خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

جګړه که سوله ؟

پاکستان او طالبان هغه کږې خولې چې بايد په سوک سمې شي

په داسې حال کې چې د اساسي قانون له مخې، ولسمشر د هېواد د جدي مسایلو په اړه د ملي شورا ګډه غونډه رابللی شي؛ ټاکل شوې چې ولسمشر غني په راتلونکیو څو ورځو کې د ملي شورا د دواړو جرګو ګډه غونډه راوبولي، څو د هېواد د روانو حالاتو په اړه ورسره خبرې وکړي. اټکل کيږي چې ولسمشر به له دواړو جرګو سره د هېواد د روانو حالاتو او د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې د ستراتیژۍ په اړه سلا مشوره وکړي. ولسمشر غني دا پرېکړه د کابل د سې شنبې د ورځې(د وري ۳۱)له خونړي بریداو د طالبانو له لوري د سولې د خبرو له ردیدو وروسته په داسې حال کې کوي چې د ملي وحدت په حکومت کې اوس د دې نظر ملاتړ زیات شوی، چې طالبان سوله نه غواړي او باید د پوځي قوت په زور د دوی بریدونو ته کلک ځواب وویل شي.

مونږ دلته په دې ليکنه کې په دې خبرې نه کوو چې آيا په رښتيا هم د وسله والو مخالفانو او  پاکستان په مقابل کې د افغان حکومت په دريځ کې بدلون راغلی او که غواړي په کابل کې له وروستي خونړي بريدو وروسته د خلکو راپورته شويو احساساتو ته ځواب ووايي. مونږ دلته په دې غږيږو چې روانو حالاتو ته په کتو افغان حکومت بايد له وسله والو مخالفانو سره د ( جنګ او سولې ) دوه ټاکنو په منځ کې يو وټاکي څو ولس له روانو بدبختيو خلاصون پيدا کړي.

د هوسا او آرام ژوند لپاره سوله يوه اړتيا ده او هر افغان ورته هيله مند دى او  افغان حکومتونو هم تر ډيره هڅه کړې چې د افغانانو دا هيله ورپوره کړي خو له بده مرغه چې پاتي راغلي دي. په وروستيو پنځلسو کلونو کې؛ په افغانستان کې جنګيدونکې ډلې (طالبانو) ته د دې لپاره چې سولې ته غاړه کيږدي؛ د دښمن پر ځای نور بيلابيل سياسي نومونه وکارول شول لکه ناراضه ورونه، سياسي مخالفين او د هيواد بچيان، همداشان له حکومت سره د سولې خبرو لپاره ورته د پګواش غونډو زمينه برابره شوه، په پاکستان کې له افغان حکومت سره د مخامخ مذاکراتو زمينه برابره شوه، له دوی (طالبانو) سره د جوړجاړې په نوم کله پاکستان، کله امریکا، کله چين، او کله قطر ته د افغانانو سرنوشت په لاس ورکړل شو، په پرله پسې توګه حکومت، سياسيونو، ديني عالمانو او په ټوله کې ټولو افغانانو ترې د ټوپکي مبارزې پر ځای د سياسي او قلمي مبارزې غوښتنه وکړه خو دوی؛ دوی ته د خپل بادار لخوا په ورکړل شوي قسم کلک ولاړ دي او هر کله يې چې فرصت ترلاسه کړی؛ د بې ګناه افغانانو وينه تويه کړې او خپل تور مخی بادار يې خوشحاله کړی دی. نو د پورته حقيقت په درک کولو سره اوس نو افغان حکومت ته په کار ده چې د وسله والو مخالفانو په مقابل کې د سولې او جنګ تر منځ په دوه ټاکنو کې يوه ټاکنه غوره کړي چې هغه جنګ کول دي. خو پوښتنه دا ده چې جنګ بايد څه ډول او له چا سره وشي؟

په افغانستان کې د اشرف غني او عبدالله تر منځ ګډ حکومت په لومړيو کې له پاکستان سره د تيرو افغان حکومتونو د اړيکو تجربه هيره او يو ځل بيا يې په دغه هيواد ړوند باور وکړ. له پاکستان سره د دواړو ښاغلو (غني او عبدالله) يارانه ښه ګرمه شوه، د پاکستاني چارواکو پر مخ د کابل تړل شوې دروازې راخلاصې شوې، پاکستان ته تاوده تاوده سفرونه وشول او آن دا راشه درشه دومره خوږه شوه چې له پاکستاني استخباراتي ادارې سره د پټو معلوماتو د شريکولو پټه معامله هم وشوه. په ټوله کې ویلای شو چې ګډ حکومت پاکستان ته سراسر په يوه طرفه امتياز قايل شو خو له بده مرغه چې پاکستان بيا هم خپله دوه مخې ستراتيژي بدله نه کړه او افغان حکومت يې يوازې په تکراري ژمنو تير باسه. د کابل او اسلام د اړيکو دا تار هغه وخت وشليدو کله چې د کابل په شاه شهيد سيمه کې خونړی موټربم بريد ترسره شو او حکومت يې تور پر پاکستان پورې کړ. له ياد بريد وروسته د پاکستان په مقابل کې د اشرف غني او عبدالله په نظر کې ۱۸۰ درجې بدلون راغی او له پاکستانه يې هېلې وشلولې.

کله چې د شاه شهيد بريد وروسته په افغانستان کې د پاکستان ضد روحيه پياوړې شوه نو پاکستان بيا زمونږ دواړه ډاکټران وغولول او د پښتونخوا د مشرانو په وسيله يې له کابل سره د يارانې تار وتړو. له هماغه ورځې تر ننه افغان حکومت له پاکستان د سولې تمه پيدا کړه خو کله چې څو ورځې وړاندې د کابل په پل محمود خان سيمه کې خونړی موټربم او ډله ايز بريد تر سره شو نو دا تار يو ځل بيا شليدلی ښکاري او داسې معلوميږي چې دا ځل به حکومت د پاکستان په شمول له وسله والو مخالفانو سره هم د سولې پر ځای د جنګ پر ټاکنې غور کوي. زمونږ په باور د وسله والو مخالفانو او پاکستان په مقابل کې د افغان حکومت وروستی دريځ ډیر پر ځای دريځ دی خو ددې لپاره چې له دوی سره مو جنګ لا هم اغيزمن واقع شي؛ افغان حکومت بايد لاندې سپارښتنې عملې کړي.

 

  1. د سولې څلور اړخيزې ناستې تحريمول
  2. له خپلو ستراتيژيکو دوستانو څخه د افغان امنيتي ځواکونو د تجهيز او چټکې مسلکې زده کړې روزنې غوښتنه
  3. په کور دننه هم په افغان امنیتي ځواکونو پانګونه کول څو د دښمن پر وړاندې قاطع دریځ غوره کړي
  4. له امريکا غوښتنه کول چې له دوی سره د شوې امنيتي تړون له مخې په افغان خاورې د دښمن د تيري په مقابل کې دريدل
  5. له پاکستان او نورو استخباراتي کړيو ته د وفادارو څېرو څخه د افغان امنيتي ادارو تصفيه کول
  6. د وسله والو مخالفانو د تبليغې جګړې مخنيوی او په مقابل کې يې د طالب او پاکستان ضد روحيې پياوړي کول

لیکنه : خوشحال آصفي