيښې سپينې کړي او که د ښيښو سپينول ورته ګران کار ښکاري نو د تلاشۍ پر مهال دې د تورو ښيښو لرونکو موټرې هم تلاشي کړي.
  • هره امنیتي حوزه بايد په اونۍ کې او یا په میاشت کې یو ځل د خپلې ساحې د امنیت د ټینګښت او د ستونزو دحل په خاطر د سیمې د لویانو او مشرانوسره غونډې جوړې کړي.
  • همدارنګه د جرمونو په کموالي کې د خلکو ونډه هم ډيره اړینه ده، خلک کولی شي، چې د پولیسو ۱۰۰ شمېرې او يا هم ۱۱۹ شميرې ته زنګ ووهي، له پولیسو سره خبرې وکړي، چې پولیس په چټکۍ سره د هغوی ستونزو ته ځان ورسوي.