نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

ننګ او بې ننګي

یو وخت داعلیحضرت لوی احمد شاه بابا لښکرې دهند په لورې وخوځیدې دلوی ننګرهار دخوږیاڼیو په سیمه کې د بابا دلښکر سرتیرو دسپین غردآسمان څکوتړواوسردرویوه هوسۍ دښکار په موخه په نښه کړه .هوسۍ دیوه لوي پوځ له سرتیروسره مخ وه د ډزواوغشوپه باران کې لکه تالنده بریښنا دکګلیچونولوړواوژورواوښته اودسپین غر د باتوراوغیرتي ولس دکلواوبانډوپه لور یې مخه کړه اوستړي،ترسیدلي اورمیدلي هوسۍ دیوه خوږیاڼي په کور ور ننوته اودکورپه دننه کې په یوه ګوښه ځای کې دمه اوپټه شوه .هوسۍ دلیونوسرتیرو دڅار لاندې وه اونیغ په نیغه دهغه خوږیاڼي پښتون د دروازې ومخې ته ودریدل په کوم کور کې چې ترسیدلي هوسۍ پناه اخیستي وه د دروازې دځنځیرپه شرنګولواوټکولوسره ببر سری خوږیاڼی پښتون ورته راووت اوله سرتیرو یې وپوښتل څله مود دروازي ځنځیر وشرنګاوه ځیرت ځو به وي؟

داحمدبابادلښکر سرتیروورته وویل ستاسو په کورکې زموږدښکار هوسۍ ننوتي اوپټه شوي ده هغه راوباسه اوزموږپه واک کې یې راکړه؟

خوږیاڼی ورته وویل :

میلمانه اونابلده راته ښکاره شوی کنه په مخ مې دننګ اوغیرت څپیړي درکولي دیوه ځیږ،غرني پښتون په کور کې زمادسپین غردهسکوڅوکوهوسۍ پناه اخیستي اوبیایې زه ستاسو په واک درکړم په پښتني نرخ اوڅلي به تاسو هډوپرې نه ږدم چې دخپلې سترې تیروتنې ناغه رانه کړی.

دهوسۍ پر سر دغیرت او ننګ دعوه اوکیسه داعلیحضرت احمدشاه باباحضورته ورسیده

بابا خپل سرتیري ملامت اووګواښل دپښتني ناغې سره جوخت یې دخوږیاڼي پښتون څخه دخپلې تیروتنې بښنه اوعفوه وغوښته

.خبره دننګ اوغیرت په اړه ده .

اسامه بن لادن هغه څوک وچې دهغه پرسر دطالبانومشرملا محمد عمر دنړۍ دستر آبرځواک په وړاندې خپله ککره اوواکمن نظام دلوی خطراوګواښ سره مخامخ کړاوپه افغاني ننګ او اسلامي اخوت یې هغه وساته اودجورج بوش دګواښونو پروایې ونه کړه اوپه پایله کې یې دیوه عرب پر سر ټول واکمن  نظام بایلود او په دې لاره کې زرګونو،زرګونومیړونو خپل سرونه وبایلل اوخپل افغاني ننګ یې تلپاتې ژوندی وساته .

په دې شپو اوورځو کې داسامه بن لادن وصیت لیکونه اونور یادښتونه دژبو په سر دي او هغه داچې اسامه بن لادن په یادښت کې کاږي چې میرمن یې ایران ته په سفر تللي وه دسفر په مهال یې یو غاښ تر تداوی لاندې و خودایران دڅارګر سازمان په نغوته زما دمیرمنې په غاښ کې دغنمو د دانې په اندازه یو الکترینیکي چیپ کارت په خوراځانګړي مهارت ځا ی په ځای شوی څو دهغه په وسیله زموږځای ځایګي په نښه او معلوم کړي.اوله بلې خوا دپاکستان حکومت او دای اس ای څارګرسازمان دبن لادن په اړه تل دامریکا چارواکواوسي،ای،اې ته دمیلیونو،میلیونوډالرودلاسته راوړلوپه موخه غلط اوناسم معلومات ورکول اودهغه په نامه یې دافغانستان په بیلابیلوپښتون میشتوسیموکې دبې ګناه افغانانو،ښځواوماشومانوویني د ډورن اونوروړندوبمباریوپه وسیله وبهولې .هوهغه اسامه بن لادن چې دپاکستان دڅارګرسازمان اوچارواکوپه غیږکې اسلام آباد ته نیږدې استوګن واودهغه پرسریې دمیلیونو،میلیونوډالرو ترلاسه کولو وروسته دهغه کور دامریکا هوایې اوپوځي ځواک ته په نښه اودبمباری په ترڅ کې له منځه یوړل شو اومړی یې سمندرته ګوزارشو.

خو په مسکوکې ساتل شوی امریاکایي څارګرسنوډن دهغه وژل اوپه سمندر کې ګوزارول نه مني خودهغه په اړه هم ایران اوهم دپاکستان څارګرسازمان خپله استخباراتي لوبه اوسوداګري په خورا بې ننګی پرمخ یوړه اودادی اوس یې د داعش وحشي اوخونړی پروژه دافغانستان پرضدپیل کړي اوپه دې لاره کې به هم دسپیني ماڼۍ په میلیونو،میلیونوډالرې اواف۱۶ترلاسه کړي.

افغان مظلوم ولس به پخپلووینوکې رغړي اونړیوالې توطیې د دوی په جغرافیه په نوو بڼوپلي کیږي.هسې هم افغان چارواکي دبې ساري فسادپه خوساډنډکې ښکیل اوپخپل منځي مافیاېی ،زرګري جګرې اوسوداګری بوخت دي.

هر جا که رسید سم اسپ قدغن

نه مرده کفن یافت نه زنده چپن

دغلواودرغلګرودرسوایې اونابودی په هیله

ب.اکبري

۲/۳/۲۰۱۶هالینډ