‬‬نه به جنگ و نابرابری، آری به همبسته‌گی جهانی کارگران‬‬‬‬

 ‬‬‬‬اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به‌مناسبت اول ماه می، روز…

توهم برتری و بازی قدرت

«جستاری در خودبزرگ‌ بینی و بازی‌های پنهان برتری» تهیه و تدوین…

بالیستیک چی‌ست؟

چرا این واژه‌ی صفت را به جای نام اصلی کار…

طالبان؛ پیامد فساد ساختاری و سازمان یافته حکومت‌های کرزی و…

نویسننده: مهرالدین مشید از امید تا انحطاط؛ فساد ساختاری و بازگشت…

قلۀ پیروزی

از قلـب خراسـان کهـن آمده ام با یعـقوب لیث و تهمتن…

بخاطر انفاذ قانون اساسی به مثابه شاه کلید نجات افغانستان

اعلامیه و فراخوان ملی بنام خداوند حق و عدالت با اتکا بر…

 لیبرالیسم، جنبش روشنگری، و نبوغ جان لاک

john locke (1632- 1704) آرام بختیاری جان لاک ؛ آغاز تئوری تقسیم…

از ترور میر اکبر خیبر تا کودتای ثور؛ بهای سنگین…

نویسننده: مهرالدین مشید تروریکه هنوز هم مردم افغانستان بهای آن را…

با عاشقان وعارفان همصحبت!

امین الله مفکر امینی                     2026-19-04! دل منــــــور میکـــند صحبت بـــا اهلـی عشق…

اهمیت و ضرورت آسیب شناسی تاریخی ، برای امروز و فردا های…

نوشته از بصیر دهزاد   این  مقاله که در کنفرانس علمی انجمن سراسری حقوقدانان…

داستایفسکی شوروی: داستایفسکی در فرهنگ، ایدئولوژی و فلسفه شوروی

 برگردان . رحیم کاکایی سه گفتار در واکاوی جایگاه داستایفسکی، نویسنده…

در مرز سایه و روشنایی انسان

 « از عشق تا خشونت ؛ سفربه درون انسان » تهیه…

نظم نوین

رسول پویان سازش به دشمنان وحشی ننگ است افـتــادن پا بـه پنجـۀ…

از  روح الله خمینی تا هبت الله؛ دو گلوله، دو…

نویسنده: مهرالدین مشید هبت الله گلوله ای از اعماق تاریخ؛ اما…

اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

«
»

د اعدام حکم او څو مهم ټکي

وروسته له هغه چې په کابل کې د (د وري ۳۱مه) د وسله والو طالبانو له لوري خونړی برید ترسره شو او په کې په سلګونو بې ګناه افغانان ټپيان او په لسګونو ووژل شول؛ افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تيرې دوشنبې په ورځ پارلمان ته په وینا کې وويل چې ډیر ژر به په اعدام محکومو بنديانو د اعدام سزا پلي شي. که څه هم تر دې دمه معلومه نه ده چې افغان حکومت د څومره وسله والو طالبانو د اعدامولو پریکړه کړې ده او نه هم په اعدام د محکومو کسانو نوملړ رسنیو ته په لاس کې ورکول شوی دی. خو وسله والو طالبانو د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې که بندیان اعدام شول، دوی به یې په ځواب کې هغه څه ترسره کړي چې په توان یې پوره وي او عدلي ارګانونه به د دې لوړه بیه پرې کړي.

دوی همدا راز هغه ډلې او پېژندل شوي اشخاص هم ګواښلي چې د محکوم شوو طالبانو د اعدامولو غوښتنه کوي او په وینا یې د دوی په اړه هېڅ بې تفاوته نشي پاتې کېدلای. طالبانو ویلي چې دوی به دغه کسان په «کلي او جزئي توګه د نظامي اهدافو په قطار کې داخل کړي».

که څه هم د افغانستان د جګړې په تير تاريخ کې وسله والو طالبانو هر رنګه اسلامي، بشري او افغاني اصول تر پښو لاندې کړي او په ډیرې بې رحمۍ يې صحرايې محکمې پلې کړي دي خو د وسله والو طالبانو له لوري په وروستۍ خپره شوې اعلاميه تر ټولو جالبه دا ده چې دوی د بشري حقونو د دفاع پر نړیوالو ادارو، خپلواکو رسنیو، سور صلیب او نورو سازمانونو هم غږ کړی چې له خپل اثر رسوخ څخه استفاده وکړي او د ولسمشر د وروستي دريځ اړوند چې ويلي دي؛ ډير ژر دی چې په زندانونو کې پر اعدام د محکومو بنديانو د اعدام پر دوسيو به لاسليک وکړي؛ په دې اړه بې تفاوته پاتې نشي.

که د اسلام له مخې له ظالم څخه د مظلوم د حق اخيستلو اصل ته وګورو نو د ټولنې د اصلاح لپاره د وسله والو مخالفانو اړوند د ولسمشر وروستی دريځ پر ځای دی چې ويلي دي : ډیر ژر به په اعدام محکومو بنديانو د اعدام سزا پلي شي. ځکه د مجرم د خپل جرم په سزا د رسولو سره د ناحقه وينو تويولو مخنيوی کيږي ، د خپل منځې جګړې او دوښمنۍ مخنيوی کيږي او بلاخره په ټول عالم کې امن قايميږي. ځکه که مجازات وي نو قاتل د بل په قتل کې د ځان قتل بولي او په دې سره د ټولو ژوند خوندي کيږي.

الله ج په خپل مبارک کتاب قرآنکريم کې د (البقرة سورة په ۱۷۹ آيت) کې فرمايلي دي :[ولكم في القصاص حياة يا أولي الألباب]

ژباړه : او تاسې لره دی په قصاص کې ژوندون ای خاوندانو د عقلونو ( لپاره ددې چې تاسې ځان وساتئ له نا حقه وينو تويولو څخه ).

يادونه بايد وشي چې اعدام او قصاص توپير لري. ځکه قصاص يو شرعي حد دی چې په قرآنکريم کې ترې يادونه شوې ده او اعدام بيا د جزا په قانون کې په ځانګړو حالاتو کې ترتيب کيږي چې قاضي د يادو اړوندو حالاتو په نظر کې نيولو سره د تورن شخص لپاره د اعدام حکم صادروي. خو په ټوله کې مجازات د عبرت درس ورکوي، که هغه قصاص وي او يا اعدام. خلک د هغه څخه عبرت اخلي ، له ځان سره حساب کوي د خير د جلب او د ګناهونو په وقايه کولو کې کوښښ کوي ځکه د حد جاري کېدل ده ته عملي درس ورکول دي.

لکه څرنګه چې اسلام د جزا قانون په هره برخه کې له ډير احتياط څخه کار اخلې او هر جرم ته خپل شرطونه لري کله چې شرطونه پوره شي بيا مجرم ته خپله جزا ورکوي. نو لازمه ده چې په زندانونو کې د ټولو بنديانو په ځانګړي توګه د هغو بنديانو دوسيې بايد په پوره غور او دقت سره وڅېړل شي چې د افغانستان د قضايې او عدلي ارګانونو له لوري پرې د اعدام حکم صادر شوی دی. افغان ولسمشر ته په کار دي چې پر اعدام د محکومو بنديانو له اعدام څخه وړاندې لاندې ټکي په نظر کې ونيسي.

  • د محکمو د قاضيانو او څارنوالانو په شمول د ټولو قضايې او عدلي ارګانو د کارکوونکو ځاني او مالي خونديتوب ته بايد لومړيتوب ورکړل شي ځکه دوی په هغه چا د اعدام حکم صادروي چې هغه د افغانانو داسې دښمن دی چې هيڅ پوله، سرحد او اصول نه پيژني او د خپل هدف لپاره تر اسلاميت او انسانيت تير دی.
  • په دغه ډول احساسات پارونکو قضيو کې د اړوندو قاضيانو او څارنوالانو هويت بايد پټ وساتل شي څو د مقابل لوري له خطر څخه وساتل شي.
  • په زندانونو کې پر اعدام د محکومو بنديانو دوسيې بايد په پوره غور او بېطرفه توګه وڅېړل شي.
  • پر اعدام د محکومو بنديانو اړوند بايد عدالت په نظر کې ونيول شي او هغه خلک بايد اعدام شي چې جرم يې لوی وي لکه انس حقاني او نور ملګري يې؛ نه داچې  د وچو له کبله لامده وسوځيږي او بېوسه، بې واسطې او بې ګناه خلک د ولسمشر د حکم قرباني شي.

لیکنه : خوشحال آصفي